د ژورنالېزم ترمېنالوژي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړن: عبدالمعيد هاشمي

د ژباړن يادښت: د نړۍ اونيزې درنو لوستونکو! د نورو علومو په څېر چۍ بېلا، بېل ادبي،سياسي،کولتوري،اقتصادي، روغتيايي(طبي)...سيندکي(قاموسونه)لري،د ژونالېزم پراخ ډګر هم؛ په ځانګړي ډول چاپي ژونالېزم په ورځينيو چارو کې د لنډيز په بڼه ځينې ګړنې (اصطلاحات) لري.دا دى پښتو ژباړه يې په دې پار وړاندې کوم چې د دغې اغزنې لارې نوي لارويان ترې پوهنيزه (علمي) ګټه واخلي.
١-A.B.C (Audit Bureauof Clrcaltion) ) :
يوه حکومتي اداره ده چې د ورځپاڼو،اونيزو او مجلو چاپ شمېر(تېراژ)ټاکي او د هغو اعلانونو بيې(نرخونه)معلوموي چې خلک يا ادارې يې چاپي رسنۍ ته د خپراوي په موخه استوي.
٢-څرګندولPlay up) ) :
يو خبر تر آر(اصلي)ارزښت زيات ارزښتناکول او يا کم ارزښته خبر ارزښتناک ښودل.
٣-ناڅرګند ښودلPlay Down) ):تر آر(اصلي)ارزښت د يو خبر ټيټ ښودل او ارزښت نه ورکول.د بېلګې په ډول:((حامد کرزى روسيې ته په لومړي سفرلاړ)) د لومړي مخ پر ځاى د دغه ډول خبر په منځنيو مخونو او يا کوچنۍ کرښه(ستون)کې خپرول.
٤-ضروري(Must ):هغه خبر يا توکى چې خپرول يې اړين وي،په ژونالېزم کې ورته Mustويل کېږي،د خپراوي پريکړه او مخ ټاکنه يې سمونکى(ايډيټر)ياد اخبار خاوند کولاى شي،راپور تر پرې بايدMustوليکي چې اړوند مشران پرې پوه شي.
٥-ختمول/نه خپرول(Kill )هغه خبرونه او توکي چې د چاپ وړ نه وي،د دې لپاره چې له برخليک(سرنوشته)يې راپورتر او نور کارکوونکي خبر شي Killبلل کېږي بايد پرې وليکل شي.
٦-خبرپاڼه(Press Release ):
هغه توکي چې کومې دولتي ادارې،نېمه دولتي ادارې او يا شخصي ادارې له لورې د اخبارونو د فترونو ته په ليکلې بڼه را استول شوي وي،پرېس رېليز بلل کېږي،بيا د اخبارونو خپله پريکړه ده چې خپروي يې او کنه؟که خبرپاڼې د لوستونکو پاملرنه را خپلولاى شي،د اخبار مسول يې چاپوي،خو که ځينې وخت پرېس رېليز جالب نه وي،رالېږونکى يې مهم وي اود خلکو ورسره ډېره بلدتيا وي،بيا هم بايد چاپ شي لکه:د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان يا يوه مهم سياسي مشر لخوا.
٧-پرېس نوټ(Press Note ):داسې خبر ليکنه يا بيان چې د دولت لخوا اخبار،راډيو تلويزون،يا اژانس ته د چاپ او خپراوي په موخه را ولېږل شي پرېس نوټ بلل کېږي.((البته چې د يوه اعتمادي استازي په لاس)).
ډېرى وختونه پرېس نوټ د ولايتي ادارې،امنيتي ځواکونو يا والي له لورې په بېړنيو حالاتو کې لېږل کېږي چې اخبارونه يې په لومړي مخ کې د چاپ پابند دي.
٨-معلوماتي پاڼهHand Out) ):
دولتي او نېمه دولتي ادارې خپل خبرونه او راپورونه په خپلو امکاناتو کې خپروي چې Hand Out بلل کېږي،البته هېنډ واټ ځينې وخت کره او بشپړ معلومات لري چې رسنيو ته يې خپرول بې ګټې نه وي،د بېلګې په ډول:د فوايد عامې يا کرنې رياستونه د سړکونو يا غنمو حاصلاتو په اړه کلنى راپور ورکوي.
٩-سپېڅلي(Sacred Cow ):
داسې شخصيتونه،ګوندونه يا ادارې چې د اخبار د مالک يا اېډيټر په نظر کې ډېر اهميت ولري ې مخالفت يې د څه خپرولو حق نه لري،يا اجازه نه ورکوي لکه:په افغانستان کې د ملي ترمېنالوژۍ،احمد شاه بابا،ميروريس نېکه او نورو ملي سټو پر خلاف.
١٠-له وخته مخکې اېمبارګو(Embargo ):
ځينې خبرونه،ليکنې،تبصرې،ويناوې يا نور توکي د خپرولو له ورځې څو وړاندې د رسنيو دفترونو ته د خپرولو لپاره چمتو شوى او را لېږل شوى وي،د بېلګې په ډول:يو چا د ثور اتمې،ښځو ورځې،بيان ازادۍ،زمري اته وېشتمې،يا ټاکنيزو سياليو په اړه ليکنه کړې وي،ياد اخترونو په اړه د مبارکۍ پيغامونه وي خو له رسنۍ يې غوښتنه کړې وي چې له ټاکلې ورځې وړاندې دې نه خپروي.
١١-تندى (Flag ):د اخبار د لومړي مخ هغه ځاى دى چې د اخبار نوم،بيه،ادرس،ټلېفون شمېره،نېټه او جواز شمېره،پرې په غټ ليک ليکل شوې وي،( Flag )بلل کېږي،لکه: د نړۍ اونيزې پر لومړي مخ د اونيزې نوم او د نړۍ نقشه.
١٢-Chain Paper) ):
له يوه زيات اخبارونه چې له يوې ادارې خپرېږي،چاين پېپر بلل کېږي لکه:په پاکستان کې جنګ ګروپ چې د نيوز،جنګ،عوام،اواز او ده بېګ ورځپاڼې خپروي او يا هم په افغانستان کې کلېد ګروپ چې کلېد او مرسل مجلې خپروي.
١٣-حلقهBeat) ):په يوه اخبار کې بېلا،بېل راپورتران وي چې ځانګړې څانګې يې معلومې وي،هر خبريال ته د هغه څانګه بېټ وېل کېږي.
د بېلګې په ډول:د ننګرهار ملي راډيو تلويزون د سپورت د څانګې خبريالانو ته د سپورت بېټ او د ورځينيو چارو خبريالانو ته د خبر بېټ وېل کېږي.
١٤-څانګېزخبريال(Beat Reporter ):
د يوه اخبار،راډيو تلويزون،اژانس هغه خبريال چې په ځانګړې برخه کې کار کوي،بېټ رپورتر بلل کېږي.لکه:سوداګريزخبريال،جنايي خبريال،سياسي خبريال،سياسي خبريال،کولتوري خبريال او نور...
١٥-نړيوال خبريال (Internatinal Reporter ):
هغه خبريال ته وېل کېږي چې د خپلې رسنۍ لپاره د نړيوال خبرونو چمتو کوونکى وي.
١٦-ځانګړى خبريالSpecial Reporter) ):
کله چې د رسنۍ اداره د يوې ځانګړې سکالو(موضوع)لپاره خپل يو مشر سابقه دار خبريال وګوماري سپېشل رپورټر بلل کېږي،لکه:په واشنګټن کې د حامد کرزي او زرداري د خبرو لپاره او يا هم د ښوې په دښته کې د ښوې او کشمونډ د قومي شخړو په اړه.
١٧-ځانګړې ښځينه خبرياله(Special Reporter )
د يوې ډېرې مهمې سکالو(موضوع)لپاره سيمې ته د يوې ښځينه خبريالې لېږل.
نور بيا.....