د ژباړې او سيمييزونې خدمتونه Hairan Translation and Localization Services (HTLS)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حيران

"د حېران د ژباړې او سيمييزونې مرکز"، چې نوى په کابل کې جوړ شوى، د مسلکي او تجربه لرونکو ژباړونکو پر مټ، پښتو ژبې ته د ژباړې د معياري خدمت په نظر کې نيولو سره، هېوادوالو او مسلکي ادارو ته د ژباړې، سيمييزونې، سمونې، او پروف کتنې په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

هغه څه چې مونږ يې د کار او معيار له پلوه په نظر کې نيسو:





زمونږ لومړنى پام معيار ته دى. د دې دوه اړخونه دي: لومړى دا چې ژباړه د ژباړې د منل شويو مسلکي اصولو سره برابر او د ژباړې متن اصلي متن ته په مانا او ماحول کې نژدې وي. دويم دا چې هيڅ ډول ټايپي، د املاء او انشاء، او ليکنښو (punctuation ) تېروتنې ونلري. او دويم پام مو دې ته دى چې راکړل شوى کار په ټاکلي وخت وسپارل شي.

هغه خدمتونه چې مونږ يې لرو، تفصيل يې په لاندې ډول دى:





(١) ژباړه (Translation )

د ژباړې نړيوال معيار دا دى چې ژباړونکى بايد په دواړو ژبو د بشپړې پوهې تر څنګ د دغو ژبو د ويونکو د کولتوري ارزښتونو او قدرونو څخه هم ښه خبر وي څو اړوند اصطلاحات او د هغوى په شا پرتې ماناوې په زيات نه زيات دقت سره له يوې څخه بلې ژبې ته واړول شي. خو ژباړونکى بايد په دې هم ښه پوه وي چې ژباړه يواځې د يوې نه بلې ژبې ته د تورو اړول نه، بلکې د اصلي متن فکر او مانا ته نوې ژبه ورکول دي. دا ځکه چې هر ليک د ژبې خپل معيار لري: د بېلګې په ډول، څېړنيز ليک د اکاديميک معيار وي؛ ادبي ليک هنري ښکلاوې لري؛ په داستانونو کې د کليوالو کرکټرونو ژبه کليواله وي؛ په ورځپاڼو کې د خبرونو ژبه ساده او د کالمونو تر هغې يو څه ګرانه وي، او داسې نور. په ژباړه کې هم بايد د اصلي متن دغه قدرونه په نظر کې وساتل شي. برسېره پر دې، بايد د ژباړن په وس کې وي چې په لومړنۍ ژبه کې کوم ځايونه، شيان، يا خلک اشنا او په دوهمه کې ناشنا وي نو چې حاشيه ورسره وليکي. او مونږ په خپل کار کې د دې ټولو معيارونو ژمنه کوو.

(٢) سيمييزونه (Localization )

سيمييزونه په نړۍ کې د تخنيکونو د اسانولو، په انټرنېټي پروګرامونو د هرې ژبې د ويونکو د پوهولو، او خپل جوړ کړي شيان خلکو ته د هغوى په ژبه کې د رسولو يوه نوې لړۍ ده چې په دې وروستيو کې يې د نړيوالتوب (Globalization ) سره لاس په لاس يون پېل کړى دى. مونږ په دې برخه کې هم ټول مسلکي او تخنيکي ارزښتونه په پام کې نيسو او داسې ژباړه کوو چې د سيمييزونې په موخه (د تخنيکونو اسانول) کې زيات نه زياته لاس ته راوړنه ولرو. په سيمييزونه کې تر ټولو مهم کار د ناشنا تورو لپاره داسې پښتو توري موندل دي چې د اصلي توري مفهوم ترې راوځي او لوستونکو لپاره د پوهېدو وړ وي.

چټکه او معياري ژباړه او سيمييزونه د ژباړې د کمپيوټري پروګرامونو (Computer Assisting Translation Tools ) له کارولو پرته ناشونې ده. دغه پروګرامونه توري، فقرې، او اصطلاحات په خپله حافظه (memory ) کې خوندي ساتي او هر کله چې دغه تورى، فقره، يا اصطلاح په دويم ځل راځي نو په خپله ژباړل کېږي. په دې توګه کار ژر ترسره کېږي، او د يو توري، فقرې، يا اصطلاح دوه يا زياتې جلا جلا ماناوې نه راځي. مونږ د لومړي ځل لپاره په پښتو کې د ژباړې لاندې کمپيوټري پروګرامونه د کارولو لپاره چمتو کړي څو خپل شعار "کار، معيار، او رفتار" په عمل کې وښايو. هغه پروګرامونه دا دي:Trados, Wordfast, OmegaT

(٣) سمون او پروف کتنه (Editing and proofreading )

په سمون او پروف کتنه کې هم د پښتو ژبې د ښه معيار ژمنه کوو.

(٤) غږ

د لاندې ليست د ژبو څخه په هره ژبه کې په ښځينه، نارينه، او د ماشو م په غږ کې د ثبتولو خدمت د ثبتولو د ټولو معيارونو سره سم ترلاسه کولى شئ.

هغه ژبې چې مونږ ترې پښتو ته د ژباړې خدمتونه لرو:





انګليسي نه پښتو (پښتو نه انګليسي ته هم)؛ عربي نه پښتو (پښتو نه عربي ته هم)؛ دري نه پښتو (پښتو نه دري ته هم)؛ اردو نه پښتو (پښتو نه اردو ته هم)؛ روسي نه پښتو؛ هالنډي نه پښتو؛ الماني نه پښتو؛ فرانسوي نه پښتو؛ ايټالوي نه پښتو؛ جاپاني نه پښتو؛ هسپانوي نه پښتو؛ يوناني نه پښتو؛ او چينايي نه پښتو (د ځينو نورو ژبو لپاره هم کوښښ کوو).

پورته ياد شوي خدمتونه د ليک او غږ په لاندې ډولونو کې ترسره کېږي:





کتابونه، خطونه، ورځپاڼې، مجلې، ليکنې، خبرونه، شعرونه، تجارتي اعلانونه، معلومات (Data, information )، ويبپاڼې، ګېمونه، فيلمونه، او پروګرامونه.

هغه مسلکونه چې پورته ياد شوي خدمتونه پکې ترلاسه کېداى شي:





کرهڼه، ساينس، طب، حساب، هنر، فزيکس، بانکداري، طب، ژورناليزم، اقتصاد، مذهب، کيمسټري، بيالوژي، تاريخ، سوداګري، انجينيري، کمپيوټر، انټرنېټ، ډيزاين، قانون، څېړنه، ادب، جغرافيه، موسيقي، فلسفه، ترانسپورت، او نور.

تماس





مسوول: عبدالهادي حيران

د تليفون شمېره: 0093-775075635

برېښليک: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.