د زيارمل زيار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال آحمد شاه پاڅون

هو ښياران وايي زيار د بري پيل دى ځکه خو زيار مل خپل تخلص ته کلکه غاړه ورکړې او تل د هغه پلوي کوي . هغه په ډير کم عمر کي د شعر ليکلو ته مخه کړه تر داسي اندازې چي ډير ژر په ولايتي سطه په سترو سترو مشاعرو کي را څرګند سو د بست فرهنګي ټولني غړي توب يې ترلاسه کړ.
په دې وروستيو کي يې يوه بله هڅه پيل کړې چي زما ددې ليکني مطلب هم د زيارمل د هغي هڅي ستاينه ده .
زه شاولي زيارمل يادوم چي تر دا مهال به ١٨ کلن وي او په ١٠م ټولګۍ کي زدکړي کوي .ښاغلي زيارمل په يوه کتابچه کي چي ټولي پاڼي يې د زړونو په انځورونو ښکلي سوي دي تر دا مهال يې د هلمند د ٤٣ شاعرانو شعرونه او انځورونه را غونډ کړي دي دا پروسه لا دوام لري . نوموړي دا هر څه په دومره حوصله او زغم سره پر مخ وړي چي سړى فکر نه کوي
د کتابچې په ښي اړخ پاڼو کي د شاعرانو عکسونه او په کيڼ اړخ کي يې شعرونه ليدل کيږي . شعرونه هم د زيار مل په هنرمنو ګوتو په ښکلي خط ليکل سوي دي د شعر عنوان ، د شعر په مقطع کي شاعر نوم او تر شعر لاندي د شاعر پوره نوم په يو ډول ځانګړي ډيزاين کي په سره قلم ليکل سوي دي او شعرونه په شين قلم . تر هر عکس لاندي هم د شاعر نوم ليکل سوى دى . زيارمل تر داسي اندازى زيار استلى چي د وس تر بريده يې تر عکس لاندي د هغه شاعر لاسليک هم اخستى دى چي دا يو ډير پوخ کار ګڼل کيږي .
منم چي لوستونکي به ووايي دا کار خو نورو هم کړى دى حتي تر دې زيات چي ښه بيلګه يې د شاعرانو تذکرې او نور کتابونه دي چي پخوا به په ګوتو ليکل کيدل
خو دلته اصل بل څه دى که لږ ځير سو .
په هلمند غوندي ولايت کي چي نه يوازي په افغانستان کي بلکه په ټوله نړۍ کي يو بدنامه سيمه ګرځېدلې ده ، نن يو داسي طوفان پکښي تيريږي چي علم ، پوهه ، عاطفه ، احساس او مينه يې په مخه کړي ، د ځوانانو له ذهنه احساس او درک پاکوي نو په دغه سي حالاتو کي يو تنکى ځوان چي لا روزني ته اړتيا لري ، لا د مشرانو ميني ته په طمعه ښکاري کلي په کلي کور په کور په شاعرانو پسي ګرځي عکسونه او شعرونه ورڅخه را غونډوي او بيا تر نمو شپو د څراغ و تيتي رڼا ته هغه شعرونه او عکسونه چي نن يې را غوڼد کړي دي په هغه ځانګړې کتابچه کي په ډيره مينه او هنر ځاى پر ځاى کوي
ستاسو په اند که چيري په راتلونکي نسل کي داسي چا ته دا کتابچه په لاس ورسي چي مشرانو يې د هلمند په اړه په ذهن کي ورته زهر شندلي وي ، کرکه يې پکښي کرلې وي . داسي يو کس به ددې کتابچې په ليدو نرم نسي ؟ د زړه څخه به يې هغه غلط خيالونه ونه وځي چي د دې سيمي خلکو مينه نه پيژندل .
په پاى کي محترم شاولي زيارمل ته په خپلو هڅو کي برياليتوب غواړم خداى دي وکړي چي دده په څير نور تنکي ځوانان مټي را بډوهي او دنيا والو ته دا څرګنده کړي چي هلمند پر مينه مين دى