د افسانې په اړه د پوهانو نظرونه :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سميع الله جلالزی

د امريکا نوميالی نقاد او کيسه ليکوال ايډګرايلن پو وايی افسانه هغه اغيزناکه کيسه ده چې په يوه ناسته کې ختمه شي. نوموړی وايې يوه ناسته له يوه ساعته تر دريو ساعتونو پورې هم کيدای شي.
جملا مير په خپل اثر کې د کيسې د تعريف په اړه ليکي: کيسه زياتره هغو اثارو ته ويل کيږي چې په هغو کې د انسان له وس او توان څخه پر اوچتو خارق العاده پيښو ډډه شوې وي. په کيسه کې يوه پيښه د انسان له توان څخه د پورته پيښو پر محور څرخي چې دا په واقعيت کې د کيسې بنسټيز توکی جوړوي . پر دې سره بيره کيسه د اتلانو په جوړښت کې رول لري ، په بله وينا کيسه کې شخصيتونه او اتلان لږ بدلون مومي او تر ډيره د رنګارنګ پيښو تر اغيزو لاندې راځي.

د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د يوشمير پوهانو له نظره د کيسې او افسانې تعبير او تفسير په مختلفو نومونو ، اصطلاح ګانو او مفاهيمو سره شوی دی. په کابل کې کيسې ته افسانه ، اوسانه ، قصه او داستان . په بدخشان او هرات کې افسانه ، اوسانه ، اوسونه ، سرګذشت . په باميانو کې نقل ، د پښتنو په مختلفو سيمو کې نکل ، کيسه ، بدله ، ټوپی ورته وايي .
په خوست کې نکل او کيسه سره بيلوي : هغه نکلونه چې د ملي اتلانو په اړه وي لکه ، ادم درخانې ، فتح خان او رابيا ، مومن خان او شيرينو ، ظريف خان او مابي او داسي نور ، هغه کيسې چې د مينې او محبت په باره کې وي لکه طالب جان او ګل بشره ، دلي او شهر او داسې نورو افسانو او کيسو ته کيسه وايی .
کانديد اکاډميسين محمد صديق روهي د کيسې په هکله ليکي:
په انګريزي ژبه کې faction د هر ډول داستانونو او کيسو لپاره يوه عمومي اصطلاح ده . په هغو کې رومان ، ناول ، نکل، د فولکلور اوږده داستانونه ، ناولټ ، لنډه کيسه ، افسانه ، او حکايت شامل دي. په پښتو کې دغه اصطلاح پوره نه ده تثبيت شوې . په لره پښتونخوا کې لنډې کيسې ته افسانه وايې . په ځينو لهجو کې داستان ته کيسه وايې او په ځينو سيمو او لهجو کې کيسې د لغز او چيستان په مانا راځي. زموږ ځينو ليکوالانو د ( کيسې ) اصطلاح د ايټالوۍ ژبې د ( ناويله) په مفهوم کارولې ده.
ناويله لنډې منسجمې او رياليستيکې قصې دي چې د خلکو په خولو کې ګرځې او راګرځي او د ورځني ژوند له مسلو سره اړه لري . ځينې کيسې د ټوکو ټکالو بڼه لري او ډير ځله د هغو سره بيلول مشکل وي . له ځينو کيسو څخه متلونه زيږيدلي دي او ځينې انتقادي بڼه لري ، ځينې کيسې د ژويو په اړه دي چې ډيری يې سمبوليکه بڼۀ لري دغه ډول کيسې ته حکايت هم وايي . د کيسې اصطلاح کله کله د نقل په مانا هم کارول شوې ده ، نو د ترمينولوژې په برخه کې د انسجام نشتوالی د نظرونو اختلاف ته زمينه برابروي.
څيړنوال دوست محمد دوست د افسانې د څيړنې په لړ کې د افسانې او کيسې په اړه داسې نظر لري:
(( افسانه د ژويو ، جادوګريو، ماجرالټوونکو او وهمي اتلانو په باب د پند او عبرت له هغې کيسې څخه عبارت ده چې ټيپيک او ريښتينی واقعيت نشي لرلای خو د واقعيت ځينې توکې ښايي ولري.))
د افسانې جوړونکې خپله ولس دي . په افسانه کې د ولس هيلې ، نهيلې، له طبعي خطرونو سره مقابلې ، ظلم او تيري سره مجادلې ، او د ډيرو لرغونو انسانانو مفکورې ليږدول کيږي.
څرنګه چې دا ټولې پيښې په ټولو ولسونو کې يوشان موجودې دي نو د نړۍ د بيلابيلو اولسونو افسانې هم سره ورته دي.
و ، اسراي ، د ، امانوف ، د افسانې په اړه داسي نظر لري او ليکي:
(( افسانه د خلکو د شفاهي ادبياتو اساسي برخه ده، د تاريخ په اوږدو کې يې د تل لپاره د خلکو پر ژوندانه ډيره اغيزه درلوده . خلکو په افسانو کې د غليمانو پر وړاندي خپل برياليتوبونه ليدل او هغه يې په افسانو کې لټول همدارنګه ددوی د پام غلطولو او تفريح مهمه وسيله ده.))
د افسانې دتشريح او توضيح په برخه کې يو ځای لولو:
افسانه د شفاهي ادبياتو يو مهم اثر دی چې د خلکو د ژوندانه کړو وړو ، وير ماتم ، خوشاليو، هيلو او ارمانونو د انعکاس او څرګندولو په اړه د ډيرو ځنډونو او پخوا زمانو څخه تر ننه پورې مهم رول درلود او د هغې زمانې پيښې يې بيان او تشريح کړي دي. په خيال او تصور کې يې له خپلو هيلو او ارمانونو سره سم بدلونونه راوستي دي.