د محترم فرهاد «دولت زی» سره لنډه مرکه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مرکه کونکی انجنیر زلمی نصرت له دنمارکه

ملګرو مسافر یم د وطن ارمان کومه
جوټی وهم په لاره د دیدن ارمان کومه









جوټی وهم په لاره د دیدن ارمان کومه
ملګرو مسافر یم د وطن ارمان کومه


درنو لوستونکو!
د پیلوزی مجله د افغانی سندرغاړو د ور پیژندولو په سلسله په دغه ګڼه کی د پښتو او دری ژبو د یو تکړه او خوږ ژبی سندرغاړی محترم فرهاد « دولت زی» سره چی اوس محال د هالیند په هیواد کی ژوند کوی ، او اکثره افغانان د هغه د خوږو نغمو، غزلو او سندرو سره د انتر نیت له لاری اشنایی لری ، لنډه مرکه کړی چی، ستاسو قدرمنو لوستونکو پاملرنه د هغی مرکی ته را اړوم.





پیلوزی: محترم فرهاد « دولت زی» اسلام علیکم او ستا نه ډیره مننه چی د مرکی د پاره زمونږ سره حاضر شوی.
فرهاد: د ټولونه مخکی زه هم خپل سلامونه او نیکی هیلی تاسو او ستاسو همکارانو او د پیلوزی د ښکلی مجلی لوستونکو ته چی د هیواد په هر ګوډ کی د ننه او بهر کی اووسی وړاندی کوم، او ستاسو نه هم ډیره مننه چی زه مو یاد کړم او زما سره مرکه کوی.
پیلوزی: محترم فرهاد صیب که مهربانی وکړی او په لنډه توګه ووایی چی زده کړې مو څومره کړې دي او په کوم ځاى کې مو کړې دي؟
فرهاد: څرنګه چی زه د بلخ د ولایت د بلخ په ولسوالی کی زیږیدلی یم نو ابتدایی زده کړه می د بلخ په ولسوالی او لیسه می کابل ښار کی پای ته رسولی دی.
پیلوزی: فرهاد صیب که مهربانی وکړی او ووایی چی ،څنګه د موسیقی او سندرو نړی ته دی مخه شوه او څرنګه سندرو او موسیقی سره دی مینه او علاقه پیدا شوه.
فرهاد: د وړوکتوب نه ما د موسیقی او سندرو سره مینه در لودله ،همیشه د استاد ناشناس ، استادخیال محمد، استاد ایوب ، استاد اول میر او استاد قدیم سندری اورم ، دهغوی د سندرو نه خوند اخلم او ماته د سرمشق حیثیت لری. .
له هغه ځایه چی په هیواد کی دننه محیطی او فامیلی شرایط ما ته مساعد نه وه چی په آزاده توګه موسیقی زده کړم ، ما په پټه توګه د ابتدایی آلاتو نه کار اخیست ، د استاد ناشناس، استاد خیال محمد او نورو هنرمندانو سندری می زمزمه کولی.
کله چی په 1997 میلادی کال هالیند ته مهاجر شوم، سندرو ویل او موسیقی زما د ژوند یوه برخه وګرزیدله .
پیلوزی: فرهاد صیب آیا په دغه لاره کی کوم رهنما یا استاد لری ؟
فرهاد : نه زه کوم خاص استاد نلرم ، لکه چی ، د مخه ما وویل په داخل د هیواد کی ماته شرایط مساعد نه وو چی د موسیقی په برخه کی تحصیل وکړم او یا د کوم استاد نه کمک وغواړم،
هالیند کی په کمپ کی وم ،هلته هم شرایط مساعد نه وه ، چی د موسیقی په برخه د کوم استاد نه کمک وغواړم ،اما زما شوق ، هلی ځلی او د کمپ د دوستانو تشویق چی زما آواز او زمزمو نه به دوی خوند اخیست او د استاد ناشناس ،استاد خیال محمد او نورو استادانو لکه چی مخکی ما ورته اشاره وکړه د موسیقی د سبک نه پیروی کول ، باعث ددی شوه چی زه خپله خود ګردانه او مستقلانه په دغه برخه کی مخ ته لاړ شم.
پیلوزی: ستاسو د خبرو د تائید په ارتباط باید ووایم چی د موسیقی په برخه کی علاوه د مسلکی مهارت نه د انسان استعداد ، شوق مشق او تمرین او ریاضت هم خورا مهم رول لری ، غږ او استعداد یو فطری او الاهی ورکړه ده چی الله پاک یو انسان ته ورکوی.
فرهاد: زه د تاسو دخبرو سره هم نظره یم.
پیلوزی: ستا په شاعرانو کې د کوم شاعر شعرونو خوښ دى او ډېر د کوم شاعر شعرونه کمپوز کوى ؟
فرهاد: هر شاعر او سندر غاړی خپل دنیا ، خیالات او سوچونه لری ،هر شعر ، شاعر، سندره او سندر غاړی خپل ځای او مقام په خلکو او د خپلو مینه والو په مینځ کی لری، خو په شاعرانو کی می د رحمان بابا، پیر محمد « کاروان» ملنګ جان، اسحاق « ننګیال»، نواب « امیر زی» شعرونه ډیر خوښ دی، علاوتأ د هغه شاعرانو شعرونه چی ،موسیقی ته قالب وی او د موسیقی په قالب کی زر ولویږی ، د سندرو ویلو د پاره یی انتخابوم او کمپوز ورته جوړوم .
پیلوزی: فرهاد صیب تاسو د استاد ناشناس او استاد خیال محمد د سبک د پیروی نه خبره وکړه، ایا تاسو د غزل سره هم مینه لری؟
فرهاد: د غزل سره زما خاصه مینه ده، کلاسیک آرام او میهنی موسیقی می ډیر خوښیږی زما غزلی سندری او کمپوزونه په «مستانه» ویب پاڼه کی موجود دی ، د غزل مینه وال کولای شی چی زما غزلو او آواز سره اشنا شی.
باید ووایم چی، د غزل په برخه کی علاوه د استاد ناشناس او استادخیال محمد د سبک نه د استاد اول میر، استاد ایوب او استاد قدیم د سبکو نو نه د غزل او موسیقی په برخه ګټه پورته کوم.
پیلوزی: په محافلو او د دوستانو په شب نشینیو کی اکثرأ پښتو سندری وایی. ایا دری سندری هم کله کله وایی او که نه؟
فرهاد: ولی نه شپږ د دری کمپوزونه لرم او همدا اوس محال په همدی مصروف یم ، د دری څو شعرونه په لاس کی لرم او غواړم کمپوز ورته جوړ کړم.
پیلوزی: ستا د خبرونه داسی ښکاری چی، د اشعارو د پاره د موسیقی کمپوز هم تاسی خپله جوړوي؟
فرهاد: بلی درسته ده، تر اوسه زه د خپلو سندرو ۳ سی ډی لرم چی کمپوزونه یی ما خپله جوړ کړی دی.
پیلوزی: د موسیقی آلاتو سره څنګه يي؟
فرهاد: ارمونیه سره اشنایی لرم او د ارګن په غږولو کی هم بد نه یم.
پیلوزی: محترم فرهاد صیب که لطف وکړی او ووایی چی ستا سندری څنګه تر لاسه کیدای شی؟
فرهاد: زما سندری زما د آواز مینه وال کولای شی چی د یوتوب YouTube ،مستانه، سمسور او د اسد د ۲۸ ویب پاڼی نه تر لاسه کړی.
پیلوزی: که مهربانی وکړی او اولنی سندره دی معرفی کړی.
فرهاد: زما اولنی سندره چی اوس هم په یو توب کی موجوده ده، دا لاندی سندره ده.



جوټی وهم په لاره د دیدن ارمان کومه
ملګرو مسافر یم د وطن ارمان کومه


اما په ډیر خواشینی سره باید ووایم چی زما نه وروسته دغه سندره د کمپوز سره د یو محترم سندر غاړی له خوا کاپی او د خپل نامه نه یی نشر کړی ده.
پیلوزی: په سندرو کی دی کوم یوه سندره خوښیږی؟
فرهاد: زما ټول سندری زما د خوښی سندری دی ځکه زه د شعر په انتخاب کی ډیر دقت کوم، خو بیا هم ستا د سوال د ځواب په هکله باید ووایم چی، دغه لاندی سندره ماته په زړه پوری ده.


دا شپه نه سبا کیږی، خدایه لا پسی اوږدیږی
غمونه دې او زه یم
په لپو لپو اوښکی می په مخ باندی بهیږی
غمونه دی او زه یم


پیلوزی: فرهاد صیب ستا نه هیله لرم چی ، خپل اخرنی سندره د پیلوزی د مجلی لوستونکو ته معرفی کړی.
فرهاد: اخرنی شعر ته چی ما کمپوز جوړکړی دی، د پښتو د خوږ ژبی شاعر محترم بورا « زمانی» چی اوس محال د دنمارک د وایلی په ښار کی ژوند کوی یو شعر دی، چی مطلع یی دادی.


د سپوږمی ښایسته رڼا وای
پکی ستا د مخ ځلا وای
ما ستا سترګو ته کتلی
ستا په سترګو کی حیا وای


پیلوزی: محترم فرهاد صیب یووار بیا ستاسونه ډیره ډیره مننه ، چی زمونږ سره مرکی ته حاضر شوی ، ستا د لا بریالیتوب په هیله یو ، په اخر کی که تاسی کوم پیغام لری نو مهربانی وکړی.

فرهاد: زه هم یوار بیا ستاسو د مرکی نه مننه کوم.
لکه نورو افغانانو د وطن او خلکو مینه او درد زما سره هم موجوده ده، خپلو افغانانو ته د صلح په رڼا کی خوشحاله او ارامه ژوند غواړم، او د نوروهنرمندانو نه دا خواست لرم چی، هنرمندان باید یود بل احترام او خیال وساتی او د یو بل هلی ځلی ته په درنه سترګه وګوری.
یو هنرمند نباید د بل هنر مند کمپوز او سندری کاپی او په خپل نامه خلکوته معرفی کړی، دغه مسالی ته ما ځکه اشاره وکړه چی زما سره بعضی محترم هنرمندانو دا زیاتی کړی دی او زما د مالی کمزورتیا نه یی استفاده کړی دی .
اته کاله د مخه ما د رحمان بابا دغه لاندی شعر:


ای زما د زړه ارامه راشه راشه
سر او قده ګل اندامه راشه راشه


کمپوز جوړ کرو، کله چی یو تو ب کی خپور شو، نو یو بل هنرمند چی ما سره آشنایی هم لری عاجل یی کاپی او بازار ته یی خرڅولوته وړاندی کړه.
اوس محال زه څو ښکلی شعرونه او کمپوزونه لرم ، هر کله چی امکانات می پیدا کړ، هغه نه یو ویدویی کلیپ جوړوم ا و بیا خپل د اواز مینه والوته یی وړراندی کوم.

پای
مرکه کوونکی:
انجنیر زلمی نصرت له دنمارکه

کاپی بورا ویپ پانی ته
www.bowraa.com