دمادي ګټولپاره معنوي زيان:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکنه:احمدنويدنظري

پدې وروستيو وختونو کي په افغانستان کي زيات شمير تلويزيوني کانالونو په کارپيل وکړ او سمدلاسه پکښي بهرني سريالونه يودبل پسي خپاره سول چي دا لړۍ اوس هم ادامه لري او روانه ده .
پدي برخه کي طلوع ،لمر،آريانا اوداسي نور... تلويزيونه ديادوني وړدي چي پکښي زيات شميرد افغانانو دکلتورخلاف سريالونه خپريږي په خواشينۍ سره بآيدووايو چي دخپلومادي ګټو لپاره دافغان ولس پياوړى کلتور او دستور له منځه وړل غواړي.
خبري به سپيني کوو:
کوم سريالونه چي ددي شبکو څخه خپريږي په ټولو کي دواده نه مخکي اړيکي ،دواده نه مخکي اميندواره کيدل،څوواره واده کول اوترواده وروسته دنوروسره نامشروع اړيکي ټينګول پکښي ښودل کيږي،اوهمدارنګه پکښي بګوان ( د هندوانو مذهبي معبود ) ته عبآدت کيږي.
دلته زموږ په هيوادکي دپوهي دکچي دټيټوالي له کبله لدي نه ټول ځوانان منفي ګټه پورته کوي،ددوي په څير جامي اغوندي اودوى ته ورته پېښې کوي.خو د افسوس خبره داده چي ددي سريالونودکتلوپه مرض زاړه،واړه،نارينه اوښځينه اخته دي، او دا د چرګانودوالګي (انفولزا) دمرض په څيرهرځاى کي خپورسوى دى.
په هرکورکي چي تلويزيون وي نوپه هغه کورکي دټولوسترګي دسريال پروخت په ټلويزيون کي ښخي وي اوکه څوک خبري وکړي نووايي چي(( ته خوچپ سه صاحبه! مهمه صحنه ده))
دژړاخبره خولاداده چي دغه بيکاره اوتقليدګرځوانان بياپه کوڅو،بانډارونو،محفلونواوښوونځيوکي هم ددي سريالونه کيسي کوي چي فلانکي دفلانکي سره واده وکړ اوفلانکي دفلانکۍ سره واده وکړاو........................
دهيوادپه مرکزکابل کي هره شپه چي دسريالونودنشروخت وي نوپه ښارکي چنداني خلک اوپه هوټلونوکي چنداني ځاى نه ترسترګوکيږي.
اوسمهال زموږ ځيني وړونه اوډيرى خوندي دهمدغوسريالونوپه څيرکټ مټ پېښي کوي اودسريالودانجلي ياهلک په ډول جامې اغوندي.
تيرکال دملت په غمخوره کور(پارلمان) کي دهمدغو متزلزلو او غيراسلامي اوافغاني سريالوپرضديوڅوکسان راوپاڅيدل ترڅودغه بندکړي، خودهمدغو سريالونو خپرونکو چينلونو ورسره داسي مقاومت وکړچي هغه کسان اوس خپله ددغوسريالودکتلومعتادين اوخولې يي بندي سوي دي.
نوزه ستاسوټولودرنو لوستونکوڅخه په ډيره مينه سره غوښتنه کوم چي دپردي کلتورتپونکي دغه سريالونه مه ګورئ اوخپل ماشومان هم لدي نه منع کړئ.

ستاسوکشرورور:احمدنويدنظري_هلمند