د هلمند د شاعرانو شعرونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدشاه پاڅون

په دې لړ کي دغو محترمو شاعرانو شعرونه ر اغلي دي .
عطا محمد (سيلاب )
محمد اسماعيل ( شريعت يار )
عبدالهادي ( عمري )
سردار محمد (صديقي )
زعفران ( باغرانى )
دلاور ( پردېس )
احمد جان ( خادم )
احمد شاه ( پاڅون )

د ميني پر ټغر را غونډو لوستونکو !
دا د هلمند ميشتو شاعرانو د شعرونو هغه ځنځير دى چي ټولو پر يوې ځانګړي کافې او رديف خپل احساسات څرګند کړي دي خداى دي شاعرانو ته توفيق ورکړي چي ددې ځنځير کړئ نوري هم اوږدې کړي .
دا ځل شاعرانو وروڼو د ( محمد اقبال حيران ) د هغه شعر پر مېنه شعرونه ليکلي دي چي وايي

که ستا د ظلم ستمونو کيسه ختمه نده
زما د اه او فر يادونو کيسه ختمه نده



غزل
شاعر : عطا محمد سيلاب

زمـوږ دجـذ بـو اوغــېرتـونـو کيسه خـتمـه نده
زمـوږ دغـازيـانـو دنـومـونـو کيسه خـتمـه نده

غـليمه بيا څنګه ودې کورګي ته زړه ښـه کـوې
سـتا پروجود زمـوږ د وارونو کيسه خـتمـه نده

دلته لا اوس هم شمله وردي هسکه غاړه ګرځي
لادچـارخول د بګـړې ولـونوقېـصـه ختـمـه نده

موږ کي لا اوس هم د يار او د جانان خبري
لاد لـمــونـځــونــوثــوابـونـو کيسه ختـمـه نده

دلتـه لا اوس هـم پـښـتانـه دې په پښـتو پسې ځـې
لاېـې د پـلار نـېکه دپـلـونو کيسـه خـتمـه نده

لامـوتــراوسـه د بـلا ل مـېـراث ژونـدى ساتـلـى
لا پــر مـنـبـر د آذا نــو نــو کيسه خـتـمـه نده

دلته لا اوس هم دا ((سېلاب)) دخوشحال لاره څارې


لا ېــې د شـــعـــر او غـزلـونـو قېـصـه خـتـمـه نده

غزل
شاعر : الحاج محمد اسماعيل شريعت يار

لا مي دزلــــفو دخيالونو کيسه ختمه نده
لاد پريشـــــــانو حالـــتونو کيسه ختمه نده

لا د ګل مخو په ديدن پسي مجنون ګرځمه
لامي پرزړه دغورځنګونو کيسه ختمه نده

چي يي له کله څه ويشتلى په نظريمه زه
پرخواربدن مي دزخمونوکيسه ختمه نده

دتصورهنداره تل پرزخم مالګي وهي
لادبــــــيلتون دګذارونو کيسه ختمه نده

زه دکرار اودصحت څه نا اميده يـــــــمه
لادمــــــــــزلونو رباطونوکيسه ختمه نده

((شريعت ياره! ))ددنـــــيا ا ودوفا سره څه


لادغـــــماز او د دامـــــــونو کيسه ختمه نده

غزل
ليکوال : عبدالهادي عمري
که مي داوښکو دموجونو کيسه ختمه نده
ستاد وصــــال داميــــدونو کيسه ختمه نده

ازغنه لاره ده وجود مي ټول پرهر پرهر دي
لامي په وړاندي دمزلونو کيسه ختمه نده

داچي اوريږي پر دې کلي لا دکاڼو باران
دپښـــتنو دتاريخـــونو کيسه خـــتمه نـده

تابه نړي ته دبشرپه نامه لاپي ويشتې
خوزموږ دښار دتابوتو نوکيسه ختمه نده

پيغلو پرهرګودر د لاسه شنه بنګړي مات کړي
چي دځـــوانانودمرګـــــــونوکيسه ختمه نده

زړګيه پام کوه هوس دچا دعشق ونکې
لادنــــيکودغيــــرتونــــوکيسه ختمه نده

ستا به داخيال وي ((عمري)) چي سلامي به کوي


په لوړ اواز دتـــــکبيرونــــو کيسه خـــــتمه نده

غزل
شاعر : سردار محمد صديقي
چي ستا د ميني د خوندونو کيسه ختمه نده
زما د زړه د اميدونو کيسه ختمه نده

په جادو ګرو سترګو بيا زلزله جوړه نه کړې
زما پر ژوند د کړاونو کيسه ختمه نده

د زني خاله ! ته به هسي پاچاهي چلوې
پر سپين جبين د ټولټاکټنو کيسه ختمه نده

په پټو سترګو د جانان تر کوڅه څنګه تير سم
لامي پر زړه د انځورونو کيسه ختمه نده

سپره قسمته ! دا دي چاته ناتواني وروړې
د هغه يار د ځوابونو کيسه ختمه نده

((صديقي )) خداى خبر چي دا غوټۍ به ګل و نيسي


پر دې چمن د طوفانونو کيسه ختمه نده

غزل
شاعر : زعفران (( باغرانى ))

ستا په بيلتون دتير وختونه کيسه ختمه نده
دغــم شېبو کـي ددردونو کيسه ختمه نده

هره لحظه که مي انګار کي سوځوي دميني
لامــي پرزړه ســتا د يـادونو کيسه ختمه نده

هسي مي ځاي لرې ځيګر کي دښکلا خاونده
زمـاپر بــشر ســتا دداغونو کيسه ختــمه نــده

زمـــادسينې لعـــلونه ســـتادسترګوبازوخوړل
غـــشي مـــي ما ت دخــنجرونوکيسه ختمه نده

خير که ګريوان ته مي شانه اوښکه زهيره راغله
درد کـــه پــــټۍ سي د زخــــمونو کيسه ختمه نده

پرتش وصال دمرګ خطره اوهم زندان قبلوم
دعـــشق پرلار لا د مــزلونو کيسه ختـــمه نده

ســــتا دديـــدار په تـــمه ستــــرګي غـــړوم دلبره
ســـتاپـــرنـــامه دپيــــغورونــــو کيسه ختمه نده

که دي احساس(( دباغراني)) په غزل نسو ژوندي


ويــــنه مــــي ســته لا د شـعرونو کيسه ختمه نده

غزل
شاعر : دلاور ( پردېس )

ستا د مرګي د ارمانونو کيسه ختمه نده
پښتونه ! لادي د غمونو کيسه ختمه نده

ټولي نړۍ چي کړل پېرزو ستا پر دې ښکلي وطن
ددغو بلو سرو اورونو کيسه ختمه نده

د پرمختګ نه مرور پر جهالت مينه !
خپله پر ځان دي د ظلمونو کيسه ختمه نده

زموږ په غم شريک وګړي يې هر وخت را ليږي
لا په تحفه کي د بمونو کيسه ختمه نده

((پر دېسه)) چغي مه وهه ته به مي څنګه ويښ کړې


زما د سترګو د خوبونو کيسه ختمه نده

غزل
شاعر : احمد جان ( خادم )

زموږ پر خوله د بنديزونو کيسه ختمه نده
لا د پښتون د ځوريدلو کيسه ختمه نده

صياده تابه په چنګک وي څو ماهيان ګير کړي
خو د درياب د نهنګونو کيسه ختمه نده

موږ په په کومه هيله خپل ځوانۍ ته زړونه ښه کړو
ټوپکه ! ستا د مردکونو کيسه ختمه نده

خدايه ! ستا فضل به اخر پر موږ خوارانو وسي
زموږ د زړونو ارمانونو کيسه ختمه نده

(خادمه ! ) وليکه تر څو چي دي په توان پوره وي


لا په هلمند کي د شعرونو کيسه ختمه نده

غزل
شاعر : پاڅون

که يو پلو ته د ظلمونو کيسه ختمه نده
خو بل طرف د د يدنونو کيسه ختمه نده

سهار را وختى رڼا سوه ستورو مه ځئ رانه
زما د ژوند د کږليچونو کيسه ختمه نده

د مهاجر په زکندن کي شونډي و ښوريدې
وطن ته ځمه د مزلونو کيسه ختمه نده

شپه لکه ورځ داسي رڼا سوه د زيار کښو په زيار
خو پښتنو کي د خوبونو کيسه ختمه نده

هغه شيطان چي يې خليل ته اندېښنې کرلې
لا يې پر سر د ګزارونو کيسه ختمه نده

( پاڅونه ! ) نوره دي د هيلو کيسه ختمه ښکاري
خو د مهدي د امېدونو کيسه ختمه نده





په دې لړ کي دغو محترمو شاعرانو شعرونه ر اغلي دي .
عطا محمد (سيلاب )
محمد اسماعيل ( شريعت يار )
عبدالهادي ( عمري )
سردار محمد (صديقي )
زعفران ( باغرانى )
دلاور ( پردېس )
احمد جان ( خادم )
احمد شاه ( پاڅون )
يا دونه:
پر دغه مېنه ډيرى شاعرانو شعرونه ليکلي وو خو له بده مرغه چي اوس په دې ونه توانيدم چي د ټولو څخه يې را غونډ کړم
د هغوى څخه د بخښني غوښتنه کوم
په درناوي .

ستاسې نظر او تبصره