سندره د سولې لپاره : ډول ووهه چې اتڼ وکړو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

فرهاد دريا د خپلې نوې سندرې پۀ پيل کې وايي ډول ووهه چې يو تر بله اټن وکړو، زه تږى يم له ما سره خبرې وکړه، اخ څومره رانه لرې يې څومره درنه لرې يم، تۀ هم بې صبره يې زۀ هم بې صبره يم،

ډيرى خلک وايي چې پۀ افغانستان کې يوه سندره د سولې او خوښۍ لامل نۀ شي کيدى او اړتيا ليدل کيږي چې ددې موخې لپاره يو پراخ حرکت او خوزښت پيل شي،خو فرهاد دريا وايي چې په خپلې دغې سندرې سره د سولې پۀ نامۀ خوزښت ته بڼه ورکول غواړي.

ښاغلى دريا باوري دى چې موسيقي د افغانانو د ډيرو دردونو لپاره د درمل پټۍ کار ورکولاى شي.

((راځئ چې خپل افغانستان پۀ نورو سترگو وگورو،چې معصوميت،ښکلا او حقيقت يې هم درک کړو،په پاى کې ويل غواړم چې هنر او پۀ ځانگړي ډول د موسيقۍ کوډگر هنر ،تر لوڅو بدنونو،د عيش تر سازونو او په زهر لړلو خبرونو نه ډير غوره دى دا هنر افغانستان ته ډير کار کولاى شي))

د افغانستان د سياست د ډگر لاروي هم فرهاد دريا ته ورته نظر لري د افغانستان د ولسي جرگې غړې شکريه بارکزۍ چې د فرهاد دريا د سندرې د مخ کتنې غونډې ته راغلې وه داسې څرگندونې يې وکړې.

((زۀ فکر کوم او باور لرم چې هنرمندان تر سياستمدارانو پياوړي دي،پرته له شکه د سولې ،يووالي او د راتونکي د زيري اوريدل له موسيقۍ او هنرمند سره خوند کوي،نه دا چې په افغانستان کې د يوۀ سياستمدار تکراري جملې او غږونه واورو))

فرهاد دريا وايي چې د دغې سندرې په جوړولو يې اتۀ مياشتې وخت لگولې او د هغې د ويډيو د جوړولو لپاره يې د افغانستان بيلابيلو برخو ته سفرونه کړي دي.

فرهاد دريا پر هغو سندر غاړو هم نيوکه وکړه چې د نوموړي په وينا د څو نيمه لوڅو نجونو پۀ ډله کې ودريږي او د هنر پۀ نامۀ هغه څۀ وړاندې کوي چې هنر نۀ شي بلل کيدى.