لاهو نوښتګر شاعر او ليكوال: ستانکزی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله ستانګزی

لاهو ډېر كمالونه لري : شاعر لاهو، ليكوال لاهو، كارتونيست لاهو، ممثل او د تمثيلي ټوټو او ډرامو ليكوال .
د لومړي ځل لپاره ما لاهو د يوه شاعر په توګه وپېژاند او هغه هم د يوه نوښتګر شاعر په توګه. نوښت يې په دې كې و، چې شعر يې تمثيلي بڼه، او رنګ و خوند درلود. زه دا نه وايم، چې دا نوښت يوازې او يوازې په ښاغلي لاهو پورې تړلى دى، بلكې غواړم ووايم، چې په روان بهير كې لاهو يوازينى شاعر دى، چې تمثيلي شعر ته يې مخه كړې او په پوره مينه تمثيلي شعر ليكي او ځانګړنه يې دا ده، چې دا ډول شعرونه ډېر ليكي .

د لاهو په تمثيلي شعرونو كې د (مور) شعر زما ډېر خوښېږي او ښايي له همدې امله زما په ياد هم دى. زما كه دوه شعرونه په ياد زده دي او په حافظه كې مې دي، يو په كې د لاهو صاحب همدا شعر دى .
يوې مور د وژل شوي زوى سينې نه
وينې سور غشى راوويست
وې بې زويه دې كړم ولې
ورته غشى په ژړا شو
ويې زه هم شوم بې موره
هغه پورې ونه ګورې
چې يوه ګوته يې نه شته
همهغه زما موركۍ ده .
همهغه ....
لاهو د اشياوو په ژبه غږېږي او هغه هم ډېر طبيعي او عاطفي . تاسو وګورئ، لاهو د ونې د يوې لښتې په ژبۀ راسره غږېږي او داسې يو منطق ورته كاروي ، چې هم زموږ باور پرې راځي او هم زموږه عاطفه راپاروي .
د لاهو په شعر كې د ښكلا او محتوا له پلوه يو توازن موجود دى. فكر يې خپل او تخيل يې هم خپل دى. هر څه چې ليكي او يې ليكلي دي، ټول يې د خپلو تجربو په بنسټ ليكي او ليكلي دي .
د لاهو بله ځانګړنه دا ده، چې اضافي توري او كلمات يې په شعر كې نه تر سترګو كېږي. د شعر له موضوع سره سم توري او كلمات انتخابوي او د خپل شعر لپاره پوره رياضت كوي .
لاهو دومره ليكوالي نه كوي، خو څه چې ليكي، هغه د يو ضرورت تر احساس ورته ليكي او په هغه مورد كې پوره مطالعه كوي .
د لاهو كيسه ليكل هم دا خصوصيت لري او ډېرې كمې كيسې ليكي، خو كوښښ كوي، چې د كيسې لپاره يوه مناسبه موضوع پيدا كړي. لاهو په داسې موضوعاتو كيسې ليكي، چې ډېر جدي او بګنونكي وي او له همدې امله دى، چې زما په نظر لاهو ساده كيسې نه بلكې يو وړ تخليلي او تر كيبي كيسې ليكي او په كيسه كې د موضوع ژورو ته ننوځي. د بيګې په ډول د ښځې او شراب كيسه يې، چې د داستانونو مجلې د تېر كال په يوه ګڼه كې چاپ شوې ده. او د لاهو په شعر کې پسنفکيشن شته هغه د شيانو سره غږيږي او هغو شيانو سره راز او نياز کوي چې ساه نه لري او زما په اند لاهو د ننۍ شاعرۍ په څو ګوتو په شمېرو شاعرانو کې ده، چې له شيانو سره غږيږي. ونې، لرګي او .... سره خبرې کوي. لاهو د شعري نړۍ په دې لوى سمندر کې ځان لاهو کړى دى .
رفيع الله ستانګزى
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.