دډبې غونډسکه : يوه په زړه پورې سيميزه لوبه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله ستانګزی

دهېوادپه زياتره سيموکې يې ځوانان،تنکې ځوانان،اوکله ناکله هم ماشومان ترسره کوي. دغه لوبه چې زياتره دپسرلي اومني په موسمونوکې کېږي داسې ده چې په لومړي سرکې دوه تنه دسرګروپ (مير) په توګه ټاکل کېږي اووروسته بيانودپچې په اساس په دووډلووېشل کېږي. په دغه لوبه کې دداسې تو پ(بال ) څخه کاراخيستل کېږي کې دلرګي دډنډې دضربې په اساس يوه واټن ته ورسېږي.چې دپورتنيودووډلوڅخه يوه ډله توپ ته ضربه ورکوي چې په دې مهال کې وکولي شي هغه مشخصه فاصله چې دپتې په نامه ټاکل شوې ده طي کړي. تپه هغه فاصلې دې چې دلوبې په سرکې ددواړوډلودميرانو (مشرانو)له خواټاکل کيږي .

البته هېره دې نه وې چې پته ياهغه مشخصه فاصله چېد ډبې غونډسکه کې تعينېږي داسې معلوم واټن نه لري بلکه ددواړوګروپونودميرانوپه خوښه داسې واټن تعينوي چې ولوکي شي په اسانې سره هغه فاصله وروسته دتوب ته دضربې ورکولوطي کړي.که داسې وي چې توپ ضربه ډيره وى نوپته لرې انتخابېږي اوکه چېرې لنډه وې نوبيافاصله هم لنډه انتخابېږي .
په دغه لوبه کې هغه ګروپ چې توپ ته ضربه ورکوي ياتوپ وهي هڅه کوي چې توپ لرې واټن ته ورسوي چې وکولي شي په اساني سره هغه نومول شوې پته طي کړي. مګرهغه دوهمه ډله په مقابل لوري کې قرارلري اوهغه کوښښ کوي چې په وړاندې يې ودريږي اوتوپ په چټکې سره ونيسي اودمقابل لوري يوتن چې دتپې دطي کولولپاره منډې وهې وولې چې دده په ويشتلوسره دتوپ دوهلونوبت دوهمې ډلې ته رسېږي. چې په همدې ډول سره بريالي ډله ګڼل کيږي. په دغه لوبه کې بريالي ډله هغه ده چې ترټولوزيات توپونه ووهي. البته هېره دې نه وې چې په دغه لوبه کې دسرګروپ(مير) حق درې ضربې اودنوروغړيوحق دوې ضربې توپ وهل دې چې په دې سره دوي خالي(تش) بلل کېږي اومجبوردي چې بيامنډه واخلي اوهغه تپه چې ټاکل شوي طي کړي چې ترهغه وروسته بياډکيږي اوتوپ ته دګوزارورکولو (دوهلو) حق پيداکوي. ډک هغه شميرغړوته ويل کېږي چې دتوپ دوهلوحق ولري اوتش هغوته ويل کېږي چې دتوپ وهلوحق يې له لاسه ورکړي وې اوډک هغه وخت بلل کېږي چې پته طي کړي .
داهم بايدپه يادولروچې دډنډې په توپ کې دطوي په نامه هم ځينې ساحي نومول کېږي چې که چېري توپ هغه ځاى ته لاړنړلوبه طوي بلل کېږي اوپه دې سره ټول تش بلل کېږي اوتنهاميرسرګروپ ديوې ضربې توپ وهلوحق لري اوبس. اونورمجبوردي پته طي کړي ترڅوبيادتوپ دوهلوحق پيداکړي دډنډې په توپ کې يوبل شي هم ډېراهميت لري هغه په هواکې دتوپ نيول چې (قف) هم ورته وايي دي چې په دې سره هم ټول غړي دتوپ دوهلوچانس له لاسه ورکوي. په دې وخت کې چې ټول دتوپ دوهلوچانس له لاسه ورکړي په دي صورت کې ياداچې نوبت بلې ډله ترې اخلي اونورمقابل لوري توپ وهي اوياهم پټ پټونې کوي هغه داسي چې کله ټول غړي تش شي اونورورته دتوپ وهلوچانس پاتې نه وي نوهغوي مجبوردي چې پته طي کړي په دې وخت کې دهغې ډلې چې دتوپ دنيولوهڅه يې کوله (هغه ډله چې توپ به يې رانيوه) دوه تنه ټاکې چې په هغه ځاي کې ودرېږي چې دپټ پټوني لپاره غوره شوي دى. دپټ پټونې ځاي هغه دي چې يوتن يوې خواته اوبل ته يې بلي خواته درېږي اولامعلوم نه وي چې توپ کوم يوه سره دي اودمقابل لوري څخه يوتن چې ډېرمهارت ولري ددي په منځ کې تېرېږي اوهڅه کوي چې هغه ټاکلي فاصله طي کړي چې پته نومېږي اودتوپ دوهلوچانس ترلاسه کړي . په دې وخت کې که چېري دغودووتنوله خواوويشتل شونودتوپ وهلوچانس له لاسه ورکوي اوکه چېرې ونه ويشل شونوپته طې کوي اوپه دې توګه بيادتوپ دوهلوچانس لاسته راوړي اواکثراً کله چې دتوپ دوهلوچانس له لاسه ورکوي نوپټ پټونې کوي که داپه طوي.قف،اوياهم هره توګه سره وي.اوپه همدې توګه لوبه دوام پيداکوى اوپه پايله کې هغه ډله بريالي ګڼله کېږي چې تربلې ډلې يې زيات توپونه وهلي وي .
داچې دډنډې توپ څه ګټه لري ؟ داپوښتنه به درنولوستونکوته پرېږدوچې دسپورت مينه وال يې دليکونوپه ترڅ کې يې راته وليکې،اوله مونږ سره يې شريک کړي .
رفيع الله ستانګزى ، لوګر ، محمدآغه
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.