دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی له خوا غندنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی دکار ډله

د۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۶ مه نیټه دشنبې په شپه لکه دهیواد دنورو برخو په شان دکونړولايت دنرنگ ولسوالۍ دباډيل دري په غازي خان کلي کې ظالم امریکائی پوځ لس کسه بی ګناه زده کوونکی شهیدان کړل.
د میډیااو باوری سرچینو له مخی په عصری وسلو سمبال ظالم امریکائی پوځیان د شپې پر دوه بجو كلي ته ورننوتل او بی گناه زده کونکی ئی په خپلو كورونو كې د خوب په حالت كې په ماشيندارو وويشتل او شهیدان ئی کړل چی په دغو شهيدانو كې اووه تنه له يوه كوره او درې نور يې د نورو كورنيو غړي اوتنكي ځوانان دي .
د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه، په خپل هیواد کی د بی ګناه افغانانو وژنه په کلکه سره غندی او دموجوده تش په نامه واکدارانو، له نړیوالو ځواکونو او له ښاغلی کرزی څخه په کلکه غوښتنه کوی چی په افغانستان کی ددغه شان وحشیانه عملونو او ددی پیښی عاملین محاکمه او په سزا ورسوی او په راتلونکی کی دداسی پیښو په کلکه مخنیوی وکړی.

په درناوی
د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی دکار ډله