دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند د۴۵تلین په یاد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راځی چی دشهیدانو دارمان په خاطر سره یو ځای شو
مونږ دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند (وطن ګوند) د۴۵ تلین دویاړه ډک تلین په درشل کی یو دنن ځخه پنځه ځلویښت کاله مخکی په ۱۳۴۳ ه ش کال دمرغومی دمیاشتی په ۱۱ نیټه په افغانستان کی دظلم اواستبداد په وړاندی دټولو زحمت کشانو،بی وزلو،بی کوره،اوبی تعلیم افغا نانو دیو ځای کیدو په هدف دګډی مبارزی په خاطر دیوه سیاسی سازمان بنسټ دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند په نامه دلمړی ځل لپاره دافغا نستان په زړه دکابل په ښارکی کیښودل شواو په کار باندی یی شروع وکړه،او په ډیرو سختو شرایطو کی یی وکولای شوچه دافغا نستان د خلګوپه زړونو کی نسبت بل هرډول سیاسی سازمان ته ډیر ژر لاره پیداکړی دګوند دغړوترمنځ داتحاد او یووالی په نتجه کی یی وکولای شوچه دافغا نستان دعامو خلګو روشنفکرانو،ملا امامانو،ملی سوداګرو،کم ځمکوبزګرانو اومختلفو اقشارو اعتماد پر خپل ځان باندی حاصل کړی او په ظلم او استبداد باندی پیروزه شو بالاخره په افغا نستان کی یی د فوځ په ملګرتیا سیاسی قدرت تر لاسه کړی د۱۳۵۷ کال دثور د۷نیټی ځخه تر ۱۳۷۱ کال دثور دمیاشتی تر ۸نیتی پوری ددی سیاسی حزب مشران هریو شادروان نورمحمد تره کی،حفیظ اله امین،مرحوم ببرک کارمل او شهید داکتر نجیب اله هر یوه په خپل نوبت په افغانستان کی دسیاسی وضع اوخاصو شرایطو مطابق دحزب دعمومی منشیانو په توګه دحزبی اعضا و رایو په اساس وخپلو وظایف ته ادامه ور کړی ده ،دایو ځرګند حقیقت او واقیعت دی چه دبشر په تاریخ کی هیځ داسی یو شخصیت اوسیاسی رهبر پیداکیدای نه شی چه هغه دی په تمام معنا له سهوی اواشتباه ځخه خالی او پاک وی یوازی فرق په دی کی وی چه دبعضو شخصیتونو داشتباهاتو ګراف ډیر لوړ وی اودځینوبیا ډیر کم اوټیټ وی،ځینی اشتباهات دنه پوهیدلو په صورت کی اوځینی بیا دداخلی او خارجی دښمنانو دلمسون په نتجه کی رامنځ ته کیږی،بنا دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند دعمومی منشیانو په وجود کی هم اشتباهات موجود وچه دځینوپه باب ډیر اشتباهات او دځینو په باب ډیر کم چه اصلا په دی نه ارزی چه په هغوی باندی دی ځوک تبصره وکړی،زه دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند یا حزب وطن دیوه ډیر کوچنی غړی په صفت دا صلاحیت او وظیفه دخپل ځان نه بولم چه دخپل محبوب ګوند درهبرانو په کار او فعالیت او یا دهغوی داشتباهاتو په باب تبصره وکړم او دا په عین حال کی دحزب وټولو غړو ته زما یوازنی پیام دی چه نه باید دخپلو شخصی اهدافو په خاطرخپل مسولیت اواشتباهاتو پړه دحزب په رهبرانو باندی واچوي خکه چه هغوی زمونږ په منځ کی نشته داقضاوت باید دافغا نستان عام خلک او تاریخ په اینده کی وکړی دخلګو او تاریخ ځخه هیځ شی پټ نه دی او نه پټ پاتی کیدای شي،نه بایددحزب درهبرانو دشخصی نامه ځخه دخپل هویت اوشهرت دغوره کولو په هدف استفاده وشي،زما په نظر ښه حزبی نن ورځ هغه دی چه دشهیدانو وارمان ته او دهغو دباز مانده ګانو وهیلو او ارزو ګانو ته چه عبارت دی په ګران افغا نستان کی د سرتاسری سولی تامین،دافغانستان بیا جوړه ونه اودافغانانوترمنځ ملی یووالی او اتحاد ته په صداقت او وفاداری کارکول او دخلګو اعتماد تر لاسه کول دی . .
دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند دتاسیس له نیټی ځخه تر نن ورځی پوری چه پوره ۴۵ کاله کیږی په افغانستان کی دمختلفو سختو ازموینو ځخه تیر شوی دی دایو ځرګند حقیقت دی چه دلاسته راوړونواو پیروزیو په ځنګ کی اشتبا هات اوتیروتنی هم شوی دی دکار اوفعالیت په نتجه کی مثبت اومنفی جهتونه دواړه موجود ول ،نوموړی موضوع زما دبحث موضوع نه ده ولی دتیرو مثبتو اومنفی جهتونو ځخه باید ښه تجربه داینده لپاره ولرو په دغه موده کی نوموړی ګوند دجهان دسترو طاقتونو تر منځ دساړه جنګ په نتجه کی دهغوی داهدافو قربانی شوی دی اودافغا نستان دداخلی او خارجی دښمنانو له لوری نا اعلان شوی جنګ ور باندی وتپل شو ددښمنانو په لمسون اودجنګ دشدت له امله نوموړی حزب دوطن او استقلال ځخه ددفاع په منظور مرحله په مرحله خپله سیاسی بڼه دلاسه ور کړه او په یوه رزمی او جنګی حزب باندی تبدیل شو،له همدی وجه یی ونشوای کولای چه ټولی هغه وا عدی کومی چه دافغا نستان دخلګو سره دخدمت او وفاداری په توګه په سیاسی،اقتصادی،اجتماعی اودسواد زده کړی په برخوکی کړی وي تر سره کړی او دعمل په ډګر ګی یی ونه شوای کولا چی پیاده یی کړی متاسفانه په دغه برخه کی دکارکولو موقع په لاس ور نه غله په نتجه کی دافغا نستان د خ،د،ګ ټول هغه مترقی پلانونه کوم چه په خپله مرامنامه کی په نظرکی نیولی وخصوصا دملی روغی جوړی او عمومی پخلاینی په باب د شهید داکتر نجیب اله دسولی پنځه فقریزه اخیری پلان چه دافغا نستان دخلګو اوبین المللی جامعی سره په مشوره دافغا نستان دمعضلی دحل لپاره یی طرح کړی ؤاو دتطبیق په حال کی ؤ ،بالاخره دیوی دسولی ددښمنانو دپټی توطیی په نتجه کی نا تکمله پاتی او خنثی شو شهید داکتر نجیب اله په خپله یوه وینا کی دافغا نستان وخلګوته په خپله یوه عالمانه وینا کی دافغا نستان خلګو ته داسی وعده ور کړی واو یلی دي
((ما د افغانستان د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو د خدمت کونکی په توګه، د تاسو د ملت د شریفو استازو په وړاندی صادقانه ژمنه وکړه چی د ملی روغی جوړی کړنلاری ته به ادامه ورکـــوم او خپل ټـــول توان او امکانات او که چیری لازمه شي خپل ژوند به د افغانستان د خلکو لپاره د خدمت په لاره کی ونه سپموم ))
دشهید داکتر نجیب اله دا ژمنه اوتعهد چه دافغا نستان دخلګو سره یی کړی وپه رښتیا هم تر خپله توانه او هغو امکاناتومطابق کوم چه په اختیار کی یی در لودل دزوند تر اخری ورځی پوری صادقانه دعمل په میدان کی په افغا نستان کی دسولی دتامین په خاطر وخپلو هځو ته ادامه ور کړه او په همدغه لاره کی یی خپله ژمنه اوتعهد ترسره کړی ترځو خپل ځان یی قربانی کړی، روح دی دتل لپار شادوی اوورته دځښتن الله ځخه دجنت هیله او ارزو کوم اودټولو شهیدانو ومحترمو کورنیو ته صبر جمیل غواړم،دازمونږ دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دادشهیدانو دګوندپاتی غړو ایمانی او وجدانی یوزانی وظیفه ده چه باید دشهیدانو ولاری ته ادامه ورکړو او ددی ارمانونه او ژمنی چه دافغا نستان دخلګوسره یی کړی وی او لا تر اوسه نه دی عملی شوی په عمل کی پیاده کړو او دشهیدانو روح شاد کړو،ودی هدف ته درسیدو په منظور دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند دټولو غړو تر منځ دشهیدانو په خاطر وملی یووالی او اتحاد ته ضرورت دی،په دی لاره کی دحزب ټول غړی باید دشهیدانو دارمانونو په خاطر له خپلو شخصی ګټو ځخه تیر شی او مخکنی ناوړه ختلافات چه دداخلی او خارجی دښمنانو په واسطه دافغانستان دخلق دموکراتیک کوند دغړو تر منخ په لاره اچول شوی دی دخپلو زړونواومغزونو ځخه دهمیشه لپاره وباسی او هیر یی کړی،که چیری دا کار ونه کړی او بیا هم په پخوانیو ناوړه ناخوالو باندی ځان مصروف ساتی اویا اختلافاتو ته نوره هم لمن وهی هیځکله به دیوه واحد اوسرتاسری ګوند په جوړیدوباندی بریالی نه شو اودښمنان به له دی موقع ځخه ښه استفاده وکړی او نور به مږهم سره لیری کړی (( زه دټولو حزبی غړو ځخه اخترامانه تقضا کوم چه یو ځل دشهیدانو خاطرات یاد کړی او دهرشهید په باب چه تاسی یی پیژنی دیوځولحظو لپاره فکروکړی او په یاد راوړی چه هغوی ځه غوښتل ؟اود ځه په خاطر دخپل شیرین ژوند ځخه تیر شول؟او په یاد کړی چه دهغوی اخرنی پیام او غو ښتنه ستاسی ځخه دوطن او خپلو بازمانده ګانو په خاطر ځه و؟اوداقضاوت هم باید وکړو چه مونږ تر اوسه په دی باب ځه کړی دي؟ ))
دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند(وطن ګوند) ټولو شهیدانو په خپلو زړونو کی یوازی دافغا نستان خلګو ته دخدمت او وفاداری هیله او ارزو در لوده او په ګران افغا نستان کی یی دسولی په خاطر خپل ځانونه قربانی کړی دی بیله دغی لاری بل هیځ کوم هدف اومرام ددوی سره نه واو دیوه واحد ګوند او واحدی رهبری په هیله یی خپل وروستنی پیامونه خپلو باز مانده ګانو اوملګروته په میراث پریښی دي او زمونږ دهر شهید اخری هیله حزبی وحدت او ملی یووالی واو په دغه ارمان به یی دخپل ژوند اخرنی سلګی له لاسه ورکوله او دشهیدانو دکاروان سره یوځای شوی دي .
یوه خبره چی دتجربی په شکل تر اوسه ثابیته شوی ده هغه داده هرچا چی دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند ځخه خپله لاره جدا کړی ده او دحزب په مقابل کی ددښمن په خوله دریدلی دی ددی ۴۵کالو په جریان کی هغوی ښه ورځ نه ده لیدلی او دسرګردانی او خجالتی شپی او ورځی تیره وی،ګاهی دیوی ډلی سره او ګاهی دبلی ډلی سره یو خای کیږی هری ډلی او رژیم دهغوی ځخه تر هغه استفاده کړی ده تر ځو چه وخپل هدف ته رسیدلی دی کوم وخت چه خپل هدف ته رسیدلی دی بیا یی دوی دکمونست،ملیشی.خلقی،اوپرچمی په نامه له ځانه شړلی دي ان تر دی سرحده چه دټولو جرمونواوجنایتونه پړه یی ددوی په غاړه اچولی ده او دجنایت کارانو په سترګه یی ورته کتلی دی او دتش په نامه دبشردحقوقومدافعانو ته یی دپردی تر شاه دستور ورکړی دی چه دبشر ضد عملونو او جنګی مجرمینو په توریی متهم او دوسیی ورته جوړی کړی او دخارجی مطبوعاتو په خوله کی یی ور کړی ده دی ډلو باب زه لازم نه ګورم چه دهغوی نومونه په تفصیل سره یاد کړم چون مونږ روزمره داسی جریانونه درسنیواو مطبوعاتو له لاری اورو صرف زه دومره وایم ولو هر ځومره کلونه تیر شی دداسی اشخاصو او ډلو ژوند دافغا نستان دخلق دموکراتیک کوند په لیکو کی د دعزت او افتخار ژوندی دی،ددی لپاره لازمه بولم چه ووایم چی په خپلو تیرو اشتباهاتو باندی باید اعتراف وکړی او دبیا تکرار ځخه یی باید په کلکه پرهیز وکړی باید بیرته راشی چه په مشترکه توګه دیوه اوبل په مشوره پخوانی خپل ګوند دادافغانستان داکثریت خلګو داعتماد ګوند دوباره په نوی شکل مطابق دواوسنی وضع اوشرایطو دخلګو دغوښتنو اوجهانی ټولنی دمعیارونو سره په مطابقت له سره جوړ او سمبال کړو یوه اوبل ته باید په ښه اخلاص خپلی غیږی خلاصی کړواو تیری ناخوالی یوه طرف ته پریږدواوددی حزب دلاری ځخه دافغا نستان وخلګو ته پرته له کومه ژبنی،سمتی،مذهبی،تبعیض اوتعصب ځخه کار او فعالیت وکړو،اضافه تردی باید دافغا نستان دخلګو اواستقلال دښمنانو ته په هیځ وجه اجازه ور نه کړو چه د حزب داعضاو تر منځ واختلا فاتو ته لمن ووهی او هر نوع جرم او جنایت ددی حزب په غړو باندی وټپی اودی په دی نامه خپل ځان وجامعی اوخلګوته پاک اوسپیځلی معرفی کړی،داهم دیادونی وړده چه دافغا نستان دخلق دموکراتیک کوند دجنایت کارانو ځای نه دی زه دلته بیا هم خپله خبره یو ځل بیا تکراروم چه جنایت کار جنایت کار دی ولو دا هر څوک او په هره سطحه چی وی باید حساب ور سره وشی ،دحزبی غړو دیووالی په صورت کی او دیوی سالمی رهبری په موجودیت کی هیځ جنایت کار نه شی کولای چه دافغا نستان دخ،د ،ګ په صفوف کی ځای ونیسی اویادی د حزب غړی په ناحقه توګه په جنایت باندی متهم کړي او دهغو ډلیزه قبرونو مسولیت چه ددی له لوری دهیواد په مختلفو برخوکی ژوندی انسانان په کی بدون دکومه جرمه شخ شوی دی دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند با ندی واچوی ،لکه ځرنګه چی تر اوسه پوری یی له دغه میتوده ښه استففاده کړی ده ..
دحزبی غړو دنه فعالیت اونه پاملرنی په وجه نن ورځ که په افغا نستان کی هره ناوړه پیښه رامنځ ته کیږی خپله دهغی پیښی عاملین تر ټولو دمخه هغه دافغا نستان دخ،د،ګ په غړو باندی اچوی او دعامو خلګو په زړونو کی ددی حزب دغړو په نسبت کرکه اونفرت زیاته وی،ولی برعکس زمونږ حزبی ملګری که په خارج او یا په داخل کی دی که ځه هم خبری رسنی، انتر نتی سایتونو ، او راډیو ګانو په اختیار کی لری ولی نه شی کولای اویا اصلا نه غواړی چه ددشمنانو ددغه ناوړه تبلغاتو په مقابل کی خلګو ته حقیقت ځرګند کړی او دخپل حزب او ملګرو ځخه دفاع وکړی،متاسفانه باید وویل شی ډیروخت دحزب کادرونه په داخل اوخارج که په تلویزیونی مرکو او مباحثو کی برخه اخلی هغوی ددی پر ځای چه په مجموعی توګه دحزب داهداف او اجرا شو وظایفو ځخه دفاع وکړی همیشه خپل حزبی ملګری تخربوی خلقیان پرچمیان او پرچمیان خلقیان اویا داډله اوهغه ډله تخریبوی او دچارو نواقیص په یوه اوبل باندی اچوي حتی هغه رهبران چه اصلا نن هغوی یا نشته او که وی مطرح خلګ نه دی دهغوی په شخصیت باندی تعرض کوی،زه نه پوهیږم چه ولی دافغانستان د،خ،د،ګ غړی ددی جرایت نه لری چی دخپلو ځانونو او حزب ځخه برحقه دفاع وکړی،که چیری دافغا نستان وضع په دقیق ډول تر مطالعی اوځیړنی لاندی ونیسو دافغا نستا دفعلی دولت له مشرانو ځخه دجهانی ټولنی دمشران په شمول لاره ورکه ده او ددی استعداد او توانایی په عمل کی نه لری چه ځرنګه کولای شی دافغا نستان ومعضلی ته دحل لاره پیدا کړی په هره میاشتی کی یوه نوی ستراتیژی یا تګ لاره وړاندی کوی ،که چیری په دقیقه توګه دافغا نستان اوسنی کړ کیچ ته وکتل شی ((ددی معضلی یوازنی دحل لاره هم هغه دشهید داکتر نجیب اله دپنځه فقریزه پلان تطبیق ول دی او بس که هر څومر کلونه نور هم تیر شی په اخری تحلیل کی دمعضلی حل دهم هغه پلان تطبیق ته ضرورت لری خوشبختانه نن ورخ دافغا نستان دحکومت ځینو مشرانو او هم دجهانی ټولنی بعضی مشرانو دشهید داکتر نجیب اله دپلان اهمیت دافغا نستان دمعضلی دحل په باب درک کړی دی ولی دډیر شرم او خجالتی په اساس چه د وطن ګوند اودهغه درهبر شهید داکتر صاحب نجیب اله په وړاندی یی لری په شکاره اعتراف نه شی کولای))، په یوه نامه اوبل نامه هغه پلان پورته او کښته په مختلفو نومونو یادوی او رنګ ورکوي لازمه ده په دغه باب زمونږ حزبی مشران سره متحد شی په یوه خوله اواواز نوموړی طرحه دملل متحد په مشوره دوباره دافغانستان دمعضلی دحل په خاطر وړاندی کړی اوورځینی پشتبانی وکړی زه په دی باور یم چه هغه طرحه به دافغانستان دخلګو اوجامعی ټولنی دپره پشتبانی سبب وګرځیږي .
د۱۳۷۱ کال دثور دمیاشتی د۸ نیټی ځخه وروسته ځو سیاسی احزاب دافغانستان د،خ،د،ګ دبدنی ځخه جلا شول اوپه جلا جلا نومونو یی په فعالیت باندی شروع کړی ده دی ، دټولو دغو احزابو اساسنامه اوبرنامه یوشانی او دیوه اوبل سره ورته والی لری بی ځایه به نه وی که ووایم چی دا هم هغه دافغا نستان د وطن ګوند پخوانی مرامنامه او اساسنامه ده کوم چی دحزب په دوهمه عمومی کنګره کی تصویب شوه فعلا یوازی په ځو برخو په مختلفو نومونو سره جلا شوی ده،ددی سیاسی حزبونو فعالیتونه په افغا نستان کی دننه دقدر وړدی اودحزب دسابقه اعضاو لپاره یوه تکیه ګاه او مورال ګڼل کیږی داځکه چه د دی تشکیلات دافغانستان په اکثریتو ولایاتو کی فعال دی او رهبران یی په افغا نستان کی په نا امنه شرایطو کی دحزبی ملګرو په بغل کی ژوند کوی ، په دغو نژدی ورځوکی چی کوم اقدامات دیوه واحد اوسرتاسری ګوند دجوړه ولولپاره په داخل اوخارج کی په لاره اچول شوی دی دحزب داکثریت غړو دخوښی اوخوشحالی سبب ګرځیدلی دی اوددی مثبت اقدام دواقیعی کامیابی په انتظارکی دي مونږ ټول په دی هیله او ارزو یو چه د ټولو جلاشو حزبونه هغه تلاشونه چه دیو ځای کیدو په منظور یی شروع کړی دی ښه نتجه ور کړی دا به زمونږ ټولو لپاره ښه زیری وی او په عین حال کی به ددی زمینه مساعده شی چه هسته هسته ټولی جلاشوی خواوی په اینده کی سره یو ځای شی،که هرځومره کلونه نورهم دغه حزبونه په جلا جلا توګه په مختلفو نومونو وخپلو کاروته ادامه ور کړی بیا هم دافغانستان خلک دی په هم هغه سابقه نامه یعنی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند یا وطن ګونو په نا مه پیژنی او له هغه پخوانی ادرس کولای شی دخلګو په منځ کی کار وکړی لکه ځرنګه چه دغه تجربه دریاست جمهوری په تیرو انتخاباتو کی ښه ثابیته شوه مونږ ولیدل چه دریاست جمهوری ومقام ته کاندی محترم داکترصاحب حبیب منګل دخپل انتخاباتی کمپین په طرز کی دکابل په تاریخی زرنګار پارک کی دکابل خلګو ته وویل چی(( زه غواړم دډاکتر نجیب اله دملی روغی جوړی سیاست تعقیب او مخ ته بوزم ولی هغه دخپل هغه سیاسی ګوند ځخه چه دی یی کاندی کړی ؤ هیځ یادونه هم ونه کړه)) پس چی ټول په دی پوهیږو نوبیا ولی نه سره یو ځای کیږو؟ داچی بعضی مغرض عناصر دحزبی اتحاد دناکامیدو په خاطر تلاش کوی دیوه اوبل په ضد باندی ناوړه تبلقات تر سره کوی او ځینو خپلواکو شخصیتونو خپل ځان لپاره جلا انترنیتی سایتونه جوړ کړی دی که ځوک هغه دقیق مطالعه کړی له ورایه معلومیږی چه هغوی دافغا نستان د خ،د،ګ دکادرونو په ضد ناوړه تبلغات ددشمنانو په نفع تر سره کوی،دمثال په توګه وایم ځو ورځی مخکی می په یوه انترنیتی سایت کی ولیدل چه دیوه مخکنی دسیاسی بیروغړی او دکمیټه مرکزی منشی عکس یی جه یوه د موسقی اله یی مخ ته پرته و چا پ کړی دی وروسته بیا په ځو نورو سایت کی هم عین کاپی نشر شوه ددی په لیدو سره ما ډیر افسوس وکړی او له څانه سره می وویل چه ایا داګناه ده چه یوځوک په خپل شخصی کور او محا فیل کی موسقی وغږوی؟ ایا دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دموسیقی او موزیک په ضد دی؟دا پرځای خبره ده چه هرچا سهوی اوخطاوی کړی دی ولی ټول باید دهغو داصلاح په برخه کی یودبل سره کمک اوهمکاری وکړی ،دګوند دغړو تر منڅ فاصلی باید نوری لا هم زیاتی نه شی بلکی کوشش باید وشی چه دغه فاصلی باید را کمی شی ترځو شهیدانو ستر ارمان یعنی ملی یووالی او دیوه واحد ګوند دجوړیدو لپاره زمینه مساعده شی په مختصر ډول باید ووایم چی دپیروزی او کامیابی دیووالی په صورت کی راتلاشی که داکار ونه شی ۴۵ کاله به نورهم تیر شی ولی پیروزی به ونه ګورو او هغه دپښتنو دسترمشر او دعدم تشدد دلاری مبارزخان غفارخان خوږه خبره ده چی ویلی دي .
یابه ټول سره یوځای کیږو او که دامو ونه کړل ټول به هرومرو نابودیږو
که هرځومره نوی سیاسی حزبونه او سیاسی ډلی په افغانستان کی جوړی شی هیځ بل سیاسی حزب او ډله دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند تشه نشی ډک ولی او نه به دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند (وطن ) ګوند وموقف ته ځان ورسولی شی یوازی یو شرط په کار دی چی ددی ګوند ټول غړی وخپلو مسولیتونو ته لازمه توجه وکړی او دګوند غړی ددشمنانو دتبلغاتو په مقابل کی یواو بل حما یه کړی ددی خبری امکانات نن ورځ دګوند داکثریت غړو سره په پراخه پیمانه موجود دی که هیځ نه شی کولای حد اقل دی په خپلو پخوانیو ملګرو پسی دناوړه تبلغاتو ځخه په جدی توګه ډډه وکړی او په خپلو ښه ښایسته سایتونو کی دی دناوړو تبلغاتو په عوض په افغا نستان کی دسولی دراتګ لاری او چاری وپلټی او ژور فکر دی ورباندی وکړی که نور هيخ نه وی دښاغلی حسن امیری،مسکینیار او ویس ناصری تلویریونی برنامی د چشم انداز،کتنه،اوافغانستان درمحراق حوادث ترعنوان لاندی وګوری او وادی وری او دهغوی دناروا تبلغاتو په باب دی په خپلو سایتونو کی مضامین نشر کړی دابه ددوی لوی خدمت وی هغه دپښتو متل دی چی وایی:(( له کمک او همکاری دی تیر یم خو شر مه را رسوه)) په خپل ځان تطبیق کړی او وخت دی ورکړی چی حزب صفوف او کادرونه یوی مشترکی نتجی ته ور سیږی،یو بل مطلب چه زما په نظر ده یادونی وړ ګڼم هغه داده بعضی ملګری خینی وختو نه ډیر ښه په زړه پوری مضامین لیکی په دغو مضامینوکی متا سفانه بیاهم تکرارا هم هغه پخوانې تر وخت تیری خبری او شعارونه په کی تکراریږی چه په اوسنی وضع او شرایطو کی هغه هیح صدق نه کوی داڅکه وایم چه دجهان سیاسی چهری تغیر کړی دی نه هغه سوسیالیزم اونه هغه پخواني امپریالیزم وجود لری او نه هغه دساړه جنګ وختونه شته دی چه مونږ دهغه وخت ترخی تجربی نسبت بل هر چا ته له ځانه سره لرو،زه ده بعضو ملګرو او دوستانوسره په دی موافق نه یم چه بعضی وخت په ځینو ملګرو باندی انتقاد کوی چه فلانی ولی دفلانی ډلی سره ایتلاف کړی دی ،ایتلاف دیوی ډلی سره اویا یوه ګروپ سره دتسلیمی په معنی نه دی بلکی دا دیوه مشخص هدف په خاطر بعضی اوقات تر یو معین وخت پور ی کیږی ولی یوه خبره باید په نظر کی وساتله شی چی مقابله ډله باید تر خپل تاثیر لاندی راولی نه داچه دی په خپله دهغی ډلی تر تاثیر لاندی راشی او خپل حزبی ارزشتونه تر پښو لاندی کړی دلته غواړم چه خپله یوه خوږه او نه هیردونکی خاطره زما دیوه ملاقات دیوه بل میلمه سره یوځای دشهید داکتر صاحب نجیب اله سره یاد کړم .
د۱۳۶۹ ش کال دژمی دموسم شپی اوورځی وی دورځی یوه بجه او ځودقیقی وی چی دتوخی صاحب سره یو ځای او یو بل جنرال صاحب هم راسره و نوم یی لازم نه دی چی واخلم دمحترم ډاکتر صاحب دفتر ته دلیدنی په خاطر ورغلو زمونږ دغه ملا قات تقریبا یو ساعت دوام وکړی په مختلفو موضوع ګانو باندی خبری وشوی او ډاکتر صاحب دوظیفو داجرا په باب ارزشمند هدایت اورهنمایی راته وکړی یو ددغو هدایاتو ځخه داوه چه په هغه وخت کی دافغا نستان په سطح دمخالفینو قومندانانو یوه ۴۰ کسیزه شورا جوړه شوی و دداکتر صاحب هدایت په دغه باب داسی ؤ چه ددغی شورا دغړوسره باید ارتباط ونیول شی ددی دموافقی په صورت کی دافغا نستان جمهوری دولت حاضر دی چه له دی سره یوه مشترک تفاهم اونتجی ته په هیواد کی ددایمی سولی دتامین په خاطر ورسیږو حتی داکتر صاحب وویل مونږ حاضریو چه دافغا نستان په مختلفو ولایاتو کی دحکومت چاری د همدغی شوراه ومربوطه قومندانانو ته وسپارو ممکن ده ډیرو ملګرو په یاد وی چه دغه موضع په هغه وخت کی دحکومت له لوری په خبری رسنیو کی په رسمی توګه هم اعلا ن شو ولی داچه دیوی پټی توطیی او دسیسه په نتجه کی هر ځه نیمګړی پاته شول دا دموضوع بل اړخ دی اوس هم هغه خلګ او قو مندانان دی چه باید ور سره خبری وشی او دهغوی دملا تړ ځخه استفاده وشی تر ځو دخلګو اعتماد په حزب باندی حاصل شی دا زمونږ دوظایفو له جملی ځخه عمده اواساسی وظایف دی چه وکولای شو چه دمختلفو اشخاصو له وجود ځخه دسولی دتامین په لاره کی استفاده وکړو پای رحمت اله روان
.په اخرکی ،
نیکمرغه دی دافغانستان دخلق دموکراتیک ۴۵ پرتمینه کالیزه
مخ په وړاندی په افغا نستان کی دیوه پیاوړی ،متحد اوواحد سیاسی ګوند دجوړیدو په لور