په ختيزو ولايتونو کې د بيان د خپلواکۍ او ازاد ژورنالېزم غوړېدلى فرش مخ پر ټولېدو دى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انوارالحق يرغل – نړۍ اونيزه

د ختيځې سيمې ازادو ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي وايي چې ، په ټول هېواد او په ځانګړي ډول ختيزو ولايتونو کې د بيان د خپلواکۍ او ازاد ژورنالېزم غوړېدلى فرش د ټولېدو په لور روان دى او پر وينا يي د ازادو ژورنالېستانو او ازادو رسنيو په وړاندې ورځ په ورځ ستونزې پر ډېرېدو دي.
هاشمي له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزې سره په يوې ځانګړې مرکې کې زياته کړه ، چې دى په ټول هېواد او خصوصاً ختيزو ولايتونو کې د ازادو ژورنالېستانو پر وړاندې راپيدا شوو ستونزو په اړه ډېر خواشينى دى.
نوموړي پر دولتي چارواکو، د دولت پر وسله والو مخالفينو او بهرنيو ځواکونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د ازادو رسنيو د راپيدا شوي څرک او رڼا د وژلو هڅې دې نه کوي ، ازاد ژورنالستان دې په کراره پرېدي ، تر څو د پېښو او حالاتو انعکاس په سم ډول وکړي او خپل خداى او ولس ته خپلې غاړې خلاصې کړي.
هغه د نړۍ اونيزې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ازادو ژورنالېستانو او ازادو رسنيو پر وړاندې د ستونزو د پيداکولو لامل څه دى ، وويل : ازاد ژورنالېستان اساسي قانون او د رسنيو قانون ته په درناوي غواړي د پېښو ريښتينى غږ منعکس کړي ، نو د پېښې په ريښتينې ډول منعکس کولو کې چې ذيدخله لوري خپلې ګټې په خطر کې وګوري ، بيا کوښښ کوي چې د ژورنالېزم مرۍ خپه کړي.
په ختيځو ولايتونوکې د ژورنالستانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي په دولتي چارواکو نيوکه کوي او وايي : کله چې دولت يا دولتي چارواکي خپلې ګټې په ټکر کې وګوري ، نو بيا رسنۍ تر عدلي تعقيب لاندې نيسي ، رسنۍ د محاکمو تر فشار لاندې نيسي او رسنۍ د رسنيو د خلاف ورزۍ د کمېسيون تر څارنې لاندې نيسي. نوموړى زياتوي : په دې اړه ښکاره بېلګه نړۍ اونيزه ده ، د نړۍ اونيزې د بندولو په اړه دوى څومره هلې ځلې وکړې، په داسې حال کې چې هغوى څو په حقايقو ولاړې ليکنې خپرې کړې وې . خو کله چې ازادو رسنيو ته ستونزې پيدا شي نو بيا په يوه ټېلېفوني اړيکه ځان خلاصوي.
هاشمي وايي که د ژورنالېستانو پر وړاندې ستونزې همدا ډول جريان ولري ، نو دده په شمول به ټول ژورنالېستان حالات دېته مجبور کړي چې د ژورنالېزم مسلک ته شا او ځانته د حلالې نفقې د پيداکولو لپاره کومه بله لاره پيداکړي.
د هغه په وينا دا د ازاد ژورنالېزم د مخنيوي لامل دى چې افغانستان د نړۍ په کچه دوهم فاسد هېواد پېژندل شوى او زياتوي چې که دولت ژورنالېستانو ته د معلوماتو د لاس رسي لپاره ، په ټولو ډګرونو کې اسانتياوې رامنځته کړې واى ، نوپه خبره يې نن به افغانستان د نړۍ په کچه دوهم فاسد هېواد نه پېژندل کېداى.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحيم الله سمند ر هم دا تاييدوي او زياتاوي چې سږنى کال د ژورنالېستانو پر وړاندې تر نورو کلونو ستونزمن و او په سږني کال کې پينځو ژورنالېستانو د خپلو دندو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى ، له دېرشو ډېر ژورنالېستان تهديد شوي او له شپېتو ډېر وهل شوي دي
هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې په لغمان کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر ضد يو لاريون کې ، د ملي اردو سرتېرو له خوا درې ژورنالېستان ( د ختيځې سيمې ازادو ژورنالېستانو مشر او په ختيزه سيمه کې د پژواک خبريال عبدالمعيد هاشمي ، د طلوع خبريال زيرک فهيم او د شمشاد خبريال طاهر ساپى ) وهل شوي ول او همدا ډول يو بل خبريال احسان الله شهيدزوى خپل ژوند له لاسه ورکړى و.