کولتوري او فرهنګي ارزښتونه او يوه نوې ننګونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بشردروېش – نړۍ اونيزه

هسې خو د هېواد کولتور او فرهنګ له بېلا، بېلو لورو او په بېلا، بېلو ډولونو تر بريدونو لاندې راغلی، رټل شوی او لا هم تر ګڼو نورو ګواښونو او ننګونو سره لاس او خو پر هغې ننګونې چې زه خبره کوم هغه يوه داسې ننګونه ده چې فکر کوم تر نورو خورا ډېره جدي، پياوړې او له ګواښه ډکه ده.
دا ننګونه او ستونزه سيد مخدوم رهين نومېږي، هغه چې د کرزي په تېر حکومت کې يې څه موده د اطلاعاتو او کولتور د وزير په توګه د ايران په هڅونه پر افغاني- پښتني ارزښتونو ملنډې وهلي او د د هغو د له منځه تګ هڅې يې کړي ، اوس يو ځل بيا د تش په نامه پښتون ولسمشر لخوا د کولتور وزارت د وزير په توګه اعلان شوی او له ولسي جرګې يې په اړه غوښتل شوي چې د باور رايه دې ورته ورکړي.
د کرزي دې پريکړې ته که سړی د رهين د تېرو کړنو په هېنداره کې ځير شي، نو په پوره توګه به يې يوه بې ځايه،ناقانونه او غيري عادلانه پريکړه وګڼي ځکه رهين نه يوازې دا چې د خپل کار پر مهال له پښتو ژبې سره د خورا ډېر تضاد او مخالفت په لرلو تورن دی،بلکې ترڅنګ يې د ځان په شان نورو متعصبو او پردو پالو لخوا په اداري او اخلاقي فساد هم تورن شوی،يانې په دې مانا چې رهين د يوه بل پردي پالي رهنور زرياب لخوا چې د رهين د وزيرولۍ پر مهال د هغه مشاورو،په ناقانونه او شخصي توګه د کولتور وزارت د بوديجې په لګولو تورن شوی دی،رهين د خپل وزارت د دندې پر مهال پر ټولو پښتنو ولايتونو چې ژر خپريدونکې دولتي ورځپاڼې او مجلې يې لرلې،دولتي بوديجې راکمې کړې،ننګرهار ورځپانه يې څرګنده بېلګه ده چې د طالب واکمنۍ پر مهال په اونۍ کې درې ځلې په نسبتا ښه کيفيت خپريده خو د کرزي صيب د بيان له ازادۍ پر مهال دا ورځپاڼه اونيزه او يو مهال خو لا بيخي په ټپه ودريده،رهين د دې ترڅنګ نه يوازې دا چې د لرغونو اثارو د قاچاق په مخنيوي کې پاتې وګڼل شو،بلکې پرې دا تور هم ورپورې شوی چې ګواکې د دغو اثارو په قاچاق کې يې خپله په نېغه توګه لاس لاره او ډېری افغاني لرغوني توکي يې پر ايران پلورلي.
پر دې سربېره د بيان د ازادۍ په مخنيوي کې د مخدوم رهين هڅې هم له چا هېرې نه دي چې تل يې له هغو خبريالانو سره چې د ده پر کاري نېمګړتياوو يې رپوټونه چمتو کول څه کړي دي؟
پورتنيو يادو شوو او ډېرو نورو نايادو شوو ټکيو ته په پام سره سړی ويلای شي چې که رهين د کولتور د وزير په توګه د باور رايه ترلاسه کړي نو د هېواد کولتور او فرهنګ چې تر خورا ډېرو ګواښونو لاندې دی،لا نور ټکنی او له ستونزو سره مخ شي.له همدې امله د ولسي جرګې له ټولو غړو زما هيله دا ده چې دغه فرهنګ ضدي او کولتور ضدي سړي ته دې په هېڅ توګه هم د کولتور د وزير په توګه نه يوازې دا چې د باور رايه ورنه کړي بلکې د دې اجازې دې ورنه کړي چې د ملت د استازو له کوره تر يو ځلي شړل کېدو وروسته بيا هلته د باور رايې په اخېستو پسې ورشي.