څنګه خپل عاید زیات کړو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نجیب شریف

د زیات عاید د تر لاسه کولوهڅه څه نوې خبره نده او دغه کار د ډیرو پوهانو او سیاستوالو د فکر او سوچ خبره ده، خو دې موخې ته د رسیدو لپاره باید له هغه لارو چارو کارواخیستل شي او ځان پرې وپوهول شي چې د هغې په وسیله موږ وکولای شو دغه موخه تر لاسه کړو.
عاید یوه عامه کلمه ده چې کولای شو په هغه باندې په ملي، بین المللي، سیمه ایز او فردي ډول خبرې وکړو، مګر هغه څه چې غواړو پدې مقاله کې پرې بحث وکړو هغه په کلیوالو سیمو کې فردي عاید دی.غواړو پدې وپوهیږو یو سیمه ایز کس څنګه کولای شي خپل عاید زیات کړي.
د یوې کورنۍ دعاید منبع:
په عادي توګه د یوې کورنۍ عاید د هغه څه نه عبارت دی چې د کورنۍ غړی یې د روزمره کار په پایله کې لاسته راوړي. مګر د عاید د تر لاسه کولو نورې لارې چارې هم شته، د بیلګی په توګه یوه کورنۍ کولای شي په بانک کې حساب پرانیزي او د هغه له ګټې نه عاید تر لاسه او یا هم د بانکونو نه د قرضې اخیستو او په هغه باندې د کار او بار او یا هم د قیمتی توکو د را نیولواوبیرته پلورلو له لارې عاید تر لاسه کړی، خو په یاد ولري چې داسې توکي باید راونیول شي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت لوړ کړي خو تر هرڅه وړاندې د یوې کلیوالې کورنۍ د عاید اصلي منبع د هغې کورنۍ د غړیو ورځنی یا ټاکلی معاش دی
چې د هغه په وسیله د اړتیا وړ لومړني توکی لکه خوراک، پوښاک او... نوررانیسي.
په عمومی ډول په کلیوالو سیموکې کسب او کار او بزګري د یوې کورنۍ په عاید کې اصلی رول لوبولی شي.که قضیی ته لدې اړخه کتنه وکړو باید ووایو هره کورنۍ چې په یو کار باندې بوخت وي د کال په ځانګړیو ورځو کې د ورځې په اوږدو کې باید یو فارغ او بیکاره وخت ولري.
د بیلګې په توګه د وریجو یو بزګر د کال په اوږدو کې یواځې دوه فصله کار کوي او د کال پاتې وخت باید د دوه فصلونو نه د تر لاسه شوي حاصل په لګولو تیر کړي، چې دغه ډول بیکاري ته موسمي بیکاري ویل کیږي. نولدې امله په کلیوالو سیمو کې دعاید زیاتوالی د ژوند له اړینو اړتیاو څخه شمیرل کبږي.
په کلیوالي سیمو کې د پټې بیکاري په نوم يوبل ډول بیکاري هم تر سترګوکیږي. پټه بیکاري هغه بیکاري ته ویل کیږي چې په ظاهری ډول خلک کار کوي خو په غیر مسلکی کار بوخت وي. بل لورته یو شمیر کسان په دوامداره توګه هغه کارونه تر سره کوي چې اړتیا ورته کمه او په لږ وخت کې ترسره کیږي، او داهم یو ډول بیکاري ده چې لامل یې د نفوسو زیاتوالی او د هغوی لپاره د مناسبو کارونو نه پیدا کول په ګوته شوي، چې له امله یې ګڼ شمیر کسان له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته کډې کوي او غیز حرفوي کارونو ته مخه کوي.
د دې ترڅنګ کلیوالي ژوند د عاید د زیاتوالی لپاره زیات لومړني توکي په واک کې لري چې هغه "وخت" او "انساني" قوت دی، په داسې حال کې چې په نړۍ کې داسې کسان هم شته چې په ثانیه کې په میلیونونو روپۍ عاید تر لاسه کوي.
د دې سره سره چې وخت او کاري قوې ته کمه پاملرنه شوې هغه څه چې د کلیوالي خلکو د عاید په وړاندې یې خنډونه را مینځ ته کړي بیځایه لګښتونه، وروسته پاتې کلیوالي ژوند او پخواني دودونه دي.اوسمهال په کلیوالو سیمو کې خلک هڅه کوي زیات عاید تر لاسه او د ځان لپاره ښاري ژوند غوره کړي.
کله که موږ د یوې کورنۍ په اړتیا وړ توکو د پرمختګ په برخه کې د ژور بدلون نښې او نښانې ووینو، نو دا په ډاګه کیږي چې یاده کورنۍ د اضافي عاید لرونکې ده او دا د هغه عاید یوه برخه ده چې د لومړنیو توکو تر اړتیا زیاته ده.
څنګه خپل عاید زیات کړو؟
۱ : (خپل اضافي عاید د ورځنیوتوکو په را نیولو مه لګوئ) بلکه غوره ده چې داسې توکي پرې راونیسئ چې په راتلونکې کې خپل ارزښت لوړوي. پخوانیو میرمنو به د خپل لاس د عاید په وسیله قیمتي توکي په ځانګړي ډول طلا را نیوله او کله نا کله به یې خپلې پیسې په لنډمهالو او اوږدمهالو سپارنو باندې د ګټې په بدل ورکولې، چې اوس هم دغه کار د اړتیا وړ توکو د رانیولو پرته غوره ګڼل کیږي. خوپه پرمختللې نړۍ کې د عاید د ترلاسه کولو لپاره تر دې غوره نورې لارې چارې هم شته چې عاید پرې تر لاسه کیدای شي. په عمومي ډول د اضافي عاید په پیسو باید داسې دارایی راونیول شي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت
لوړوي، اوکه لوړ نشي نو خپل ارزښت خو باید هیڅکله هم د لاسه ورنکړي.
د ملکیتونو د رانیولو په اړه بیلابیلې نظریې شتون لري، یو شمیر کسان ښایي د عاید د زیاتوالی په موخه د ملکیتونو را نیول غوره وګڼي، خود بزګرۍ وده او پراختیا هم باید له پامه وانه غورځول شي، د هغو توکو رانیول هم غوره لاره ده چې په ورځینو چارو کې ستاسود اسانتیا او دکار اوبار د تر لاسه کیدونکي عاید د لوړتیا سبب ګرځي.
په یاد ولرئ هر هغه توکي چې له بازاره یې د رانیولو هڅه کوئ، په اړه یې باید تر رانیولو د مخه بشپړ مالومات ولرئ، فکر وکړئ د هغه څه د رانیولو پلان مو چې درلوده څه موده پس یې له بازار سره پرتله کړئ ستاسو په اند که هماغه جنس مو را نیولای وای، څومره ګټه به موتر لاسه کړې وه، که د پام وړ ګټه مو ترلا سه کوله، په لږ سرمایې سره دغه کار پیل او تجربه کړئ.
۲ : د لاسي صنایعو په جوړولو کې د کورني نیرو په لاره اچول
په کلیوالي سیمو کې د عاید د زیاتوالي یوه لار د هغو فعالیتونو وده او پراختیا ده چې په سیمیز چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې کمه اړیکه ولري، که څه هم په دا ډول سیمو کې بزګري په صنعتي ډول او تر ډیره بریده په چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې تړلې ده خو د عاید د ترلاسه کولوغوره لاره نه ګڼل کیږي.
سیمه ایز لاسي صنایع د لاس په زیار جوړ شوي توکي دي چې جوړول یې یو ډول کمال او ځانګړې پوهې او مهارت ته اړتیا لري چې ټولې چارې یې د کورنۍ د غړو په مټ تر سره کیږي.
هغه چارې چې په کلیوالی سیمو کې پرته له کرنیزو چارو تر سره کیږی د کلیوالی لاسي صنایعو په نوم یادیږي، چې په مصرفي صنایعو او لاسي صنایعو باندې ویشل شویدی.
۳ : (پرمختللې بزګري ته وده ورکول) که د کلیوالي او سیمه ایزو صنایعو د جوړیدو اسانتیاوې نلرئ غوره ده د پرمختللی بزګرۍ په برخه کې لکه د مرخیړو، کبانو، د شاتو مچیو او ... نورود روزلو په لارو چارو باندې غور وکړئ، چې کیدای شي دغه کارټول کال ستاسو دعاید غوره منبع وي، بله داچې په دغه کار سره د کورنۍ د غړیوتر منځ د کارد ویش په وسیله د پټې بیکارۍ مخه هم په ښه توګه کیدای شي.
په یاد ولرئ په ننۍ نړۍ کې تر ټولو ستر بایلونکی هغه کس دی چې لګښت ولري او عاید نه! هغه هم تر اړتیا زیات لګښت؛ او داهم له یاده مه باسئ هغه مهال د نا اړینو توکو د رانیولو هڅه وکړئ چې په هماغه اندازه زیات عاید موتر لاسه کړی وي.