داتښتېدلی پاکستانۍ جنرال ولي پرموږ زړه خوږېږي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

افغانان بايد داهيره نکړي چي دنورو زبر ځواکوتر څنگ زموږ دبدمرغيويوازني او اساسي لاملين پاکستاني او ايراني چارواکي دي



دتاندپه مشهوري خبري اومعلوماتي ويب پاڼه کي مي د پاكستان د يوه شخصي ټلويزيون (( اې آر واى)) سره له پاکستان څخه تشتېدلي جنرال پرويزمشرف دمرکې پر پښتو متن سترگي ولگېدې .
هلته ليکل سوی وه چي جنرال پروېز مشرف دروان کال دسپتمبرپر ۱۱ د جمعې په ماښام د پاكستان په يوۀ شخصي ټلويزون (( اې آر واى)) کي له لندنه په مستقيمه توګه مېلمه و، هغه تور لګولى چې په افغانستان كې د هند كونسلګرۍ د وسلوالو بلوڅو په وسيله په بلوچستان كې لاسوهنه كوي . مشرف وايي په افغانستان كې د وسلوالو طالبانو په ضد بايد بهرني پوځونه او افغان ملي اردو تر دې هم پراخه مبارزه وكړي .
که څه هم دخپاره سوی مطلب عنوان دپرويزمشرف ټول کړه وړه منعکسول ،خوبياهم ددې ژباړي لوستل ځکه راته جالب سول چي تښتېدلۍ جنرال دلندن دملکې تر پړونې لاندي هندته گوت څنډنه کړې وه .
دجنرال مشرف سره پداسي حال کي مرکه سوې چي دحاکم اوبرحال دولت سره دښمني لري اوتر قانوني تعقيب لاندي دی .خوپه ډله ايزو رسنيو کي دهغه دنوم ژوندي ساتلوکي دپاکستان اوسيمي په وړاندي دزبرځواکويوه بله نوې لوبه روانه ده ، داچي ددې لوبې ترشا څه پراته دی دابله خبره اوبله موضوع ده کېداي سي يو وخت هر څه راڅرگند سي .
مخکي تردې چي پر مرکه خبري وکړم درنو لوستونکوته ورپيادوم چي داجنرال څوک او ولي تښتېدلۍ دی؟
د پاكستان پخوانى جمهور رئيس جنرال پروېز مشرف ديوې کودتاپه په پايله کي دولتي واک خپل کړ، داهغه جنرال دى چې له ۱۹۹۹ زيږديز كال څخه تر ۲۰۰۸ پورې پر پاكستان واكمن و، هغه ځانته د خپل هېواد دوهم ستر قايد وايه .
نوموړي دخپل حاکميت په دوران کې دافغان ولس سره دښمني دخپلو پخوانيو مشرانوپه دودساتل اودهغوي دسياسي تگلاري دپر مخ بېولوپر پله ئي پښۀ ايښودل . داجنرال پسله هغه چي دځينو سياسي ملحوظاتواوسيمه ايزو گټوپر بنياد دامريکا متحده ايالاتوله هغه نه مخ واړاوه له واکه بي واکه سو. گويادټاکنو په پايله کښي اوسني جمهوررئيس اصف زردادري دبېنظير بوټومېړه ته پسله هغه چي هغه په مرموزه توگه له منځه ولاړه دامقام په ميراث پاته شو.
جنرال پرويزمشرف غوښتل تر ټولوزيات د قانوني اودولتي واک خاوندوي ،په همدې موخه ئې دپارلمان دمنحلېدو تربريده دخپل ځان لپاره صلاحيت ته قانوني بڼه ورکوله .هغه غوښتل دجمهور رئيس په جامه کښي ټولواک دده پلاس کښي وي،په همدې خاطرو چي د قاضي القضات افتخار چودري سره ئې جنجال پيدا شو . قاضي القضات غوښتل چي قضايي قوه د جمهوررئيس تر فشار او تاثير لاندي نه وي،ديوې خپلواکي ادارې په توگه خپل قانوني صلاحيتونه وژغوري ، خو مشرف دغه قاضي القضات دخپل دولتي واک نه په استفادې سره د کاره گوښه کړ. چي دهغه په گوښه کېدوسره نه يوازي قاضيان بلکي ددعوې وکيلان هم دده پر ضد را پورته سول او خبره تر نړيوالوډله ايزورسنيو اوسياسي محافلو ورسېده . په نړيواله کچه داثابته سول چي جنرال مشرف ددموکراسی ترنامه لاندي لوي دتکتاتوراومستبد حاکم دی .
ځکه دنړی په زيات شمير هيوادوکښي مدني ټولنو،سياسي ګوندونو او په سل هاوزره عاموو ګړو د جنرال مشرف لخواددولتي واک اوقدرت څخه دځان په گټه دقانون پر خلاگ استفادې او کړنې ته دنفرت په سترگه وکتل اوټولوله يوه سره ټولودده پر خلاف تبليغات اومبارزه پيل کړه،جنرال مشرف دې ته اړ ايستل سوتر څوله کاره گوښه او استعفا ورکړي .
پسله هغه چي جنرال مشرف له واکه ولويد اودهغه رقيب دپاکستان پخوانى قاضى القضات افتخار محمد چودري دهغه هېواد سترې محكمې مشرتابه ددوهم ځل لپاره ترلاسه کړه اوسمدستي دستري محکمې پخواني ديكتاتور جنرال مشرف ته حكم وكړ چې ژرترژره دې محكمې ته حاضر شي تر څو د ۲۰۰۷ كال د نومبر په درېيمه د بيړنيو حالاتو د نافذولو، د قاضى القضات افتخارچودرى دګوښه كولو،د لال جومات او حفصه مدرسې باندي دبمباريو، اودهغوناقونونه کړنوسپيناوى وكړي کوم چې دخپل واك پر مهال يې ترسره کړې دي . همدا ډول محکمه غواړي ديو شمير هغو وركو او لادركه وګړو دوسيې هم را وسپړي کوم چې د پرويز مشرف دواك پرمهال دكورنيو اوبهرنيو استخبا راتي شبكو لخوا نيول شوي او لا تر ننه تري تم دي .
مگر هغه ددې پر ځاي چي محکمې ته ورسی انگلستان ته ئي فرار وکړ . نوموړى چې اوس په لندن كې اوسي او په دې وروستيو كې يې د پاكستاني رسنيو دخبرله مخې په(۱۳۰) ميليون ډالرو يو كور رانيولى اوهلته ژوند كوي ترقضايي تعقيب لاندي دی . دبې بې سي دخبر له مخې جنرال مشرف له مدافع وكيلانو او قانون پوهانو سره ترسلا مشورو وروسته هېواد ته له ستنېدو ډډه وكړه چې وروسته محكمې د ده د كړنو پر خلاف پرېكړه صادره كړه او د ده د پوځي نظام اودقانون خلاف ټولي پرېكړې يې غير قانوني اعلان كړې . ددسمبرپر ۱۷ دپاکستان ستري محکمې دپرويزمشرف دبښنې هغه فرمان هم غير قانوني وباله دکوم پر بنياد چي تر زرو زيات کسان اودهغه جملې دپاکستان اوسنۍ ولسمشر آصف زرداري اويوشمير نوروجگپوړوچارواکوته برأت ورکړه سوی اوپرېکړه ئي وکړه ددغوکسانوچي ددولتي فسادپه تورئې دوسې ټولی په ټپه درول سوي وې له سره راوسپړل سي . دستري محکمې دهمدې پرېکړې پر بنياد دفسادضد ادارې ددسمبرپر ۱۸ دپاکستان دفاع وزيرته اجازه ورنکړه چي دچين ولسي جمهوريت ته رسمي سفروکړي .دبې بې سي دخبرله مخې ((د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار ويلي ،چين ته له يوه رسمي سفر نه را گرځول شوى دى))
نوموړى يو له هغو شاوخوا٢٥٠ چارواکو څخه دى چې د پاکستان د فساد ضد ادارې يې په اړه پلټنې کړې دي.
د هغو کسانو په اړه چې تر پلټنو لاندې دي ويل شوي چې له هيواده د وتو حق نه لري، خو لا يې هم نومونه نه دي په ډاگه شوي .
د پاكستان د رسنيوپه تعبير ښايي مشرف د چيلي دپوځي ديكتاتور جنرال پنوشت په څېرد پاكستان محکمې ته راكش كړاى شي اودځينو غير قانوني کړنو له امله محاكمه شي . خوزه پدي باور نه يم چي پاکستاني پوځيان دي دې کارته غاړه کښېږدي اوجنرال مشرف دي دخپلو غير قانوني اوظالمانه کړوپه اړه جواب ورکولوپه موخه محاکمې ته په زور راوبولي . پدې ورستيوکښي دهغه وروستۍ څرگندونې چي کله امريکا اوکله نړيوالوټولنو ته مشورې اويا لارښودنې کوي زمادنظر دثبوت يوه روښانه بېلگه کېداي سي .
د اور پر كرښه ديادښتونوكتاب يې دوه كاله پخواچاپ اوپښتو متن یې په بينوا ويب پاڼه خپورشو،همدې ښاغلي جنرال له ډېرو ناويلو رازونو پخپله پرده پورته كړېده .پخپل دغه ليکل سوی کتاب کښي ئي پر دې هم اعتراف كړى چې په سلګونوتنه ښځينه اونارينه افغانان اوپاکستانيان يې امريكا ته وسپارل ترڅود هغو په بدل كې په ميليو نونو ډالر اويوشمير نورڅرگند اوناڅرگند امتيازات تر لاسه كړي .
داهغه پاکستانۍ جنرال دی چې داڅوکاله ئې پرافغان ولس يوازي ماتم اوزجر پيروزکړی . جنرال مشرف د کورني سياست د فشارونواونړيوالوزبرځواکودمخ اړونې په وړاندي نور توان نه درلودپه خپل هيوادکي پر قدرت پاته سي ،هغه ته داجوته سول چي حتا پارلمان دې ته تياری نيسي ترڅوله هغه نه داعتمادرايه بيرته واخلي ،ځکه ئي فرار پر قرار بهتر اوگټور وباله .
داتښتېدلۍ جنرال پدې پوه سو چي نورنودپاکستان دسياسي لوبو په ډګر کي بايلونکۍ اوداوس لپاره دچاپکارندی . مشرف ته څرګنده سوه چي نورنه دده دګوند وکيلان اونه هم دپاکستان پوځ ټول جنرالان چي هغه يې داوږدوکلونوپه موده کي پر اوږوگرځاوه دامريکاپه وړاندي داتوان لري چي دغه نازته دوام ورکړي . ترټولو مهمه خبره داوه چي واشنګټن هم دخپلو سيمه ايزو گټوپه موخه له هغه څخه په څرگنده بڼه مخ واړاوه .
جنرال مشرف دخپلو نارواکړنواوافغانستان سره دسرسختي دښمنۍ په پايله کښي دپاکستان په عام ولس اونړی کي ډير پخوالامحبوبيت د لاسه ورکړی وواوټولودنفرت په سترگه ورته کتل .
اوس نوموړى دخپل بيگناه ولس لخوا د محاكمې انتظار باسي، خوپه ډير افسوس چي تر دې کاروړاندي دادی دارټلی جنرال دملت دخوښې خلاف ،په يوه اوبل هيوادکي مېلمه کېږي .
خلک نه پوهېږي چي داکوم سياست اودخلکو ارادې ته درناوی دی چی ولس ئي دمحاکمې غوښتونکئ دي اونړيوال زبر ځواک ئې يوپه بل پسي ميلمه پال وي ،څه موده وړاندي داظاهرأ بېواکه جنرال دکرملين منلی ملمه و و، دسپتمبرد مياشتي په لومړيوکي دسعودي دپاچا ميلمه سو اوبيابه دوباره لندن ته ولاړ .داسي ويل کېده چي ددسمبرپر ۱۵به دامريکامتحده ايالاتوته سفر ولري .
داچي داسفر ولې وځنډېد تراوسه پدې هکله کره معلومات نسته ،ممکن دپاکستان اوسني سياسي اوپوځی ترينگل تياددي لامل گرځېدلې وي چي دجنرال مشرف له دمگړي سفرنه ډډه سوې وي .
پر دغو ټولو نازونو اوکله ناکله ترټنوسر بېره څرگندحقيقت خو دادی چي داجنرال دظلم او استبدادپه نړۍ کښي يوه پېژندل سوې څيره ده ،چي دسيمې دبيگناه خلکوپه وړاندي دخپلوناروا کړنوپر بنياد دډله ايزو رسنيو لخوا د پاكستان د تاريخ د تر ټولو بدنام اودومخې څېرې په توګه معرفي شوۍ دى .
زه نه غواړم ددې رټل سوی جنرال په اړه ليکنه اوږده کړم ،پدې پوره باورلرم چي تر مائي هر افغان اودرانه لوستونکې ډير ښه پېژني .
غواړم ددرنو لوستونکو نظر ددې تښتېدلي جنرال چي تر اوسه دشاهۍ خوبونه ويني نوی دريځ اودغربی نړۍ په وړاندي چاپلوسيوته راواړوم .
زه دهندوستان په وړاندي د نوموړي په تورونوکارنلرم داماته جالبه نده اونه هم زماکاردی چي دده دتورونوپه وړاندي دهندوستان څخه دفاع وکړم ،مگر ديوه افغان په توگه داراته دمنلو وړنده چي يوپردۍ تښتېدلۍ جنرال زما ولس ته ښوونې وکړی ،اوزموږ په کورنيو چاروکې په دومره بې شرمۍ مداخله وکړي . دافسوس خبره خودالاهم ده چي زموږ دبهرنيو چاروزارت چي چي دپياوړي ډيپلوماسی غوري کوي اوښاغلی کرزی چي ځان دملي گټودساتلو حامي بولي ددې بيگانه پروره اوپنجاپي جنرال دڅرگندونوپه وړاندي تراوسه چوپ پاته دي .
زماپه نظر دټولو ستونزو سره چي موږ ورسره لاس په گريوان يو افغان ولس اوپه ځانگړې توگه لراوبرپښتانه کولاي سي خپلې ستونزي په خپله حل کړي . داورته معلومه ده چي دجنرال مشرف لاسونه که دمرستي ترنامه لاندي هم پښتنو اوبلوڅوته اوږده سوی دي هغه هم په زهرو لړلې لاسونه وه . يوه ټکي ته زموږ ددولتي چار وا کو اوسياسي ډلو اوتنظيمودلوړپوړوپام رااړم چي دوي ئي بايد له همدې تښتېدلې پاکستاني جنرال اوخپل دهيواد او اولس له تاريخي دښمن اورقيب نه زده کړي چي له ملک نه تښتېدلی اوتر قانوني تعقيب لاندي جنرال بياهم دخپل ملت(پنجاپيانو) په وړاندي دومره دمسوليت احساس کوي ،دهغوي دگټونه دفاع کوي ،اوپه خپلو خبروکي داسي څرگندوي ته به وايې چې همدا اوس برحال جمهور رئيس دی .
خوبل پلوته زموږ سياستوال بياسره لدې چي په يو ډول دډولونوپه حاکميت اودولتي قدرت کي شامل دي ، بياهم دومره يواوبل سره ټکوي چي ملک ئي دسياسي لوبواورته ورټېل وهلی اوپر لمبوئي لاسونه توده وي . داخوپرېږده چي دخپلو شخصي گټو په خاطر وطن په ورځ کښي سل واره پر پاکستان ،ايران اوبل کوم بهرني هيوادپلوري .
پدې تلويزيوني مرکه کې مشرف په قبايلي سيمو كې د بهرنيو تروريستانو د شتون په تاييد سره وويل : كه دغه تروريستان ونه ځپل سي نو پر امريكا باندې د ۱۱ سپتمبر په ډول د يوې بلې حملې خطر هم ترې احساسېداى شي ،هغه وړاندي وايي :((دا ماته څرګنده ده چې زموږ په غرونوكې د القاعده خلك سته، چې ريښتيا وي څوك يې بايد پټ نه كړي، هغوى هلته سته اوموږ خبر يو چې دوى له هغه ځايه په پاكستان او له پاكستانه دباندې د تروريستي حملو پلانونه جوړوي، نو د دې امكان سته چې هغوى دي يوه بله ستره تروريستي حمله تر سره كړي، خو موږ يعنې پاكستان او زموږ پوځ بايد بشپړه هڅه وكړي چې د القاعده ډلې خلك له پاكستانه وباسي چې له دا ډول خطرونو څخه پاكستان هم و ژغورل شي.))
سره لدې چي دغه جنرال صاحب دخپل حاکميت په دوران کې بل څه ويل اودائې په هيڅ صورت نه منل چي القاعده اودده په وينا تروريستان په پاکستان کي پټن ځايونه لري اوهلته اوسي .هغه به تل دژورنالستانو اويانړيوالو ددغه گوتنيونې په وړاندي چي دجگړې ريښې اوجگړه ماروپنډغالی په پاکستان کي دی ويل : کله چي په دافغانستان دولت له ناکاميو اوستونزو سره مخامخ سي اونسې کولاي دخپلو خلکو غوښتنوته ځواب ووايي اويابهرنيان نسي کولاي خپلې موخې ترلاسه کړي پر موږ داتورونه لگوي چي القاعده اوطالبان په پاکستان کي اوسي .خواوس دادی پخپله اعتراف کوي ،په پښتو کي يومتل دی وايي : ((د درواغجن هيره ډيره وي ))
زماپه اند داجنرال ممکن پدې خبره کي څوهدفه ولري :
۱ / غواړي امريکانوره هم دکوزي پښتونخواپه خاوره کي حملوته وهڅوی ،تر څوله يوې خوا پاته پښتانه اوپه ځانگړې توگه هغه کسان چي دپاکستاني جنرالانو اوپاکستاني حاکميت سره ئي لاسونه پټ ندي دطالب او تروريست په نامه له منځه ولاړسي ،اودبلې خواددې سيمي خلک دپاکستان دحکومت او امريکاپر خلاف راوپارېږي تر څوديوې بلې پوځی کودتالپاره امکانات برابرسي .
۲/ داجنرال غواړي که نوموړیحاکم اوپاچا هم نه وي نوداسيمه بايد دامريکاسره په نېغه جگړه کي ښکېله پاته سي تر څو خلک پر ده شکر وباسي .
۳/ داټولوته څرگنده ده چي په افغانستان کي دجگړې دوام اوپه کوزه پښتونخوااوبلوحستان کي دبهرنيو ځواکونوپه هدايت دپاکستاني مليشوتش په نامه پښتون اوبلوڅ دښمنه عمليات دپاکستاني پوځيانو لپاره هغه دچاخبره لنگه خواده چي هره لحظه ئې لوشي .دهمدغو ړندواودوه مخوپوځي عملياتوبرکت دی چي پاکستان يوازي له امريکانه ۷،۵ ميليارده ډالره پوځی مرسته ترلاسه کړه ،چي په پنځوکلونوکښي به دوي دغه پيسې يعني هر کال يونيم ميليارد ډالره ترلاسه کوي .
په هره اندازه چي دبهرنيو دپوځی شتون موده زموږ په هيوادکي اوږدېږي اوپدې بڼه پوځی عمليات جريان ولري په هغه اندازه دپاکستاني چارواکو (پوځی اواستخبارساتي جنرالانو) دټاکل سوموخوته دريدوپه گټه ده .
جنرال مشرف دخپلو انسان دښمنو موخو اوافغان ولس دزورېدوپه خاطر اوس دخپلو پخوانيو څرگندونو پر خلاف وايي : ((په افغانستان كې طالبان په زور كې دي، هغوى ته د ماتې وركولو لپاره پوځي ځواكونه- كه امريكايي پوځونه وي، كه افغان ملي اردو وي او كه د ناټو ځواكونه- بايد زيات شي، دم ګړۍ ته هلته موجود پوځونه كم دي او هلته د قواوو زياتول ضروري دي، موږ به له خپله لوري په قبايلي سيمو كې ددغو وسلوالو په ضد مبارزه كوو، چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د وسلوالو طالبانو تروريستي شبكه له منځه يووړل شي .))
کله چي په ۲۰۰۶کال کښي په افغانستان کي دپاکستان مداخلو زورواخيست اودافغانستان د دولت مشرتابه پر نړيوالي ټولنې ږغ وکړ چي په افغانستان کي دټولوبې امنيو اساسی لامل دپاکستان لاس وهنې دی . هغه وخت پر ويز مشرف ددغه گوت نيونې په مقابل کښي اعلان وکړ ،ددې لپاره چې له پاکستان څخه نور ترهگر افغانستان ته ولاړ نشي موږ به دميليونو ډالرو په لگښت دافغانستان سره پر پوله اغزن ديوال تير کړو. داوړانديز ئي ځکه وکړ چيپدې ښه پوهېده دداډول کړنې سره به ټول افغان ولس مخالفت وکړي ،نوداښاغلی به بهرنيانوته ووايي تاسو قضاوت وکړی موږ څه وکړو؟
موږپدې باور يوکه چيري پاکستاني چارواکي په رشتياسره زموږ دولس نه لاس واخلي او زموږ په کورنيو چاروکي مداخله ونکړي موږ به ډير ژر ددولت اوله هغوي نه دخوابدوتر منځ لانجه حل او دملي تفاهم دولت به جوړکړاي سو،خو پاکستاني چارواکي پدغه ټکي باندي په پوهيدوسره نه غواړي چي داملت ارام او سوکاله ژوند ولري .
دغه پاکستاني جنرال مشرپرويزمشرف افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې دخبريالانوسره په مرکه کښي ومنل چې ځينې القاعده او وسله وال طالبان لا هم د دوى له خاورې افغانستان ته اوړي خو د دۀ په وينا يې مخنيوى خورا گران دى . زه نه پوهيږم اوس چي جنرال صاحب په لندن کي ناست دي بياولي دهغوي ځپل اودحملو مخنيوی دومره اسانه کارسو؟
داڅرگندونې دافغانستان په وړاندي دپاکستاني چارواکو اوپوځی جنرالانو ددومخۍ روښانه بېله ده ،له يوې خواله هغوي دامريکا اونړيوالي ټولنې دمخالفينوسره اړخيزي مرستي کوي اودبلې خوابهرنيانوته وايي چي ددولت دمخالفينودجرړوايستلولپاره يوازنی لار دزيات بهرنی پوځ شتون او عمليات دی . په پورته څرگندونه کي داټکی هم ډير راته جالب ښکاره سوچي وايي : ((موږ به له خپله لوري په قبايلي سيمو كې ددغو وسلوالو په ضد مبارزه كوو، چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د وسلوالو طالبانو تروريستي شبكه له منځه يووړل شي .))
دغه دموږبه کليمه پخپله ددې ښکارندويه ده چي دتښتېدلي جنرال لاس له يوچاسره پټ دی ،سر له دې چي محکمه غواړي هغه محکمې ته حاضر سي اودخپلو خيانتونوپه وړاندي دمحاکمې پوښتنوته ځواب ووايي ،خودئ وايي ((موږ به . . . )) اوداجنرال په جگ اواز وايي ، زه د پاكستان سړى يم او د پاكستان به اوسېږم .
په همدې مرکه کښي دپښتنو اوبلوڅودحق غوښتنې په وړاندي دپروېز مشرف داڅرگندونې دپاکستاني حاکميت اوجنرالانودتل پاتي سياست څرگنده بېلگه ده چي وايي : (( . . . هو دا سمه ده چې په بلوڅانوكې له اسلام اباد څخه د ناهيلۍ او محرومۍ احساس موجود دى او دوى ته بايد خپل حقوق وركړل سي، خو كه څوك د پاكستان تجزيه كېدل غواړي د هغوى مخه بايد ونيول شي )) هغه وړاندي زياتوي ((كه په كوم ځاى كې يو څه خلك يا يوه ډله وي چې وايي موږ له پاكستان سره نه اوسېږو اوجلا كېدل غواړو، نو آيا هغوى ته به ور غاړې وځو، د هغوى په ضد خو بايد جګړه وشي او ماتې وركړل شي، هيچاته دا حق نه شته چي ووايي موږ پاكستان نه منو، كه دوى پاكستان نه مني نو ولاړ دي شي له هېواده دباندې دي اوسېږي، له داسې خلكو سره خو بايد نرمي ونه شي.))
مگر ښاغلي مشرف داهيره کړې چي دايوڅوکسان اويايوه وړوکې ډله نده ،دايوستر ملي غورځنگ دی چي دپيدايښت تاريخ ئې دپاکستان دزېږېدوتر تاريخ ډيراوږد دی اوکه دپاکستان دزېږېدونه ئي راواخلونوبيا دپاکستان همزولۍ دی .
ټولي نړۍ ته څرگنده ده چي د۱۹۴۷راپدې خوا دډيورنډلعنتي تپل شوي کرښې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ مناسبات خړپړ ساتلې دي . دامان الله خان دحاکميت له لومړۍ ورځې نه بيا ترهمداگړي پوري ددې کرښې پرسر اختلاف لومړی له انگريزانو اوراوروسته له پاکستان سره پر خپل حال پاته دی .اوتراوسه ئې دپاکستاني چارواکولپاره په افغانستان کي دکورنيولانجودراپيداکېدو اوددوي دمداخلولپاره لار هواره کړېده.
په حقيقت کښې دډيورنډ دکرښي مسله دافغانانولپاره ديوې ملي مسلې په څير ارزښت لری اوله هغه څخه هيڅوک پر خپل سر اوبېله معقولي دحل لاري لټولوپرته تېرېداي نسي . دلته دکرښې دهاخوامحکوموپښتنو اوبلوڅونظر اودخپلواکۍ دحق ورکولومسله مطرح ده ،پدې لارکي په زرهاوانسان قرباني سوی .
داملي او تاريخي ستونزه کله داسي حل کېداي سي لکه چي ښاغلي جرال مشرف چې ئي خوبونه ويني اوغواړي ټول له يوه سره له تېغه وباسي .
ټول بشريت ته دالمر غوندي روښانه خبره ده چي نور ولوسونه خپل حق اخلي اوحق ترلاسه کول ئي په نړيواله کچه لمانځل کېږي خودپښتنو اوبلوڅوغورځنگ ته بېلتون غوښتونکي کسان ويل کېږي اونړيوالي ټولنې چي ځانونه دبشردحقوقومدافعان بولي دپښتنو اوبلوڅوپر کرږو اوچيغواورېدو باندي غوږه کاڼه اچولي دي .
دافغانستان په وړاندې دپاكستاني مشرانو هر ډول كړنې دوه مخې او پر درواغو ولاړچلند دی ، چي دهغوي له پخواني افغان دښمنه سياست له دريزنه سرچينه اخلي . دخپل سياسي شتون له وخت اوپه ځانگړې توگه ددادودخان له کودتانه راورسته بياچي کله سرې لښکري افغانستان ته راغلې پاكستان خپلې هڅې د دې خاورې د ورانولولپاره دخپلوافغاني انډيوالانوپه مرسته اومټ پيل كړې،په هغه وخت كې ئې ديرغل ګرو پوځونو پروړاندې دمبارزې ،او دهغوي شړلوترنامه لاندي دشرق اوغرب ترمنځ دسياليونه دافغان ولس دسرپه قيمت گټه پورته کوله تر هغه راورسته په افغانستان کي دنظارشور ااوشمالي ټلوالي دغير انساني کړنوڅخه په گټه اخيستوسره خپلوسيمه ايزوموخوته درسېدوپه موخه دطالب غورځنگ رازېږدل ،وسله وال کول اوروزل ،بيادهمدې روزل سوو پرخلاف چي د پاكستان د څارګرې ادارې ،(ISI )په لمن كې روزل شوي وه په ناڅاپي ډول دخپلو گټولپاره دهغوي دراپرزولوپه خاطر دنړيوال توريزم سره دمبارزې ترنامه لاندي دامريکاسره ودرېدل اودطالبانودحاکميت د راپرزولوپه وخت کښي ئي چوپتيا غوره کړه اوپدې ډول يوځل بيا په نړيواله کچه دپاکستاني چارواکوددومخې سياست کرغېړنه څيره رابرملاسول .
پرويزمشرف دخپلو پخوانيو مشرانوپه څيردخپل حاکميت په دوران کي يوه لحظه هم دافغان ولس سره له دښمنی نه لاس ندی اخيستی ،ده اودپاکستان استخباراتي کړيو داردو دجنرالانوپه بې ثاري ملاتړ دافغانستان ورانی اوپه افغانستان کي دقدرت پر سر جگړې دوام سره مرسته کړ ې .له ۲۰۰۱ کال نه راپدې خوا نوموړی څوځله کابل ته راغلي اوهمدا ډول دده نږدې دوست چي تل ئي يو اوبل ته دورونو خطاب کاوه ښاغلی کرزی ځوځله په اسلام آبادکي سره وليدل ،دسولي دجرگې په نامه يوه سياسي ډرامه جوړه سوه ،هغوي هم لويي او وړې غونډي جوړي کړې خوپايله ئي يوازي او يوازي په افغانستان کي دکورنی جگړي دوام وو.
همدادليل دی چي په افغانستان کي ماشوم هم دپاکستاني چارواکو اوسياستوالوپر صداقت باورنلري اودوه مخې ئي بولي .
کله چي امريکاپر افغانستان دترهگرودجرړودايستلوپه نامه پر افغانستان راودانگل دلته هم پرويزمشرف دافغان ولس په کړېدنه اوزورېدنه کي دخپل اعتبارساتلو اوپاکستاني گټوددفاع په موخه دبهرنيو ځواکونو دهغه جملې له امريکاسره دطالبانو او القاعدي سازمان په ټکولوکي دپيسوپه مقابل کي دملاتړ اعلان کړ .
ددې خبري تصديق يو وخت پرويزمشرف په ډاگه وکړ . هغه څرگنده کړه چي ماپدې جگړه کښي دامريکا پلوی ځکه وکړه چي له يوې خوا ئې موږ ته پيسي راکولي اودبلې خواکه ماداکارنه واي کړی دوي زموږ هيوادهم تر بم اويو لاند نيوی .
پدې ټول خبردي چي افغانستان ته څېرمه په قبايلي سيمو كې دترهګرۍ ځالې دلومړي ځل لپاره، دپاكستان دڅارګرې استخباراتي ادارې،(ISI ) له خوا جوړې شوې،او موخه يې داوه چې په سيمه كې امنيتي حالت دپاكستان په ګټه ترينګلى كړي،چې له بده مرغه خپلې دغې تورې هيلې اوموخې ته ورسېدل .په كافي اندازه ترهګر دهمدغې تورمخې ادارې له خوا دڅوكلونو په دننه كې وروزل شول،اوپه بېلابېلو نومونو افغانستان ته راواستول شول .
دافغانستان دېرش كلنه روانه جګړه په ټولېزه ټوګه دپاكستان داستخباراتي اوپوځي چارواکو په كوربه توب روانه ده،دافغانستان له جهاد نه را په دې خوا كومې ډلې، ټپلې،چې پدې څولسيزو کي رامنځته اوپه وسلو سمبال شوې دپاكستان دڅارگروادارواوپوځيانو د ښكاره لاسونواوڅېرو كار وو .
ددوي لخوا روزل شوي وسله والې ډلې دافغانستان دحكومتونو پروړاندې دجګړې لپاره رالېږل کېدې اوهمدا اوس هم راليږل کېږي .
پدې هر افغان بايد پوه وي چي دافغانستان په نا امنه ساتلوكې دپاكستان لوي برخه اخيستنه د دې لامل وګرځېد ل چې دوي ته گټه اونړۍ ته زيان ورسېږي . دطالبانو دحكو مت په دوران كې پاكستاني چارواکي په دې وتوانېدل چې د طالبانوپه نامه دخپلو نوکرانوپوسيله دافغانستان له ورانيواوهيوادوال ملي لانجوسره لاس په گريوان کړي . دا دی دا اته كاله دپاكستان څارګرې ادارې په افغانستان كې دطالبانوپه مرسته خپل استخباراتي فعاليت ته پراختيا وركړه، په زرګونه عرب،پاكستاني،چچنيايي، اونور بهرني وګړي دهمدغې بدنامې ادارې له خوا افغانستان ته راوستل شول .
دطالبانو دواكمنۍ پرمهال ورانۍ،او وژنې، ديوه جوړ شوي پلان له مخې دبهرنيو ترهګر له خوا دپاكستان دڅارګرې استخباراتي ادراې په لارښونه رامنځ كېدل،دافغانستان پرخلكو او دهغوي پرځان او مال ښكاره يرغل اوتيرۍ ،دښوونځيو سوځول اودښوونکو وژل داټول دپاكستان داسختباراتي اوپوځی کړيوله خوا ترسره كېږي ،خونوم دطالبانواودطالبانو په نامه خوار پښتانه بدنام اوله عزت سره ئي لوبې کېږي .
پاكستان په همدغه كلونوكې په خپله خاوره كې نړېوال ترهګرو ته ځاي وركړ،ترڅو له يوې خوا په سيمه كې خپل سياسي شتون ته مشروعيت وركړي، اوله بلې خوا په افغانستان كې هم دالقاعدې اوبنسټپالوطالبانوپه نامه په بهرنيانو افغان ولس دومره وزروی څومره چې یې دوي غواړ ي .
زه پدې پوره باورلرم چي پرويز مشرف ، پنجاپۍ جنرالان اودهغه هيواد څارگری ادارې مشرتابه پخپلو ويناووکي صادق نه دي چي وايي : (( موږ له افغانستان سره هيڅ کومه ستونزه نلرو، موږ په افغانستان کې ديوه غښتلي مرکزي حکومت ملاتړ کوو)) .
تاريخي حوادثو اوجرياناتوپه وارسره دا ثابته کړې ده چي پاکستان ته يو پر مختللي او غښتلي افغانستان دمنلو وړ نه دۍ ،ځکه يې تل دلته دخپلو اجنټانواو نوکرانو پلاس هرڅه له خاوروسره برابرکړيدي .
غواړم دهيواد داوسنيو چارواکوچي دنوی حکومت په ټاکل کېدوسره به ددې غمځپلي هيوادبرخليک ددوي پلاس کښې وی او دهغوي ملاتړو نړيوالي ټولنې پاملرنه دغه بنيادي ټکي ته را واړوم ،که چيرې تاسو په رښتيا غواړۍ چي افغانان په خپل کورکې په ارامه ژوند وکړې ،ددولتي دواک پر سرسيالۍ چي دافغانانو دژوند، اوهيواد دويرانۍ په کچه کله پټې اوکله ښکاره رواني دي پاي ته ورسېږې، دا اوسنۍ تاوتريخوالۍ ورک سي اودټولو بهرنيو اقتصادي ،علمي ، تخنيکي او فرهنگي مرستو څخه پر ځاي گټه واخيستل سي دافغانستان او پاکستان تر منځ د دتش په نامه ډيورنډ کرښي دتاريخې لانجې عادلانه اوهوښيارانه حل يې يوازنۍ اوا ساسي لاره ده . ترڅو دا دسلوزياتو کلوراپاته سوې غوټه خلاصه اودادناسورزخم تداوي نسي ، دنړيوالي ټولنې مالي او تخنيکي مرستي به افغان ولس ته گټوري تمامي نسې،اوسوله به په همدې ډول ټکنۍ اوله ډول ډول سترو گواښونوسره مخامخ وي . حتا دا ډار هم شته چي تاسو به هم دافغانستان دليرې او نژدې گاونډيانو په ځانگړې توگه دايران او پاکستان دپټو اوماهرانه لاس وهنوپه پايله کښې دروسانو پشان له افغانستان څخه خپلو پښو ايستلو ته مجبور سۍ.
زماددغې ادعادثبوت روښانه بېلگه دافغان ولس دښېرازيو اوبسيا ژوند ددښمنانو .دپټو اوښکاره دسيسو دبرياودبېلگې په توگه دافغانستان اوپاکستان دپوځی حالاتوپه وړاندي ددبهرنيو پوځی اوملکي چارواکو پرتي اواپلاتي ويل (کله دوي بريالي اوکله بياله ناکمی سره مخامخ وي ياعام ولس اونړيوال په افغانستان کي له هرڅه نه ډاروي ) اودښاغلي بارک اوباماهره ورځ نوي څرگندونې دي .
پر افغانانوددوي ديوه وطندارپه توگه ږغ کوم چي ((خپل جواري مو ساتی دشکاڼه په قسمو باور مه کوی .))
داوطن دافغانانو دی افغانان ئي په ساتلو ابادولواودپرمختگ په چاروکښي ترهر پردي خواخوږي زيات مسوليت لري .
.....................
اخځونه :
په لاندي ويب پاڼو کي له خپار سوومعلوماتواوراډيوگانوله نشراتواستفاده سوي ده :
۱/ بې بې سي پښتو ويب پاڼه
۲/ تاند ويب پاڼه
۳/ خبريال ويب پاڼه
۴/ دويچويلي المان ږغ راډيوويب پاڼه سپتمبر
۵/ ازادي راډيو پښتو ويب پاڼه
۶/ له ډله ايزو رسنيونه زما ياداښتونه ۲۰۰۵،۲۰۰۶،۲۰۰۷،۲۰۰۸
۷/ دعوت ويب پاڼه
۸/ دافغانستان ملي تلويزيون دپرويزمشرف سفر افغانستان ته ۲۰۰۶ او۲۰۰۷ زکال
۹/ دسپتمبر اوله سپوږمۍ ويب پاڼه