کرزي د دوهم ځل لپاره په هلمنديانو ملنډه ووهله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : پاڅون

اوريدلي مي دي چي نفل هغه عبادت دى چي په کولو سره يې ثواب سته خو په نه کولو سره يې ګنا نسته که څوک د نفل لمونځ نيت وتړي او بيا يې پريږدي هغه لمونځ ورباندي فرض کيږي .
نو د ولس مشر يا د نورو مقاماتو سفرونه يوې سيمي ته هم داسي ګڼلاسو که چيري هغوى په خپل ټول ژوند کي يوې سيمي ته نوي تللى ښايي خلک ورنه ګيله ونه کړي او ښايي بيخي يې زړه ته هم تيره نسي چي د دوى د هيواد ولسمشر دي د دوى خواري سيمي ته ورسي خو که چيري هلته ټول خلک خبرسي چي ستاسو سيمي ته ولسمشر ستاسو لپاره او ستاسو د غوښتونو اوريدلو لپاره راروان دى نو طبعي خبره ده چي هر څوک به خپل کار وبار پريږدي او دې ته به وخت پيدا کړي چي خپل ولسمشر له نژدې وويني او دهغه سره مخامخ خبري وکړي او دې هيلي ته د رسيدو په موخه ساعتونه انتظار باسي خو وروسته ورته ويل کيږي چي ولسمشر بيرته پښيمانه سو ، تاسو فکر وکړئ چي هغه غريب کس چي د خپل اولاد د ډوډۍ د پيدا کولو چانس يې د ولسمشر د ليدني لپاره له لاسه ورکړى وي څومره به و درديږي او په زړه کي به څومره له دې ولسمشر څخه خفه سي .
ښاغلي ولسمشر کرزي دوه ځله په هلمنديانو داسي ملنډه ووهله لومړى ځل د ولسمشرۍ تر ټاکنو يوازي څو ورځي مخکي په لښکرګاه کي اوازه خپره سوه چي سباته کرزى هلمند ته راځي او يوې لويي غونډي ته به وينا وکړي او د هغوى نه به د رايي غوښتنه وکړي
په سبا په زرګونو خلک په کرزي لوبغالي کي د شپې له پلوه تر درول سوو تجيرونو لاندي را ټول سوه په دې هيله يې دقيقې شمېرلي چي اوس په کرزى راسي او موږ ته به ووايي (( خداى مو راوله )) خو له ساعتونو وروسته د وياند لخوا وويل سوه چي کرزى نسي کولاى په دې غونډه کي ګډون وکړي هغه به خپل وينا د ټليفون له لاري تاسو ته واوروي ددې خبري په اوريدو سره خلک په ښور سوه او په وتلو يې پيل وکړ .
دادى اوس پر هغي ورځي مياشتي اوړي او د خلکو څخه هغه جفا هيره سوې وه او غوصه يې هم را کمه سوې وه چي يو ځل بيا په ښار کي ټولي لويي لاري د ښاريانوپر مخ و تړل سوې هيڅوک نه پوهيدل چي څه به کيږي مازديګر ته په دې و پوهيدم چي سباته ولسمشر کرزى هلمند ته د راتګ نيت لري موږ بايد پر ٨ بجې ملي امنيت ته ځان ورسوو موږ هم هم داسي وکړل هلته پوه سوو چي هر هغه څوک چي په دې غونډه کي برخه اخلي اړ دى چي يوځل ملي امنيت ته ورسي هلته تر تلاشى وروسته د ګډون کارت تر لاسه کړي په دې کسانو کي ريسان ، قومي مشران ، ملا ايمامان او ښځي شاملي وې د کارت تر لاسه کولو وروسته په ٣٠٣ موټر کي پورته کړل سوو او د ولايت د مقام په لومړي پوسته مخي ته يې کښته کړو دلته د خلکو يو لوى قطار جوړ وو چي د ارګ څخه راغلو ځانګړو کسانو ولايت ته تلوونکي کسان ټول تلاشي کول زموږ يو ملګرى په کلکه له عکاسي څخه منع کړل سو د هلمند ملي پوليس مي و ليدل چي د ولايت د واټ په يوه څنډه کي په خپلو موټرو کي په ارام ناست وو لږه شېبه وروسته د هلمند د امنيه قومندان اسدالله شيرزاد په داسي حال کي چي خپله د موټر جلو ته ناست وو د ولايت څخه را ووت او په موټرو کي ناست پوليس ور پسې سوه پوه سوم چي نوي راغلي ساتونکي د قومندان صاحب سره موټروان ته هم اجازه نه ورکوي پوليس او وسلې خو لري خبره ده.
موږ د يو ساتونکي په امر د قطار څخه بيل کړل سوو تر زيات انتظار وروسته يو ليست راغلى چي زموږ د ټولو نومونه پکي ليکلي وو د نوو کسانو څخه يو بل په موږ پسي راغلى او د ځان سره يې د ولايت لور ته روان کړو عجيبه خو داوه چي ددې لږ بدلون سره هغه شناخته ځايونه چي موږ به پکي لکه خپل کور ګرځيدلو داسي نا اشنا راته و ايسيده لکه ماچي په ژوند نه وي ليدلې .
د ولايت د مقام مخي ته زيات وخت تم کړل سوو تر څو يو بل ساتونکي ته و سپارل سوو هغه راته په ځان پسي د ورتګ اشاره راته وکړه او د ولايت د مقام اړخ ته د محکمې مخي ته يو خالي ځاى دى چي تل پکي د ښار ايله ګرده سپي اوسيږي ورسم کړو موږ په دې نه پوهيدو چي دلته يې د څه لپاره را وستلو د ولايت د لوى دروازې څنګ ته د کوچنۍ دروازې مخي ته يو لوى لين جوړ وو چي پکي د هلمند ولايت مخور سپين ږري ، ريسان او ملاايمامان هم تلاشي ته په انتظار کي ولاړ وو .
ښکاره خبره ده چي موږ هم د ښوروا خوړلو لپاره هلته نه وو بيول سوي د ساتونکي لخوا راته وويل سوه چي پرته له پيسو او قران کريم څخه نور هرڅه بايد لاندي پر مځکه کښيږدو زموږ يو شمير ملګرو ژورناليستانو دا حالت نسو زغملاى هغوى ويل چي موږ دي د سپيو د اوسيدو په ځاى کي نه تلاشي کوي وروسته د حالت د نه زغمونکو پله درنه سوه او په دې سلا سول چي بيرته به ځو ټول د وتلو په حال کي وو چي د هلمند د والي وياند داود احمدي راغلى او موږ يې را وګرځولو نومړې ټنګار کوئ چي دا قانون دى بايد تاسو ورته غاړه کښيږدى تر ډير جاربحث وروسته بيرته ټول را وګرځيدل ښاي د بيرته راګرځيدو علت يې د ولايتي مقاماتو سره د اړيکو نه خرابول وو .
که څه هم موږ په بيا بيا وويل چي هغه د تلاشى ځاى د سپيو د اوسيدو ځاى دي خو ساتونکي هيڅ هم نه منل موږ اړ سو چي بيرته پر هغه ځاى د خپلو جيبونو ټول شيان پر مځکه کوټه کړو او موږ د شيانو څخه لري سو موږ ليدل چي دوه ساتونکي او يو د ارګ سور رنګه سپى زموږ پر شيانو را و څرخيدل او دوه ساتونکي زموږ په تلاشى بوخت سوه چي موږ ټول يې له سره تر نوکه تر لاس تير کړو بيا نو خپلو شيانو ته ورپريښودل سوو ټول ګډ وډ پراته وو هغه مو راټول کړل او ولايت ته دننه ولاړو هلته د ژورناليستانو لپاره د سټيج څخه لري ځاى ځانګړى سوى وو چي زموږ نيم ملګري اړ وه و دريږي هم دلته د اواز اخستلو اسانتيا موجوده وه .
د هغه کس لخوا چي دلته راوستل سوي وو راته وويل سوه چي تر دعا مخکي د خپلو سامانونو سره په ده پسې سو او د کنفرانس ځاى ته ورسو . نه مي دي په ياد چي څومره انتظار به مو کړى وو چي د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس ښاغلى عليشا مظلوميار د مايک مخي ته ودريدى او د ګډونوالو څخه يې هيله وکړه چي خپل ټليفونونه بند کړي او د ولسمشر د راتګ سره سم د هغه د درناوي په موخه ولاړ سي ټنګار يې کاوه چي د هغه د هري خبري سره دي د زړه د اخلاصه لاسونه و پړکول سي .
ساعت لا نه وو تير چي د هلمند والي ګلاب منګل دا اعلان وکړ چي زموږ د وهيواد ولسمشر حامد کرزى راروان دى او هغه به د يوه بهرني هيواد مشر هرکلى په هلمند کي کوي ښاغلي والي صاحب خوښي و ښوده چي هلمند نن هغه د پخوا هلمند ندى چي خلک يې له نومه ويريدل اوس ددې جوګه دى چي ولسمشر به د يو بل بهرني هيواد مشر هرکلى پکي کوي .
د تلار تر کړکۍ مي دباندي و کتل تالار ته راغلي لاري په نوو غاليو فرش کړل سوي وې چي مخکي تر دې مي کله نه وې ليدلي . د پارلمان وکيلان ، د ولايتي شورا و کيلان ، د دولتي ادارو ريسان مي وليدل چي د ښاغلي کرزي د هرکلي لپاره د سرو غاليو دواړو اړخونو ته ولاړ وو . يوبل شي زيات حيران کړم کله چي په بغلان ولايت کي د ولسي جرګې پر وکيلانو چاودنه وسوه هغه مهال د وکيلانو د هرکلي لپاره د ښوونځۍ تنکي ماشومان درول سوي وو چي له بده مرغه هغوى هم ددې پيښي قرباني سول وروسته ولسمشر کرزي امر وکړ چي نور دي په تشريفاتي مراسيمو کي له ماشومانو نه کار نه اخستل کيږي خو نن مي دلته يوه ټولۍ تنکي ماشومان وليدل چي سپيني جامې يې په تن وې او د ګلونو دګيډۍ سره د ولايت مقام ته دننه سول .
په تالار کي شور جوړ وو ټولو له ډير انتظار نه سر ټکوى دباندي مي و کتل د ښه راغلي لپاره قطارونه هم په ټوليو بدل سوي وو او هر ځاى بانډارونه ښه ګرم وو .
زموږ انتظار نور هم اوږد سو د دفتر کارونه مي را په زړه سوه چي وران وجاړ مي تر شا پري ايښي وو يو دم هرکلي کوونکي ټول کسان تالار ته ننوتل ١٢:٢٠ بجې وې چي د هلمند والي وويل (( متاسفانه چي يو ځل بيا موږ د ولس مشر د راتګ چانس له لاسه ورکړ ، ځکه ولسمشر کرزي د هوا د خراب والي له امله و نه کړاى سوه چي هلمند ته راسي دى به ستاسو سره په ټليفون کي خبري وکړي ))
د والي صاحب د خبرو د پرې کيدو سره سم په تالار کي يو شور جوړ سو موږ د سټيج کسان ليدل چي هڅه يې کوله د ولسمشر سره د ټليفون کرښه وصل کړي خو نه بريالي کيدل . ګډون والو هر يوه د نن ورځي په اړه خبري کولي چا ويل چي هسي يې ورځ ضايع کړه چا به ويل چي مريض مي کور ته پورت دى زه دلته راغلم او بل به بله خبره کوله . تر ډيري هڅي وروسته کرزى صاحب په ټليفون کي را پيدا سو او خپلي خبري يې داسي پيل کړې (( خداى مو راوله ، ما داسي اراده درلوده چي درسم لښکرګاته او زموږ د يو بهرني ميلمه سره هلته ووينم خو دى پرون راغلى وو زه نن په بله تياره کي له کابله راغلم اوس دوى وايي چي هوا خرابه ده د لښکرګاه په لور نو موږ بيرته کابل ته ګرځو په موږ کي يو متل دي چي وايي (( يار زنده صحبت باقي )) انشاالله ډير ژر به بيا لښکرګاه ته د راتګ پلان و تړم زياته عفه غواړم خداى پامان خداى پامان )) داسي مي و انګيرل چي د کرزي صاحب لا زړه سوړ ندى لانور هم غواړي په دې ساده ،خو له وقاره ډکو خلکو ملنډه ووهي .
ډوډۍ مو د لايتي شورا په تالار کي و خوړه او هر يو پر خپله لار ولاړل د هغې خوا چي راوتلو د ارګ يو پوليس موهم په سترګه نسو د هلمند ملي پوليس ولاړ وو او تر مازديګره الوتکه کښته پورته کيدې .
کرزي ولي هلمند ته له راتګ څخه نټه وکړه ؟
دا خبره چي په ظاهره ګډونوالو ته وويل سوه چي هوا خرابه ده دا په څو علته سمه خبره نده .

د هوا خرابوالى تل د وريځي سره سرکار لري خو په هغه ورځ ټول ورځ اسمان تک شين وو .

که هواخرابه وي نو کرزى صاحب کندهار ته څنګه راغلى . داسي به و انګيرو چي د نومړي تر راتګ وروسته هوا خرابه سوه ښه نو بيا کابل ته بيرته څنګه ستنيږي ځکه د هلمند او کابل د هوا لار ټولو ته معلومه ده چي تل الوتکه د غزلي پر سيمو چي غرونه هم لري تکاني کيږي نو کله چي هلمند ته الوتکه نسي تلاى نو څنګه کولاى سي د غزني د غرونو پر سر الوتنه وکړي .

په هغه ورځ ټول ښآريان ددې خبري شاهدان دي چي تر مازديګره الوتکي تلې او راتلې .



که چيري کرزى صاحب د امنيت نه شتون بيرګرځولي نو بايد په دې پوه سي چي پاچا بايد غټ زړه ولري او بيا هغه کسان چي ښآغلي کرزي راليږي وو داسي په وفا داري ورته کار کاوه چي توبه ټول ښار حيران وو يو بل ته به ټليفونونه کيدل چي نن څه خبره ده چي ټولي لاري ګودري بندي دي او بل دا چي په هلمند کي امنيت دومره هم ندى خراب چي ولسمشر دي اړ کړل سي چي دومره لوى چانس له لاسه ورکړي .
د هلمند والي صاحب چي په څومره خوشحالۍ دا ټکي څرګند کړل چي (( هلمند د پخوا هلمند ندى نن د هيواد ولسمشر را روان دى )) لږتر لږه هغه خو به دي د دې خبري تصديق ته رسولى واى .
موږ و ليدل چي د برتانيا لومړى وزير دوه ځله هلمند ته راغلى ، د بهرنيو چارو وزير هم دوه يا درې او دفاع وزير هم هم داسي ،په داسي حال کي چي د هغې ورځي په نسبت ١٠ سلنه امنيتي تدابير هم نه وه نيول سوي .
وروسته دې ټولو حالتو ته په کتو سره زياتره خلکو داسي ويل چي د برتانيا لومړي وزير کورډن براون نومړى د هلمند له تګ څخه بيرولى .
د دومره پراخه امنيتي تدابرو څه اړتيا وه ؟
دومره پراخه امنيتي تدابير نيول چي حتي ولايت او سيمه ايز چارواکي بيخي له واکه و غورځوي له والي نه نيولې تر عام کس پوري نوو امنيتي کسانو ته ټول بې توپيره وي داسي انګيرل کيږي چي په هلمند کي هيڅ امنيت نسته او يا په هلمند کي بيخي هيڅ د باور کس نسته په دې ورځ چي ارګيانو په هلمند ولايت کودتا کړې وه يوازي دا نه چي غونډي ته تلونکي خلک يې پر نفس راوستل بلکه د ټول ښار څخه يو زندان جوړ وو حتي خلکو نسوه کولاى خپلو کورونه ته ولاړ سي يو کس چي په کابل بانک کي دنده لري خپله کيسه داسي راته وکړه (( سهار وختي حمام ته ولاړم ، د راتګ پرمهال امنيتي کسانو لاري بندي کړي وي تر غرمې پوري په داسي حال کي پر سړکونو ګرځيدم چي نه مي ټليفون راسره وو او نه هم پيسې )) يو بل کس راته وويل چي ناروغان يې د نادعلي ولسوالۍ څخه راوستلي او تر غرمې پوري و نه توانيدم چي بست روغتون ته لاره پيدا کړم .
يوازي د ښآر خلک ددې حالت څخه نه وه اغيزمن بلکه د ولسواليو پر خلکو يې هم اغيز شندلى وو يوازي دا نه د لښکرګاه په بازار کي محدود دکانونه خلاص وو ځکه د لارو د بندښت خبر ډيرى خلک اړ کړل چي بيخي له کوره ونه وځي له خلکو مي واوريدل چي په زرګونه افغانۍ تاوان ورته رسيدلى دى . پر ځاى کار به واى چي يوازي د ولايت د مقام ګيرچاپيره امنيت ټيګ کړل سوى واي د ښآر د خلکو په ژوندکي مداخله کول ځآن ته د نفرت د اور پاشلو په مانا دى .
د هلمندي خبريالانو خفه کيدل او د سيمه ايزو چارواکو بې غوري :
دغه حالت چي مخکي ورته اشاره وسوه چي د سيمه ايزو چارواکو بيخي له واکه غورځول د واک ټولي چاري د څو ساعتونو لپاره نورو داسي کسانو ته سپارل په خپل ژوند يې هغه سيمه او خلک ليدلي هم نه وي ددې په مانا دى چي ګنې دا اداره هيڅ ارزښت نلري يا دې ادارې هيڅ کار ندى کړى .
او داسي کول تل ناوړه پايلي ځکه لري چي نابلده کس ددې خلکو په خوى او عادتونو نه پوهيږي خداى مه کړه که ژورناليستان هم داسي خفه بيرته ستانه سوي واى او د خبرڅخه يې انکار کړى وايي دا غونډه به څومره بې ارزښته سوې واى او د کابل څخه راغلو ميلمنو به څه ګمان کړى واى چي ايا په هلمند کي هيڅ يو ژورناليست نسته ؟
ښه خبره به دا واى که چيري ولسمشر کرزي په سيمه ايزو چارواکو باور نه درلودى او غوښتل يې چي ددې لپاره دده وفادار کسان امنيت ټينګ کړي هيڅ خبره نه وه خو بايد په هر ځاى کي ورسره د ولايتي پوليسو قومندان او يا کوم استاذى هم موجودواى په دې کي دوې ګټي ليدل کيږي
١ : راتلونکي کسانو به زماغوندي داسي ګمان نه کاوه چي ګوندي کوم نابلده ځاى ته راغلى دى د خپل په ليدو به يې خپل ځان دروند احساساوه
٢ : نوو کسانو ته به ځايي قومندان يا استاذي لار ښوونه کول او د داسي تيروتنو سره چي ژورنالستان يې د سپيو په ځاى کي تلاشي کړل نه مخ کيدل
په پاى کي ولسمشر کرزي ته دا سپارښتنه کوم چي لومړۍ خو دي داسي کومه اراده نه کوي که يې بيا هم وکړه نو لکه په پيل کي چي مي څرګنده کړه وربآندي فرض کيږي بايد حتماً په هره ممکنه وسيله چي وي هغه تر سره کړي کنه نو يوه ورځ به د شپانه کانه په وسي .
اوازه به خپره سي چي هلمند ته کرزى راځي خو هيڅوک به غوږ هم نه ګروي .