لښکرګاه جريده و لولئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : احمد شاه پاڅون

لښکرګاه جريده چي د بست فرهنګي ټولني دوهمه چاپي خپرونه ده تر دا مهاله يې ٥ ګڼي چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدلي دي .
د لښکرګاه جريدې لومړې ګڼه شاوخوا ٥ مياشتي مخکي په لښکرګاه کي د انوري چاپ خانې په زيار چاپ سوه ددې جريدې مسوليت د بست فرهنګي ټولني فعال غړي مولوي عبدالهادي عمري ته سپارل سوى چي نوموړي يې تل د کمپوز او ډيزان په برخه کي هم ځان ستړى کړى دى .
که څه هم د کيفيت له مخي ورباندي نيوکه کيدل خو دا لومړۍ چاپي خپرونه ده چي په هلمند کي يې د چاپ چاري سر ته رسيږي.
تر هغه راوروسته يې د ډيزاين ، کاغز او چاپ په چارو کي د پام وړ سمون راغلى دى .
لښکرګاه جريده چي په ٨ مخونو کي چاپيږي پکښي بيلابيلي سياسي ، ټولنيزي ، کلتوري او ښوونيزي ليکني خپريږي ددې تر څنګ د هلمندي ځوانانو او شاعرانو د هڅوني په موخه پکي هر ځل يو ځوان لوستونکو ته ورپيژندل کيږي
اټکلونه کيږئ چي لښکرګاه جريدې په ډيره لږه موده نه يوازي په هلمند کي بل کي په نژدې ولايتونو کي ګڼ شمير لوستونکي خپل کړي دي ښايي علت يې پر وخت چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدل وي
پاته دي نه وي چي بست فرهنګي ټولني تر دې مخکي يوازي د بګړۍ په نوم درې مياشتنۍ مجله لرل چي دا مهال يې تازه ١٠ مه او ١١مه ګڼه د چاپ په ګاڼه پسولل سوي دي