اوباما وایی: ترما نور ډېر کسان د نوبل د جایزې مسحق دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولسمشربارک اوباما د پنجشنبې په ورځ په اوسلو کې رسماً د نوبل جایزه ترلاسه کړه او ویې ویل چې ښايي د ډېرو خلکو په نظر به دی د دې جایزې مستحق نه وي .
ده اعتراف وکړ چې ده دومره زیات کارونه نه دي کړي چې د نوبل د جایزې وړ وي .اوباما همداراز وویل : خلک باید دا تریخ حقیقت ومني چې تاوتریخوالی له منځه نه شي تلای اوهیوادونه کله ناکله مجبورېږي چې د ترهګرو ډلو او شریرو رژیمونو له لاسه د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره جګړې ته مخه کړي .
اوباما د نوبل د جایزې له ترلاسه کولو مخکې وویل چې په دې کې دی هیڅ شک نه لري چې ترده د دې جایزې مستحقان کم نه دي .
د امریکا ولسمشرهمداراز وعده وکړه چې په نړۍ کې د سولې اوثبات ، د افغانستان د امن ، د مضرو ګازونو د مخنیوي او همداراز په نړۍ کې د اتومي وسلو د کمولو لپاره به ترخپله وسه هلې ځلې وکړي .
د امریکا ولسمشربارک اوباماما د پنجشنبې په ورځ په ناروې کې وویل چې امریکايی ځواکونه به په بیړه او ژر له افغانستانه ونه وځي او دا پوځیان به ډېرکلونه په دې هیواد کې پاتې شي
ولسمشربارک اوباما تیره اوونۍ په یوه تلویزیوني وینا کې امریکایانو ته په خطاب کې ویلي وو چې امریکايی پوځیان به د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه له افغانستانه په وتلو پیل وکړي او د امنیتي چارو مسوولیت به روزل کېدونکو افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري . خو هغه په عین حال کې ویلي وو چې د وخت شرایط به په پام کې نیسي او بل دا چې ده نه وو ویلي چې درست امریکايي پوځیان به باسي .
اوباما په اوسلو کې د ۲۰۰۹ کال د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړه او بیا بیا یې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلوکلمې ته شاره وکړه او ویې ویل چې ده نه دي ویلي چې له افغانستانه به ټول سرتیری باسي .
اوباما وویل باید په دې برخه کې څوک شک ونه کړي اونه هم بحث وکړي .د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه به موږ افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو چارې پیل کړو
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو وتلو ته مهالوېش ټاکل شوى، د امريکا ولسمشر وايي دغه هیواد د تل لپاره د افغانانو د امنيت ساتلو مسووليت نه لري .
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، له افغانستانه به د امريکايي پوځيانو وتل په نولسو مياشتو کې په تدريجي ډول پيل شي خو له افغانستان سره به د امريکا مرستې د کلونو لپاره ادامه لري .
اوباما وويل د پلان له مخې به د ٢٠١١م کال په جولاى مياشت کې له افغانستانه امريکايي پوځيان وتل پيلوي، خو هغه دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې امريکا به له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي، افغان ځواکونه به روزي او په دې هیواد کې به اقتصادي وده تقويه کوي .
هغه وويل، کلونه وروسته چې امريکايي پوځيان له دې سيمې ووتل افغان حکومت به بيا هم زموږ امنيتي ځواکونو ته اړ وي. موږ غواړو له افغانستان، پاکستان او نورو هغو هېوادونو سره همکاري ولرو، چې د تروريستي فعاليتونو په شنډولو کې مرسته کوي .
ځينې انتقاد کوونکو د اوباما د دې مهالوېش په اړه پوښتنې او انتقادونه کړي .
اوباما ويلي افغانستان ته به دېرش زره پوځيان لیږی، د کانګرس زيات ليبرال غړي او ځينې نور کسان د دې اقدام مخالفت کوي .
خو اوباما ويلي دي، دوى بايد د دې پلان له کبله تشويش ونه کړي. اوباما ويلي :
”موږ به د ٢٠١١م کال په جولاى مياشت کې د مسووليت سپارل پيل کړو“ ټاکل شوې د امنيت ساتنې زيات مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي .
اوباما زيات کوښښ کوي له افغانستانه د امريکايي پوځيانو تر وتلو مخکې افغان ځواکونو ته مسووليت وسپاري .
د ډسمبر پر لومړۍ د امريکا ولسمشر د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه، له هغې راهيسې په امريکا کې د سنا د بهرنيو چارو کمېټې له جنرال سټنلي مک کرسټل، کارل ايکن بیری او نورو پوځي چارواکو څخه پوښتنې پيل کړي .
د کانګرس غړي له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو پر مهالوېش اندېښنه لري .
دوى د نويو پوځيانو د ځاى پر ځاى کیدلو، په افغان حکومت کې د اداري فساد او د ګاونډي هیوادونه پاکستان په قبايلي سيمو کې د وسلوالو سخت دريځو د خوندي پناه ځايونو په اړه هم پوښتنې لري. ځينو غړو خو افغانستان ته د نويو پوځيانو له ورتلو سره مخالفت ښوولى .
د جمهوريت غوښتونکي ګوند يوه غړي وويل، امريکا غواړي په افغانستان کې په ملياردونو ډالر ولګوي، د دې پر ځاى کولاى شي د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو کوښښ وکړي، چې يوه ستره لاسته راوړنه به يې وي .
د ډيموکراتانو ګوند يوه غړي بيا د دولت له مخالفو وسلوالو سره د خبرو موضوع مخې ته کړه، چې روان کړکېچ ختم شي .
خو اوباما د امريکا له يوه ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، دا مهمه وه چې د امريکايي پوځيانو د وتلو لپاره يوه نېټه وټاکل شي، دا افغانانو ته مهمه وه چې وپوهېږي امريکا د تل لپاره د دوى د هیوادونو د امنيت ساتلو مسووله نه ده .
داوه دبارک اوباما دخبرو غټ ټکی کوم چه د روانی میاشتی په لسمه نیټه یی دنوبل دسولی دجایزی دتر لاسه کولو په محال دناروی په مر کز داسلو په ښار کی کړی وي .پای رحمت اله روان