په افغانستان کی دیوه امریکایی عسکر کلنی مصرف نژدی یو میلون ډالر دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د سپینې ماڼۍ ویندوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ولسمشربارک اوباما حکومت د افغانستان د اته کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له دې هیواده د ځواکونو د ایستلوستراتیژي لري ؟ وویل:دامریکا متحده ایا لتونه به له اوسه اته یا نهه کاله وروسته په افغانستان کې حضور ونه لري .


د سپینې ماڼۍ ویندوی رابرت ګیبس همداراز په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیر له زیاتیدو سره متحدوایالتونو د لګښت زیاتیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل:پر هرامریکایی استول شوی عسکر دکال نژدې نیم ملیون ډالر مصرفیږي (پنڅه لکه) داپیسی له هغو مصرفو ځخه جلادی چه دځواکونو په روزنی او نورو چارو باندی لګیږي اویا په مصرف رسیږي . .
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دوو جګړو کې ښکیله ده او په دواړو جګړو (افغانستان اوعراق) زیات امریکايي پوځیانو ګډون لری د امریکا د پام وړ بودجه یی ځان ته جلب کړی ده او د ولسمشراوباما حکومت غواړي چې دنوس تګ لاری مطابق افغانستان ته دیرش زره نور سرتیری هم واستوي .
څارونکي وايي چې که په افغانستان او عراق کې د امریکايی ځواکونو شمیرپه همدې شکل دوام وکړي ، متحد ایالتونه به د یوه بل کړکیچ د زېږېدو په صورت کې د هغه د مخنیوي لپاره کافي عسکر ونه لري . اونه به هم کافی بودجه دهغوی دمصرف لپاره ولری
له بلې خوا افغانستان ته د نورو ځواکونو له لیږلوسره د امریکايی سرتیرو تلفات زیاتیږی .اوس د افغانستان په اته کلنه جګړه کې د امریکايی ځواکونو تلفات تراتو سوو اوښتي دي .
له بلې خوا په امریکايی پوځیانو کې ځانوژنه زیاته شوې .تیرکال ۱۴۰ تنو امریکايي پوځیانو خودکشي وکړه په افغانستان، عراق او نورو ځایونوکې او اټکل کیږی چې سږکال به دا شمیر ترتیر کاله نور هم واوړي .
له بلې خوا د روان مالي کال ترپایه پورې به د امریکا لپاره د عراق او افغانستان د جګړې مصرف ۷۶۸ . ۸ملیارډ ډالرو ته ورسیږی اودا لګښت به یو تریلیون (یعنې زرملیارډ ) ډالرو ته لوړ شي .
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتود میاشتني مصرف اوسط تر درو ملیارد ډالرو اوړي او دې هیواد ته د نورو ځواکونو له رسیدو سره به تردې هم زیات شي .
په غرني افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تګ راتګ، ګزمې او د موادو انتقال ترعراق ګرانه تمامیږی .په افغانستان کې هرامریکايي عسکرد ورځې په متوسط ډول ۸۳ لیټره تیل مصرفوي .
پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د یوه امریکايي عسکر د کال لګښت پنځه لکه ډالر اټکلوي خود سپینې ماڼۍ ماهران وايي چې د یوه امریکايي عسکر مصرف په دې هیواد کې یوملیون ډالرو ته نژدې دی .
که څه هم د امریکا لوی اقتصاد ته ښايي دا پیسې ډېرې زیاتې نه وي خو کارپوهان وايي چې د دغه هیواد د بودجې په کسرکې چې څومره زیاتوالی راځي ، د متحدو ایالتونو بحران ځپلی اقتصاد به نور هم له ستونزو سره مخامخ شي .
ولسمشربارک اوباما په داسې حالاتو کې له یوه بل مشکل سره هم مخامخ دی او هغه دا چې باید په دې حالاتو کې د امریکا خلکو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان جګړه په دې ټولو قربانیو ارزي .
همداراز دګاردین ورځپاڼې د افغانستان د جګړې په اړه په دی ورځوکی یوه تحلیلي لیکنه کړې ده او وایی : په افغانستان کی دجګړی موضوع یعنې ( د ترهګرۍ پر ضد جګړه ) له خپلې اصلي لیکې څخه وتلې ده . ګارډین ورځپاڼه د بریټانیا د بهرنیو چارو د وزیر ډیویډ ملې بنډ د وینا پر اساس لیکلی دی، چې په افغانستان کې د جګړې ستراتیژي ناسمه وه . ملې بنډ ویلي، له پوځي ځواک څخه د تروریزم د ماتې ورکولو لپاره د ډیرې ښې وسیلې په توګه وکارول شو . له همدې امله جګړه تر اوسه دوام لري
ددې ورځپاڼې د لیکنې پر اساس، بریټانویان پرهغو دلایلو باور نلري چې حکومت یې د افغانستان د جګړې په اړه وړاندې کوي . د هغوی په اند په افغانستان کې جګړه بيځایه ده او کومه روښانه تګلاره نلري .
ګاډین زیاتوي، د هرې ممکنې ستراتیژۍ، پر مخ وړل ناوړه تجربې لري، خو په افغانستان کې پوځي عملیات ډیرې ګړندۍ طرحه او تطبیق شول . نه د مشخصو اهدافو لرونکې یوه پراخه ستراتیژي . چې د ګاډین د لیکنې پر اساس دا کار په افغانستان کې د ډموکراسۍ او امنیت د نه تامیندو سبب شوی دی . ورځپاڼه وړاندې لیکي : اوس مهال د ولسمشر کرزي شاوخوا ( جنایتکاره مافیا ) راټوله شوې ده .
ددغه ډول کسانو موجودیت، ممکن د ولسمشر کرزي هغه ژمنې چې د ادري فساد په وړاندې مبارزې په اړه یې له ، له ګواښ سره مخامخ کړي او داهغه وسیله هم ده چه مخالفین ورځینی غلطه استفاده هم کوی . .
یوې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا لیکلي، افغانستان ته د اضافي سرتیرو تر استولو مخته د ناټو ټولو ملاتړو د اضافي عسکرو له استولو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی . په عین حال کې د نیویارک تایمز د لیکنې پر اساس، د بارک اوباما اداره هڅه کي، چې افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو په اړه د خپلو ملاتړ پام را وګرځوي . خو تر اوسه یوازې بریټانیا ددغه هیواد د اتباعو له مخالفت سربیره د پنځو سوو اضافي سرتیرو د استول ژمنه کړې ده .
نیویارک ټایمز په پای کې لیکي، جرمني او فرانسې افغانستان ته د اضافي سرتیرو له استول ډډه کړې ده . او هالینډ او کاناډا له افغانستان څخه د وتلو په هکله خبرې کوي . د کاناډا پوځي مقامات وایي، چې خپل ځواکونه به د دوه زره یولسم کال تر پایه له افغانستان څخه وباسي .??
اوباما له ډېر غور او خپلو سلاكارانو سره له سلا مشورې وروسته د داخلي فشار تر څنګ دا پرېكړه اعلان كړي چې افغانستان ته نور پوځيان استوي، خو بايد ووايو چې دا به د امريكا او نړيواله ټولنې د وروستي غشي په معنا وي چې دوى به يې په افغانستان كې كاروي، ځكه ټول پر دې پوهېږي چې د افغانستان ستونزه او لانجه په جګړه او پوځيانو نه حل كېږي .
د نورو پوځيانو لګښت به هم د پوښتنې وړ خبره وي، ځكه په دې وروستيو كې په رسنيو كې خپاره شوي رپورټونه وايي چې د امريكا د هر پوځي كلنى لګښت يو ميليون ډالره دى، امريكا له اقتصادي بحران سره مخ ده او كه افغانستان ته نور پوځيان را واستوي نو د دوى لګښت به لا زيات شي، بل لوري ته بارك اوباما د امريكا د مشرانو جرګې له مخالفت سره مخ دى، نه يوازې مشرانو جرګه بلكې د امريكا ولس هم په دې نظر دى چې افغانستان ته پوځيان استول يوازې د مرګ خبر لري او بس .
افغان ملي اردو ته كه د بهرنيو ځواكونو د كلني لګښت لسمه برخه هم وركړل شي او مجهز كړاى شي، دوى كولاى شي له بهرنيانو ښه امنيت راولي، يو خو افغانان له دوى سره ستونزه نه لري، له بل لوري د بهرنيانو ړندې بمبارۍ او ملكي مرګ ژوبلې افغانان تر سپوږمو راوستلي دي .
د دې مسالې تر ټولو ښه حل لار همدا ده چې پروسه افغاني شي او هر څه افغانانو ته وسپارل شي .
یو کانا ډایی سیاست پوه وایی : هغه څوک چی د افغانستان په ژورو مغلق تیاوو پوهیږی ، دا هم ښه ورمعلومه ده چی د اوباما پوځی ډېرښت به دغه اته کلنه جګړه و نه ګټي . د افغانستان اکثریت وګړی به د لویدیځ پر ضد خپل مقاومت ته دوام ورکړی .
دغه اضافي امریکایی پوځیان به د لویو ښارونو او هغو لویو لارو د ساتني لپاره وګومارل سی چی دغه ښارونه سره تړی ، او دا یو ځل بیا په ۱۹۸۰ کلونو کی د شوروی ستراتیژی منعکسوی . د امریکا دغه سمندری تکړه پوځیان به سرکښه کندهار نور هم وځپی کټ مټ لکه د عراق فلوجه ښار چی یې لوټی لوټی کړ . نوموړی سیاست پوه وایی هو ، دا به یوازی د ماتیدو لپاره تمرینات وی او بس .
نوموړی سیاست پوه همدا شان وایی :چه امریکایان اوس ددی جنګ پرخلاف را پورته شوی دی کانګریس زیا تیدونکو لګښتونو په قهر کړی دی هغه داچه باید دمخکنی لګښتونو علاوه باید نور ۳۰۰ بیلونه نور باید ودغه جنګ ته انتقال شي دافغا نستان جنګ یوازی دپور په رپیو مخته ځي.
په افغانستان کی د هر امریکایی پوځي لپاره د کاله یو ملیون ډالره مصرفیږی . د پاکستان د کرایه کولو د مرستی لپاره به هم د کاله ۳ بلیونه ډالره مصرفیږی . په زرګونو امریکایی پوځیان به هلته په عراق کی هم همداسی پاته وی . اوباما دا تکل هم لری چی په افریقا او آسیا کی به د القاعده پر ضد جنګیږی . نو ځکه دا د حیرانۍ وړ خبره نه ده چی ډیر خپه دیموکراتان اوس اوباما « د جورج بوش درېیمه دوره » بولی پای رحمت اله روان .