نجیب اله کابلی دسیما سمر په باب رښتیا وایی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرور میړنی کندهار افغانستان

داځو ورځی کیږی چه یوتعداد رسنی دښاغلی نجیب اله کابلی هغه دواقیعت اوحقیقت نه ډکی ځرګند ونی کوم چه دبشری حقونودخپلواک کمیسون دمشری سیما سمر په باب کړی دی نشروی او د ډیرولو ستونکو توجه یی څان ته جلب کړی ده،که ځه هم ډیر مخکی باید دسیما سمر دمخ ځخه دغه دبشر ی حقونودتحقق ددروغ پرته پورته شوي وایی داچی تر اوسه دغه اقدام ونه شو دازمونږ افغا نانو بد قسمتی ده چی دهری پیښی دواقع کیدو وروسته مونږ اقدام کوو،په هرصورت دسیما سمر په باب ډیر کره اوژوندی شاهیدان موجود دی او په خپله ناری وهی چه مونږ دسیما سمر له لوری وجنسی استفادی ته تشویق شوی یو او اعتراف کوی چه زمونږ ځخه یی ناوړه استفاده کړی دي اودسیما سمر دشخصی ګټو قربا نی شوی یو.
چی دهغو له جملی ځخه یوه رمونږ دطن با غیرته لور د( فریده ) په نامه یا دیږی چه ځه وخت دمخه یی دهند په هیواد کی دمهاجرت شپی او ورځی سبا کولی دغی پاک لمنی ځوانی انجلی دروان ۲۰۰۹ م کال دفبروری په لمړی نیټه دیک شنبی په ورځ خپل داعتراض ږغ داریانا افغا نستان دتلویزیون په وسیله دښاغلي سجیه دپروګرام له لاری اوچت کړی او مستیقما خپله دسجیه سره ومصاحبه ته حاضره شوه،ممکن رمونږ ډیرو وطنوالو دغه مصاحبه اوریدلی وی اوپه زړه وی،نوموړی په ژړا ژړا کی وویل: چی زه یوه بی سرپرسته اوبی کوره او خواره څوانه انجلی وم او دژوند لاره راڅخه ورکه و حیرانه وم چی څه وګړم بالاخره په کابل کی یو چا راته وویل چه دبشرحقونو وخپلواک کمیسیون ته چه مشره یی یوه ښخه ده چه سیما سمر نومیږی ورشه هغه به درسره مرسته وکړی،فریده وایی زه هم ورغلم دسیما سمر سره می وکتل اوهغی زما سره اول ښه وضیعت وکړی اوماته یی ددی په یوه میلمستمون کی ځای راکړی وروسته ځوځله سیما سمر زماسره وکتل او زه به یی ومعشرتی ژوند ته تشویق ولم اوډیری ښه ښایسته اومودرنی جامی په یی راته په تن کولی او ځینو میلمستیا ګانو اوشخصی محافلونو ته به یی بیولم اوډیره یی جنسی استفادی او ګټی ته تشویق ولم او یوه ورځ یی په ډیرو ښکاره الفاظو کی راته وویل چه ستا ستیل او اندام دخارجیانو ډیر خو ښیږی ته باید ځان دشخصی استفادی په منظور اماده کړی او که هر وخت ضرورت و ته به زما سره یوځای ځی او دخارجی او داخلی میلمنو غوښتنه به پرځای کوي او فریده وایی چه سیما سمر ماته وویل چه دا کوم بد کار نه دی او هره څوانه انجلی حق لری چه ازاد ژوند ولری او دځوانی ځخه خوند او مزه واخلی .په دغه باب سجیه کولای شی چه دفریده دمصاحبی برخه په ژوندی توګه درسنیو په اختیار کی ورکی( البته دا یو خواهش دي)
دوهم : دمستندواوموثقو معلومات په اساس کوم وخت چی په ۲۰۰۸ م کال کی په کابل کی په سرینا هوټل باندی څانمرګه حمله وشوه او څان مرګو هوټل در محاصری لاندی ونیوی دهوتل په داخل کی ټول خارجی او داخلی میلمانه کلا بند پا تی ول چی په هغه وخت کی سیما سمر هم هلته دخارجی میلمنو سره بنده پا ته وه او له دی سره دری نوری ځوانی انجونی هم وي کوم وخت جه امنیتی مسولین وهوټل ته ننوزی اورې چه دهوټل په لاندنی طبقه کی دښخو ژراوی دی کوم وخت چه هلته ورځی ګور چه سیما سمر سره له درو ځوانو انجونو سره یو ځای پرځمکه پرتی دي او څونفره خارجی میلمانه هم هلته پراته و چه دهغو له جملو ځخه یو یی دناروی دخارجه چارو وزیر و،دامنیتی مسولینو ځخه یوه دا هم وویلی دی چه له هغو درو انجنو ځخه چه دسیما سمر سره په هوټل کی کلا بند ی وی په ژړا ژړا یی چیغی وهلی که( ما را سیما سمر بازی داده است وما را انجا اورده بودند که با مهمانان خارجی بیشنم) او دا هم ویل شوی دی چه سیما سمر او هغه در ی نوری څوانی انجونی اوخارجی میلمنو په ګډون سخت دنشی په حال کی په څمکه پراته وه او ډیر شراب یی ځښلی ول،بنا دښاغلی نجیب اله کابلی دغه لاندی ځرکندونی حقیقت او واقیعت لری چه وایی : د بشر د حقونو په خپلواك كميسيون او د شهدا ارګناييزشن په نوم ټولنه كې، چې سيما سمر يې مشره ده ، له كونډو او نجونو څخه جنسي ګټه اخيستل كيږي،توجه وکړی دښاغلی نجیب اله کابلی لاندی ځرګند ونو ته .
د افغانستان د ملي مشاركت جبهې ريس او د ولسي جرګې غړى نجيب الله كابلي خبريالانو ته وويل، چې په نږدې راتلونكې كې به د شاوخوا سلو هغو كسانو نومونه په ډاګه کړي چې د ده په وينا په جنګي جنايتونو، اداري فساد او قاچاق كې لاس لري .
د افغانستان د ملي مشاركت جبهې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون پر ریيسې سيما سمر تور ولګاوه، چې د دغه كميسيون له نوم او حيثيته شخصي ګټه اخلي او په لوى لاس يې د جنګي جنايت كارانو او د بشر د حقوقو د تېرې كوونكو د محاكمې مخه نيولې ده .
د دې جبهې مشر او د ولسي جرګې غړي نجيب الله كابلي په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، دا، چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون په تېرو اتو كلونوكې د يوه جنګي جنايت كار نوم هم افشا نه كړى شو، علت يې په دغه كميسيون كې موجود اداري فساد دى .
نوموړي وويل، ميرمن سمر د رشوت په بدل كې د جنګي جنايت كارانو له ليست نه د ځينو كسانو نومونه لرې كړي دي: د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر
"دوستانو موږ داسې اسناد لرو، چې يوې ځانګړې محكمې ته به يې وسپارو، دا اسناد ښيي، چې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون له ځينو رهبرانو او قومندانانو دوه دوه نيم لك ډالره باج اخيستى دى او په جنايتونو يې سترګې پټې كړي دي، د څو تنو ليست يې جوړ کړی دى او د ځينو نورو، چې هغوى هم جنايت كاران دي، ليست يې نه دى جوړ کړی. د بشر د حقوقونو كميسيون په خپله په يوه مافيايي باڼد بدل شوى دى ."
كابلي همداراز وويل، د بشر د حقونو په خپلواك كميسيون او د شهدا ارګناييزشن په نوم ټولنه كې، چې سيما سمر يې مشره ده ، له كونډو او نجونو څخه جنسي ګټه اخيستل كيږي .
هغه وويل، د افغانستان د ملي مشاركت جبهه به، چې له لسګونو سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو جوړه ده، د شاوخوا سلو كسانو، چې ده قومي ټيكه داران او په اداري فساد او د مخدره موادو په قاچاق كې ښكيل وبلل، نومونه هم ډير ژر خپاره كړي .
د افغانستان دبشر د حقونو د خپلواك كميسيون وياند په سيما سمر لګيدلي تورونه ردوي .
نادر نادري رسنيو ته وويل، دا تورونه سياسي انګيزه لري او دوى به يې له قانوني لارو ځواب ووايي :
"هغه تورونه، چې ښاغلي نجيب كابلي پورې كړي دي، زموږ له نظره له حقيقته لرې دي. دا تورونه بې بنسټه دي . زموږ په نظر دا تورونه د ځانګړو اوڅرګندو سياسي انګيزو له مخې پورې شوي دي .
د عدالت د تامينولو، د معافيت د كلتور د پاى ته رسولو او په افغانستان كې د جنګي جنايت كارانو عدالت ته دكش كولو په برخو كې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون فعاليتونه لكه لمر روښانه دي. د كابلي د د تورونو د تثبيت لپاره به كميسيون له قانوني لارې عمل وكړي ."
نادر د جنګي جنايت كارانو د نه محاكمې پړه پر افغان دولت واچوله او ويې ويل، د پخوانيو جنايتونو د څيړلو لپاره سياسي اراده اوليوالتيا نه لري، همداراز ځينې كسان هم، چې په دولت نفوذ لري د دې كار مخه نيسي .
په افغانستان كې ګڼ كسان د تېرو كلونو په جګړو او جنګي جنايتونو كې ښكيل بلل كيږي، خو تراوسه پورې هيڅ كومې ادارې د دوى پر خلاف په كومې ملي او يا نړېوالې محكمې كې په رسمي توګه ادعا نه ده كړې .
داوه هغه معلومات کوم چه ددشاغلی نجیب اله کابلی دځرکندونو په اساس دبشر دحقونو دخپلواک کمیسیون دمشری ښاغلی سیما سمر په باب زما سره وه تا سو ته یی ډالی کوم ،باحترام سرور میړنی کندهار افغانستان