هسی چی (اوباما ) د اقغانستان دجنګ دپاره پلان ترلاسه کړی نو دهغه لګښت به څومره وی ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی : Laurent Bels

سرچینی او نیټه : ګارد یین ۳-۱۲-۲۰۰۹

ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

ددی جنګ لګښت به ډ یری پیسی وی . جمهورریس ښاغلی اوباما دسه شنبی په شپه کی ددی جنګ دنوی طرح شوی پلان پر بنیاد داسی څرګند کړ چی زمونږ د سپاهیانولګښت به په یوه مالی کال کی (۳۰) بیلونه ډالر یا په یوی سرتیری باندی به د کال یو ملیون ډالر خرڅی راشی . نو کله چی مونږ (۳۰) زره اضافی سرتیری افغانستان ته ولیږو لګښتونه به نور هم لا پسی زیات شی .د بود یجی جوړولو اود مالی لګښتونو یوقانون پوه ماهراو صلاح کارددی مالی موضوع په اړین داسی وویل: پورتنی ذکر شوی مالی رقم په ننی شرایطو کی په تخمینی بڼه سره اټکل شوی دی ، اما (۳۰) بیلونه اضافی بودجوی لګښت يواځی په کال (۲۰۱۰) کی به په مصرف ورسیږی .
Travis Sharp په قول کوم چی هغه د واشنګټن د نظامی کنترول اودنه پراختیا په مرکز کی دیو نظامی کارپوه او څیړونکی په حیث دندی تر سره کوی هغه داسی وايی : چی له (۲۰۰۱) څخه دافغانستان په جګړه کی د امریکی نظامی لګښت تقریباُ دهغه نیمایی مجموعی بودجی سره برابر ګڼی . اما کله چی د سپاهیانو شمیر زیات شی نو د هغو د زیاتیدو سره د امریکی نظامی لګښت په افغانستان کی به په دی لاندی ډول وی *نظامی لګښت په یوه میاشت کی(۲،۵)بیلونه دالر *نظامی لګښت په یوه ورځ کی ( ۸۲) میلون دالر
*نظامی لګښت په یوه ساعت کی (۳،۴)میلوندالر *نظامی لګښت په یوه دقیقه کی (۵۷،۰۰۰)دالر *نظامی لګښت په یوه ثانیه کی ( ۹۵۱) دالر ديادونی وړمطلب دادی چی ددی مبلغ دبرابرولو او چمتو کولو دپاره بایدپه راتلونکی نوی کال کی هرامریکایی تابعه په یومالی کال کی د نورو مالیاتی ورکړنی څخه سر باری او یا اضافی ( ۱۹۵) دالر د کال نور هم باید مالیه ورکړی . په هر حال دا خو په اصطلاح سره د یخی کندی سر دی ، اما کله چی د جګړی شمال بند شی نو وروسته له هغه څخه د جګړی د ناوړی پایلی د له مینځه وړلو دپاره نورکافی مالی لګښتونو ته به هم ضرورت وی .
په هاردورد کی د کینیدی په دولتی سکول او ښونځی کی Blims Lindaدبودیجی او د عامه مالی لگَښتونو ماهر او کارپوه داسی څرګندونه کوی :چی په افغانستان کی د اضافی سپاهیانو په لیږلو سره مجموعی لګښت دهغه څه چی پیشبینی شوی دی دری چند او یا څلور چنده به وشی. اوهغه داسی شمیری چی د بیکاره اود استعمال دنه وړ نظامی مهماتو په تبدیلولو، دمعلولینواو دجګړی د معیوبینو معاشات اود هغوی روغتیایی د بیمی پیسی او نورضروی داخلی لګښتونه که سره ټول یو ځای شی نو په دی اساس دغه حاصل جمع به د مخکینی اټکل شوی بود یجی دوچنده شی . پروفیسور Blims زیاتوی چی دغه مالی لګښت به ممکن د څو لسیزو دپاره به چمتو شی مګر د جنګ ددوام له امله به څنګه کیدای شی چی دا سرسام اوره بودجه چمتو شی .

په درناوی