پنجابي ټلواله د سیمې د ناورین اصلي لامل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

په افغانستان کې د ټولټاکنو او د افغانستان او سیمې لپاره د امریکې د ولسمشر ښاغلي اوباما د نوې ستراتیژۍ له اعلان روسته ؛ په پاکستان کې ای ــ اس ــ ای ، پوځي کړیو ، مذهبي توندلارو او سخت دریځو هممهال او په یوه غږ په سیمه کې د سولې ، امنیت ، پرمختګ ، ښه ګاونډيتوب او دیموکراتیک بهیر په وړاندې مخالفت او مقابله راپيل کړې او په یوه ناسپيڅلې پنجابي ټلواله کې سره راټول شوي دي .
دې نوی پنجابي ټلواله کې ، له بده مرغه بیا هم هغه ځواکونو ځای نېولی چې تېر تاریخ کې يي سیمې ته د جګړې او شرارت د زیرمو په جلبولو ، د نړۍ له بېلا بېلو هېوادو څخه د سختلارومذهبي ډلو په رابللو ، د ګاونډي هېواد افغانستان په کور دننه یرغل ، بل ګاونډي هند ته د ترهګرو په استولو او د نورو ګاونډیانو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پړه پر غاړه لري .
پنجاب چې په کور دننه د پښتونستان ، بلوچستان او سندیش د خپلواکۍ د غورځنګ او همدارنګه د ډیورند د تپلې کرښې په اړه له افغانستان او د کشمیر پر سر له هند سره په دایمي کړکیچ کې ښکېل دی ، یوخوا د ترهګرو ملاتړ ته په دغه دریواړه جبهو کې زیاته اړتیا لري او بلخوا د پوځي او ملیتاریستي کړیو د واک او ځواک پرته په دغو جبهو کې د پنجاب ګټې نه شي خوندي ساتلای .
د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي پخواني مشر او متقاعد فوځي جنرال حمید ګل د یوې اردو ورځپاڼې سره د مرکې په مهال وايي : « امریکا د پاکستان قبایلي سېمې د خپلې ولکې لاندې راوستل غواړي او غواړي چې زموږ د هیواد (پاکستان )پولې د انګریز د وخت تر پولومحدود کړي ، دوي دا هم غواړي چې زمونږ اتومي ځواک له مونږه واخلي ـ ښاغلي جنرال زیاته کړه چې ددې صورتحال نه د وتو دپاره باید ټول پاکستاني خلک یوه خوله او په دې ټکو سره سلا شي چې زموږ بقا په جهاد ، جمهوریت او اتومی ځواک کې ده »
د حمید ګل په پورته خبروکې دوه ټکي مهم ښکاري : لومړی دا چې هغه « حمیدګل » د ډیورند په کرښې هم بسیا نه کوي او هغه د انګریز د مهال او غوښتنو پوله بولی چې د نوموړي لپاره د منلو وړ نه ده . حمیدګل څه زیات غواړي !
بله خبره چې حمیدګل پرې ډډه لګوي هغه په سیمه کې د جګړې اور ته لمن وهل دي ، له دې امله نوموړی په جهاد او اتومي ځواک ټینګار کوي .
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د پاکستان یو بل متقاعد جنرال اسلم بیګ د امریکې د نوې ستراتیژۍ او افغانستان ته د دېرش زرو سرتیرو د استولو په تړاو وايي : « شوروی در 1985 شش تیپ از کماندوهای زبده و بسیار حرفه ای خود را برای پیروزی در افغانستان به کابل اعزام کرد، اما ظرف یکسال مسکو رسماً از دولت اسلام آیاد درخواست نمود تا راه خروج به آنها داده شود و ما برای دور ساختن این ننگ روسیه از مجاهدین خواستیم تا راه بازگشت را به آنها بدهند. »
دلته هم پاکستانی جنرال د جهاد په مهال یوازې د پنجاب په مټ خبرې کوي او لاپې وهي نه له بل چا ، شورویانو ته د بیرته وتونلار دده په ګومان پنجاب چمتو کړه نه بل چا . نوموړی پخپلو خبرو کې وړاندې ځي او وايي :
« هیلاری کلینتون وزیر خارجه آمریکا مبنی بر اینکه القاعده در مناطق قبایلی دولت تشکیل داده است آنرا ادعای محض خواند و افزود: هیچگونه اردوگاه و یا پایگاه تروریستی القاعده در مناطق قبایلی، سوات ، باجور، دیر و وزیرستان وجود ندارد و داشتن دولت که اصلاً امکان ناپذیر است.
وی گفت: اظهارات کلینتون در واقع موضع اوباما، گوردن براون و مان موهان سینگ و اشاره ای خطرناک برای پاکستان است. دولت باید با جرات و قاطعانه به آن پاسخ داده برای قطع اینگونه اتهامات هشدار دهد و اگر ندهد نیروهای مسلح این اخطار را خواهند داد که آمریکا، انگلیس و هند به عقل آیند و هرگونه حمله به پاکستان به شکست انجامیده و پشیمانی را همراه خواهد بود. »
جنرال په دې لاپو باټو هم بسیا نه کوي ، مخي ته ځي او وايي چې که پېښې هم داسې روانې وي د بلې مارشالا کېدل هم ناشوني نه دي .
« فایننشل ټایمز ورځپاڼي د پاکستان له کور ناستي جنرال تلعت مسعود څخه په حواله کاږي چې ویلي یې دي د اوبهاما پیغام نشي کولای تر دې زیات د پاکستان پر حکومت فشار واچوي.
د ښاغلي مسعود پر وینا چې امریکا له پاکستان څخه غوښتنه کړي چې د نړیوالي ترهګرۍ پر وړاندي خپله جګړه ریښتیني کړي په داسي حال کې چې پاکستان په تیرو څو کلونو کې خپل په سلګونو سرتیري او افسران له ترهګرو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي دي . »
د پنجابي جنرالانو او د ای ــ اس ــ ای د لوړ پوړو چارواکو لاپې او ګواښونه یوازې نه دي ، د پاکستان توندلارې مذهبي ډلې هم د نوموړو سره په یوه بهیر کې ورګډیږي . « در رویدادی دیگر در همین رابطه فضل الرحمان رهبر جمعیت علمای اسلام و رئیس کمیته کشمیر مجلس ملی، خطاب به آمریکا هشدار داد که بفکر بقای خود بوده و رویای تصرف بر سلاحهای هسته ای پاکستان را از سربیرون کند. وی می گوید: مردم پاکستان دیگر اسارت آمریکا را تحمل نمی کنند و دیگر نخواهند گذاشت استقلال ملی آنها زیر سؤال برود. »
په تبلیغاتي برخه کې هم سنګر له پخوا ډېر تود ښکاري :
« امریکایي مشهورې ورځپاڼې واشنګټن ټایمز په یو ځانګړی راپور کې ویلي و چې د د طالبانو مشر ملاعمر کراچۍ کې دی ـ ورځپاڼې د امریکایي استخباراتي ادارې له خولې ویلي چې د ډرون حملو له وېرې دپاکستان استخباراتي ادارې په مرسته ملا عمر کراچۍ ته پناه وړې ده »
همدارنګه په یوه بل پرمختګ کې نیویارک ټایمز لیکي : « د امریکی مرستیال ولسمشر جوبايډن ویلي دي چې د القاعده مهم ځایونه په پاکستان کې دي نو ځکه زموږ په لومړیتوب کې پاکستان راځي . »
د پورته خبرو په ځواب کې پاکستاني مقاماتو او رسنیو ډېر ژر غبرګون وښود . دوی بېله ځنډه وویل چې بن لادین د افغانستان په غزني کې پټ دی . چې روسته دا خبر هم په ډېره بېړه د امریکې د دفاع وزیر رابرت ګیس لخوا رد شو .
د روستیو پېښو پرمختګ ښۍ چې پاکستان کې پوځي او استخباراتي کړۍ له مذهبي توندلارو او ترهګرو سره په یووستون کې لا ټينګړي ګامونه پورته کوي او په پاکستان او سیمه کې د سولې ، پرمختګ او دیموکراسۍ د ځواکونو په وړاندې خپل مورچلونه غښتلي کوي .
بلخوا ګومان نه کیږي چې پنجاب به روانه بدماشي یوازې پخپل سر کوي او ترشا به يي نور څوک نه وي ولاړ .
په تېره اونۍ کې مو واورېدل چې پاکستان خپله لومړۍ جنګي الوتکه د چین په مرسته جوړه کړه . « د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هوايي ځواك ته ددغي الوتكي دسپارلو په مراسمو كې د خپلو خبرو په سر كې دچين نه د مرستې مننه وكړه او ویې ويل چين هميشه د پاكستان يو ښه ملګرې وو او وي به. »
د پنجاب د پوځي جنرالانو پټ او ښکاره سفرونه هم د چا له نظره پټ نه دي . څه مهال وړاندې د پاکستان پخواني دولتمشر پرویز مشرف هم ماسکو ته تللي و .
همدارنګه د پاکستان د مذهبي سخت دریځو اړیکې هم محدودې نه دي ، د افغانستان په دولت او نورو برخو کې هم ښه غوښن ځایونه لري ، د نظارشورا او جمعیت په همکارۍ هم ډډه لګولای شي .
دا په سیمه او افغانستان کې د سوله پالو او بدلون پالو دنده ده چې پرینږدي سیمه نوره هم د مذهبي سخت دریځو او د پنجاب د ملیتاریستي شومو موخه بلهاري وي .
اخځونه :
بېلا بېلې بریښپاڼې
د ۲۰۰۹ کال د دیسمبر ۶ مه
مرادزی