مذهبي سخت دریځي نړۍ ته پښتانه شاړوشډل ورپېژني !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

پښتنانه چې د علامه اقبال په قول د اسیا د لويي وچې په خټین لاښ کې د زړه حیثیت لري او د سویلې اسیا په ایتنیکي ګروپونو کې ترټولو زیات په خپلواکۍ ، ازادۍ ، پرمختګ او تمدن میین قام دي په څو روستیو کلونو او په تېره بیا د ۲۰۰۱کال د سیپتمبر ۱۱ مې د نیویارک له پېښې روسته د محدودو مذهبي سخت دریځو ډلو ټپلو په لاس ؛ په نړۍ کې تر ټولو روسته پاتې ، تیاره ، د ودې او پرمختګ دښمن ، د ګاونډیانو او نړیوالو سره بدچلنه ، له نړیوالو ترهګرو سره شریکباڼی ، د ښځو سره بدسلوکه او دکلتور او تهذیب سره د نااشنا قام پتوګه راپېژندلی دی .
مذهبي سخت دریځو د پښتنو په ناغوښتي استازیتوب ، د نړۍ لومړی درجه بدماش او ترهګر اسامه بن لادین او د هغه نورعرب او عجم لنډه غر د پښتنو په زړه کندهار کې ځای په ځای کړل او پخپل دې ملي ضد کار سره يي نړۍ کې د پښتنو د ګوښه توب او نوم بدۍ لوبه چې نورو مذهبي سختلارو لا څو کاله وړاندې د پښتنو د سپکاوۍ او ورکاوۍ په موخه پيل کړې وه ، ښه توده کړه .
مذهبي توندلارو د پښتنو قومي مشران ، ښوونکي ، ډاکټران ، انجینران او پوهان ووژل ترڅو له پخوانې پوه نسل څخه محروم شي . د نوي نسل لپاره يي ښوونځي او پوهنتونونه وتړل چې ګوندې د پښتنو زامن به د نوې عصر له زده کړو او مالوماتو ناخبره او بې تعلیمه پاتې شي او له دې لارې به په اسانۍ سره راتلونکې کې له سیمې څخه د پښتنو د واک لمنه ټوله کړي او دلته به د یوه داسې اسلامي خلافت د بنسټ ډبره کیږدي چې د عربو بېلماځان او د پنجاب دیني ټيکداران او معامله ګران به يي د واک ستنې او پايي جوړوي او نالوستې پښتانه به يي وړیا نوکران او مزدوران وي .
همدارنګه د بامیانو بتانو په الوځولو سره يي موخه دا وه چې پښتانه نړیوالو ته د کلتور او تهذیب دښمن ور په ګوته کړي .
بلخوا که د طالبانو په منځ کې سختلارو او ترهګرو د بامیانو بتان چې د افغانانو لرغونی او تاریخي شتمنۍ وه له منځه یووړل ، د طالبانو اسلافو نورو مذهبي توندلارو بیا د کابل موزیم او ارشیف لوټ کړ او د کابلښار يي کنډواله کړ . که طالبي توندلارو په سرکونو او عامه لارو د افغانانو نجونه او ښځې په ډنډو او کوتکو وهلې ډبولې ، ملاعمر او نورو اخوندانو ورته فتوې صادرولې ؛ نو د دوی اسلافو د رباني او ګل بدین په مشرۍ بیا د ښوونځیو پر نجونو او نورو ښځو تیزابونه پاشل . دواړه مذهبي بدماشې ډلې چې یوې يي د حکومت په دننه کې بستره اچولې او پوخ ځای يي نیولای او بله ېې له حکومته بهر پاتې ده او د واک پسې حیرت کې سوځي د یوه .... دوه غوږونه دي .
که دولتي واک کې دننه سختلارو د دولتې فساد په دودولو سره ؛ په کور دننه د پرمختګ ، ودانۍ او د افغانانو د سوکالۍ مخه ډب کړې او هېواد جوړېدا ته نه پریږدي او په دې وسیله يي له هېواده بهر د نړیوالو په وړاندې د افغانانو پر مخ د شرم پزه پرېکړې ، خو له دولته بهر سختلارې بیا هغه چې په هېواد کې اباد اوجوړ دي ، له بېخه ورانوي او په دې توګه نړیوالو ته افغانان د جوړښت ، نویتوب او ودانۍ دښمنان ورپېژني .
دوی دواړو اړخونو د واک په پبر کې ، یوخوا د افغانانو په ټولوژنه او د هېواد په هراړخیزه ورانۍ او بلخوا د نورو ولسونو او ملتونو په وړاندې د افغانانو په شرمېدو او سپکولو کې د تیر تاریخ او بشریت په کچه ټول ریکاټونه مات کړي دي .
مذهبي توندلارې کومه ملي موخه او کړنلار نه لري . دوی د افغانستان د ملي ګټو ، تاریخ او ویاړنو لپاره نه جنګیږي . طالبي سخت دریځو په ۹۰ ومو کلونو کې ویل چې موږ دولتي واک نه غواړو او کله چې د پاکستان په لاس جوړ ۷ او د ایران په لاس جوړ ۸ تنظیمه له افغانستان څخه جارو کړو ، نو پخواني پاچا ظاهرشا ته به بلنه ورکړو چې د واک پرګدۍ سپور شي . خو کله چې مزار يي ونیو ، هوا يي بدله شوه ، نه د ظاهرشا په کیسه کې شول او نه د افغان ملت . بن لادین يي راوغوښت او د نړۍ سخت دریځ يي په کندهار واکمن کړل او له افغانستانه سربېره يي نورې نړۍ لپاره د مذهبي سخت دریځو په زیږولو او استولو پيل وکړ .
افغانستان يي د نړیوالو ترهګرو اډه کړه او نړۍ ته يي د افغانستان له پتې ګواښونه پيل کړل . طالبي توندلارو له پاکستان او یو نیم عربي ملک پرته د افغانانو اړیکې له نورې نړۍ سره پرې کړې او ګاونډیان يي خپه او په ځان پسې راوپارول .
دې سخت دریځو پخپله ۵ ــ ۶ کلنه واکمنۍ کې د خپلو لومړیو جګړیزو بریاوو پرته چې د شمالټلواله يي له هېواده پسې واخیسته او له جیحون يي ورتېره کړه ، نور کوم مثبت کار ترسره نکړ او تیږه يي پر تیږه کېنښوده ! کافي ده چې په یوویشتمه پيړۍ کې د افغانانو د اقتصادي او کرهڼیزه ستونځو د حل لپاره ، د کندهار په وچو ، لمروهلو او تودو میدانو کې د اقتصادي علمي کړنلارې پرځای د دوی د هغه مهال د استسقآ لمونځونه راپه یاد کړو . دغو لمونځونو ته په ټول درناوي سره باید وویل شي چې دلته له دغو لمونځو څخه د طالبي سخت دریځو موخه د افغانانو د اسلامي سپيڅلو عقایدو څخه د خپلو سیاسي موخو لپاره ګټه اخیستل وو . دوی غوښتل چې افغانان د طالبانو له دولت څخه څه ونه غواړې . دوی افغانانو کې دا خبره او عقیده پوکوله چې کړاوونه د هغه مهال د ظالم او مستبد دولت او د هغه د تېر سلف د تګلارو پایله نه بلکې ، د بېوزله او بېوسه افغانانو د خپل عمل او ګوندې خرابې عقیدې پایله وه .
نن هم افغانان د هېواد په سویل کې د طالبي توندلارو او د هېواد په شمال ، مرکز او دولت کې د نورو مذهبي سخت دریځو سره د مرګ او ژوند په مبارزه کې ښکېل دي .
دا چې نن امریکایان په افغانستان کې د شتو ۶۸۰۰۰ سرتېرو سربېره نور ۳۰۰۰۰ سرتېري رالیږې او د ایساف او ناتو د نورو سرتېرو سره نږدي یونیم لک سرتېري کیږي ، د نورو لاملونو ترڅنګ يي ټول مسؤلیت د مذهبي سخت دریځو پرغاړه دی . د لویدیځ په سوټه ماریو کې چې هر افغان وژل کیږي د هغه پړه په دولت کې دننه او د طالبي توندلارو پر اوږو بار ده . همدا مذهبي توندلارې او د دوی نړیوال ترهګر او القاعده ده چې د پښتنو سیمه يي یرغمل نېولې او په دې یرغمل سره په نامستقیمه توګه امریکایان ، انګریزان او نور لويديځ ځواکونه سیمې ته راغواړې . یا داسې هم ویلای شو چې مذهبي توندلارې سیمې ته د لوېدیځووالو د راتګ وسیله ده . یا پخوا له دې چې لوېدیځوال سیمې ته د خپل واک د غزولو او نورو ستراتیژیکو ګټو ترلاسه کولو لپاره راشي ، مذهبي توندلارې يي هست او رامنځته کړل ، ترڅو د دوی پر اوږو دې سیمې ته په اسانۍ راشي . په دې لامل توندلارې په سیمه کې د روانو ټولو بدبختیو ، جګړو ، افغان وژلو او ټولوژنو پړه پرغاړه لري .
افغانان باید د مذهبي توندلارو په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي . ترڅو چې د دوی په مقابل کې غوڅه او پریکونې مبارزه ونه شي او د دوی ریښتونی ماهیت ولسونو ته ښکاره نه شي ، مذهبي توندلارې به د یوه طاعون او وبا په څېر زموږ ولسونه وژني .
اوس دولت چې دا دی په ټولټاکنو سره يي واک پياوړی شو ، لومړی باید له دولته د اداري فساد غله او ډاکوان او دولتي ترهګر وشړي . د مذهبي توندلارو له کتارونو څخه زموږ مرور وروڼه راجلا کړي او له دولته سره يي یوځای کړي . د ترهګرو او القاعده په وړاندې یو غښتلی دریځ خپل کړي . ترهګر چې اډې يي د پاکستان په خاوره کې پرتې دي د نړیوالو د پاملرنې په رااړولو سره هملته ، وټکول شي . اته کلونه موږ وړیا له لاسه ورکړل ، راتلونکي کلونو کې باید ترهګر په هېواد کې ځای ونه لري .
مرادزی
د ۲۰۰۹ کال د دیسمبر لومړۍ