پاکستان د تروریزم قرباني که د روزنې مرکز

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د بمبيي له خونړۍ پېښې روسته چې هغې کې د ۲۰۰ تنو په شاوخوا کې چې زیاته برخه يي ولسي وګړي وو ، مړه او د ۳۰۰ تنو په شاوخوا ټپي شول ، پر پاکستان د تروریزم سره د تړاو په اړه د هند ، سیمي او نړۍ فشار ورځ تربلې زیاتیږي .
خو پاکستان له تروریزم څخه د ملاتړ په اړه د خپلو ګاونډیانو افغانستان ، هند او یا د نړيوالو ادعاوو ته ، تراوسه پورې دوه توته اهمیت هم نه دئ ورکړئ او په دې اړه يي تل د سپينو خبرو او غوڅو هلو ځلو پر ځای د نورو په تېرایستلو او غولولو ډده لګولې او تر ټولو شرموونکې دا چې پاکستان وايي هغه هېواد د تروریزم مرکز نه بلکې د تروریزم قرباني دئ .
دا خبره چې پاکستان د تروریستانو د روزنې او سمبالونې مرکز نه دئ بلکې د تروریزم قرباني دئ ، د پاکستان زیات لوړپوړي چارواکي دلته هلته کله چې تر فشار لاندې راشي کوي ، خو دې ورځو کې دا چارواکي د نړیوالو د عامه افکارو د تېرایستلو لپاره له دې وسلې څخه زیات کار اخلي . د لوستونکو به یاد وي چې اصف زرداري د پاکستان ولسمشر د ترکیيي به پلازمېنه انقره کې د افغانستان د ولسمشر کرزي او د ترکيي د ولسمشر سره د رسنیو په ګډ کنفرانس کې ، د یوې پوښتنې په ځواب کې ، په ډېر ټینګار سره وايي چې پاکستان د تروریزم قرباني دئ او په دې توګه د جامو سره یو ځای د خلکو په سترګو کې ننوځي .
تر بوسو لاندې د اوبو تېرولو او د پاکستان د همدغه دوه مخي سیاست په پایله کې نن ــ سبا زموږ سیمه د غټ او خطرناک ناورین سره مخ ده . د نورو لاملونو په څنګ کې د سیمې د ناورین په رامنځ ته کېدو کې ټوله پړه د پاکستان پر غاړه ده !
هند ي چارواکو د تروریستانو یو لیست چې هغې کې مولانا مسعود اظهر،داود ابراهيم،ټائيگرممين،ايوب ممين،عبدالزاق، حافظ محمد سيد، سيدصلاح الدين ،ظهور ابراهيم مستري ، ودهوان سنگه ببر، رنجيت سنگه نيتا، اوكنجيدر سنگه اوڅو تنه نور شامل دي ، هند ته د سپارلو په نیت څو ورځې دمخه پاکستان ته وړکړئ دئ .
خو د څو ورځو ځنډ روسته اوس پاکستاني لوړ پوړي چارواکي وايي چې موږ به نوموړي کسان هیڅکله هندوستان ته ونه سپارو .
همدارنګه د افغانستان له خوا هم د تروریستانو لیستونه او نومونه په وارو وارو پاکستاني چارواکوته ورکړل شوي ، خو دغو چارواکو هیڅکله هم د افغانستان په وړاندیزونو سر نه دئ خوږ کړئ او تروریستان په ازاد لاس د ای ــ اس ــ ای په ملاتړ او مرسته اوس هم ورځ تربلې زیات افغانستان ته لېږل کیږي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه او تېري لا پسې زیاتیږي .
که چیري پاکستاني واکمنان خپلو خبرو او څرګندونو ته چې وايي پاکستان د تروریزم قرباني دئ ،ګروهه ولري او دا خبرې د نړۍ د ولسي افکارو د تېرویستنې لپاره نه وي ، نو بیا ولي هغه کسان چې د بمبيي په خونړۍ پېښه کې لاس لري ، هندي مقاماتو ته نه سپاري . پاکستان ولې زموږ سیمه چې د همدوی د ملیتاریستي او فاشیستي سیاستونو له کبله په یوه لوی ناورین کې ښکېل ده ، نوره هم د کړکېچ په لور بیايي !
او یا افغانستان ته د خپلو غوړو او نرمو وعدو پر ځای چې ګوندې د ترهګرو په مخنېوي کې به دافغان دولت او نړیوالو سره همکاري کوي ، نوي او تازه تروریستان ولې لیږي .
په انقره کې رسنیو ته د ترهګرۍ سره د مبارزې په وړاندې ، د اصف زرداري د لاپو شاپو روسته د امریکا د مشرانو په جرګه کې د وسلوالو ځواکونو دجرګه ګۍ غړي جان مک کین د خپلو دوه نورو امریکايي سناتورانو جوزپ لیبرمن او لیندسي ګراهام په ملتیا پاکستان ته سفر وکړ .
پلاوي د اسوشیتدپرس د خبر له مخې ، د بمبيي په پېښه کې د پاکستان د استخباراتو دککړتیا په اړه د هند د تورونو په وړاندې ، د پاکستان د لومړي وزیر او د وسلوالو ځواکونو د مشر سره له خبرو روسته ، وویل : «کومه پایله چې موږ په خپلو خبرو اترو کې تر لاسه کړې ده ، هیله من یو چې پاکستان په خبرو او عمل کې خپله همکاري وښۍ . باور لرو چې پاکستان به له هند سره همکاري وکړي . او د بحران د زیاتوالي په مخنېوي کې به له وړاندې ټاکل شویو هلو ځلو څخه ګته واخلي »
خو پاکستان هغسې ونه کړل . په لیست کې يي تورن کسان یو هم هندوستان ته ونه سپاره . او د بمبيي د کړکېچ د حل په یوه مهمه خبره باندې يي سترګې پټې کړي . اوس به ګورو چې هند د پاکستان ددغه لنډپاري او بې سنجشه اقدام په اړه څه غبرګون ښۍ .
که څه هم پاکستان له یوخوا د امریکا د روستی پلاوي او د هغه هېواد د بهرینو چارو د وزیري میرمن رایس د خوشالولو او بلخوا د نړیوالو افکارو د ارامولو لپاره د جیش محمد او لشکرطیبه د به اصطلاح ټکولو په موخه ځیني پوځيان کشمیر ته لیږلې ، خو دا نه څرګنده چې دا پوځيان به هلته څه کوي او په دې به د هند څونه ډاډ حاصل شي .
د پېښو شالید خو دا ښۍ چې داسې پوځیان ، پاکستان د ډیورند د تپلې کرښې پر هغه غاړه هم اچولي چې نه یوازې افغانستان ته يي د ترهګرو مخنېوئ ونه کړ ، بلکې له ترهګرو سره يي د افغانستان په ورانۍ کې ښه ډېر ه مرسته هم وکړه .
دهند سیاستوال خو د افغانانو پشان ، په سیمه کې د پاکستان د واکمنانو په ملیتاریستي موخو او سیاستونو ښه پوهیږی ، ښای د پاکستان په دغه غولونکو او تېریستونکو پلمو تېر نه وځي او پرېنږدي چې بمبيي ته ورته او یا له هغې بدې پېښې تکرار شي .
ډاکټر مرادزئ