په ۲۰۰۷ ميلادي کال کي به په نړۍ کښې تغيرات راشي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب اله غمخور

په ((عراق کښې دامريکا ماتې اونوې څو قطبی نړۍ )) تر سرخط لاندي د۲۰۰۶ م کال دنومبر په ۱۸ نېټه روسې ليکوال او سياسي څېړونکی (( روسلان سعيدوف)) په زړه پوري جالب مطلب ليکلۍ زه ستاسودرنو لوستونکو پاملرنه ورته را اړوم.
پدې څېړنيزه ليکنه کښي ليکوال باوراو عقيده څرگند ه کړې چې په ۲۰۰۷ م کال کښي له عراق او افغانستان نه دامريکا يي پوځ دحتمي وتلو په پايله کښي به په نړۍ کې دامريکا هغه يو قطبي يا يو اړخيز حاکميت پاي ته ورسيږي کوم په۱۹۹۱ م کال کې دپخوانی شوروي اتحاد له تيت او پرک کېدونه راپدي خوا ټينگ شوۍ و.
ددې يو اړخيز نړيوال حاکميت ځاي به څواړخيزه(څو قطبي) حاکميت ونيسي ،داسي هڅ وهل کيږي چې په هغه کې به چين د ايران او پاکستان سره په ستراتېړيکه ملگرتيا کښي په شاميلېدوسره به د نړۍ ديومهم ځواک په څير غښتلۍځاي ولري.



ايران په خپل نوبت پسله هغه چې امريکا له افغانستان اوعراق نه ووزي په يوابر قدرت ځواک بدلېږي ، داځواک به دفارس دخليج پر سيمو حاکم اوبرلاسۍ وي ؛ همداډول به ايران له دغې سيمي نه دسونگ دموادو او انرژۍ پر لېږد په منطقه کښې له هند نه تر اروپا خپل معين تأثيرات اونفوذولري .
ايران دافغانستان په يوشمير سيمو کښې چي امريکا به له هغو ځايو تر ټولو دمخه ووزی پراخ نفوذ لري او غواړي خپله اغيزه نوره هم هلته غوښنه اوپراخه کړي . (( زماپه عقيده دليکوال موخه له دغه سيمو نه هلمند ،فراه ،هرات ،چخانسور اومرکزي افغانستان دی ، ژباړونکۍ)) .
په پښتنو مېشتو جنوبي سيمو کښي اوس طالبان فعال شوې دي ،هغوي دپاکستان داستخباراتو ( ISI ) لخواداسلام آباد له کنترول نه وتلې سيمي وزيرستان له لاري پوځی مرستي تر لاسه کوي .(( تر کومه ځايه چي ليکوال بهرنۍ دی هلته دا اړېکي دقيقي نه دي ورته څرگندي نو ځکه وايي داسلام آباد تر کنترول وتلي سيمي پداسي حال کې چې په واقيعت سره دپاکستان دولت پردغه اوسنۍ جغرافيايي موقيعت باندي کامل تسلط لري کله چي غواړي مسايل په خپله گټه وڅرخوي په هغه وخت کښي داسي ښکاره کوي چې گواکي ترواک وتلي سيمي هم شته . ژباړونکی ) .
د ((ISI )) اداره عملأ دپاکستان دجمهور رئيس له واکه وتلې ،خپله کړنلاره چې دتړلودروازو شاته په حرمانه توگه له چين سره هم پرې سلا اومشوره شوېده په پښتونستان او کشمير کښي پرمخ بيا يي.
داسي څرگنديږي چې اوس په افغانستان کښي امريکا اوناټو دشوروې اتحاد د۱۹۸۰ کلو حالت ته ورته شرايطو کښي قرار لري ؛ له افغانستان نه دامريکايانو دوتلو مسله حل شوې برېښي ؛ په هغه صورت کښي به پښتون مېشته جنوبي سيمي دطالبانوچې د ((ISI )) لخوا رهبري کيږي تر سلطې اوکنترول لاندي راځې ،ايران به په شيعه مېشتوسيمو (هزارجات ،غزنی او هرات ) کې خپل نفوذ او تأثيراتو ته پراختيا ورکړی ،دهيواد شمالي ولايتونه چي هلته تاجک او ازبک اوسي دشمال داتحاد دقوماندانانو تر نفوذ لاندي راشي ،امکان لري هلته په کندوز کښي دانگلستان اوپه لومړی قدم کښې دالمان قواوي چي دازبکستان دترمزدښار پر پايگاه به تکيه ولري دڅه وخت لپاره پاته شي .
اساسي ټکی اومهمه خبره داده چې ايران به پسله هغه چې په عملي توگه دعراق ،سوريي،لبنان او اسرائيلو شيعه مېشتو سيموکښي خپل نفوذ ته پراختياورکړه په هغه صورت کې به نه يوازي په افغانستان بلکي دفارس دخليج په ټوله سيمه کښي دقوي نفوذ څښتن وي . سعودي عربستان ،کوويټ ،عربی متحده امارت ،قطر ،بحرين او عمان چې اوس دامريکا ددوستۍ اوملاتړ پر وعدو بې اعتباره شوې دي مجبور شي چې دايران دسياست په وړاندي حرکت پيل او دهغوي دنظرياتو پيروی وکړي .
دنوی څو قطبي نړۍ يوله عمده اومهمو ځانگړتياو او خصوصياتو څخه به داوي چې ممکن د ډله ايزي وژنې او زره وی وسلې خپرې سي . له هغې جملې نه پسله امريکا،روسې ،انگلستان ،فرانسې ،چين ،اسرائيل ،پاکستان،شمالي کوريااو ايران څخه به ژرياوروسته جاپان،جنوبي کوريا،تايوان،ترکيه،مصر، سعودي عربستان ، برازيل اونور دزره وی وسلودلرونکودکلوپ غړيتوب ترلاسه کړي .
په بل عبارت پسله څو کلونو به دنړۍ څېره داسي بدله شي چې دهغې پېژندل به ستونځمن وي .
دژباړونکی ياداښت : پورتنی ليکوال ډيرو نوو خبروته ايشاره کړې او هغه يې په لنډه توگه څېړلي دي ،دنوموړی دليکنې اوپه نړۍ کې دنورو پوهانو اوسياستوالو څرگندونو نه داسي معلوميږي چې دمځکې پر مخ داوسنيو راپورته شوو سياليواو زبرځواکو دغلطو سياستونودپلې کېدو په پايله کښي به پر زروې اودډله ايزې وژنې پر وسلو دکنترول نړيوال نظم له گواښ سره مخامخ شي اوتر هر څه وړاندي به دډله ايزو وژنو اوزره وي وسلو په توليد، همدا ډول يواوبل دهغه په استعمال ډارول کيږي . که چيرې بيا داوسله دافراطي ځواکونو لاس ته ورشي نړۍ به دنابودي له خطر سره مخامخ کړی ،په همدې اړه غواړم دهمدي کال دنومبر په مياشت کښي د(( څنبېز . رو)) (nacbez.ru ) په ويب سايټ کې دروسي ديوبل عالم (( ولادمير ښينک ) داوږدې مقالي نه چي په سيمه کښي يې دامريکا دسياست په اړوند ليکلې داڅوټکې دخپلي خبري دپخلي لپاره راوژباړم هغه ليکې : امريکا دخپلو کړنو په پايله کښي دملگروملتودسازمان اعتبار او اطورېته ضعيفه له گواښ سره مخامخ کړه ،دملگروملتو سازمان دبې وسلې کولو پروسه پر مخ بيولاي شوه ، . . . دايران زره وي جنجال نه حل کېدونکۍ حالت ته رسېدلۍ دی . . . اوس بايد په پاکستان کښي نووعجبو پېښوته انتظار وباسو ،چيري چې فکرکيږي اسلامي اکسترمستان به واک ترلاسه کړی ، په هغه صورت کښي به په نورمال شکل دپاکستان اټومي وسله دهغوي لاس ته ورځی .
بلې! که داکار وشي نړۍ واله سوله اوامنيت به له جدي خطراودنابودی له گواښ سره مخامخ شي .
اوس مي دقيقه احصائيه هيره ده خودومره ويلاي شم تر ۱۹۸۰ کال پوري يوازي شوروي او امريکا دومره زره وي وسلې درلودې چې دمځکي دکره ئې تر (( ۲۱ ))ځله زياته له منځه وړلاي شول ؛داچې ددغو وژونکو وسلو پر جوړېدو څومره پيسې لگېږي يوازي ((پنځه)) په سلوکښي لگښت يې داوسنۍ نړۍ دمخ پرانکشافه هيوادو چې ورته دريمه نړۍ هم ويل کيږي ښارونه ، ترانسپورتي لاري اونور ټول داړتيا وړ توکې داروپا په کچه په مډرن شکل جوړېداي شي . پاي 2006.12.07