دبګرام په زندان کی دبندیانوسرنوشت دتشویش وړدي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د دوهمې ولسمشريزې دورې د لوړې مراسم تر سره كړل، په ګران افغا نستان کی یی د اسلام دسپیځلی دین تر سويرى لاندې د ټولو هیوادوالو د ګټو او خدمت ژمنه او تعهد یو څل بیاهم تكرار کړی .
ورپسې ولسمشر په يوه وينا كې د خپلې راتلونكې دورې د پروګرام مهم ټكي په ګوته كړل، په دې وينا كې د هېواد د ولسمشر په توګه د دويمې دورې د پيلولو په لړ كې د ښاغلي كرزي د وينا تر ټولو مهم ټكى په هیواد كې د سولې راوستل،دقانون تطبیق ول،دعدلی نظام جوړه ول او تر ټولو مهم اوعمده خبره داو چه ښا غلی کرزی صاحب په خپلو ژمنو کی تکرارکړه چه دفغا نانو ځخه به دجرایموتحقیق او پښتنه خپله دافغا نانو له لوری کیږی اودمجرم دجرمونودثبوت په صور ت کی به مجرم اشخاص به خپله په هیواد کی دامنیتی ارګانونو له طرفه په مستقیم ډول تر توقف او ځارنی لاندی سا تل کیږي،معنا داچه هیځ افغان به په خپله خاوره کی دخارجیانو له لوری په افغانستان کی دننه په خارجی زندانوکی نه سا تل کیږی او هر ځه به دافغا نانو په لاس کی وی .
خداى دې و كړې چه ښاغلی حامد کرزی دافغا نستان ولسمشر عملاً په همدې قاطعيت چې له ولس سره یی ژمنه کړی د ه ډیر ژر اقدام وکړی او دافغا نانو له تندی ځخه دغه تور داغ چه په خپله خاوره کی دپردیو په زندانوکی دکلونو انتظار شپی اوور ځی سبا کوی پاک کړي وقعا دا لومړنى اړتيا ده چې زموږ ولس يې احساسوي، خداى دې چارواكيو ته دا توفيق وركړي چې دبګرام زندان اوورسره ورته په ټول هیواد کی داسی زندانونه ډیر ژر وتړل شی او رمونږ بی ګناه هیواد وال له دی مشکل دهمیش لپاره نجات پیداکړی . دافغانستان ولسمشر دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت دیو تعداد بندیانو دبخښنی فرمان صادر کړی ایا ددغه فرمان په اساس به دهغو بیګناه هیوادولو دسرنوشت دټاکلو په باب چه دکلونو کلونو راهسی دبګرام په زندان کی بی له کوم پرخلیک ځخه پراته دی کوم تصمیم ونیول شی؟
له هغه راهيسې چې نړيوال ائتلاف د امريکې په مشرۍ په افغانستان کې جګړه پيل کړي، ورسره جوخت يی زموږ په هېواد کې ځانګړي زندانونه هم جوړکړی چی د بګرام زندان يی ترټولو لوی زندان دي .
له حقوقی پلوه هر هېواد حق لری د هېواد په دننه کې ټولی قضيې دهېواد دعدلی او قضايي سيستم په چوکاټ کې ارزوي او هيڅ هېواد هم حق نه لری په بل هېوادکې بيل زندان ولري او د هغه هېواد په اړوندو چاروکی خپل قضايی سيستم کاروي. دغه ډول کړني د يوهېواد د قانونی حاکميت تر پښو لاندې کول دی او ناوړې پايلې رامنځته کوي .
په نوموړيو آمريکايی زندانونوکې له هماغه پيله داسی کسان هم بندپاتی شوی چې دتشو تبليغاتو په ترڅ کې په القاعده محکوم شوی او کلونه کلونه يی هيچاهم د جرمی دوسيې ثبوت نه دی کړی او بېرته د بي ګناه افغانانو په توګه را خلاص شوی او يا هم تراوسه په دغو زندانونوکې پرته له هيڅ پوښتنی ګروېږنی پراته دی او ...
پردې سربېره په دغو زندانونو کې دمدافع وکېل حقوق هم ترپښو لاندې شوي او له کلونو نيوکو او په نښه کېدلو وروسته تازه هغوی دځينو اصلاحاتو په موخه ځينې څرګندونې کوي، ترڅو په دې ترتيب دخلکو د نيوکو مخه ونيسي .
ځينې وخت آمريکايان وايی په دغو زندانونوکې ساده زندانيان نه دي چې د افغانستان د عدلي او قضايي سيستم په چوکاټ کې ورسره چلن وکړي او دغه زندانيان له تروريزم سره په جګړه کې نيول شوی دي. خو عيني واقعيتونه په ډاګه کوي چې دغه خبره په لومړي سرکې عامه نه ده، يعنې ټول زندانيان په جګړه کې نه دي نيول شوی او په دويم ګام کې تروريزم يواځی د امريکا پرضد عمليه نه ده چې امريکايان زموږ په هېواد کې دهغو د زندانيانو په اړه ځانته د ځانګړی زندان لر لو جواز ورکړي، بلکې خپله افغانان هم له تروريزم سره تر امريکا وړاندې لاس او ګرېوان وو .
افغانستان يو آزاد دولت دی، قضايه قوه لری او ددغو قضايي قوانينو په چوکاټ کی بايد ټولی عدلی او قضايی دوسيې ورڅېډل شي. امريکا او نړيواله ټولنه هم چی دلته راغلي، د ملګرو ملتونو دپرېکړې له مخې راغلی او اصلی موخه يې له تروريزم سره دجګړې په عمليه کې د افغانستان له دولت او خلکو سره دهغوی مرسته اعلان شوی وه، نه داچې هغوی راشی او دلته د خپلو هېوادونو د قوانينو دپلی کولو لپاره ځانګړی سيستم جوړکړی او زموږ ټول قوانين ناليدل وګڼي .
وړانديز دادی چې د افغانستان حکومت هم دبشر حقونو له اړوندو ادارو سره، کوم چی اوس يی په دغو زندانونو کې د امريکی د غيرقانونی کړنو پرسر نيوکوته زور ورکړي، په يو آواز غږ پورته کړی او تردی ډېر په دغو زندانونوکې د بوډاګانو، ماشومانو او نورو بي ګناه هېوادوالو شتون او له هغوی سره دغيرقانونی چلن عمليه ونه زغمي، ځکه موږ د آزادۍ دعوه کوو او زموږ په خاوره کی دلته دبل قانون منل، په حقيقت کې د افغانستان د قانوني حاکميت نقض کول دي. اوسنی حالت داسې دی لکه آمريکی چی له تروريزم سره په جګړه کې افغانستان په کرايه نيولی وي، نو هرڅومره ژر بايد افغان چارواکي له دغو نړيوالو نيوکه کوونکيو اداره سره همغږی شی او دخپل هېواد د قانون له حاکميت څخه دفاع وکړی او پری نږدي هېوادوال موپه لاډېر مظلوميت کې شپې ورځې تېری کړي .
سره له دې چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي په مکمله توګه نه ده اعلان كړې خو په دې وروستيو كې داسې ډيرې څرګندونې د ده او د امريكا د نورو چارواكيو له خولې خپرې شوې چې د افغانستان لپاره د امريكا د راتلونكې ستراتيژۍ اصلي ټكي ترې څرګنديږي .
په دې اړه تر ټولو مهمه خبره چې كیږی داده چې په افغانستان كې لس داسې سيمې به ساتي چې ګڼ نفوس ولري او له نور هیواده به خپله لمن ورنغاړي، د دې لسو سيمو او يا ولايتونو انتخاب هم د امريكايي چارواكيو له خولې هغه ولايتونه دي چې په اصطلاح واليان يې د دوى د مرستې او ملاتړ وړتيا ولري، دا به پريږدو چې وړتيا اصلاً په كوم مفهوم ده که زوند باقی و دابه وروسته ځیړو .
د ځينو سياسي كارپوهانو په اند د كونړ له كامديش او د هلمند له ځينو سيمو نه د دوى د پوځونو وتل دهمدې پلان لومړني عملي ګامونه دي .
همدغسې د بارك اوباما د ستراتيژۍ بل ټكى د بګرام هډه ده چې يو لوى زندان هم د 60 مليون ډالرو په لګښت پكې جوړ شوى او دا به د ګوانتانامو پر ځاى د سيمې د ټولو بنديانو د ساتنې ځاى وي. پخوا داسې خبرونه خپاره شوي وو چې افغانستان د امريكا په سياسي نقشه كې د سيمې د كنټرول او ادارې د مركز په توګه ښودل شوى دى او په سيمه كې به د دوى د ادارې مركز بګرام وي .
له تير يوه يوه نيم كال راهيسې د بګرام د پراخولو لپاره ډير جدي كارونه شوي چې د شاو خوا اوسيدونكيو د جبري كوچولو خبرونه هم په نړيوالو رسنيو كې خپاره شوي دي .
اوس پوښتنه داده چې د افغانستان د ولس او دولت حيثيت او رول په دې نقشه كې څه شى دى؟
آيا له افغانستان سره د ستراتيژيكو تعهدونو معنا همدغه وه چې ځينو د دې اړيكو په اړه وار دمخه خوشحالی کولی . آيا د لسو امنيتي مركزونو او د بګرام يوه لوى زندان معنا دا نه ده چې نورهم په افغانستان کی دجنګ اوجګړی لمن پراخه شي هیواد كې كور پر كور بايد جنازې اوچتې او جومات پر جومات د ماتم ټغرونه غوړيدلي وي؟ آيا افغان ولس د نړيوالې ټولنې دومره نامردي زغملى شي او ايا د هغوى نوي استخدام شوي نوكران ولس ته د نړيوالې ټولنې د داسې سپك چلن ځواب لري؟
په دغو نژدو ورځوکی دکندهار دسرپوزی په زندان کی دبندیانو سره دناوړه سلوک او شکنجه په اړه چه دخارجیانو له لوری تر سره شوی دی په یوه راپور کی داسی راغلی دی
د کندهار د محبس ریس ډګرمن عبدالله باور کنویسټ ورځپاڼي ته ویلي :(( هو، بندیان شکنجه شوي وو، یو شمیر یې سخت وهل شوي وو، په ځنځیرانو او د بریښنا په مزو د بندیانو لاسونه اوپښې تړل شوي وې، یو شمیر خو تر دې حد پوري وهل شوي وو چې لاسونه او پښې یې مات کړای شوي وو
ورځپاڼه له ښاغلي باور څخه په حواله کاږي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د سرپوزې په زندان کې د بندي شاوخوا ۱۱۰۰ تنو څخه نږدې ۱۰۰ تنه یې په فزیکي ډول په ډیره بي رحمۍ سره شکنجه شوي وو .
د کنویست ورځپاڼي هغه خبریال چې د سرپوزې د زندان له ریس سره یې په کندهار کې د همدې محبس په دننه کې مرکه تر سره کړي کاږي چې دا ناممکنه ده چې څومره هغه بندیان به شکنجه شوي وي چې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو له خوا افغان دولت ته سپارل شوي دي ښایی دغه شمیرنه سلګونو تنو ته ورسیږی ..
کاناډايي دیپلومات ریچارد کولفین چې په دې ورستیو کې له کندهار څخه لیدنه کړي ده، کاناډا ته په ستندیو سره د پارلمان دفاعي کميټې ته دوینا پر مهال وویل چې ده داسي شواهد اواسناد تر لاسه کړي چې په سلګونو هغه بندیان د کندهاري چارواکو له خوا د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ شکنجه شوي چې د کاناډآيي سرتیرو له خوا له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي ول او وروسته بیا کندهاریوچارواکو ته سپارل شوي ول .
ښاغلي باور وویل چې ډیری شکنجه شوي بندیان هغه کسان دي چې د کاناډايي ځواکونو له خوا افغان دولت ته نه دي سپارل شوي بلکه هغه بندیان دي چې د زندان بل اړخ ته له عمده سیاسي طالب بندیانو لري ساتل کیږي .
د کندهار د سرپوزې زندان دغه صادق لفظه زندان مشر ښایې د ښاغلي کولفین د هغو څرګندونو څخه پوره خبر نه وي چې په کاناډا کې یې غوغا رامنځ ته کړي ده او ښایې د سرپوزې په زندان کې د زندانیانو شکنجه کاناډا ته لویه نړیواله ستونزه رامنځ ته کړي .
ډګرمن باور له ۲۰۰۵ کال را پدې خوا تر هغه مهاله پوري د کندهار په زندان کې د یوه ټیټ پوړي مامور په توګه کار کاوه چې د کندهار پر زندان د طالبانو له خوا برید وشو او وروسته بیا د زندان مشر عبدالقادر پوپل د حکومت له خوا له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای یې ډګرمن باور د زندان مشر په توګه وټاکل شو .
د سرپوزې د زندان اوسنی مشر ښاغلی باور وایې: د زندان پخواني مشر ښاغلي پوپل له کاناډايي سرتیرو سره راشه درشه لرله،تل به مو لیدل چې کاناډآيي سرتیري د هغه دفتر ته ځي راځي خو د هغوي د خبرو په جزیاتو نه یم خبر
ښاغلی باور د کاناډايي دیپلومات له هغو څرګندونو سره ورته څرګندوني لري چې وایې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د کاناډايي ځواکونو له خوا نیول شوي ډیری هغه بندیان چې افغان حکومت ته په کندهار کې سپارل شوي ول بي ګناه او عادي افغانان ول،پای رحمت اله روان