اياداپخه ديپلوماسي ده؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

سياست اوديپلو ماسي داسي يو پېچلۍ علم دی چي په عمل کې دهغه پياده کول ددې علم په ټولوعملي رمزونواوله ډيپلوماتيکوکږلېچونوڅخه دتېرېدوپه هنر بايد ي پوهېدل اړين دي .
پدې شپو او ورځوکښي چي ټولو ډله ايزو رسنيو يوازي پدې هکله خوله خلاصه کړې چي نړيواله ټولنه اودهغوي مشرتابه د ښاغلی کرزی نه دکوموکړنو اواصلاحاتو راوستلو غوښتنه لري؟ دافغانستان پلازمېني کابل ته هم دبهرنيو جگپوړو ميلمنو تگ اوراتگ زيات شوی.ځيني دادبهرنيا غوشتنې مثبتي اوگټوري بولي اويوشميرئې بيابربنډه لاسوهنه تعبيره وي . دبهرنيو چارواکوديوپه بل پسې سفرونوپه لړکښي دسويډن دبهرنيو چارو وزير کارل بيلت چي هيوادئي داروپايي ټولنې نوبتي مشرتابه پر غاړه لري دروان کال دنومبرپر لسمه کابل ته ورسېد ،دسفرپه لړ کښې ئي دافغانستان دبهرنيو چاروله وزير ښاغلي دادفرسپنتاسره تر ليدنې کتنې وروسته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي گډون وکړ .دسويډن دبهرنيو چارو وزير هم په خپل وار لکه داروپايي هيوداو نور مشران دافغانستان دمشر ښاغلي کرزی نه داروپايي ټولنې غوښتنې تکرار کړې او اداري فساد دسرطان ناروغي وبلل څرگنده کړه چي :((اين پديده خطرناک سلامت جامعه را تهديد مي کند و براي پيشگيري از آن حکومت به همکاري مردم و بازنگري در برنامه هاي مبارزه با اين معضل نياز دارد.))
په همدې مطبوعاتي غونډه کي ښاغلي سپنتا دجنگسالرانوپه وړاندي دبهرنيو هيوادو دومخی سياست وغانده څرگنده ئې کړه : ((در حالي که طرفدار اين افراد نيست، موضع کشورهاي غربي نسبت به جنگسالاران با هفت ماه قبل فرق دارد. )) ښاغلي سپنتاپه خپلو څرگندونوکي ورزياته کړه چي : ((نبايد کشورهاي خارجي به خاطر منافع خود يک روز از فردي دفاع کنند و بگويند او خوب است و روز بعد نسبت به همان فرد تغيير عقيده دهند. ))
مگر متاسفانه په همدغه کنفرانس چي په ديپلوماتيکو اصولوئي ځاي نه وو دا احساساتي خبره هم وکړه چي : ((. . . اما خود وي تمايلي به ادامه خدمت در دولت بعدي حامد کرزي رئيس جمهوري افغانستان ندارد. ))
زه نه غوړم دښاغلي سپنتاپه هکله کومې څرگندونې اوياهغه ته نصيحت وکړم . زه هغه ته د حقوقواوسياسي علوموديوه استادپه توگه ددرناوي په سترگه گورم . داطبعي ده اوښاغلی سپنتا ئي هم بايد ومنې چي دتيوريکي پوهې اوپه عمل کښي دهغې دپياده کولوهنر دهر انسا ن سره نه وي .کېداي سي يوشخص په تيوريکي لحاظ ديوې مسلې اويادعلوموديوه اړخ په هکله ډير ښه پوهاوی ولري مگرداحتمي نه ده چي دغه شخص دي په عملي ډگرکي هم دومره بريالی وي .دبېلگې په توگه همدا ښاغلي سپنتا ممکن دحقوقواوسيا سي علوموپه برخه کښي زيات معلومات ولري،هغه نه يوازي داچي په جرمني کي استاد ووپه کابل پوهنتون کښي دسياسي علوموحقوقوداستادی وياړهم لري . ترهغه وروسته دنړيوالواړېکوپه برخه کي دښاغلي کرزی مشاوراوبياد۱۳۸۵کال نه راپدې خوادبهرنيوچارو وزارت دنده ورپغاړه سوه ،مگرددواړو دندودسرته رسولوپه دوران کښي ديوپياوړي ديپلومات په توگه ونه ځلېده . له بده مرغه موږ دبهرني سياست له پلوه له ډيرو ستونزو سره لاس په گريوان يو. موږ تراوسه د بهرني سياست يودقيقه پاليسي اوپياوړې ستراتېژي نلرو. زموږ دگانډيانودهر هيوادپاليسي اوپاليسي ميکران زموږ دبهرنيو چاروپر وزيراونو روچارواکو غښتلي معلومېږي ده.ځکه خوپه دې اتو کلونوکښي زموږدبهرنيو چارو دوزير دديپلوماتيکو هلو ځلوگټوره لاسته راړنې محسوس نکړې .
پدې شرايطوکښي موږ داسي يوه شخص ته اړتيالروچي دهيوادپه بهرني سياست کي تر هربل سيال پياوړی غېږبازوي .
وايي :
ادامريکادبهرنيو چارو وزير هنري کسنجربه ويل ،کله چي زه سهار له خوبه راپاڅېږم فکرکوم چي دامريکا دازادی مجسمه به اندريگروميکو مسکوته وړې وي .موږ ددې لپاره چي په اوسنيو شرايطوکښي دخپلو ملي گټو اوځمکنۍ بشپږتيانه دفاع وکړاي سو داسي يوه دبهرنيو چارو وزيرته اړتيا لرو.
البته دې ټکې ته بايد گوته ونيسم ،داچي پارلمان تر نن پوري هغه ونه مانه دليل ئي دانه وو چي گويا هغه بريالی وزير نه دی بلکي په هغه غبرگون کښي سياسي ملحوظاتواواختلاف ژورتاثيردرلود.
ديوشمير سياسي اوډله ايزواختلافاتواوپه ځانگړې توگه پسله هغه چي دکرزي اوشمالي ټلوالي تر منځ ددوهم ځل لپار دهمدې ننې لومړي مرستيال فهيم قسم په هڅونه اختلاف درسوايي ترکرښې راورسېدچي ان دملي لوبغاي پر لوژدکرزی په مقابل کي دفهيم حرکتونه اوڅرگندونې تراوسه دخلکوپر ژبودي ،پر ښاغلي کرزی باندي دسياسي فشارپه پلمه دپارلماني امکاناتونه په استفادې سره ئې دهغه په وړاندي سخت غبرگون څرگندکړ .ددې غبرگون څخه دکرزي دسيالانو موخه داوه چي له يوې خواپر ښاغلي کرزی کورنۍ فشا راوړي اودبلې خوانړيوالوته څرگنده کړي چي دښاغلي کرزی دبهرنيو چارو وزير دپارلمان لپاره دقبول وړندي اوله هغه ئي دباوررايه اخيستې ده . دا پروسه اومرموزه دښمني تر همدې لحظو پوري چي دادی کرزی ديوه بل نوي حکومت په جوړېدومصروف دي دوام لري .اوتراوسه دپارلمان زيات شمير وکيلان سپنتا دبهرنيو چارودوزيرپه گوته نه مني .
زيات شمير کسانودهمدغوپارلماني مخالفينوپه اشاره اوديادهغوي دخوشحالېدولپاره دښاغلي سپنتاپر خلاف ليکنې اوڅرگندونې کولې په ډيرو ليکنوکي تعصب له ورايه څرگندېده .
مگردبلي خوا ښاغلی سپنتاونه توانيددبهرنيو چارو وزارت اوپه بهرکي ديپلوماتيکي ادارې (سفارتونه اوقنسلگری ) داداري فساد اوژبني تعصب څخه وژغوري .لکه ددولت په نورواداروکښي دبهرنيوچاروپه وزارت کي هم له يوې خوابډي اخيستلو قانوني بڼه درلوده اودبلې خوا پښتو يوه بېگانه اوخواره ژبه وه ،چي حتا ددې وزارت ددځينواړوندانوپه وړاندي په پښتو خبري کول ديوې خاصي دښمنۍ راپارولولامل گرځېده. تراوسه له هيوادنه بهردافغانستان په ديپلوماتيکو اداروکښي بې شمېره اسناد اوفورمې يوازي په دري ياحتاپه ايرانی فارسي دي ،که څوک پوښتنه اوياغوښتنه وکړي چي په پښتودغه فورمه اوياسند شته نود مقابل لوري چي دديپلومات نوم ورباندي اېښودل سوی په ډير قهرورته و يل کېږې ((دغه پغه ات نميدانم اين زبان رسمي ما است بايد بداني او . . . )) حتا کله ناکله دابېسواده اوپه لوړوچارواکوپوري تړلې دومره بې مسوليته اوپارونکی ځواب ورکوي چي ورته وايي : (( اين سفارت پاکستان نيست )) دابيسواده ديپلومات پدې نه پوهېږي چي دپاکستان دولتي اورسمي ژبه پښونه ده .دغه وطن اودغۀ سفارت دپښتنو اونوروقومونو په مقابل کښي يوشان مسولېت لري نه دپاکستان اويا ايران سفارتونه .
پدې ورستيوکښي چي کله ښاغلی کرزی ديوې عجيبې اوغريبې سياسي لوبې په پېچلواوتياروصحنوکښي دبهرنيانولخوا ددوهم ځل لپاره دافغانستان جمهوررئېس په توگه ونومول سو،سمدواره يوه بله جالبه سياسي لوبه راپيل سوه .دا سياسي لوبه دامريکادمتحده ايالاتودجگپوړچارواکولخوا پيل سوه،هغه داچي ښاغلي کرزی ته ئي لومړی خيتې کش کړې اوبياوروسته ئي دامسله ورپيادکړه چي گوره جنگسالاروته په دولت کي ځاي ورنکړې اودريمه خبره ئې په يوڅه تونده لهجۀ ورته وکړه چي دولت دې په اداري فسادکي غرق دئ بايد دداري فسادپه وړاندي کوټلې مبارزه وسي اوددې مبارزې دسرته رسېدولپاره يوه ځانگړې ادادره جوړه سي ترڅودهغې ادارې له لاری په دولتي فسادککړ کسان محاکمه سي . داخبره اوگوت څنډنه دټولوافغانانولخوا استقبال سوه ځکه نورنودغه فاسده اداره که يوځل بيادپنځوکلونولپاره خپل کارته دوام ورکړي افغانستان به بېله بل چا نه همدا چاروکي له تاريخي بدمرغيواو ورانيوسره مخامخ کړي .ځکه خو اړينه برېښي چي دفساد دورکولو لپاره لومړئ سالمه اداره جوړه سي اوبيادهمدې سالمې ادارې په مټ د اداري فساد پر ضدبې امانه مبارزه وسي .
داخبره بايد همدلته څرگنده کړم چي په(( ليوانو)) رمې نه ساتل کېږي ،يعنې داچي په تيرو او آزمويل سوو چارواکودولتي فسادله منځه نسي تلاي ،بلکې بڼه به ئې تغير وخوری .ددې لپاره چي په رښتياسره دهر ډول دولتي فساد مخه نيول سوې وي بايد له فساده پاکه سالمه اداره جوړه اوسالم کسان په دندو وگمارل سي .
سپنتا صاحب ! زه اوس پردې له بهرنيانوسره سرنه خوږوم چي ولي ئې دا اته کاله ددې فسادننداره کوله اويائې جنگسالاران په غېږ کي نيولي وه اوس چي نيم ولس ئې غروته پورته کړ وايي دولتي اداره په فسادکي غرقه ده. دا اته کاله بې شمېره خلکودغه ټکي ته گوته نيول په ټولوډله ايزو رسنيو کښي دې ملي ناورين ته اشاره کېده چي حتا ځيني ژورنالستان ئې قرباني هم سول خودبهرنيانو اوښاغلي کرزي غوروته دولس دغه چيغه نه رسېده . اصلأ که رښتياووايودکرزی صاحب ټولې دولتي ادار ې (موقتي ،عبوري اوبياتر ټاکنو وروسته ) له په فساد ککړونه جوړېډې اوياجوړي سوې،هلته دنوري ککړتيا ځاي نه وو پري پاته . داچي اوس بهرنيان دانارې سورې وهی ممکن شاته بله کومه مسله اوياپلان وي؟ دادی وبه گوروچي دانوی حکومت له کوموکسانوجوړېږي ؟
اوس داخبره چي ددولتي فساد سره مبارزه کوي ډير ژر دسترگو په رپ کې دادی ددولتي چارواکو لپاره موډ اودورځي خبره سوه ،کنه نوداستونزه پخواهم موجوده وه اوملت ئي دبربادی تر کندي ورساوه .دبېلې په توگه دنومبر پر ۱۷ وه که ۱۸ دعدلې ښاغلی وزيرددولتي فسادسره دمبازې دادارې دجوړېدو په هغه غونډه کي چي دامريکا اوانگلستان جگپوړوچارواکوهم پکښي گډون درلود په لوړ اواز وويل : ((فساد هغه وخت ورکېږي چي له وزيرانو نيولې بياتر نورودولتي اوپارلمانی چارواکو دقانون دپلي کيدوپر خلاف فشارونه اولاس وهنې پاي ته ورسېږي .))
دادۍ دبهرنيانودگوتنيونې يوثمراوبرکت خودومره سوچي اوس دعدلې وزير جرأت کوي او وايي چي دفساد اصلي رېښه چيري ده،که ئي له ښاغلي کرزی نه خارنه خوړلاي هرومرو به ئې دهغه نه هم پدې هکله سرټکاولۍ واي،چې بې ځايه اودهر ډول انصاف اوعدالت نه ليري په لويوگناهو ککړ کسان دشخصي مصليحتونواو گټو پر بنياد حتا له زندانوخلاصوي .
سپنتا صاحب !داپوښتنه هم نه ځيني کوو چي دادفسادپر خلاف ادارې چارواکي به له کومه کوۍ ؟؟؟
څنگه به دولتي فسادته خاتمه ورکوي ؟ ځکه تراوسه دافغاني لوري داډول څرگندونې خلک يوازي شعار بولي .
رابسواصلي مسلې ته
ښاغلي سپنتا صاحب !
ديوه داسي هيواد دبهرنيو چارو وزيرپه توگه چي تر څلوېښتو زياتو هيوادونږ دې(( ۱۱۵)) زره پوځيان ئي په هيوادکي پورته کښته کېږي اوکله کله وزير صاحبان هم له ناببرو حملونه ساتي ، شات ئې پداسي حال کي چي توري عينکي یې پر سترگووې وسله پلاس په يوعجيب اکټ روان وي ته به وايي همدا لحظه پر دښمن فيرکوی اويادجنگ دميدان فاتح راغلی .
ددې تر څنگ دلته دملگروملتوسازمان ،دهمدې سازمان دامنيت شورا ،امريکا ،روسيه ،انگلستان ،چين ،هندوستان ،پاکستان ،ايران ،يوشميرعربي هيوادنه ،اروپايي ټولنه ،دناټواوشانگهاي سازمانونه ،اسلامي کنفرانس غړې هيوادونه ،اسيايي ټولنې ،افريقايي ټولنې امريکايي ټولنې،نه پوهېږم داټولنې ها ټولنې ،مدني ټولني اونور نړيوال سازمانونه ښکيل او هر ساعت ددې ملک په يوه برخه کي په يوڅه مصروف دي ، اوداهريوپدې واړه اوجگړه ځپلي هيوادکي خپلې گټې لري اولټوي ئې،ځکه هغه دچا خبره دخداي لپاره هيڅوک ځان نه قرباني کوي ،اونه پر افغانانو څوک مين دي . تاسوته تر ماښه معلومه ده چي په سياست کي دوستي نه بلکي گټې مطرح دي .
پردې سربېره داهم تاسوته ښه معلومه ده چي د۲۰۰۱ کال راپدې خواکله چي بيله بلنې دB52 سره ئې يوځاي پر افغانستان راودانگل بياتراوس پوري ددې هيواد کورني اوبهرني سياست لوبغاړي همدا دوي دي .
دبلي خواددولت ټول لگښتونه فکر کوم دوي پوره کوي ؟ که څنگه ؟؟؟ همدا ددولتي فسادپر خلاف نوی ادارې دجوړېدو لگښت چي يوشمېرنا عقبت اندېشه اوبې مسوليت دنظر خاوندان ئي دافغانستان په کورنيو چاروکي دبهرنيانو بربنډه مداخله اولاس وهنه بولي دچالخواورکول کيږي ؟؟؟اودچاپه مخ کي دا اداره جوړه اوڅوک به پدې لارکي مرسته کوي؟ فکر کوم تاسو،ښاغلي کرزی اوکابينه ئې پدې ښه پوهېږی .
دلته مي هغه پښتو متل راپيادسو وايي : ((سل ئې مړه کړه دئ ئې لابدي نه بولي . )) زه نه پوهېږم چي زموږ چارواکي اودهغوي سياسي پلوه څېړونکي دچاپه سترگوکي خاوري شندي اود حق په جانبه څېرې په نيولوسره وايي بهرنيان زموږ په کورنيو چاروکي مداخله کوي ،يعني داچي پخوائي نه کول؟ اوس تر دوهم ځل دټاکنو وروسته چي بهرنيان وايي ټاکنې له ستونزواودرغليوسره مل وې ،ياوايي دولتي اداره بايد له فساده خلاصه شي،کنه نو موږ به داسي وکړو ياهاسي ، نودغوڅرگندونوته اوس لاسوهنه وايي . سره لدې چي زه ئي پردغو څرگندونوهم زيات باورنلرم هغه متل دی وايي ((مارچيچلۍ له توري رسۍ نه هم ډارېږي )) فکر کوم پدې کي هم يوچل وي . ولي دټول ډارسره داهم ډيره مهم خبده چي ټول له يوه سره دپه فسادککړو اورواجوونکونه سرټکوي .
پدې ورستيو شپو او ورځوکښي ددې لپاره چي دغه له حقيقت او واقيعت نه ليري خبره پدې ساده ولس ومنې چي گويا اوس ښاغلی کرزی دبهرنيانوپه چل پوهېدلۍ دی اونور نه غواړي هغوي ئي وغولوي ځکه خوبهرنيان دده په وړاندي داډول څرگندونې کوي اوياهغه ته معادونه ټاکي ،ځکه خوټول له يوه سره همدا يوه خبره کوي چي بهرنيان زموږ په کورنيو چاروکي لاس وهنه کوي اوزموږ خپلواکي ئې دخپل سياسي اوپوځي نفوذتر سيوري لاندي راوستلې ده .
ډېره جالبه ،وايي کورنی چاري !
هغه کورچي بهرنيانوجوړ کړ وي هلته په قانون ډول اودټولومنطقوپر بنيادبهرنيان دپوره صلاحيت څښتنان هم دي .
داکوردوي دخپلو مخو لپاره جوړکړی اودموخودپلي کېدولپاره دولتي چارواکي ټاکي،همدا اوس داکوردوي ساتي اوکه څوک سرغړونه وکړي دمزار دوالي معلم عطاغوندي به فرار کوي ،دوهمه لارنسته .
دابايدومنوچي بهرنيانودخپلوگټو،ښکاره اوپټوستراتېژيو اوموخوسره دلته راغلل اودبن دکنفرانس په نامه ئې دخپلي خوښي مؤقته ،عبوري اوبيادټاکنوتر نامه لاندي يوپه بل پسې دولتي ادارې جوړي کړې اوپدي اداروکښي ئي دخپلي خوښي کسان په دندو وگمارل .دادی همدا اوس هم دغه بهرني چارواکي په جگه غاړه داوايي که په دولت کښي هغه کسان وي چي موږ ورباندي اعتماد ولرو نودهغه دولت سربه دهمکاري کارونه په ښه بڼه پرمخ ولاړسي .ددې خبرې دثبوت لپاره داروپاييهيوادوامريکا اوانگلستان دبهرنيوچارودوزيرانو ورستی څرگندونې په غور مطالعه کړی دغه ټکي دټولوپه ويناوو کښي له ورايه څرگندېږي .
که تاسو اونور اوسني اوپخواني چارواکي خفه نسي نوحقيقت خودادی چي داټول له بهرنه افغانستان ته تصادفي ندي تللي اونه دالوړمقامونه دوي ته په تصادفي اوبېله بهرنيو اړېکوورکول سوی د ي . عوام خلک هره ورځ داخبره کوي چي وزارتونه اومستقل رياستونه دبهرنيو هيوادو تر منځ وېشل سوي دي. نودغواړېکواوپدي ډول ددولتي دندووېش اوپه کار گمارل چي دبن له کنفرانس نه تراوسه روان دي تاسو دافغانستان دبېطرفی اوخپلواکی بېلگه بولی ؟؟؟
خومتاسفانه هغه وخت اودکارپه دوران کي موداخبره نه کول ،لکه چي : دعقرب پر ۲۴ مو په ۲۱ مه پېړۍ کښي دافغانستان دبهرني سياست په اړه دهغه کتاب دمعرفي په مراسموکښي وکړه : ((داچي وايي افغانستان يوبېطرف هيواد دی باورنلری ،اوافغانستان يوبېطرف هيوادنه بولی .))
سره لدې چي داسي ويل کيږي دکتاب زياتي ليکنې هم ستاسو دي نه پوهېږم چي دکتاب په دغوچاپ سوو ليکنوکښي مو هم دامسله په علمي بڼه توضع کړې ده اوکنه ،چي افغانستان بېطرفه هيوادنه دی ؟ خوزه بېله دې چي داکتاب ولولم ډير باوري نه يم چي تاسوبه دغه تاريخي حقيقت څېړلۍ وي . ستاسوله خولې ويل سوي چي تاسو په همدغه ويناکښي داسي څرگندونې هم کړي چي : (( که افغانستان خواهان سیاستی فعال درعرصه بین المللی است . او (سپنتا)اظهار داشت که دیگر حاضر نیست تا در هیچ مجلسی از سیاست هایی که درقبال بیطرفی افغانستان عنوان می شود، دفاع کند.)) همدا تاسو څه موده وړاندي دبېطرفه هيوادو دسازمان په کنفرانس کي کډون درلود،نوکه تاسو په رښتياپر دغه ملي دريزولاړ واي پدغه کنفرانس کي به مو برخه نه اخيستلاي اوهغه وخت به موداخبره کړې واي چي اوس ئې کوی . اودبلې خواڅنگه کېداي سي چي تاسوله يوې خوا افغانستان بېطرفه نه بولی اودبلې خوا واياست چي ((. . . افغانستان خواهان سیاستی فعال درعرصه بین المللی است .)) يوهيواد چي بېطرفه نه وي هغه ددغه ډول خارجي سياست دپلي کېدوخبره چي تاسوئي تعبيروي نه کوي .
ښاغلی سپنتا دفعال سياست خبري پداسي حال کي کوي چي افغانستان تر غاښودبهرنيانو ډک اوټول لگښتونه ئې دهمدې بهرنيانو لخواپوره کېږي . زموږ عام ولس دامنلې چي دپخوانيو خواريواوتحقير څخه که خلاص سي دڅه مودې لپاره دي دهيوادبېطرفي دمجبوريتونوتر سيورلاندي وي ،ځکه فعال سياست په فعال اقتصاد ،مستقل هيواداوغښتلي دولتي سيستم کېږي ،موږ يوهم نلرو. يوه خبره مي راپياد سوه يو وخت زه دکندهار دښوونکودروزنې دعالي مؤسسې په انگړ کښي له همصنفيانو سره ناست وم ،پدغه مجلس کي يوځوان چي سلام نومېډه اودنيمروز ولايت دبلوڅانوڅخه وو پدگو ورځوکي دداودخان له سياسي زندان څخه خلاس سوئ ووهم ناست و .دغ ځوان دزندان دخواريو کيسه کوله ،پدغه وخت کي يوه پوښتنه وکړه ياره اقتصادي حالت دي څنگه دی ؟ هغه ورته سمدلاسه په خندا وويل زه اقتصاد نلرم اوته ئي دحالت پوښتنه کوې . .نوښاغلې سپنتا صاحب موږ دفعال سياست لپاره نه دمنلې او ملي گټوته وفاداره دولتي خپلواکه اداره لرو اونه ئې توان ،اوتاسوبيادافغانستان دبې پرې توب اودفعال سياست دپلي کېدوپه هکله خبري کوی .
پرد ې ټولو سياسي اوحقوقي ناخوالوسربېره که دابهرنيان نه واي دغه پارلمان دټولوناندريوسره ،دامات اوگوډ تعليمي سيستم ،ډله ايزي رسنۍ ،يولړقوانين ،مدنې ټولنې ،دمعاصر اوموډرن ژوند په لوراميدونه اوداسي نوري نيمچه لاسته راغنې چي دولتي چارواکي ئي افتخارپه ځان پوري تړي خوکه سرگرېوان ته ټيټ سي ،اوهرڅه په سړه سينه په خپل نامه ونومول سي په حقيقت کي دهمدغومداخله گروبرکت دی .که موهمدا اوس هم چي دهر ډول سياسي پوهاوي لاپي وهل کېږي يوه لحظه تنهاسره پرېږدي ټول په پوهېږوچي پدې ملک کښي به کوم ناتار پيل سی اوبيابه څوحکومتونه جوړسي ،دڅوقوماندانانوپه نامه به سکه چاپ سي ،څومره به کانتينرونوکي له منځه ولاړ سي اودڅو مرو نورو پر سرونوبه بيا ميخونه ټکوهل سي؟؟؟ په عاميانه خبره والله سره وخورو،همدا اوس په نړۍ کي نه سره ځايږو،يو اوبل ته غاښونه چيچواو. . . . ايادهمدغې غولونکي دموکراسي علامه به بيا څوک په زره بين کښي پيدا کړ ي ؟څوکاله وړاندي حالت افغانان دې ته مجبورکړه چي يوځل بيابهرنيو عسکروته هرکلۍ ووايي . اوس بياپه هغه حالت پسې څوک خفه سوی اويوازي غواړي په تشو اوبې مسوليته څرگندونوداهيواديوځل بياداورلمبو،دتعصبونواودښمنيوگدال ته ورټېل وهل سي .
ولي داټول دټولو ناخوالواونيمگړتياوسره چي دافغان ولس دسر په قيمت ترلاسه شوی دڅو خودغرضو دشخصي اوډله ايزو گټو قرباني شي ؟؟؟؟
راسی ددې لپاره وجدانأ کاروکړوچي ټولي دښمنۍ پرېږدو هر افغان ته دبل تر فيلسوف دقدرپه سترگه وگورو اوپخپله بېله جگړې اوبهرنيودمشورونه داسي دولتي اداره جوړه کړوچي مثال ئې ونه ليدل سي .اياافغان مغز اوکله نلري ؟اياافغانان به دقيامت ترورځي يودبل په مقابل کي ددښمنۍ اواختلاف په سنگرکي ناست وي .يوه کيسه ده چي څوک مي کافرنکړي وايي : (يوه ورځ ملائيکوله خداي تعلا نه پوښتنه وکړه چي دا افغانان به کله سره جوړسي ،هغه ذات وژړل ،ملائيکې وارخطاسوې چي څه پېښه سول ،څښتن تعلاورته وويل ځکه مي وژړل چي هغه وخت به زه نه يم .)) نو ولې داسي عمل وکړو چي خداي لا رانه بېزاره سی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په يوه خبره که دغه حالت ته دافغانستان مستعميره اويادبهرنيانوتر تاثير لاندي حالت واياست نو داهيواد ترټاکنو وروسته نه بلکې د۲۰۰۱ دسپتمبرد۱۱ نه راپدې خوامستعميره اودبې پرې سياست درلودونکی نه وو.ځکه په افغانستان کي ميشت بهرنيان په نړيوال سياست کي بې پرې ندی اوهغوي دلته په افغانستان کي هم هغه سياست پلي کوي کوم چي ددوي دملي سياست اوگټوسره په ټکر کي نه وي .خونه پوهېږم هغه وخت چي بهرنيان پر خل سره راغله ،ولي ستاسو افغاني غروراوملي احساسات دمره غښتلي نه وه لکه اوس ؟
فکر کېږي داځکه چي تاسو پوهېږي ددوهم ځل لپاره دبهرنيوچارو دوزارت مقام ته له ټاکل کېدنه محروم ياست . ځکه داساسي قانون له مخې همدا پارلمان چي ستاسو عکس اوسيوری په ډبروولي بايد دکرزی صاحب نوي کابينې ته هم د اعتماد رايه ورکړي .داطبعې ده چي تاسوته به دغه پارلمان داځل هم داعتماد رايه درنکړي ،ښاغلي کرزی ديوې انډيوالی له مخې اوددي لپاره چي المانيان خفه نسي ،دپارلماني مخالفينوپه وړاندي ئې مقاومت کړی وي تاسو تر دغه دمه راورسولاست .
زه پدې باور يم چي زموږ دولتي چارواکي په ځانگړې توگه داسي وزيران لکه دبهرنيو اوکورنوچارو،دفاع اوملي امنيت رئيسان که له کاره هم گوښه سي داډول بې مسوليته اودملي گټو خلاف څرگندونوحق او صلاحيت نلري اونه ئي بايد وکړي . زموږ چارواکي ئي بايد دگاونډيو هيوادوله شړل سوو چارواکونه زده کړي .
تاسو وگوی جنرال حميدگل ،پرويزمشرف ،نوازشريف ،رفسنجاني اودټولوگاونډيواونور وهيوادود پخوا نيو وزيرانوڅرگندونوته پام وکړی ، داهر يوتراوسه هم دخپل هيواد دمسائيلو په وړاندي بې مسوليته څرگندونې ندې کړي ،نوتاسوڅنگه داسي بې مسؤليته څرگندونې کوي ؟ اودلکواحساسات بې ځايه اوبې گټې راپاروی ؟ خيری که په راتلونکي دولت کي ځاي ونلری دادرې کاله وزارت هم فکرکوم تاسوپه خوب نه ليده .
متاسفانه ستاسو داڅرگندونې دامعنالري چي په راتلونکی کښي دافغانستان دبهرني سياست په اړوند ځان له مسؤليت نه ځان خلاص کړی اودثبوت لپاره به دادليل راوړئ چي تاسودخپل حاکميت په ورستيو شپو او ورځو کي په ډاگه وويل چي افغانستان بېطرفه نه دی ،پداسي حال کي چي دازموږ ديوه نالوستي لپاره هم کومه سياسي اختراع نده ،له ډير پخوا ټول پدې پوهېږي چي گواتوره اوشيدې سپيني دي .
که ستاسونه پوښتنه وسي چي همدا تاسو څه موده وړاندي دملگروملتودسازمان په عمومي غونډه کي له هغه ترېبون څخه دغه مسله ولي په گوته نکړه چي افغانستان بېطرفه ندی اوبهرنيازموږ په کورنيو چاروکي لاس وهنه کوي . په همدگه اونوروډيرو نړيوالو اوکورنيوکنفرانسوکي مودافغانستان دبېطرگي خبري کړي .
په ځانگړې توگه کله چي له افغانستان څخه دامريکا لخوادگاونډيانوپه خاوره دهغه جملې دبېلگې په توگه دپر ايران دحملې خبره سوې همدا تاسو په مطبوعاتي کنفرانسوکي پردې خبره ټينگارکړی چي افغانستان ديوه خپلواک اوبېطرف هيوادپه توگه هيچاته اجاز نه ورکوي چي له خاوي نه ئې دبل چااوياگاونډيانوپر خلاف استفاده وسي .اياتاسو چي څوځله ايران ته سفر وکړ اويامودغه دپاکستان له چارواکوسره ليدلې ترهغه وروسته موپه مطبوعاتي کنفرانسوکي پردي خبره ټينگار ندی کړئ چي موږ بېطرفه اوخپلواک هيواديو؟ ښاغلي سپنتا صاحب مه ئي هيروی داخبره موپه تکراراوټينگارسره کړې ده .
هلته دهمدغوزبرځواکوچي نن سرځيني ټکوی په صفت نه مړېداست .اوهغوي موزموږ دهيوادسره هراړخيزو مرستو ته رابلل اوددوي شتون موزموږدهيواد دخپلواکی يوازنۍ ضامن باله ،اوس بيا دابله خبره کوی ؟؟؟
ښاغلي سپنتا صاحب !هراړخيزو مرستومفهوم اومعنی دحقوقي تعبير اوسياسي ډياليکټيک له مخې څنگه کېداسي ؟؟؟ ايادغه ډول غوښتنه په ساده ژبه مالي ،مادي ،سياسي ،پوځی اومعنوي مرستي دلاس ورکولو معنا نلري ؟ نوکله چي يوچالاس درکړ،هغه به هرو مرودالاس ښوروي ،داچي چيري ،کله اودڅه لپاره دانوبيا دلاس لرونکی يعنې دهغه چا چي تاسو دهراړخيزي مرستې غوښتنه ځينې کړې ده په سياست پوري اړه لري .
که تاسو غواړي هغه لنډ کړی ،نودا کار دامعنالري چي ممکن هغه په ښکاره لاس راټول کړی خوکه ئې گټه وه دبلې خوا اودبل چاپوسيله همدا لاس چي تاسوئي يوځل داوږېدو اوبيادلنډيدو غوښتنه کړې وه همدې هيواد ته په ډيره ساده گی را اوږدېږي . ددې ډول ماشومانه او احساساتي سياستونواوڅرگندونوپايلې اوبېلگې موږ پدې ((۹)) لسيزوکي بې شمېر ليدلې دي .
په نړيواله کچه ددغه ډول پېښو ډير مثالونه شته چي زبرځواک يادهغه هيواددخلکودفشارله مخې مجبورسوی اويائي سيمي ايزو گټو حکم کړی چي خپل اوږده لاسونه رالنډ کړي اوپردې لنډېدوئي سياسو تجارت هم وکړي خوډير ژرپه بله بڼه اودبلې خوايادبل چاپوسيله همدا لاس دغه هيوادته داخل سوی دئ، افغانستان هم دخپلو تاريخي اوسياسي پېښوپه لمن کښي داسي ډير اوبې شميره بېلگې لري .په هغوباندي دپوهېدواوخبرېدولپاره اژينه ده چي داخپل هيوادتاريخ يوځل په ارامو اعصابواودملي گټوپه ارزښت باندي په پوهيدوسره مطالعه کړو.
نوپه تکرار وايم راسی لومړی خپل هيواد ۍوړ کو اقتصادئي پر پښو ودروو ،دورانۍ پر ځاي دۍوړېدولپاره مټي راونغاړو،کله چي دمستقل اقتصادي ژوند جوگه سولونوکارونه پخپله سمېږي .
په تيرو اتوكلونوكښې چي که زموږهيواد ته بهرنۍ مرستې راغلې زموږ دولس اقتصادي اوټولنيز لومړيتوبو نه اواړتياوي په پام كې نه دي نيول شوي.زياتره پر داسې پروژو لګيدلې چې دافغانستان له اقتصادي غوړېدلې راتلونكى لپاره گټور نه تمامېږي . اوس دادي نن دنومبر ۱۹ ښاغلي کرزی يوځل بياپر قران کريم لاس کښېښود اوقسم ئي يادکړچي دافغانستان ملي گټې به ساتي ،وبه ئې گوروچي څه کوي ؟سره لدې چي افغانان ئي نور په قسمو باور نلري .دده لومړی وينا په حقيقت کي دبهرنيو تر ډيره بريده دبهرنيو چارواکو دڅرگندونواوگوتڅنډنوغورچاڼ وو . وبه گوروچي افغان دولت او چارواكي په حكومت او نظام كې د نړيوالې ټولنې لاسوهنې او فرمايشونوپه وړاندي تر کومه بريده مخالف اوخپلواکي عمل کوي . داچي ښاغلي کرزی صاحب وايي دبرنيانودمرستي کچه بايد تر ۴۰ په سلوکي دپخواپه پرتله پورته سي داخپله دامعنا لري چي دښاغلي کرزی دې خبري دوړانديز شکل نه درلود،وه امرانه غوښتنه ياپر بهرنيانو نازوو.نوکله چي له هغوي نه دنورومرستو غوښتنه کېږې ،په کوم جرأ ت به بياڅوک ددوي دخبرو اوغوښتنوسره مخالفت وکړي .
دادزور اوزر خاوندان دي چي دمرستوتر نامه اوغولوونکو شعارولاندي ديوه هيوادپر ټول سرنويشت حاکم پاته کېږي .هغه روسي متل دی وايي ((هغه څوک چي پيسې لري هغه دموسيقی فرمايش ورکوي )) نوځکه سپنتا صاحب داموبايد پخوا منلې او ويلي واي چي زموږ بېطرفې دبهرنيانو تر سياسي سيوري لاندي ده ،اوس يوڅه پر تاسو ناوخته سو .

تر لومړۍ نړيوالي جگړې راوروسته په نوې بڼه اوميتود دزبرځواک هيوادونه په اقتصادي لحاظ کمزوري ،شاته پاته اوياپه سياسي اصطلاح دودې په حال کي هيوادنوکښي خپلې هر اړخيزې گټې لټوي،کله داقتصادي اوتخنيکي مرستواوسرمايي دانتقال اوکله دسولي او ټيکاودراوستو،ياپه بل نامه پردغو هيوادو وردانگي ،چارواکي ورته ټاکي نوم ورباندي دوموکراسي اوټولنيز عدالت تامينول ږدي .
بلې دايومنلی نړيوال اصل دي چي هر ولس د خپل ملي حاكميت درلودلواو ارادې دڅرگندولو حق لري کوم چي ديوه خپلواک دولتي جوړښت اوقانون په وجودکي تمثيلېږي . خودافغانستان غوندي کمزورو هيوادولپاره دې تمثيل ته ځان رسول ولسي يووالي ،ټينگي اوپخې ملي ارادې ،سياسي پوهې اوهوښياری ،له ځاني گټو تېرېدواوقربانی ته زياته اړتيالري ،په خبرو اوشعارودې موخې ته رسېدل ناشونۍ کاردی .
فکرکوم ښه به داوي چي داسي چاروکي په خپلو څرگندونوکي دافغانستان که دولتي اعتبار نه نو ملي اعتبارته پام وکړي .
افغان ولس د نړيوالې ټولنې مالي اومادي مرستو اوملاتړ ته زياته اړتيا لري، خو دغه مرستې بايد د ملي هويت او ارادې په بيه تمامي نسې . اونه هم افغانان خيرات خواره عادت اوپه نړۍ کښي پدې نامه مشهورسي .
ترڅوپه ولس کي سياسي شعور پياوړی نشي اودنړيوالو اړېګوپه اړينه اوله هغوڅخه دمعقولي گټې پورته کېدوپه هنر پوه نسي ،موږبه دخپلواکۍ اوملي گټودفاع يوازي دجشنونوجوړو ل اوبې گټې لاپو وهلوکي رانغاړوچي داکاربه زموږ دولس هيڅ يودرد هم دوانکړي .
پدې هيله چي له نړيوالواړيکونه دملي گټواوخپل ولس دښېرازی اوبسياينې لپاره شپه او ورځ په زياته هوښياری اوبېله کوم غولونکي احساساتي کړنواوشعارونوڅخه په يوه ږغ اوملي يو والي په روحيه کوټلې گامونه اوچت کړو. ومن الله التوفیق
اخځونه :
۱/ تاند ويب پاڼه
۲/ بې بې سي پښتو ويب پاڼه
۳/ نواي افغانستان ويب پاڼه
۴/ دډله ايزوصوتي اوتصويري رسنيوڅخه ځانگړې ياداښتونه