نظارشورا بلاخره د سقاولار خپله سیاسي کړنلار وټاکله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

نظارشورا د خپل شتون راهیسې چې د جوړښت ډبره يي د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نصرالله بابر پخپلو خیرنو لاسونو ایښې ، تر ننه د هېواد او افغان ملت په وړاندې له هيڅ ډول چلوټو ډډه نه دې کړې . دې شورا په هېواد کې د افغانانو تر منځ د بېلتون په هستولو ؛ د ازبک ، هزاره ، تاجک او پښتنو په جنګولو ؛ مرکزي حکومت ته د سردرد په پېښولو ؛ له پاکستانه نېولې بیا تر ایرن ، روسيی ، فرانسې او د اسرایلو په ګډون په جاسوسۍ شرم نه دی کړي او هر ځل يي د پوخ او مکار مداري پڅېر د همدغه تباکارو کړیو په لارښوونه د خپل پيټار څخه د هېواد په وړاندې نوې توطيي او چلوټې راایستي دي !
کله چې نظارشورا او عبدالله د ۱۳۸۸ کال په ټولټاکنو کې خپله ماتې ولېده ، نو ټاکنو سره يي د خپلو ژمنو په خلاف پریکون وکړ . روسته يي د خپلو نویو بادارانو په لمسون په راتلونکي حکومت کې د ګډون او د اتو یا پينځو مهمو چوکیو د خپلولو توطیه له رسنیو پټه پکار واچوله . کله چې دا هم چا ورسره ونه منله او له هرې خوا نیمګړی نیمخوا شو ، نو اوس يي د پلار او نیکه سقاو زړو هډوکو ته لاس کړ چې ګوندې په راتلونکو چلوټو کې به له دوی سره د سقاو سرګردانه اروا څه مرسته وکړي !
د سقاو څو تنو لمسیانو او کړوسیانو د یو بل ډاکو عبدالحفیظ منصور په لاښوونه چې ځان د پاشل شوې ملي ضد جبهې دوره يي مشر هم ګڼي ، د نومبر په ۱۶ مه د حضوري چمن او مرنجانو غونډۍ شاوخوا د درغلګر سقاو او د نوموړي د هغه مهال د نورو غلو په هډوکو پسې په دې تمه چې « بقایای اجساد حبیب الله کلکانې و یارانش از سر دفن شود » هره خوا وګرځېدل .
دوی له لږې بېشرمۍ پرته افغان دولت ته وايي : « دولت مکلف است تا مراسمې را برای تدفین امیر حبیب الله ودوستانش در نظرګیرد »
غل او ډاکو سقاو او د هغه نورو څلویښت یارانو ته د امیر نوم ورکول د خپلواکۍ د لارو اتلانو ته سپکاوی دی .
نظار شورا ته چا د کومې زړې کیسې له مخې چیرته هډوکي ور په ګوته کړي چې ښايی له سره یا هلته هډونه نه وي او یا که وي هم کېدای شی د نورو ځناورو وي . بلخوا په تاریخ کې ډېر غله او ډاکوان تېرشوي چې د ټولنیزعدالت د بسیا په موخه اعدام شوي او هډوکي يي چیرته خښ شوي ، د هغو لمسیان به هم پاڅيږي او له موجوده دولته به غواړې چې د غلو پلرونو هډوکي يي په پرتمینو دولتي مراسمو خښ کړي !
همدارنګه دوی د ننګرهار د والي ښاغلي ګل اقا شیزي په پته هم له سړیتوب او افغانیته لري خبرې کړي :
« اين اشتراك كنندگان اظهارات والي گل آقا شيرزي به حبيب الله كلكاني را "غير مسوولانه" و "به دور از ادب و نزاكت‌هاي اجتماعي" دانستند.
چندي پيش والي ننگرهار در نشستي با شماري از مردم مشرقي ضمن توهين به حبيب الله كلكاني گفته بود كه اكنون بايد براي نجات كشور از چنگال ديگران به مانند پدران تان كه با نادرشاه همكاري كرده بودند، يكي شويد. »
د دوی له پورته پلانونو ښکاري چې که والې یا بل هر افغان په یوه مرکز د افغانانو د راټولو خبر کوي ، دوی يي د ځان او نظارشورا په مقابل بولي . دوی په هيڅ شان چمتو نه دي چې افغانان دې په یوه چرګۍ راغونډ شي .
تېر وخت ته په کتو سره ، دوی د کرزي د کمزورتیا برخې ښې پېژني . کرزي د اساسي قانون د لويي جرګې د پریکړو په خلاف چې هلته د احمدشا مسعود د اتلولۍ په اړه د نظارشورا غوښتنه رد شوې وه ، د یوه فرمان په مټ مسعود ته دا لقب چې په هيڅ شان ورسره نه ښايي ورکړ . همدارنګه د فهیم د مارشالۍ خبره همداسې درواخله . اوس ښايي له ټولټاکنو روسته بیا کرزی وازمايي او د کرزي له کمزورې اړخ څخه د ګټې اخیستنې په تمه وي .
خو کرزی باید په دې پوه شوی وی چې تېر دواړه کارونه يي هم غلط کړي وو . نه مسعود اتل و او نه دا بل مارشال . د افغان ملت په زړه دواړه ملي خاینین او د سقاو سکه اولاده ده او د پېښو بهیر به هره ورځ د تاریخ دا حکم تایید کړي . که چیري نظارشورا د افغان ملت د ملي ګټو په سنګر کې درېدلای ، تر اوسه ورته ډېرې تېرېدنې وشوي او ښه ونازول شول . باید د ملي ګټو لارې ته راغلای وای ، خو له دې روسته هم نه راځي ، ازمودن را ازمودن خطا است . کرزی باید نور ونه غولیږي او نه يي افغانان نور دې ډول غولېدو ته پریږدي !
که د نظار شورا داسې غوښتنه د ګډوډۍ په موخه نه وي ، په دې وخت چې دولت د زرګونو نورو ستونځو سره مخ دی یو بل کړاو ورته پېښول ، د څه په مانا کېدی شي ؟
که چیرته په یوه هېواد کې غله او ملي اتلان په یوه تله کې وتلل شي ، د هغه ملت برخلیک به کومي خوا ته ځي ؟
ایا دا غوغا چې نظار شورا يي غواړي راولاړه کړي ، د پردیو جاسوسي کړیو ډول ته ګډېدل نه دي ، لکه څنګه چې سقاو او د هغه د غلو ډلې ، تېر وخت د انګریزانو ډول ته وګډيدل او د خپلواکۍ غورځنګ يي په وینو کې ولمباوه .
د لنډغرو او ډانګیانو د لارې په تعقیب سره ایا نظارشورا غواړې په افغان ولس کې ګرانښت وګټې او په بل ځل ټولټاکنو کې له دې لارې د افغانانو وټونه ترلاسه کړي ، ایا دا خبره شونې ده ؟
که نظار شورا د تاجک وروڼو په درواغجن استازیتوب پخواني غله او ډاکون لکه سقاو او شریکباڼي د خپلې راتلونکې لارې لارښود وبولي ، ایا تاجک روشنفکران به په دوی پسې ولاړ شي ؟
زما په اند نظار شورا د سقاولارې په ټاکنې سره یوه لویه تېروتنه وکړه ، او هرچا چې ورته ددې لارې ښېګڼې او ګټې ښوولې وي ، دا شورا يي په داسې سلا سره په ګړنګ کې ورګوزاره کړه .
په افغانانو کې به ماشوم هم پیدا نشي چې سقاو د غل ، ډاکو او د پردیو د ګوډاګي په توګه ونه پېژني . سقاو د خپلواکۍ د دښمن پتوګه لکه لمر په دوو ګوتو نه پټيږي . نظارشورا ، جمعیت او که کوم بل څوک هڅه وکړي چې تاریخ سرچپه ولیکي ، هسې عبثه خواري کوي .
زه دې لیکنه کې په دې اړه چې سقاو څوک دی او په تاریخ کې يي څه کړي دي څه ، نه لیکم . دا کار د تاریخ پوهانو دی او باور لرم چې افغاني تاریخ پوهان به په دې اړه بې تفاوته پاتې نشي . تازه هم ما په دې اړه د کاندید اکاډيمیسن ښاغلي سیستاني بډایه او ګټوره لیکنه ولوسته چې د افغان جرمن انلاین په ملي بریښپاڼه کې خپره شوې . نور دوستان هم کولای شي چې دغه ګټوره او مستنده لیکنه ولولي .
اخځونه :
خاوران بریښپاڼه
مرادزی
د ۲۰۰۹ کال د نومبر ۱۹ مه