د فساد په ضد هڅې باید له نورو ملي موخو سره وتړل شي !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

یوازې اداري فساد نه دی چې د افغانستان دولتي ماشین يي شل کړی بلکې نور لاملونو هم ډېر دي چې د اداري فساد سره په ګډه يي هېواد د ناورین په لور روان کړی دی .
د اندیښنې وړده چې اداري فساد ، د کرزي له دوتره نېولې تر عدلي سکټور ، پارلمان ، وزارتونو ، ولایتونو او تر ولسوالیو پورې پراخ شوی او ټول اداري غونډال « سیستم » يي له سره تر بیخه راښکېل کړی او هغه يي له کاره غورځولی دی ، خو که د اداري فساد په ضد هڅې د مرکزي حکومت د بسیا او ټينګښت ، د جګړې د دوام ، د نیشه يي توکو د کرــ کیلې قاچاق او د مافیا د پراخ شتون د نورو لاملونو د مخنېوي له هڅو سره یوځای نشي ، په یوازې توګه د اداري فساد په ضد هڅې او شورماشور به عبث او بې پایلې وي .
په اوس وخت کې موخه دا ده چې یو غښتلي مرکزي حکومت په پښو ودریږي ، ترڅو داسې حکومت د ټولو شتو ناخوالو سره مبارزه وکړي لکه د مرکزي حکومت په وړاندې په مرکز او ولایتونو کې د ټوپکمارو او جګړمارو بې وسلې کول او مرکز ته د هغو تابع کول ، د القاعده او ترهګرو په وړاندې اغیزمنه جګړه او په سیاسي اغیزمنو لارو د وسلوالو کورني طالبانو راخپلول ، د دولتې اداري سمون او د فساد جرړې ایستل ، د مافیا له منګولو د ولس ژغورون او ولس ته د ګټو او ښېګڼو رسول او داسې نور .
که څه هم هغه دولت چې په اداري فساد ککړ وي ، خپله د مرکزي غښتلي دولت د رامنځ ته کېدو په مخ کې خنډ دی ، خو د مرکزي دولت د پیاوړتیا نورو لاملونو ته لږ ارزښت ورکول هم ، د ستونځو د حل پرځای ستونځې لازیاتوي .
دا چې د هېواد په شمال کې د بلخ والي عطا محمد نور د مرکزي حکومت پر وړاندې ګواښونه کوي او هغه سیمه د نظارشورا او جمعیت د واک سیمه بولي او یا نور ټوپکمار د مرکزي حکومت لارښوونې نه مني له اداري فساد څخه ددغو پېښو زیان په وارونو زیات دی . القاعده او ترهګر هم لکه د نظارشورا او جمعیت پشان د هېواد په نورو سیمو کې مرکزي حکومت ته ستر ګواښ دی او په دولت کې دننه د بډې خورو او فاسدو دولتي چارواکو شتون هم هغه چینجیو ته ورته دي چې دولت له دننه خوري ، خوسا کوي يي او ودې ته يي نپریږدي . دغه ټول د هغه زولنو بېلا بېلې کړۍ دي چې د مرکزي حکومت لاس او پښې يي تړلي دي .
اوس پوښتنه دا ده چې مرکزي حکومت له دغو زولنو څنګه ځان خلاصولای شی ؟ له کومه ځایه يي پيل کړي ؟ څنګه ځان غښتلی کړی او په ریښتیانو مرکزي حکومت شي ؟
د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د کرزي بری او د هغه د سیال عبدالله ماتې له دې کبله هم زیات ارزښت لري چې افغان ولس پخپلو رایو سره کرزی ته واک ورکړ چې نوموړی دا واک د ډانګیانو ، ټوپکمارو او جګړه مارو په مقابل کې چې تر نورو لاملونو زیات د مرکزي حکومت د جوړښت په وړاندې خنډ دي ، وکاروي . دغو ټوپکیانو ته د هیڅ یوه نوم لاندې په دولت کې ځای ورنکړل شي ، او په دې اړه تېرې اته کلنې تېروتنې تکرار نه شي چې ډېرې بدې پایلې به ولري .
د اداري فساد د جرړو په ایستلو کې چې د مرکزي پیاوړي حکومت په مخ کې یو بل لوی خنډ دی ، کرزي ته خدای اسانه او ارزانه وسیله تر ګوتو کړه . د ملګرو ملتو ۱۹۲ غړو هېوادو په عمومي غونډه کې د رایو په اتفاق سره خپله ۱۹۲ پریکړه وکړه او په هغې کې يي د افغانستان ټولټاکنې روغې او د ډاډوړ وګڼلې . په دې پریکړه کې د افغانستان ولسمشر کرزي څخه د قانون د حاکمیت د پیاوړي کولو ، د دیموکراسۍ د بهیر ، د اداري فساد په ضد د مبارزې او د عدلي سکټور د سمون په اړه د وړ ګامونو د پورته کولوغوښتنه شوې . په دې توګه کرزی او د هغه راتلونکی کاري ټیم په کور دننه له هغه ملاتړ څخه چې د ټاکنو له لارې يي ترګوتو کړی وو سربېره ، نن نړیوال پياوړی ملاتړ هم لري چې ددغو دواړو ملاتړونو څخه په سمې ګټې اخیستنې سره د مرکزي دولت مخې ته د پرتو خنډونو په لري کولو کې غوڅ ګام اخیستلای شي .
د اداري فساد په له منځه وړلو کې ، خپله ولس د مرکزي حکومت ملاتړی دی . د هېواد هره تړه ، بانډه ، کوڅه او دېره نارې وهي چې د ولس له برخلیک څخه ددغو جنایتکارو او خاینینو لاسونه لنډ شي .
بلخوا د نړۍ پياوړي دولتونه که څه هم بېلې موخې لري ، پرلپسې له کرزي غواړي چې له دولته ټوپکمار ، جګړمار ، غله ، ډاکوان او په اداري فساد ککړ چارواکي وشړي .
« دامریکا دبهرنیو چارو وزیری میرمن هلري کلن او جرمنی وویل چی که چیری دافغانستان جمهور رییس حامد کرزی غواړی چی پراخه نړیوال ملاتړ ترلاسه کړی نو باید پخپل هیواد کی اصلاحات راولی او دفساد جرړی ختمی کړي. »
د جرمني د دفاع وزیر ښاغلي ګوتنبرګ زیاته کړه چې ما خپلې اندیښنې په ښکاره له افغان حکومت سره شریکې کړې له ولسمشر کرزي سره مې داداري فساد، له جرمونو سره دمبارزې او ښه حکومت کولو مسایل یاد کړل . »
« دهالنډ حکومت بیا خبرداری وکړ که چیرته د حامد کرزي نوی حکومت داداري فساد پرضد جدي ګامونه وانخلي هالنډ به هغه کړې ژمنه چې په دوه زره لسم کال کې افغانستان ته اوه دیرش میلیونه ډالر ورکوي، ورنه کړي. دهالنډ دهمکارۍ او پراخیتا د وزیر برت کوندرس ویاندې فرانس پریس آژانس ته وویل ، وزیر دهالنډ پارلمان ته وویل ، دحامد کرزي حکومت باید جدي ګامونه داداري فساد پرضد واخلي څو د دې وړ شي چې مرسته ورسره وشي. دهالنډ دغه مرستې چې دپارلمان له لورې کیدې په افغانستان کې دښوونکو او روغتیایي مامورینو د معاشونو او د بریښنا، اوبو رسولو او وړو پورونو پروژو ته ځانګړې شوې وې . »
کرزی او ټيم ته يي نه ښايی د جګړمارو او فاسدو چارواکو پر سر نړیواله ټولنه له ځانه خپه کړي او نړیوالې مرستې د ډاکوانو پر سر په افغانانو ودروي .
اوس دا د کرزي او د هغه د راتلونکي کاري ټيم ملي دنده ده چې ، یوخوا د ټوپکمارو او ډاکوانو او جنګي مجرمینو او بلخوا د فاسدو ، بډې خورو دولتي چارواکو په وړاندې د رامنځته شوې په کور دننه او نړیوالې ښې فضا څخه ګټه پورته کړي . په اوبو کې لوټه ایښودل او ځان پرې د لنډمهال لپاره تېرول او ملي سترو ګټو ته د شااړولو لار پریږدي . د غښتلي مرکزي دولت ستنې پښې ودروي .

اخځونه :
بېلا بېلې بریښپاڼې
مرادزی
د ۲۰۰۹ کال د نومبر ۱۵ مه