هغوی ته چې په هیوادکې مثبت بدلون غواړی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی

دطالبانو دواکمنۍ دړنګیدووروسته کلونو وښودل چې په هیواد کې اودهغې بهرهغوروڼ اندوچې دمثبت بدلون غوښتونکی وو د دې جوګه نشول چې دهیواد په پیل شوی سیاسی بهیرکې خپل ځای پیدا اومثبت رول ولوبوی۰ له همدې امله وو چې په پردیو پورې تړلیوکړیو، فرصت غوښتونکو،ځا ن پالو او پرشا تلونکوڅیرووکړای شول دنوی پیل شوی بهیر داصلی لوبغاړو په توګه راڅرګند شی او هغوی د دې دریځ دترلاسه کولو له برکته له یوې خوا لا نور هم خپل دریځونه پیاوړی کړل او هغه نړیوالې مرستې چې افغانستان ته دهیواد درغونې لپاره ورکول کیدې حیف اومیل شی او له بله پلوه دولسواکۍ دټینګښت اومدنی ټولنې دبنسټونودغښتلتیا خنډ شی۰
دطالبانووروسته چی په افغانستان کې سترشتمن دولتونه فعال سیاسی اوپوځی حضورلری او موخه یې په هیواد کې دولسواک نظا م ټینګښت ګڼی د دموکراسۍ اومثبت بدلون پلویانو ته ښه فرصت وو چې دهغې څخه لازمه ګټه پورته کړی او دملی او مترقی پاشانه کړیودیووالی او دیوه غښتلی جوړونکی اپوزیسیون دپه پښو درولوپه لاره کې اړین ګامونه پورته کړی چې له بده مرغه داسی ونشول۰ دا خورې ورې کړۍ د دې پرځای چې دیوه پراخ اوځواکمن غورځنګ دجوړولو کوم چې دولس او واکمنۍ ترمنځ د اتصال دکړۍ او په سیاسی بهیر باندې دمثبت اغیز داچولویوه اغیزمنه وسیله وی په بیړه سره دکوچنیو سازمانونو په جوړولو لاس پورې کړ چی نه په ټولنه کې یې شتون داحساس وړدۍ او نه د هیواد په سیاسی بهیر کې رول لری۰ د دې بهیر څخه داسې بریښی چې د دې ګوندونو او سازمانونو دجوړولو دلیوالو او نوښتګرو موخه یوازې دګوندونو جوړول وو نه داچې په پیل شوی سیاسی بهیر خپل رغنده او جوړونکی اغیز واچوی او دولس او واکمنۍ تر منځ داتصال او ارتباط یوه اوسپنیزه کړۍ وی۰ البته چې هغو پردیولاسونو هم خپل افغانی ضدرول لوبولی دۍ چې دیوه غښتلی ملی او مترقی خوځښت درامنځته راتګ مخنیوی وکړی ۰په افغانستان کی دموجودو لسګونو ګوندونوغیرمحسوس شتون وروستیو ټولټاکنو وښود چې دې ګوندونو چې خپل کاندیدان دجمهوری ریاست څوکۍ ته وړاندې کړل هیڅ یوه هم یو فیصد رایې خپلې نه کړې۰دتحول غوښتونکو کړیو او دافغان روڼ اندوداډول پاسیف او دهیوادواکمن ځورونکی حالت ته په کتو سره لیدل کیږی چې افغانی جګړه ځپلې ټولنه یوه پیاوړی سیاسی خوځښت ته اړتیا لری کوم چې وکولای شی د اسې یوه تګلاره په هیوادکې دبنسټیزو بدلونونو لپاره وړاندې کړی اوعملا دهغې دپلې کولو لپاره مټې راونغاړی چې دخلکو له ملاتړڅخه برخمنه شی ،داسې تګلاره چې مرکزی ټکی یې بیله قیداوشرطه دمخالفینو سره مذاکره او مفاهمه ،د داسې امنیتی ارګانونوایجادچې دخارجی پوځیانوشتون ته اړتیانه وې اوپه هیوادکې دقانون واکمنیدل وی چې په اوسنی وضعیت کې دلومړیتوبونوڅخه ګڼل کیږی اودولس له تلپاتې هیلوڅخه شمیرل کیږی۰
افغان روڼ اندو اوسیاسی کړو ته چې پرهیواد واکمن وضعیت یې ځوری اودیوه مثبت بدلون غوښتونکې دی په کاروه چې دوروستیو اتو کلونواو په تیره دروان کال دزمری د ۲۹ ټولټاکنوڅخه زده کړه او نتیجه ګیری کړی وای چې څه بایدشوی وای او یا اوس مهال څه وشی؟
وروستیو اتو کلونووښودل چې موږ داوبو دجریان سره سم روان وویاداچې دخپلوخلکو دبدمرغیو اوکړاوونوته مودبې ژبواو لاس تړلیو موجوداتو په شان کتل او دنړیوالې ټولنې څخه مو دا نه دی غوښتی چې دهغه څه په نامه چې دوی زموږ په هیوادکې خپلې لښکرې ځای پرځای کړې دی عمل وکړی۰ که څه هم ځینو دقلم خاوندانو داوسنی افغانستان ترخه واقعیتونه دخپلولیکنواومرکو له لارې بیان کړی چې د هغوی دا کار دقدروړدۍ خو یوازې ویل زموږ دمسولیت بار نه لیری کوی بلکه په دې لاره کې دعملی ګامونو پورته کول زموږ دمسولیتونو څخه شمیرل کیږی چې له بده مرغه هغې ته مو شاه ګرزولې اوپه دې توګه مودهیواد دتحصیلکرده قشرپه توګه خپل رسالت اومسولیت څرنګه چې لازم ونه دۍ ترسره کړۍ ۰ اوس د دې وخت رارسیدلی دۍ چې له خبرو څخه عمل ته تیر شو او د اقبال لاهوری لاند ې بیت دخپل عمل لارښودوګڼوچې وایی:
همه لاف خواهی زڼندلیکن نمیدانم وطنخواهی به ګفتار است یاکردار یاهردو

په رښتیا سره وطنپالنه چې ټول هغه ز مزمه کوی په لافو شافو،په غوړ ووعدو،ښکلیوشعارونواواوږدولیکنوکې نه خلاصه کیږی بلکه عمل غواړی ۰ اوس مهال چې هیواد د خوراژوربحران اوواکمن دولت د طاعونی فسادڅخه ځوریږی، محافظه کاره متحجرې کړۍ خورامتشکلې اوټول امکانات په ا ختیارکې لری اوبرخلاف تحول غوښتونکې کړۍ اوروڼ اندې متفرق اوپه ډیر ناوړه وضعیت کې قرار لری چې دهرڅه دمخه هغوی باید سره یوشی ۰ د دې لپاره لازمه ده چې داخواره واره روڼ اندی چې دیووالی پراړتیا ټینګارکوی دخبرو څخه عمل ته تیرشی او دلاهوری ارزښتناکه بیت پر بنسټ خپل راتلونکی ګامونه پورته کړی۰ هیله ده چې دا دوخت حکم او افغان جګړه ځپلې ولس غوښتنې ته افغان روڼ اندی مثبت ځواب ورکړی۰
۱۲ - ۱۱ - ۲۰۰۹