دفرانسی دبهرنیو چارو دوزیرخبری دمداخلی په معنا دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

په افغا نستان کی د 1388 لمريز كال د زمري مياشتې د ولسمشريزو ټاكنو نتجی اعلان شوې، محترم حامد کرزی یوځل بیا هم دراتلونکو پنځو کلونو لپاره دافغا نستان دولسمشر به صفت اعلا ن شو دهیواد په مختلفو برخو کی خلګو دښاغلی حامد کرزی په بیا انتخاب باندی خوښی او خوشحالی څرګندی کړي او په ملی اتڼونو سره یی په ښه شاندارو مراسمو ولمانڅلی او لا هم دغه مراسم دهیوادپه ګوټ ګوټ کی رواني دي،خلګ په دی خاطر دخوشحالی احساس کوی چه هیواد دیوي ژوری چوپتیا ځخه چه تر انتخاباتو وروسته ورسره مخامخ و او هر ځه په ټپه ولاړ و دحل لاره پیداشوه ، دیوه ولسمشر خاوندان شول او افغا نان له یوه لوی تکلیف ځخه بیغمه شول ،دهیواد نه بهر دخارجی ملکو نو زیاتو مشرانو دافغا نستان سره ددوستی او همکاری تر عنوان لاندی پیغامونه او پیامونه دافغا نستان دولسمشر ښا غلی حامد کرزی په نامه افغا نستان ته مخا بره شول ، خو داسې ښكاري چې د دی پیغامونو سره جوخت دهغو توطیو او دسیسو اوازونه هم واوریدل شول کوم چه به همیشه په یو تعداد رسنیو کی تر سترګو کیدل او ویل کیدل به چه دافغا نستان په باب دانتخاباتو په نامه دپردي تر شاه پټی لوبی روانی دي ،چه یو دهغو له جملو ځخه دانتخا باتو وړل ودوهم پړاو ته او یا هم دیوی ایتلا فی اداری را منځ ته کول ؤ دا چه په ایتلا فی اداری باندی موافقه ونه شوله او دانتخاباتو دوهم پړاو هم تر سره نه شو،بالاخره کرزی صاحب هغه لوبه وګټله چی تر انتخاباتو ځخه تقریبا ښپږ میاشتی مخکی یی دیوه مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کی ویلی ول چی( زما او جهانی ټولنی تر منڅ یوه سپکه دغیږی نیولو مسابقه جریان لری) او وی ویل چی ددی پهلوانی وړونکی به هم انشالله زه یم فعلا وروسته له ډیرو فشارونو او تکلیفونو همدا سی وشول او نوموړی وروسته له پیروزی په خپل لمړنی خبری کنفرانس کی اعلا ن وکړی چی دافغا نستان اینده حکومت به دملی مشارکت په اساس جوړیږي او هر ځوک چی غواړی زما سره کار وکړی خدای دی راولی،او دحکومت لمړنی اقدام به په افغا نستان کی دفساد په وړاندی جدی مبارزه وی او په دغه باب یی دټولو افغا نانو ځخه دکمک او همکاری بلنه وکړه.
د امريكا او انګلستان په شمول د نړۍ د زياترو مشرانو خصوصا دهغو ملکونو د مباركۍ په پيغامونه کی چه په افغا نستان کی نظامی فوځونه لری یو لړ شرطونه هم ملګری ول اوهره ورځ او وریدل کیږي، په لويديزو ځينو رسنيو كې د هغو توطيو ګونګوسې اوس هم را غبرګيږي چې غواړی پر افغان ولس د ائتلافي ډوله دخپلی خوښی حکومت د بيا تپلو لپاره یی په نظر کی لري. ډير د حيرانۍ ځاى دا دى چې د ځينو ناكامو شخصیتونو له خولو نه هم اوس بيا په واك كې د شريكيدو تمې ښكاره كیږی چې تر اوسه يې په دې اړه د نه منلو او ترديدونو الفاظ لا په غوږونو كې انګازې كوي،دخارجی هیوادو دمشرانو په پیامونو کی افغان موجوده مشر تابه په ډیرو ناوړو الفاظو نومول شوی دی چه هغه نه یوازی وولسمشر ته بلکی وټولو افغا نانو ته توهین په معنا دی او دا دهغو پټو توطیو او دسیسو یوه برخه ده چی خارجی هیوادونه لا دډیر بخوا ځخه دافغا نستان په باب په خپلو زړونو کی ساتلی ول او نن یی دکمک او همکاری په بهانه ځرګند وي او غواړی له دغی لا ری هغه دښمنی چه دافغانانو په اړه یی لری تر سره کړی او دغه توریالی ملت دځان په ګټه په مختلفو نومونو په خپل منځ کی وویشي ،اوغواړی دیوه او بل په مقابل کی یی استعمال کړی ،له دغو پیامونو او پیغامونو ځخه یو هم دفرانسی دبهرنیو چارو دوزیر( برنارد کوچنر) په ناوړو الفاظو پیغام دی چه دروانی میلا دی میاشتی په ۱۱نیټه خپور شوی دی دټولو ملی او بین المللی دیپلو ماتیکو قوانینو خلاف دی او دیوه مملکت په کورنیو چارو کی ځرګند ه مدا خله ده نو موړی په خپل پیام کی په ډیره سپین سترګی وایی چه افغان ولسمشر حامد کرزی په فساد ککړ دي خو باید ملا تړ یی وشی او مشروعیت ور کړل شی څکه چه زمونږ متحد دی .
په عین وخت کی دنوموړی د مرکه په باب کې د پاریس چاپ انټرنشنل هیرالډ تریبیون او نیویارک ټایمزورځپاڼو په یووخت کی تبصری خپری کړې دی او لیکلی یی دی ، چی : سمه ده کرزی به په فساد ککړ وي ، موږباید هغه ته مشروعیت ورکړو، څو ناټو ته لاره اواره شي چې بالاخره له افغانستانه ووځي .
که څه هم د اسد د نهه ویشتمې نیټی د ولسمشرۍ له انتخاباتووروسته ،چې د درغلۍ تورونه پکې پورې شول،له کرزي سره د لوېدیځو مشرانو اختلاف اوفاصله زیاته شوې ده خوپر ولسمشرکرزي د فرانسې د بهرنیوچارو وزیرښاغلي کوچنردا حمله ، پر افغان ولسمشرد یوه لوېدیځوال چارواکي ترټولو سخته نیوکه بلل شوې ده .
د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر کرزي ته په اشارې وویل : ناټود دې لپاره چې په افغانستان کې خپل ماموریت بېرته بریالی کړي ،له دې پرته چې له هغه سره ګډ کار وکړي، بل انتخاب نه لري .
کوچنرهمداراز وویل چې په افغانستان کې ناټوتړون قطعاًموثرنه دی .هغه وویل :هدف څه دی؟کوم لوري ته روان یو؟او په څه نوم ؟. موږ اروپایان فعالیت کوو، جګړه کوو خوله یوبل سره نه ږغیږو او دا د شرم وړ ده . د فرانسې د باندنیو چارو وزیرهمداراز د امریکا ستراتیژي د پوښتنې وړ وبلله او ویې ویل : امریکایان چیری دي؟ ستونزې پیلیږی.موږ ته پکار ده چې له یوبل سره د متحدانو په توګه خبرې وکړو . هغه ویلی دی چی اوباما دافغا نستان په باب نوی ستراتیژی جوړه وی خو په نا ټو تړون کی له مونږ ارو پا یانو سره سره سلا او مشوره نه کوی او مونږ یی بی پری سا تلو یو .
په حقیقت کی مونږ دکوچنرو تبصری ته ښه متو جه شو نو یو ه ښه نتجه ځنی لا سته راوړلای شو چی هغه اصلا دفرانسی او امریکا تر منځ دجدا جدا شخصی اهدافو په سر په افغا نستان کی ډیر ژور پروت اختلاف دي چه هغه ددری ژبی متل دی چی وا یی:(دیوار شمارا میګویم ودر توان را بشنو) اوس هم کوچنر او یا په مجموعی توګه ټول اروپایی هیوادونه دبیری امریکا ته څه نه شی ویلای ولی زور یی په محترم کرزی صاحب باندی رسیږی او هغه بدون دکومه دلیله په فساد ککړ بولی ولی له ده ځخه ناخبره دی چی هغه دیوه خپلواک هیواد ولسمشر دی چه دهغه نوم افغا نستان دی او تاریخ یی په ټول جهان کی روښانه او معلوم دی چی هیځ تجا وز ګر ته یی له سکندر تر نن پوری خپل سر نه دی ټیټ کړي او نه په یی په اینده کی ټیټ کړي،دشاغلی کوچنر ځخه باید مونږ افغا نان ټول په یو ه خوله داپښتنه وکړو چه نوموړی ته دغه دافغا نانو په باب چا حق ور کړی چی دی وایی فلانی په فساد ککړ دی او فلا نی پاک دی؟.کوچنراویا په مجموعی توګه نړيواله ټولنه بايد پردې و پوهيږي چې څومره په افغانستان كې د ادارې او نظام په رغاونه كې دوى د خپلو د نظر وړ اشخاصو ته د ځايولو هڅې وكړي هومره به يې په افغان ولس كې پر خلاف د كركې احساس زیات شي، نړيواله ټولنه دا سپارښتنه حق لري چې ولسمشر كرزى داسې كاري ټيم معرفي كړي چې د افغان ولس ستونزې درك او د حل لپاره يې عملي طرحه او پلان وړاندې كړاى شي .
د ښې ادارې او ټيم جوړولو هيله او غوښتنه د نړيوالو حق دى، خو د افغانستان د ولس لپاره د ارزښتونو ټاكل او يا پر ځينو خاصو څيرو ښکاره ټينګار چې بايد په راتلونكي حكومت كې شاملې وي، اصلاً په دې معنا دي چې نړيوال د هماغه پخوانی ډوله اداره او نظام غواړي چې ناكامې او ترخې خاطرې يې زموږ د ولس په اذهانو كې تر ابده پاتې دي . زمونږ ډیر ښه په یاد دی چه دافغا نستان ولسمشر ښا غلی کرزی صاحب ځو ځلی تصمیم ونیوی تر ځوپه فساد اونورو مختلفو ناوړو اعمالو ککړ اشخاص دخپلب کابینی ځخه ګوښه کړی ولی همدغه دکوچنر دوستانو او متحدینو دکرزی صاحب ددی کار مما نعت کاوه ان تر دی حده چی یوه ارو پا یی هیواد دیو وزیر دګوښه کولو په باب وکرزی صاحب ته وویل که نو موړی وزیر دکار ګو ښه کیږی نوبیا به په هغه صورت کی مو نږ خپل نظامیان له افغا نستان ځخه وباسو .
دافغانانو غوښتنه دنړیوالی ټولنی ځخه داده چی : نړیوال دې له ولسمشر كرزي او د هغه له نوي ټيم نه د خپلو هیوادونو د ارزښتونو او شومو اهدافو عملی کول ټكي پر ټكي عملی کول نه غواړي، دافغان ولس ګټی دی په نظر کی ونیسی دې ته دې توجه وكړي چې دلته يو ستراو غښتلی افغان ولس ژوندی پروت دى، دغه اداره او نظام بايد د همدې ولس د غوښتنو او اړتياو د ځوابولو لپاره وي . نه دخارجیانو ګوډاګیان او دلا س الی چه دتیری کابینی ځینی غړی دهغه ښه مثالونه دی چه بیله دی چی دخپلو بادارانو او شخصی ګټو دپیاده کیدو په فکر کی ؤ بل کوم خاص فعالیت یی دافغا نانو په ګټه نه دی تر سره کړی او په اینده کی هم دهغوی ځخه خلګ دخدمت توقع نه لري.مونږ ټول افغا نان با ید دخارجی ملکونو ودغو ناوړو تبصرو ته باید توجه وکړو او دهغو تر تا ثیر لا ندی را نه شو دخپلی اسلا می او افغا نی روحیی مطابق دخپل و طن ګران افغا نستان دبیا جوړه ولو په خاطر په خپلو مینځونوکی یوه مشتر ک تفا هم او جوړی روغی ته ورسیږو او دپردیو داحتاج ځخه ځان او خپلو خلګو ته نجات ور کړو .او هیځ خارجی ته اجازه ور نه کړو چه افغا نان سره جدا کړی او په مختلفو نومونو یی سره وجنګوي.دا زما یو خواهش له ټولو افغا نانو ځخه دیو افغان په صفت دی . پای رحمت اله روان