امنیت یعنی څه ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

تعریف : امنیت او مصونیت د یو شخص یا اشخاصو ، ټولنو ، سازمانونو له ځان ساتنی څخه د حملو په مقابل کی عبارت دی . مصونیت کیدای شی فزیکی،اقتصادی اوروانی اړخ ولری یعنی یو شخص هغه وخت مصون او په امن کی وی چی هغه هم د فزیکی ، اقتصادی اوروانی له لحاظه د امنیت څښتن وی. څوک یی ونه وهي ، ګیډه یی موړ وی او کوم تشویش ونه لری .
یوشمیر ناسالمو ، ناروغو ، مجرمو او له عقله پاتی خلک ، دولتونه ، سازمانونه کله ناکله پر اشخاصو ، ټولنو ، هیوادونو او پر تاسیساتو باندی حملی اود تجاوز بند وبست کوی اوخلک دویری او بی امنیتی سره مخامخوی اودخلکو په مینځ کی ګډوډی ته لمن وهی .
له حملی اوتجاوزڅخه دساتنی ډولونه: د ځان ساتنی دری لاندنی اصل ته باید پام واوړل شی
*له ځانه دفاع کول .
* عکس العمل ښودل
* اود حملی مخنیوی او له مینځه وړل
تاسو سره ممکن دا لاندی سوالونه پیدا شی :
یو – دحملی اود یرغل ډولونه .
دوم - په کومو دلایلو باندی ځنی خلک په نورو باندی حمله او تجاوز کوی .
دریم – دحملی په مقابل کی له ځانه څرنګه باید سا تنه وشي .
په دی روان بحث او لیکنه کی به دغه پورتنی سوالونو ته ځواب ممکن برابر شي .
۱-د حملی ډولونه (cktyps of atta): اشخاص،شتمنی ، تاسیسات اوسازمانونه ممکن دی چی د ځنو مجرمو ،له عاقله پاتو ، ناسالمو حریصو اوخودغرضو خلکو په واسطه سره تر حملی لاندی راشي ، نو په دی بنیاد لازم بریښی چی باید د ځان ، شتمنی ، کور او له خپل دار اوندار څخه سا تنه وشي :
* حمله پر شخص (attack on person ): له دی حملی څخه مقصد د شخص ټپی کول دی او یا په فزیکی ډول د شخص له مینځه وړل وی ، دحملی د نورو ډولونوکوم چی پریو شخص دبل شخص یا اشخاصو له خوا تیری کیږی دهغه خوږول ، ټپی کول او حتی وژل دی چی کله نا کله دلته او هلته په سترګو کیږی .
* پرشتمنی باندی یرغل (Attack on property) : ځنی خلک ممکن په دی هڅه کی وی چی دنورو پرشتمنی ، مال ، کور ، دارایی اوسازمانونو یا نهادونو باندی یرغل وکړی اویا دا چی غواړی دشخص شتمنی ته اورپوری کړی اویا تخریب یی کړی اویا غلا وکړی .
* پرسازمان باندی یرغل(attack on (organization):یوشمیر خلک دخپل شومو مقاصدو او شخصی یا ګروپی ،ژبنی ، سمتی ، قومی ، مذهبی ایدیولوژیکی او فرهنګی ګټو دلاسته راوړلو په منظور په نورو نهادونه اوسازمانونو باندی فزیکی ،اقتصادی، تبلیغی ، او ....حملی اویرغل کوی تعمیرونه ړنګویی ، زیربنایی تاسیساتو ته اور اچوی ، دنهادونو اود تاسیساتو حقوقی سلامتیا ته په تبلیغ او درواغو ویلو سره تاوان ور رسوی. او کله نا کله متجاوز دولتونه نور دولتونه تر خپل ا ستعمار لاندی راوړی اودمستعمره دولت ټول مادی او معنوی شتمنی اونهادونه په مختلفو پلموسره په چپاول وړی اودهغه دولت پرخلکو باند یرغل کوی اوخلک له مینځه وړی ، لکه چی دا پیښه اوس اوس ځمونږ په ګران وطن افغانستان کی په رڼو ستر ګو لیدل کیږی .
دیرغل دلیلونه (Reason for attack ): دیرغل دلیلونه کیدای شی چی د مادی ، سیاسي ،مذهبی ، فرهنګی او .....ګټو د تر لاسه کولو له امله وی . چی په لاندی ډول دهغه په ځنو اړخونو باندی رڼا اچوو :
غچ اخیستل (geReven):یوسړی ممکن چی پربل سړی باندی حمله اویرغل وکړی یا داچی د غچ اخیستلو په پلمه دهغه شتمنی خپله او یا دیوشمیر چوپړو په واسطه سره لوټ کړی اویا داچی ورته اور پوری کړی اویا داچی په دی ډول اوهغه ډول سړی ته تاوان ورسوی .
ثروت (Money): ځنی غله او مجرمو خلکو چی د هغوی ورځنی ژوند غلا کول ، پیښی زیږونه ،خلکو ته ازارورکونه دی ،په مختلفو طریقو خپل غیر انسانی کړنی سر ته رسوی اویاداچی خراب کارو بانډونوکی غړیتوب لری اود خلکود شتمنی دلوټولوپه هڅه اواند کی وی دخلکو مال ته سترګی نیولی وی اویا داچی په رقابتی ډول سره نه غواړی چی د هغه څخه نور خلک د شتمنی او یا د پیسي څښتن اووسي تل حاد ثی زیږوی او خلک ارام ژوند ته نه پریږدی ،لکه چی مو په رڼو سترګو ولیدل کوم چی زمونږ په هیواد کی دمجاهدینو قوماندا نان او ځنی ډلی ټپلی چی د داود خان د زعامت اود جمهوریت داعلان سره سم پاکستان ته وتیښد ل اود ضیا والحق ددربار چوپړ شو دیو روپی اویو افغانی څښتن نه وه ، چی ټولو ته روښان او ښکاره دی ، مګر اوس چی دیوی خوا پر دولتی مقامونه ډډ لګولی دی د بلی خوا دهغوی د پانګی اود شټمنی اندازه دومره زیاته شوی چی د ځنی رسنیو په قول سره یواځی ملا ربا نی د جمیعت مشر له (۷۰۰) میلونه زیات ډالر دسنګاپور په یوه بانک کی خوندی کړی ، او نور قوماندانان یا دا داسلام دروغین ټیکه داران چی پرسر باندی پکول لری اوږيره تر نامه اوږد کړی دی په ظاهر کی داسی ښکاری چی ته به وایی د ا دکوم زیارت ملنګ دی ، حال داچی هغوی دومره غلا کړی چی اوس په بانکونو کی پیسي یی نه ځایږی ، مګر بیاهم داسلام تر شعار لاندی خلک شکوی او هیڅ نه شرمیږی ، ځما په نظر که څوک د اسلام په اساساتو باندی باور ولری او خپل ځان مسلمان وګڼی هیڅکله دحرام سرمایی په لټه کی نه وی ، هو که چیری یو اندازه پیسی په مشروع ډول سړی تر لاسه کړی او خپل وجدان ته ملامت نه وی ښه ، مګر دوی خو نه معاش درلود ، نه دوکان اونه سرای پس دا مسلمان نمایان مجاهیدن چی په لافو سره خوله یی ځګ کوی دا ثروت او سرمایه دکومه کړ ؟؟؟ محترم لوستونکی دی په دی مورد باندی باید مکث وکړی .
سیاسیی (politic):ځنی خلک ، ګروپونه ، حزبونه ، سازمانونه ، شرکتونه ،ډلی ټپلی او حتا ځنی هیوادونه ( لکه پانګوالی هیوادونه ) د خپل سیاسیی ، اقتصادی ، کلتوری فرهنګی ، مذهبی او ...... ګټو د تر لاسه کولو دپاره په مختلفوپلمو،تکتیکوپرنوروخلکو، سازامانونو حزبونو اوهیوادونو باندی ښکاره او یا پټ تیری کوی مثلاً انګریزانو د متمدن فرهنګ تر عنوان لاندی دنړی په ګوټ ګوټ کی یرغل وکړ او ډیر هیوادونه یی تر خپل ولکی لاندی راوستل او دهغوی شتمنی یی لوټ او تاراج کړ ، دوی یعنی انګلیسان دومره بی شرم او بی غیرت خلک او ملت دی چی حتا دهغوی ملکه چی د تاج ګذاری په جشن کی د الماسو اودجواهرو تاج پر خپل سر ایږدی له ځانه تپوس نه کوی چی دا زیورات له کومه شوی؟ ټولو پوهیږی چی له مستعمراتو څخه غلا شوی ، پس ددوی افتخار په څه کی دی ؟ یا مثلاً امریکایان چی لمړی د افغانستان دقانونی دولت په ضد مجاهیدینو ته پیسی ، سلاح او جنګی مهمات ورکړ چی لاړشی خپل هیواد ویجاړ کړی ،د نړی له ټولو محابسو څخه مجرمین ، قاتلان ، چپاول ګران ټولی ټولی آزاد او دافغانستان ددولت د نسکورولو دپاره ولیږل ، چی په دی لړ کی بن ا لادن دهغو د پانګی او د ټیکی ملګری هم د خراب کاری دپاره ولیږل شو ، سره د ټولو ناروایی کوم چی امریکا زمونږ دخلکو په وړاندی سر ته ورسول ، تنده یی مات نشو طالبان یی هم خپله جوړ او د افغانستان د پوره ویجاړی دپاره د پاکستان تر سرمشری لاند ی ولیږل ، اما کله چی خپل ستراتیژیک هدف ته ونه رسید ، نو خپل تجارتی لوړ پوړی تعمیرونه والوزول او پلمه یی جوړ کړ چی تجارتی مرکز د بن الادن له خوا تخریب شوی اوهغه د امریکی دښمن دی اومونږ باید خپل دښمن ته سزا ورکړو ، زمونږ دښمن دالقاعده مشر بن الادن په افغانستان کی دی نو باید چی پر افغانستان باندی یر غل وکړو ، همغه وه چی د امریکی مالی لوړپوړی چار واک راساً پنچشیر ته ځی ، عبدالله عبدالله ، مارشال فهیم مشهور په آشپز ، ملا ربانی ، او یونس قانونی ته په میلونو دالر رشوت ورکوی او د افغانستان د مالکیت قباله تر لاسه کوی اوپس له هغه د افغانستان په فضایی حریم کی ( بی ۵۲) الوتیکی په پرواز راځی اوزمونږ پربی ګناه خلکو باندی د بمونو په غورځولو پیل کوی او زمونږ بی ګناه خلک دخاوری سره خاوری کړل.ایا داانسانی روش اوسیاست دی ؟ ایا دا دموکراسی دی ؟ ایا دا د حقوق بشر پالیسی دی ؟ نه دا سیاسی مخکی سنجول شوی یرغل او تجاوز دی چی هیڅوک تری سترګی نه پټوی .
ځما مخاطب تاسی وطن پلورونکو هریو داکتر عبدالله عبدالله ، فهیم ، ربانی او یونس قانونی یاست ؟ تاسی خو پوهید ل چی بن الادن په پاکستان کی دی ، تاسی خو پوهید ل چی افغانستان د هزارو ، تاجکو، ازبکو ، ایماقو ،پشه ییو،نورستانی ،ترکمنو اود پښتنو ګډ کور دی ، څنګه مو جرءت وکړ چی دا وطن پر امریکایانو باندی خرڅ کړی ؟ شرم نه لری ؟ هو کی :څوک چی د خپل مردار خیټی دمړولو دپاره د پاکستان د پنجابی حاکمانو غلامی ومنی او لکه سپی په څیر دال وچپاتی وخوری او د پنجابی د دروازی په خوله کی پیره داری وکړی ، نو هغه په شرم څه پوهیږی ؟ ایا تاسی دا کار نه دی کړی ، تو لعنت پر تاسو چی سره له دی ټولو ظلم اوتعدی بیا هم د خلکو په مخکی دریږی او د وطنپرستی چیغی وهیی ؟ پس داسی یادونه کووچی متحده ایالات په اٌصطلاح سره خپله کوزه ،کوزه ګر ،کوزه فروش اوکوزه خر دی ، چی دهغه په سیاست باندی اوس کوچنی هلکان هم پوهیږی . .سرداری، قریشی ، کرزی ، عبدالله عبدالله ، ربانی ، قانونی ، حضرت ، سیاف او .. ټول لاس په نامه غلامان او نوکران دی چی د امریکی دسیاسیی ستراتیژی دتحقق دپاره په منطقه کی تعهد سپارلی دی .
قهراوهیجانات(Thrills): ځنی خلک خصوصاً هغوچی عقلی اوعصبی ستونزی ولری یاداچی خپل مخکینی ستراتیژیکی هدف ترلاسه نکړی اود هغه سیالان خپل اهدافو ته ورسیږی ، نو په دی ډول خلکو باندی هیجانات تسلط پیدا کوی او یو لړ هغسی اعمال تری سر وهی چی د بدی په اندازه باندی څوک نه پوهیږی ، ( مثلاً حکمتیار چی دهغه غضب نه سړیږی ) هر ډول کار ته اقدام کوی ، کورونه سوځوی ، شتمنی ته اوراچوی ، قتل عام ته لاس پوری کوی مثلاً د افغانستان مجاهیدین صیبان چی د کابل پرخلکو باندی په ملیو نو راکټونه ویشتل ، دواک دتر لاسه کولو دپاره (۶۰) زره کابلی ښاریان ووژل ، مکتبونو ته اور واچول ،ځما مخاطب تاسی سړی وژونکی یاستی ؟ ایا په کابل مو راکټ نه ویښتل ؟ مکتبونو ته مو اور نه پوری کول ؟ د کابل ښاریان مو ونه وژل ؟ دا مسلمانی دی ؟ تاسوته وایم ای د افغانستان سرلوړو خلکو : د ملا ربانی ، حضرت ، سیاف اونورو همرنګو ملایانو پسی لمونځ ته مه دریږی ، لمونخونه مو نه کیږی ، دوی قاتلان دی . دوی خپل هیجانات د کابل د ښاریانو په وژلو سره سوړ کړل . دوی ته انسان ویل ګناه دی ، دوی باید د خپل اعمالو په اړه محاکمه شی چی نوروته عبرت وګرځی
دوی دی چی دخلکوامنیت اومصونیت ته نقص اوضرر رسوی د مضر سړی جزا محکومیت او سزا ورکول دی . مګر بیاهم د تاسف ځای دی چی ځمونږ یو ډله خلک په ناپوهی کی بیاهم ددوی ترجغ لاندی اوسیی او دهغوتیر اعمالوته نه ګوری .
له نیول کیدو څخه ډډه (avoid getting caught) ځنی وختونه مجرمین نه غواړی چی د خپل کړونو له امله رسوا شی ، نو هغوی دبد ګمانی اوله دی نه چی خلکو ته رسوا نشی ، نو که کوم شی یی غلا کړی وی هغه یا سوزوی ، یا سیند ته خطا کوی ، اویا که کوم بیګناه انسان یی اختطاف کړی وی هغه وژنی اودهغه مړی چیری ښخوی او یا سیند ته اچوی یعنی ګناه پسی ګناه،تاسی پوره شاهدان یاستی چی زمونږ په هیواد افغانستان کی د کوچنیانو اختطا ف څومره زیات دی اودغه شومه پدیده ټول د همدی وطن پلورونکو جهادی قوماندانانو سوغات دی چی له بی قانون پاکستان څخه زده کړی دی .
ساتنه (protection):دیرغل اودتجاوز پرضد هلی ځلی او د امنیت ټیکاو پوره هوښیاری اودرک ته ضرورت لری اودا په دی معنی چی څه رنګه اقداما ت باید تر سره شی ، تر څو چی امنیت تامین شی او د حملاتو پرضد څه ډول عکس العمل باید ترسره شي .لکه چی ټولو ته څرګند دی چی حکومتونه کوم چی دخلکو په خوښه په قدرت رسیدلی وی د هغه لمړنی دنده دامنیت اود مصونیت تامینول دی او دهیواد هرغړی حق لری چی له خپل دولت او حکومت څخه سوله او امنیت وغواړی .
حال داچی په افغانستان کی موضوع سر چپه دی ، اوهغه دا چی دولتی ځواکونه ;کوم چی د غارت او دوژلو ماهران دی اود پاکستان له ناقانون او مخکی دو خت (premature) له دولت ځنی تجارب تر لاسه کړی دی اوس همغه بی قانونی چلند تر سره کوی اود خلکو حقونو ته پاملرنه نه کوی ، مثلاً دشورا دیو وکیل ځوی پریو نابالغ او غریبه ، معصومه انجلی تجاوز کوی مګر دولت دهغه پوښتنه نه کوی ، یا یوه ښځه سپی سره تبادله کیږی ، یا داچی ربانی خپل زوم په قتل رسوی ، مګر دولت ځان نه ښوروی ، که ددی مثالونو لړی ته دوام ورکو پاڼی پری ډک کیږی ولی څوک یی نه اوری ، اوس نو تاسی قضاوت وکړی چی بی نظمی څوک راولی او څوک د انرشی او د بی امنیتی مسول دی ، تر اوسه پوری په تاریخ کی نه دی لیدل شوی چی دولتی ځواکونه د چوکی د پاره سر قفلی ورکړی ، ډیر اسان خبره دا دی چی ما جهاد کړی ؟ اصلی خبره خو دادی چی هغوی جهاد نه دی کړی چور او چپاول کړی اولا تر اوسه کوی ،هغوی چی جهاد کړی اوس د همدی جهادیانو پرضد مبارزه کوی اود دوی ناولی څیری خلکو ته رسوا کوی ، په هرصورت ترهغه پوری چی دا ماهر غله او داړه ماران په جزا ونه رسیږی او دخلکو په مخ محاکمه ونشی په هیڅ ډول سره په هیواد کی امنیت او مصونیت نه تامینیږی . پای