په افغانستان کی دتیزاب پا شلوفتواگانی چا ورکړی دی؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي وويل چي په کندهار کي دښوونځي په زده کوونکو نجونوباندي دتيزابو دشيندلو عاملين به په عام محضر کي اعدام شي باختر آژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخي حامدکرزي چي دجمهوري رياست په ماڼي کي له خبريالانو سره په يوه مطبوعاتي ناسته کي خبري کولي دکندهار ولايت دنازو انا ليسي په زده کوونکو نجونو باندي دتيزابو شيندونکي وغندل او دغه غيراسلامي او غيرانساني عمل يي دهغو کسانو کار وباله چي نه غواړي ددي خاوري بچيان دعلم خاوندان او داخاوره دپوهي او پرمختګ له لاري په خپلو پښو ودريږي .خو پښتنه داده چه داځوک دی چه دغه رنگه ناوړه عملونه تر سره کوی ایا دافغا نستان محتر م ولس مشر صا حب لا تر اوسه په دی نه پو هیږی چه دا ځو ک دی دغه ډله چه دغه رنگه عملو نه سر ته رسوی دافغا نستان خلگو لا ډیر پخوا ښه پیژندلی دی او دا ددوی لومړی ځل نه دی دوی له 1357 ه ش کال را په دی خوا دغسی نا وړه عملونه ځو ځله په مکرر ډول تکرار کړی دی .داهغه ځوک دی کوم چه لو مړی ځل یئ دافغا نستان ده بیچاره وخلگو یه ضد دجهاد اعلا ن وکړی او ور سره یئ فتوا ور کړه چه دښونځیو دزده کو نکو په مخونو با ند ی تیزا ب وپا شی دافغا نستان خلگ ډیر ښه پو هیږی چه دا دهغو جهادی رهبر صاحبا نو دفتواو نتجه ده چه دخپلو بادرانو په لمسون ئی لا پخوا صادر کړی ده او تر اوسه ادا مه لری .نو کرزی صا حب با ید دغه فا سده ډله ښه وپیزنی چه اوس دده دکا بینی او دپارلمان بر جسته غړی دی چه یو لا س یئ په دولت کی ده او بل لا س یئ ددولت له مخا لفینو سره ده دا هغه دپښتو برجسته متل دی چه وایئ (له پسه سره سم ژاړی اولیوه سره لم خوری )نو کرزی صا حب ددی انتظار مه لره چه دا خلگ دستگیر شی او هغه بیا ته په عا م محضر کی اعدام کی دا جنا یت کاران ستا سره دی او که ووا یم چه ستا ډیر نژدی دوستان او ملگری دی او ته شپه او ور ځ له هغوی سره مشوری کوی او هغوی ته بعضی وخت دجهاد دوخت رهبران وائی او وایئ چه دوی جهاد کړی دی با ید په هر مجلس کی ترنورو په مخکی صف کی نا ست وی ته که رښتیا غواړی چه مجر مان په ښکاره ډول اعدام وی یا بسم اله پس چا ته منتظر یئ ایا دی ته منتظر یئ چه بیا یو ځل دا سی ستا په خبره دبی غیر تی عمل اجراکی او بیا ته په کوم خبری کنفرا نس کی خپله تباره تیزه کړی او یا بیا کوم روغتون ته دتفریح لپاره دقر با نی شو پشتنه وکړی داکارونه کومه خاصه نتجه نه ورکوی بدون دخلگو له بازی ورکولو ځخه اوبس . . .



زه په یقین اواطمنان در ته وا یم چه دغه عمل هغو بی غیر تو تر سره کړی دی چه دتش په نا مه دجهاد په مد رسو کی ددغه ستا جهادی رهبرانو له خوا روزل شوی دی تا سی دخپلو معلو ما تو دښه مکمل کیدو په خا طر دمحترم جهادی رهبر او اسلا می عا لم شیخ اصف محسنی کند هار ی ځخه پښتنه و.کړی چه په 1364 ه ش کال کی دکند هار په لو مړی نا حیه کی چا دښځو پر مخ چه دپا کی او نظا فت په خا طر وزنانه حمام ته روانی وی تیزاب وپا شل او ددغه بی غیر تی عمل فتوا چا ور کړی وه او دکو می گناه په اسا س ؟ چه دهغی حا دثی قر با نیان اوس هم په کند هار کی شته او دمایوبی شپی او ور ځی تیروی . .



خو د هیواد دشمنان باید په دی پوه شی، چه په دی اعمالو د تعلیم، روزنی او تحصیل مخه نشی نیولی. د هیواد باتوری او ننگیالی شځی به هیڅکله و نه بیریژی دوی په دی عمل نه یواځی دا چی ځانونه د شرم او نفرت سره مخامخ کړل بلکه د تاریخ په پاڼو کی یی ځان ته توره کرشه په نصیب کړل دا هغه کسان یا اجیران دی چه هرکله یی د شځو د نهضت په وړاندی دریدلی دی د تاریخ په ډیرو پړاونو کی لکه د امانی دوری نه تر اوسه یی خنډونه پیش کړی او پیشوی. دا د ویلو وړ بولم چی دا هغه شځی دی چی کله به هم دتعلیم اوتربیی نه لا س په سر نه شی.



او دا هغه غیرتی اوباتورخویندی اومیندی دی لکه د زرغونی انا په شان چه خپل گران زوی ته ئی د میړانی درس ورکړی او د افغانستان پولی یی تر ډهلی غزولی وی دوی په خپله پاکه غیږ کی اتلان او قهرمانان لکه احمدشاه بابا، میرویس خان نیکه، شاه امان الله خان، میرمسجدی خان، امین الله خان لوگری، امین الله خان چرخی، وزیر محمداکبر خان، او په زرهاو نور د ویاړ بچیان روزلی. ددوی روح تاسوته نفرین او لعنت درلیږی چی تاسو پرهغو نجونو تیزاب پاشۍ چی د سبا قهرمانی میندی او خویندی دی دافغانستان تول خلگ په هغوی با ندی لعنت وایئ کوم چه دغه نامردانه عمل ئی تر سره کی . ..



جمهور رئيس دنجونو په مخونو باندي دتيزابو شيندل ډارن عمل اودبي غيرتو کسانو کار وباله او هغوي يي دپرديو مزدوران وبلل چي غواړي افغانستان دتل لپاره دنورو احتياج واوسي. حامدکرزي وويل ددي خاوري دښمنان دي په دي پوه شي چي دافغانستان خلک ددوي په دا ډول ډارنو او شرموونکو عملونو هيڅکله هم نه ويريږي بلکي دعلم او پوهي دترلاسه کولو په لاره کي يي هوډ لاپياوړي کيږي.زه نه پو هیږم دپردیومزدورانو ځخه دښاغلی کرزی صا حب هدف کوم کسان او ډلی دی که هدف دطالبا نو اسلا می تنظیم وی خو دطالبانو دغه عمل نه دی منلی هغوی هم دکرزی په شان دغه عمل دوطن اودخلگو ددښنانو کار بللی دی . که لږ ځه متوجه شو مزدوران هغه ځوک دی چه همیشه یئ دپردیو په اشاره دغه ملک خراب کړی ده دپردیو په اشاره او لمسون یئ دافغا نستان عا مه شتمنی لکه سړکونه،روغتونونه،مکتبونه،داوبوزیرمی اوکانالونه،دمخابراتو سیستمونه او داسی نو دخاورو سره مخا مخ کړی دی چه په دغه باب یئ ښه مثالونه موجود دی..چه دمسال په ډول یو دهغو ځخه دمحترم ستر جنرال رحیم وردگ دتش په نا مه دجها د ددوری کار نا می دی چه دهغه ځخه ښا غلی عبدالجبار ثابت پرده پورته کړی ده چه محترم ستر جنرال صاحب غوښتل دپردیو په اشاره او امر دسروبی دبریښنا ډنډ والوزه وی او پردیو ته دمزدوری ښه خد مت وکړی محترم کرزی صا حب دا یو ډیر کو چنی مسال وء په زرهاوداسی مسالونه موجود دی چه قلم او کا غذ ورځنی عاجز دی هغه ده پردیو مزدوران نن ورځ دافغا نستان په خلگو با ندی حکو مت کوی .اوستا دکا بینی مهم او بر چسته غړی دی . ..



جمهور رئيس ډاډ څرګند کړ چي دنازو انا دليسي ټپي زده کوونکو نجونو ته به د زده کړي ښه شرايط برابر او هغو کسانو ته چي په دوي باندي يي تيزاب شيندلي دي له ديني عالمانو او دستري محکمي له چارواکو سره لاسلامشوري وروسته په عام محضر کي داعدام سزا ورکړي.بلی محترم کرزی صا حب دافغا نستان خلگ نه یوازی ددغی حادثی دعامیلینو داعدام غوښتنه لری بلکی په هیواد کی دټولو دغسی حا دثواوپیښو وعامیلونو ته داعدام دجزا ورکو لوهیله اوامید لری دا به یو غیری قا نونی عمل وی چه هغو اشخاصو کوم چه په 1360 کلونوکی دغه ډول دتیزاب پا شلو فتواوی ور کړی وی اوعملا یئ دزده کو نکو پر مخونو با ندی تیزاب پا شلی دی هغه دی معا ف وی اوهغه دی ستا دکا بینی اویا ملی شورا غړی وی با ید په لومړی قدم کی دغه دفتوا گانو خاوندان اوورپسی دی ټول مجرمین داعدام جزا ووینی د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د فرهنګي چارو مسوول محقق په غونډه کي د کندهار د دې پېښي سخته غندنه وکړه او له دولتي چارواکو يې هيله وکړه که د دغو نجونو تداوي په افغانستان کي امکان ونه لري نو خارجي هېوادو ته دي ولېږل شي.



ما ته هم د ښاغلي محقق دا څرګندوني ځکه د حيرانۍ وړ وې، چي په دي ولايت کي په لسګونو ماشومان او ښځي په بمباريو او ځانمرګو بريدونو کي وژل کيږي، تر اوسه مي وانه ورېدل چي ښاغلي محقق دي د دې ډول غميزو غندنه کړې وي. يوشمېر نژدې کسان يې دا هم وايي چي ښاغلى محقق حتى په داسي پېښو خوشحاله شوى هم دى.



محقق خو هغه څوک دى چي د کوچيانو او هزاره ګانو په مسئله کي يې د نه خوړلو مصنوعي اعتصاب وکړ، ايا تاسي په دې خبر ياست چي پر نجونو د تيزاب شيندلو مسئله کي نوموړى کوم سياسي غرض لري او د دې ټکي باريکي چيري ده؟ .وسلام رحمت اله روان