ښاغلئ رباني لا اوس هم د خدمت لاپې وهي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

په شمالي ټلواله کې د جمعیت د سیکټاریستې ډلې مشر برهان الدین رباني ، د بغلان په پلخمري ښار کې تېره پنجشنبه ، د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل : « حکومت فعلی برای ما قابل قبول نیست » ځکه چې « درستکار نداشته و نقش مجاهدين را روز به روز کم رنگ میسازد . »
رباني او د هغه ډله ، د بن له کنفرانسه روسته د کرزي د حکومت په اوو کلنه موده کې په پله پسې ډول همدغه دعوي لري ، په داسې حال کې چې همدا اوس د کرزي په دولت کې غوړه او غوښنه برخه د همدې ډلې په لاس کې ده . احمد ضیا مسعود د کرزي لومړئ مرستیال ، قانوني د ولسې جرګې مشر ، د کابینې غړي ، په ولایتونو کې والیان او قومندانان او د بهرنیو چارو په وزارت کې ډېرئ چارواکي د همدغې ناشکرې او وطن پلورې ډلې شخصي شتمني جوړوي .
دوی یوخوا په دولت کې لوړې او ډېرې څوکۍ ځان سره ساتي او بلخوا ځان د دولت اپوزیشن بولي . هغه دري متل دئ چې وايي : هم به میخ میزند هم به نال .
رباني که دا خبره په ریښتیا کوي چې « حکومت فعلي برای ما قابل قبول نیست » ، نو بیا يي ولي ډلې په حکومت کې پر غټو څوکیو خیټه اچولې ؟
باید له حکومت څخه خپله ډله ګوښه کړي او د دولت پر وړاندې یوازې د اپوزیشن پتوګه پاتې شي .
خودوی ښکرور درواغ وايي او په دولت کې ځان ددې لپاره ساتئ چې دولت له دننه فاسد کړي ، دولت سبوتاژ کړي او دولت په هیڅ توګه کار او بري ته پرينږدي .
په دې اوو کالو کې د دولت د ناکامیو د نورو لاملونو په څنګ کې ، په دولت کې دننه ددې ډلې د سبوتاژ لامل ، تر ټولو مهم او وتلئ لامل ګڼلئ شو .
رباني او ډله يي داسې فکر کوي چې افغانانو به د رباني د حکومت د چپه میچنو ، تيریو ، وحشتونو ، ډله یزو وژنو او په روسیي ، ایران ، پنجاب او نورو باندې د افغانستان د سپيڅلې خاورې ، خرڅول هېر کړې وي .
د دوی په خیال د افغانستان د پلازمېنې کابل ، کنډوالې د خلکو له یاده وتلي . داچې رباني او د هغه ډلې اویا زره بېګنا کابلیان ، د خپل واک د ساتنې لپاره له تیغه تېرکړل ، د دوی په ګمان د افغان ولس هېر شوي دي .
رباني او ډله يي چې د اوسني افغانستان په ورانیو او ویجاړیو کې يي ، د سقاو د وخت ویجاړۍ تر شا پرېښې ، نه د سقاو له تورې دورې او نه د خپل وخت له تورې واکمنې څخه د څه زده کړې کار ته چمتو ده ، او بیا هم په سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره ، افغان ملت ته د بیا خدمت ټټر وهي .
تر ټولو د زیاتې بېشرمۍ خبره دا ده چې رباني په نورو ډلو کې یوازې خپله ډله د جهاد ټيکداره بولي . ځان او خپله ډله اصیل او په اسلام مین او نور بیا بدل ، دویم لاس ، نیمځالي او مستعجل مجاهدین بولي .
او تل د مجاهدینو د نورو ډلو په استازیتوب ، دا خبره کوي چې دولت ورځ تر بلې د مجاهدینو ونډه په واکمنۍ کې کموي .
د مجاهدینو نورې ډلې هم چوپ دي او د ربانې ، دداسې نخرو ، نازونو او کرشمو په اړوند څه نه وايي یانې داچې چوپتیا د رضا نښه ده او په دې توګه څرګندوي چې رباني او ډله يي نګه او سوچه مجاهدین او دا نور بیا بدل او بېکاره مجاهدین دي !
خو رباني او ډله يي دا لاپې د ماسکو او تهران په مټ وهي . ټول په دې پوهیږي ، که غوا توره ده شېدې يي سپېنې دي . دا روسيه او تهران دي چئ رباني او ډله يي د جهاد پر اصلي ګاڼه سمبال کړي دي .
رباني له هغه وخت روسته اصلي مجاهد شو چې په ۹۰ کلونو کې يي ( په دا وخت کابل کې د ډاکټر نجیب الله حکومت و ) له ماسکو څخه لېدنه وکړه . که څه هم ده ډېر خدمت د افغانستان په ورانۍ کې پنجاب ته کړئ و ، خو د سوچه او نګه مجاهد لقب ورته د ماسکو له کتنې روسته ور په برخه شو .
په ماسکو کې د جهادي لقب څخه روسته ، رباني او د هغه ټلوالې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې بهېر مات کړ . او په دې توګه رباني او ډله يي په نوموړې لوبه کې له بریالیتوب روسته ، د جهاد او مقاومت ویاړنې یوازې د ځان بولي .
نور تنظیمي مجاهدین هم ورته ټيټې او خړې سترګې ګوري او دجهاد په ویاړنو کې له دوی څخه په سیالۍ کې تر شا پاتې دي .
پکار خو دا ده چې د مجاهدینو دا نورې ډلې له رباني څخه دا وپوښتي چې هغه ( رباني ) ولې ریښتینئ مجاهد او د مقاومت ټيکدار شو او دا نور بیا بدل او ناوړوه مجاهدین شول ! رباني ته دا واک چا ورکړئ چې هغه تل د مجاهدینو په استازیتوب وغږیږي او په واک کې د هغوی د ونډې خبرې هم دده په ژبه وشي .
رباني او تباهکاره ډله يي باید په دې وپوهیږي چې د افغانستان په روان ناورین کې ددوی غټ لاس دئ.
د کرزي په دولت کې د فساد جرړې د رباني ډلې له شتون څخه پيلیږي . د هېواد په ناامنیو په تېره بیا د لویو ښارونو لکه کابل ، هرات او نورو په ګډوديو کې د نظارشورا او د رباني د ډلې لاسونه ککړ دئ .
د قومونو په منځ کې د بېلتون خبرې همدوی پيل کړي . د ژبې ، قوم او سمت د توپېرونو ډول همدوی غږوي . د هېواد په نوم ، تاریخ او ملي ویاړنو ملنډې دوی وهي . پر ایران او تاجکستان د خپل هېواد د تاریخ په خرڅلاو دوی نه شرمیږي .
دا او په لس ګونو نورې ستونځې او ربړې د دوی په لاس هېواد ته پېښې شوې دي .
رباني او د ډلې جنایتکاران يي باید په حکومت کې د واک درلودلو پر ځای ، عدلي محکمو ته معرفي شي.
ترڅو چې ددې ډلې لاسونه له دولتي واکه وانه خیستل شي او ددې ډلې جنایتکاران د قانون منګلوته ونه سپارل شي ، په هېواد کې به نه سوله راشي او نه امنیت !
افغانان د رباني ډلې له خدمته تېر دي ، دا ډله دې یوازې دومره وکړي چې د افغانانو له سپکولو ، وژلو او په پردیو باندې د پلورلو له معاملې څخه دې لاس واخلي .
ولسونه پور غواړی او دوی نور !
ډاکټر مرادزئ
اخځونه :
افغان ــ جرمن انلاین سايټ