په ښونځیو کې په مورنۍ ژبه زده کړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اکبر شمس

د افغانستان اساسي قانون چې د افغانستان د بیلابیلو قومونو او ملیتونو د استازو له خوا په لویه جرګه کې ومنل شو د افغانستان ټولو خلکو ته دغه حق ورکړ څو په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي. د اساسي قانون له منل کیدو څخه دادی څو کلونه تیر شول او د ولس مشر د ولسمشرۍ دوره هم په پای ته رسیدو ده، اولسمشر چې ځان د اساسي قانون ساتونکی او عملي کونکی بولي او د افغانستان اساسي قانون هم هغه په دغه کار مکلفوي

څو اساسي قانون ترسره او ساتنه يې وکړي او په همدې ډول د افغانستان ددولت ټولو وزیرانو د خپلې مقررۍ په ورځ د خدای او خلکو په وړاندې د اساسي قانون د رعایت او تر سره کولو قسم کړی دی. په همدې ډول د پارلمان وکیلانو هم د اساسي قانون د ساتنې او عملي کیدو د ژمنې په دلیل پارلمان ته لاره پیداکړه. او دا د افغانستان د پارلمان دنده ده څو د اساسي قانون له تطبیق څخه ټينګه څارنه وکړي.
موږ د څه مودې را په دیخوا آوروچې د پوهنې د وزارت مسولین غواړي، د اساسي قانون ددغه غوښتنې «چې افغانانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې» دباره شرایط برابر او عملي کړي. خو په تاسف سره د پوهنې دوزارت د مسوولینو خبرې او ژمني د خبرو او ژمنو له بریده وړاندې نه ځي.

خو هرکله چې د پوهنې مسوولین ددغه کار د عملي کولو دپاره د هوډ څرګندونه کوي نو يو شمیر وطن دښمنه عناصر په مطبوعاتی شور او ځوږ لاس پورې کوي، چې د هغو له ډلې نه ځنې هم د پارلمان غړي دي. لکه کابلي او حشمت غني او ځنې تش په نامه سياسي څیړونکي لکه قسیم اخګر او داسې نور په نارو او سورو لاس پورې کوي چې دا کارد فغانستان ملي یووالي ته ګواښ دی. په تیره بیا دغه عناصر د پښتو ژبې په وړاندې سخت غبرګون او حساسیت څرګندوي او غواړي د خپل بې منطقه شور ماشور د لارې د پوهنې وزارت مسوولین وډار کړي او په دې ډول د اساسي قانون او خلکو داساسي غوښتنې د عملي کيدو په لاره کي خنډ شي.

باید یادونه وشي چې په لويه جرګه کې ددې خبرې منل کیدل یو تصادفي کار نه ؤ بلکې خلکو له خپلو استازو غوښتي وه چې د ژبې مساله د یوې مهمې مسالې په توګه د افغانستان په اساسې قانون کې په منصفانه ډول په پام کې ونيسي. د ژبې مساله یوه له هغه مهمو مسالو څخه وه چې په لویه جرګه کې تر بلې هرې مسالې، پر دغه مساله زياتې خبرې وشوی. او له زیاتو خبرو وروسته ټول استازې په هغه څه باندې قانع شول چې نن په اساسې قانون کې درج شوې دي.

نو ځکه نن دغه پوښتنه د پوهنې وزارت مسوولینو او اولس مشر ته متوجه ده چې ایا تاسې د اساسي قانون د مندرجاتو عملي کولو ته وفادار ياست يا تاسې خپلې کړني د څو بهرنیو اجنټانو د طبعې او مزاج او رضایت پر بنسټ تر سره کوۍ، اولسمشره ستاسې دوره په ختمیدو ده نو ستاسې تعهد د خلکو او اساسي قانون تر وړاندې څه وخت عملي بڼه غوره کوي؟ او که غواړې یوې بلې دورې دپاره هم خلک تیر باسې او بیا خلکو ته سراب وښايي. غواړې بیا خلک تږي سیند ته بوځۍ او بیرته یې تږی راولۍ!؟ نو که داسې نه وي نو تاسې او ستاسې وزیران باید هغه قسم ته خپله عملي وفاداري وښيی چې د اولس مشر او وزارت څوکیو ته د رسیدو پر مهال مو خلکو او اولسو ته د هغې ژمنه کړې وه. خلک اوس او په همدغه دوره کې غواړي ووينې چې ددوې بچیان په خپله مورنۍ ژبه زده کړه کوي او که نه؟. خلک غواړي وويني لږ تر لږه ددوې دغه غوښتنه ستاسې د واکمنۍ په دغه روانه دوره کې ترسره شوې او که نه؟.

کابلي او اخګر ته باید ووایم چې که تاسې داشرط د ملي یووالي شرط بولۍ چې پښتانه دې خپله مورنۍ ژبه خوشې کړي نو زه تاسې ته وایم که دا څو پیړۍ پښتنو دا قرباني ورکړه او خپله ژبه یې دویمه اوستاسې يی اوله کړه نو اوس تاسې ته هم په کار ده چې د ملي يووالي دپاره قرباني ورکړې او يو څو کاله پښتو ژبه خپله د کار او زده کړې ژبه وګرځوۍ. څرګنده ده چې داسې غوښتنه به ستاسې په بدن سور اور بل کړي. نن چې پښتانه تاسې نه دا غوښتنه نه کوي چې راشې په پښتو ژبه زده او رسمي کارونه وکړۍ بلکې پښتانه غواړې چې ددوې خپل بچیان دې په خپله ژبه زده کړه وکړي او د اساسي قانون غوښنې دې عملي شي. که تاسې ته دا فاشیزم ښکاري نو ښکاره دی شي. خو تاسې ته ولې خپل ځان د ملی يووالي ضد، فاشست او د اساسي قانون ضد نه ښکاري چې د نورو د حقوقو مخنیوی کوۍ؟ که تاسې اړ شې چې په پښتو زده کړه وکړې او پښتانه تاسې ته اجازه در نه کړي چې ستاسې اولادونه دې ستاسې په ژبه زده کړه و کړي، نوتاسې به په هغه وخت کې پښتنو ته په کوم نظر ګورۍ او ستاسې احساس به څه وي؟ څرګنده ده چې بیابه لا څه نور القاب د پښتنو پر ضد کشف کړۍ؟

تاسې وايې چې فارسي په طبعي ډول دغه موقف تر لاسه کړې. او پښتو هم باید په طبيعي دول دغه موقف تر لاسه کړي. باید ووایم چې تاسې عقل د لاسه ورکړې اویا ځان په ټګې وهې؟ کوم طبیعی بهیر؟ دا دتیرو رژیمونو غیر عدلانه چلند ؤ چې د پښتو او پښتنو د پرمختیا په وړاندې يې خنډونه رامنځ ته کول. تاسې په خپله لیکۍ چې تیرو رژیمونو پښتانه د قومونو او قبایلو په ریاست او د پښتو په څو تش په نامه کورسونو تیر ایستل. تاسې په موضوع ډیر ښه بوهیدلي یاست دا بيخي سمه ده، خو اوس هغه وخت تیر شوی چې چارواکي دي خلک په تشو شعارونو خلک تير باسي او یا په نمایشي کارونو دې هغوي غلي وساتي، پښتانه به د خپل حق د تر لاسه کولو دپاره خپل غږ نور هم لوړ او اوچت کړي. اوس خلک له چارواکو اجرات غواړي نه خبرې او وعدي!

تاسې وایې چې په هیواد کې نورې ستونزې زياتې دي لومړې باید نورې ستونزې حل شي او بیا دغه ستونزه ولي دومره ریاکاري کوۍ؟ تاسې اصلا نه د جنایت کارانو مخالف یاست او نه د فساد! تاسې غواړی په ریاکارۍ سره له دغه مسالې نه د پښتو او پښتنو پر ضد د یوې تیرې تورې په توګه کار واخلۍ. خو زه وایم چې دا سمه ده چې ستونزې ډیرې دي خو د هرې ستونزې دپاره مربوط دولتي ارګان موجود دی. اخګر وایي د جنګسالارانو او جنایتکارانو ستونزه ولې لومړی نه حل کیږي چې د ژبې مسالې ته پاملرنه کیږي. زه تاسې سره موافق یم چې د جنګي جنایتکارانو مساله او دې ته ورته نورې مسالي دې هم په ټول جدیت سره حل شي. خو دا د پوهنې د وزارت دنده نه ده چې د جنایتکارانو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو مساله دې حل کړي بلکی دا د عدلي ارګانونو دنده ده چې دې مسالې ته پاملرنه وکړي تاسې باید هغوې تر پوښتنې لاندې ونيسې چې ولې خپله دنده نه تر سره کوي؟ تاسې په دغه بهانه حق نه لرۍ چې د پوهنې د وزارت د کارونو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړۍ . تاسې دلیل راوړۍ چې دا جنګي جنایتکاران دي چې د ژبې د مسالې نه ناوړه ګټه اخلي. زه هم موافق يم چې جنایت کاران د عدالت مخالف دي نو ځکه د عدالت د تطبیق مخه نیسي. تاسې که په رښتیا او نه په ریا د جنایتکارانو مخالف یاست نو خپله لاره له هغوې بیله کړۍ او ددولتي ارګانو نه غوښتنه وکړۍ چې قانون عملي او عدالت پرځاې کړي. که تاسې په کاذبو شعارونو سره غواړي د عدالت د تطبیق مخه ونیسۍ نو په دې کې شک نشته چې تاسې هم له هغه جنایتکارانو کم خطرناکه نه ياست.
د حق ورکول عدالت رامنځ ته کوي او عدالت ملي یووالې ټينګوي. د ملي یووالي رامنځ ته کیدل د عدالت سره په تضاد کې نه دی .د عدالت نه تطبیق نه یوازې ملي یووالی نه رامنځ ته کوي بلکې ملي یووالی له منځه وړي. که تاسې د کلتوري ستم لاندي په زور ملي یووالی ټينګول غواړې نو اوس ددې وخت تیر شوی دي او پښتانه په ټينګ هوډ سره د خپل حق د تر لاسه کولو دپاره را ولاړ شوي او د استبدادي کلتور ماڼۍ ړنګول غواړي که څوک خوښ وي او که څوک خپه!