افغانستان اودپوځي عملياتو دوام (( تلپاتي آزادي))

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : ايفگېني گريگوريف
له روسې نه ژباړونکی : حبيب اله غمخور

Независимая газетаمنبع :


دافغانستان امنيتي وضعه نوره هم مخ پر خرابېدو اوډراماتيک حالت غوره کړی دی .
د((تلپاتې آزادی )) تر نامه لاندي دپوره پنځو کالو برياليو عملياتو نه وروسته اوس هم دا ډار شته چې ممکن حالات له کنټرول نه ووزي .
داخبره دامريکا دڅارگرۍ ادارې (آي ايس آي) مايکل هايدين دامريکا دسنا په هغه غونډه کښي وکړه کوم چې دافغانستان دپوځي او امنيتي حالاتو دڅېړلو لپاره ځانگړې شوې وه ؛ هغه داومنل چې دالقاعدې دسازمان تاثيرات اودطالب جنگياليوپه شمير کې زياتوب ليدل کيږي .
دده په وينا اوس ترهگر په افغانستان کښي دعراق له تجريبو اوتاکتيکو څخه استفاده کوي . دې جگپوړی چارواکۍ ((مايکل هايدين )) څه موده وړاندي له کابل څخه دليدو په منظور هلته په سفر تللۍ و ،هغه وويل : (( دالقاعدې سازمان دعراق اوافغانستان تر منځ دوصل کړۍ ده)) .
دپنتاگون لوي رئيس (( جنرال مايکل ميلز))هم دڅارگرۍ دادارې دمشر دخبرواوڅېړنود پايلو څخه پخلۍ کوي .
دملگروملتو دسازمان په مرسته دافغانستان دحکومت لخوا دامنيتي وضعي ترڅېړلو وروسته په غربي مطبوعاتو کښي دخپور شوی راپور له مخې داسي انگېرل کيږي چي امنيتي حالت دتشويش وړ اوله جدي خطر سره مخامخ دی . پدغه خپاره شويو څېړنيزو معلوماتو کښي دافغانستان امنيتي حالت نورهم بغرنج اوکړ کېچن ښودل شوی دی .
په راپور کښي راغلي ،که چيري په تير عيسوي کال کښي پر بهرنيو پوځيانو باندي په مياشت کښي ((۱۳۰)) ځله بريدونه ثبت شوې دي د۲۰۰۶ کال دمارچ په مياشت کښي بيا ددې حملو شمير ((۳۰۰)) ته ، مگر اوس شپږسوو ته په يوه مياشت کې جگ شوی دی ؛ پدغو برېدو او همداډول دبهرنيو هيوادو په ځانگړې توگه دامريکا،انگلستان اوکاناډا دپوځې بريدونواو عملياتو په پايلو کښي ((۷۰۰ ۳)) نه زيات افغانان دهغې جملې نه يې ((۱۰۰۰))نفره ملکي کسان وژل شوی دي . همدا ډول په گذارش کي په تکرار راغلي چې امنيتي وضعه نوره هم مخ پر خرابېدو ده اوډراماتيک حالت ځانته غوره کوي ،واړندي ليکي په ډيرو ځايو کښي دبيا رغاوني کارونه په ټپه درېدلي ،ښوونځۍ تړل شوې او دبشري مرستو درسولو مؤسسو خپل کارمندان له هغو ځايو ايستلي دي ؛د هيواد په زياتو سيمو کښي ملکي خلک بې سرنويشته پر خپل حال پرېښودل شوي اوياسيمي طالبانو ته خوشي شوي دي .
دملگروملتو سازمان استازي ((تون گينيگس)) په ډاگه اعلان وکړ : ددې لپاره چې دناکامۍ نه مو نجات موندلۍ وي زياتو پوځي قواو ته اړتيا شته .
داټول حوادث دهغو خبرو اساسي برخه جوړوي کوم چې په ريگاکښي به دناټو دکنفرانس په غونډه کي ورباندي تودي خبري وشي . واشنگتن چې خپل لس زره کسيز پوځ يې دناټو دپوځ سره چې دسربازانو او افسرانو شمير يې ((۳۱)) زروته رسېږي يوځاي کړ ل ،غواړې په افغانستان کښي خپل پوځی عمليات کم کړي .
امريکا غواړي دخپلو ملگرو پوځي ډلگئ چي په نسبتأ ارامو سيمو کښي اوسي دافغانستان په جنوبي او شرقي سيمو کښي دطالبانو او القاعدي سره جگړي ته وهڅوي .
داچي يو شمير هيوادونه علاقه نلري په جگړه کې راښکېل شي ددې بلامل گرځېدلۍ چې دناټو او ايساف قواوي پر دو دلو ووېشي ،دا پداسي حال کښي ده چې ديو شمير هيوادو پوځيان په ډيرو خطرناکو سيمو دبېلگې په توگه کندهار کښي جنگېږې اوتلفات ورکوي ، خو نور بيا په ارامو سيمو کښي داوربشو اوبه (بير Bir ) څښي ،پدې ډله کې دالمان سربازان چې شمير يې ((۲۹۰۰)) تنو ته رسېږې چې دپوځي شمير له مخې دريم هيواد گڼل کيږي تر زيات فشار لاندي راغلۍ حتا تر دي برېده (سرحده ) کله چې دکاناډا د((کييو بيک)) په ښار کښي دناټودپارلمان (استازو) غونډه جوړه شوه ، پدغو غونډو کښي دامريکا ،کاناډا ،بريتانيا او هالنډ استازو په خپلو خبرو کښي په غير مستقيمه توگه دکاناډا د(( ۱۲)) تنو سربازانو دوژلو پړه پر المان اچوله او څرگنده ول يې چې الماني پوځيانود جنوبې سيمو په جگړه کې زموږ سره ديوځاي دبرخي اخيستلونه ډډه وکړل .
دناټو لوي قوماندان (( جيمزجانز))دافغانستان په شمال کښي دالماني پوځ دمسوليت دساحې دکنترول او کتني په وخت کښي په آمرانه لهجه اعلان کړه :( موږ ډير زيات غواړو المانيان په جنوب کښي ولرو)) .
پرون ورځ ((په اغلب گمان دنومبر په ۲۴ ژباړونکی)) دپنتاگون يوه جگپوړي چارواکي چې نوم يې پټ ساتل شوۍ د((فرانکفورتر الگيمايني زونتانتسايتونگ )) دورځپاڼي سره په مرکه کښي دامريکا له فدرال حکومت نه وغوښتل چې يو گام مخ په وړاندي اوچت کړي تر څودهغه په پايله کښي کله چې دناټودقواو قوماندان سهار له المانيانو څخه ديوه کنډک غوښتنه وکړي اوماښام دافغانستان په جنوب کښي هغه کنډک په خپل واک کي ولري .
دبروکسل نه درارسېدلو معلوماتو پر اساس په ناټو کښي يو شمير داسي استدلال کوي ،تر کومه ځايه چې دالمان صدراعظمه انجيلامير کيل داوقيانوس اطلس سره ((هدف يې امريکا اوکاناداده)) تر خپل پخوانی سيال زياته دښو مناسباتو غوښتونکې ده ،پدي اساس به د((ريگا)) په غونډه کښي ددې امکان زيات وي چې بوندسفير (پارلمان) به دافغانستان د جنوبي سيمو په جگړو کښي دالمان دگډون په هکله موافقه وکړي ،هغوي وايي پسله دي چي پر المان بريالي شو ،بله کومه ستونځه نشته په اسانۍ سره کولاي شوهغه نورهم چې داوربشو اوبه څښي دالمان څخه پيروۍ ته مجبور کړو.
تر اوسه المان مقاومت کوي دالمان صدراعظمه انجيلامير کيل په ډاگه وايي ، دالمان پارلمان دپخوا پشان بايد دافغانستان دشمالي ولاياتوامنيت ساتلوته پاملرنه وکړي .
دخلکو دنظر غوښتنو په پايله کښي معلومه شوېده چي (( ۸۲)) په سلو کې المانيان نه غواړي چې ددوي پوځيان په جگړه ايزو عملياتو کښي برخه واخلي . دهمدغو مسايلو پر اساس به په ريگا کښي دناټو دمشرانو غونډه دالمان لپاره يوه جدي سياسي ازموينه وي .