يوه بله لومه ! داټول د څه له پاره ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکۍ : حبيب اله غمخور

پدې شپو او ورځو کښي چې په افغانستان کې نه يوازي دبهرنيو او کورنيو چارواکو په تيروتنه اوخپل سريو دبې امنيتۍ دېگدان ډير تود دۍ او هر کس او ناکس پکښي خپلي ډوډۍ پخوي ،دعادت او سياسي موخي پر اساس دنومبر دمياشتي په دوهمه نیټه دجميعت اسلامي تنظيم مشر برهان‌الدين رباني چي ترکيې ته په يو سفر تللۍ ودهغه هيواد د((واکيت )) له ورځپاڼي سره په مرکه کښي ويلې دي ((دطالبانو پر خلاف به جگړه ونکړوو)) داخبر په افغانستان رو ،ايرنا اونورو مطبوعاتي څانگو کښي په تفصيل سره نشر شو ه ، د((افغانستان رو)) په حواله ښاغلی رباني ددې خبري په تايدچې که دطالب جنگيالي کابل ته داخل شي دوي به جگړه ورسره ونه کړې ويلي : که چيري طالبان په افغانستان کې قدرت تر لاسه کړې دعام ولس او اسلام پر خلاف فعاليت وکړې موږ به دهغوي پر خلاف جگړه پيل کړو . خو سمدستي بيا په خپلو همدغو خبرو کې طالبانو ته لار ښودنه کوي چې تاسو بايد دنورو مجاهدينو ملاتړ تر لاسه کړۍ ، غير هغه نه به کابل ته ستاسو راتگ ډير له ستونزو ډک وي ،دمجاهدينو څخه داستاد رباني هدف همدا خپله ډله ټپله ده ځکه دوي ځانته دمقاومت او دافغانستان دنجات فرشتې وايي .

له يوې خوا طالبانوته شين څراغ روښانه کوي ،خپله علاقمندي له طالبانو سره څرگندوي او له بلې خوا بيا ځان او خپله ډله لکه پاکستاني شيخان يوازنېۍ داسلام مدافع معرفي کوي . او خلکو ته گواښ کوي که چيري موږ دطالبانو پر خلاف جگړه پيل کړه لامل به يې داوي چې هغوي داسلام او ولس دښمنان دي.
استاد رباني له طالبانو سره دشمال دائتلاف داستازو ليدنو کتنو څخه هم پرده پورته کوي ، وايي چې دائتلاف استازو له طالب چارواکو سره ليدلي خو ده پخپله ندي ورسره ليدلي ،داچې څومره به دا خبره حقيقت ولري اوس دسياسي ملحوظاتو پر اساس طالبان هم پټه خوله دي ،ولې دا اړينه ده چې ددې خبري دحقيقت موندلو په منظور ژوره شيننه وشي ،په هر صورت .
رباني دناټو دځواکونو دشتون مخالف دۍ ،وايي هغوي په لومړی سره کښي ښه کارونه کول ،دهيواد والودښيرازی او اسلامي مدرسو دپرانيستلو لپاره يي فعاليت کاوه . ولي وروسته دناټو دکړنو مسير يا لورۍ تغير وخوړ ،مرکزي دولت دناصالحو افرادو پلاس ورغلۍ،دناټو ځواکونو داسلام او افغاني فرهنگ پر خلاف فعاليتونه پيل کړه ،پايله يې داشوه چي خلک اوس له دوي نه خوښ نه دی ،له هيواد نه دناټو او امريکايي ځواکونو دوتلو غوښتنه کوي . جالبه ده چې دکوم بهرني څيراغ په لېدو سره استاد رباني چې دهمدغو بهرنيانو په مټ هر څه ورته ورسېدل داسي ((۱۸۰ درجې)) وگرځېد ؟ خداي دي وکړې چې دادشانگهاي دلپمې روښنايي نه وې !! ! اويادايراني اخوندانو سر ښورونه !
ترکی چارواکو ته دخدمت کولو اوځان دهغوي خواخوږۍ شميرلو پر بنياد ،هغوي ته په مرکه کې مشوره ورکوي چي پوځونه يې دکابل له ښاره ونه وزي ،تر څو سلامت پاته وي . تاسو فکر او قضاوت وکړۍ دترکيې پوځيان دناټو دپوځ غړي دي مکلفيت لري هغه دنده چې دوي ته يې دناټو قوماندان سپاري سرته ورسوي ،مگر استاد رباني ورته مشوره ورکوي چي له کابله ونه وزۍ ،دا خبره دامعنا لري چي استاد ته دخپل هيواد تر امنيت دترکيې دپوچيانو امنيت ډير ارزښت لري .
هغه وايي : "ناتو خواهان برخورد نيروهاي تركيه‌اي با مقاومت‌كنندگان در مناطق جنوبي افغانستان است . ولي نيروهاي تركيه نبايد از كابل خارج شوند. چرا كه ديگر مناطق افغانستان، مناطق بسيار پر خطري هستند."
استاد رباني دالقاعدي دسازمان دارزوني په اړوند وايي : القاعده دروسانو سره دافغانانو دجگړې په وخت کښي منځته راغلې ده ،بن لادن دافغانستان سره کومه ستونزه نلري هغه دامريکا دښمنه ده . سوال پيداکيږي چې دامريکا سره دښمني بايد زموږ په خاوره کې تر سره شي ؟
داستادرباني يو پلوي فضل الرحمن فاضل دجنبش ملي اسلامي افغانستان په ويب پاڼه کي داستاد رباني دمرکې دسپيناوي او هغه له تاريکۍ نه را ايستلو په موخه يوه ليکنه کړي ،چې زه ځيني برخي په لنډيزه توگه کټ مټ را اخلم او ځيني برخي يي په پښتوژباړه ليکم ښاغلۍ فضل الرحمن فاضل ليکې : ايرنا دايران خبري اژانس داستاد رباني دهغي مرکي متن چي له ترکي ((واکيت )) ورځپاڼي سره يې په انقره کې کړيې وه اودهغه دخولې يې دا خبره رانقل کړې وه چې ((علیه طالبان نخواهیم جنگید)) ولوستل او سمدستي مي هغه ته تليفون وکړ او هغه ته مي ددې مرکي او خبر په هکله معلومات ورکړ .
استاد زمادخبرو په اوريدو سره راته وويل : نيم ساعت مخکښي له دېنه چې له ترکې نه حرکت وکړم ديوي ترکۍ ورځپاڼي سره مي مصاحبه وکړه .
په مرکه کښي ترکي ژورنالست زمانه پوښتنه وکړه چې : نا تو باطالبان مذاکره کرده است وحتی برخی مناطق را برای آنها سپرده است ورئیس جمهور کرزی هم آمادهء مذاکره با ملا محمد عمر آخند وآقای حکمتیار شده است اگر طالبان به کابل برگردند موقف شما مجاهدین چه خواهد بود، آیا شما با آنها خواهید جنگید ؟ دده په وينا استاد وويل چې مادخبرنگار دسوال په ځواب کې داسي وويل : آمدن طالبان از دوحال خارج نیست، یا مهمان رئیس دولت خواهند بود که او قوماندان اعلای قوای مسلح است، بنا ما با مهمان رئیس دولت جنگ نخواهیم کرد. دلیل ورود دیگر شان به کابل این است که ناتو در برابرشان تاب نیاورد وآنها به کابل بیایند .
بنا مجاهدین که به اساس پروسه های دی دی آر ودایاک، قدرت نظامی خویش را از دست داده اند، چگونه با طالبان خواهند توانست تا بجنگند. داستاد رباني دخبرو په لومړۍ برخه په کښي بربنډدهغه نظر دطالبانو او کرزي په هکله څرگندېږي او هغه ته سپکاوي بيلگه ده ؛ هغه وايي دسرقوماندان اعلا مليمانه به وي ،کوم ميلمانه ؟ ايادادمخالفت دڅرگندولو روڼه بېلگه نه ده ؟ ځکه دهمدغو خبرو په پاي کښي بيا وايي ممکن ناټونه وي توانېدلې چي ددوي په مقابل کې مقاومت وکړي . مجاهدين (( ددي آر)) او(( داياک)) بي وسلې کړه ،څنگه کيداي شي دطالبانو سره وجنگېږي . هغه متل دۍ چې وايي (( يو بام او دوي هواوي )) له يوي خوا وايي که طالبان کابل ته داخل شي موږ به مخالفت ونکړو او بلي خوا دبې وسلي کېدو خبره کوي او ځانونه ناوسه بولي ،خو څه موده پخوا مارشال فهيم دبي بي سي سره په يوه مرکه کښي واضح وويل : دولت از نيروی مجاهدين برای حفظ نظام و استقرار امنيت پايدار در افغانستان استفاده کند. مگر مارشال فهيم داهيره کړې وه چې تراوسه هغه نسل ژوندی دی کوم چي احمدشاه مسعود، رباني او نوروتنظېمي رهبران پکښي حاکمان وه.
په همدغو شپو او ورځو کښې له بي بي سي سره په مرکه کښي نړيوالوته په خطاب کولو سره استاد رباني وويل : که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دولتی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند. داستادرباني نړيوالوته بربنډ وايي چې دولتي واک غواړي ، ځکه وايي :که غواړی په افغانستان کي امنيت ټينگ شي او سوله راشي بايد په دولت کې دمجاهدينو دنيروڅخه پراخه استفاده وشي . بيا نو اوس ولې ډې ډي آر او دايک دپروسې څخه سر ټکوې . پداسي حال کې چې همدا اوس هم ډير افغان روڼ اندي او غوڅ ډيره کي افغانان ددغي پروسي پر پلي کولو نيوه کي لري ،دابه ډيره مشکله وي ومنل شي چې محلي قوماندانان ،تنظيمونه او جنگسالاران بې وسلې شوي دي ،که دا کار شوۍ واي افغانانو به اوس لږ ستونځي درلوداي !
متاسفانه ښاغلي کرزي ددي لپاره چي دوي خفه نشي په سر سري توگه وسله ټوله کړه چي هلته هم اکثرأ زړې او بيکاره وسلي تسليم شوې . که داسي نه ده ؟ بيا نو ولې ځانونه په پوځې ډگر کې مطر ح بولۍ ؟بيله وسلې دا ولس ستاسوڅخه دخداي له داباره امن وپناه غواړي ،ستاسو دليدو او ږغ داورېدو ته تږيی نه دي .
وړاندي داښاغلۍ ليکې : استاد وويل چي پر دغو خبرو سر بېره ماورته وويل : طالبان آنقدر توان رزمی ندارند که کابل را اشغال کنند وبنا بر فرض محال اگر کابل بیایند موقف ما عدم جنگ با طالبان خواهد بود. مگر پدې ورستيو ورځو کې دځينو خبري رسنيو لخوا ويل کيږي چې استاد داسي خبري نه ده کړې ،خودادی دهغه پلوۍ دا خبره تايدوي . وړاندي بيا هم استاد سر ټکوچي مجاهدين بي وسلې شوئ دي ، دناټو غوندي ځواک په مقابل کي دمقامت توانايي نلري ،وړاندي گيله کوي وايي ،موږ په کافي اندازه پنځه کاله دطالبانو په مقابل کې مخامخ مقاومت وکړ،ددې مقاومت مکافات يعني ارزونه دجنگسالار او توپکسالار القاب دي چې موږ ته راګړه شوه ، بهتره دا ده چې ، له پخوانيو تجريبو نه په استفادې سره واقع بين اوسو، لږ قوت او زيات قهر (لافې )کومه پايده نلري .
خداي دي وکړې چې استاد پدې پوهېدلۍ وي چې نور خلکو ته بېله وسلې دمنلو وړ نه دي ،او داخبره يې په صداقت سره کړې وي ،بله ورځ ځان تربل هر چا مستحق ونه گڼې اويا په زور گوتي ونه وهې .
تجربې دا هم ښودلې ده چې استاد رباني دخپل حاکميت دساتلو لپاره کابينه او دولت دره په دره او غار په غار گرځول،هغه وخت يې ولې داخبره نه کول او دطالبانو سره يي گډه ژبه نه پيدا کول ؟ . داسي گمان کيږي چې استاد رباني پدا ډول څرگندونو او مرکو غواړي له يوي خوا طالبانواو دهغوي ملاتړو ته څرگنده کړې چې کوم خاص مخالفت ورسره نلري او له بلې خوا کرزي او بهرنيانو،په ځانگړې توگه امريکا او انگلستان ته ښکاره کړي چې ددوي دمخالفينو سره د اړيکو نيولواودهغوي سره دپخلايني توانايي هم لري
دخلکو دوينو دتوئېدو په قيمت دموکراسی هم دچا پکار نه ده ، کيداي شوه امنيت او دموکراسي دمعقولو لارو چارو دسنجولو او دهغو دپلي کولو پر بنياد راغلې واي ،چې متاسفانه داکار ونشو ؛دبهرنيانو لويه تيروتنه او غلطي داده چي دنوي حاکميت په جوړېدوکښي يې له حوسلې او ژورې څېړنې نه کار وانه خيست ،هغه متل دي چې وايي ((رمه يي د ليوانو پلاس ورکړه )) ،له هغو چې ولس بيزار و هغه يي يوځل بيا پر ولس حاکمان کړه، علاوه پردغه تيروتنه په ملي کچه څومره چې ښاغلی کرزی مسوليت لري په هغه اندازه همدا تنظيمونه چي دبن دتوافقاتو پر اساس يي بيله استحقاقه دولتي واک او اختيار ترلاسه کړ ی ملامت دي ،همدا تنظيمونه او ډلي ټپلي دي چې اوبه خړوي او ماهيان پکښي نيسي ،دموکراسي او امنيت ددوي په گټه نه دی ، دوي دپاکستان سره يو ځاي هغې موخي ته درسېدولپاره تلاښ کوي چې په افغانستان کې يولاس پوڅۍ او بنسټپال حاکميت جوړ او واک ته ورسول شي ، دلته دورستی ځل لپاره دپاکستاني جنرالانود ارمانو دپوره کولوپه منظور لاره خلاصه شي .
ممکن لوستونکۍ پوښتنه وکړې چې دا اوس څه حالت دی ؟ اوس دچا خبره لومړۍ ده او دچا حکم چليږې ؟ دا منو چې دپرديو هڅو نو او لمسونو موږ دا څو لسيزي دهغو تر سياسي او پوځي واک لاندي ساتلي يو، يوه ترخه پوښتنه داده چي ولې تل ز موږ برخه ليک پردي وټاکي ؟ ولې دهغوي له پاره دا امکانات برابر شي چې خپلي سياسي اقتصادي او فرهنگي موخي پلي کړي ؟ ولي موږ دپرديو دلاس وسيله شو ؟او هغوي راته لارښوونه وکړې چې کوم ډول سياسي جوړښت ولرو ؟ ولې دهغوي وسلې زموږ په هيواد کې ديوي ډلې يا شخص دحاکميت دساتلو لپاره استعمال شي ؟ تر ډيرو ولې مهم خبره او سوال دادۍ چې ولې موږ غواړو د پنځلسمې پېړۍ په شرايطو کې ژوند وکړو ؟دنړۍ زيات مسلمانان داوسني عصر له ټولو ارزښتونونه دخپل هيواد او ولس په گټه استفاده کوي ،مگر موږ علاقه لرو او دوي مو هم هڅوي چې دتمدن دښمنان وه اوسوو! تاسو وگورۍ دنړۍ په کومه سيمه او هيواد کښي ښوونځۍ سوځې ،استادان اوپوهان وژنی ؟ ښارونه او کلې ورانوي ؟ ولې يوه ډله دپاکستاني ،ايراني او نورو هيوادو داستخباراتو لخوا گمارل شوي کسان دي چې زموږ نالوستۍ ولس دغو ناخوالو ته هڅوي . خپل روزل شوې کسان رالېږي اوبيا هر څه پر افغانانو ورتپی .
زه په خپله پدې نظر يم که په همدغه اوسني حاکميت کښې شامل کسان ځانونه مستحق بولې ،نو طالبان ،او گلبدين حمکتيار او نورو ټولو هغوته چې تر اوسه دميرې زی په سترگه ورته کتل شوي هم بايد ددوي دولسي پلوۍ په اندازه په دولت کي ونډه ورکړه شي ، دا به دانصاف خبره وي .
تر ټولو ښه او غوره خبره داده چې دملي تفاهم په ټغر سره کښېنو ،په صداقت او ورور ولۍ سره خپلې ټولي ناخوالي او خوابدۍ شاته پرېږدو،پرون چې هر څوک و ،په هره ژبه يي خبري کولې او دهر مذهب پيرو ،دهر سياسي گوند او تنظيم غړۍ و نن بايد دعلمي صلاحيت ،اخلاقي او کاري وړتيا له مخي دولتي چاري پر مخ بوزي .
کله چې ملې پخلاينه تأمين شي په هغه صورت کښي کېداي شي بهرنيو ته وويل شي ستاسو يې کور ودان موږ سره جوړ شوو ،موږ په خپله ټول کارونه په گډه سرته رسوو. ځيني کسان استدلال کوي چې موږ بهرنيان نه پرېږدې چي خپل مينځې مسايل سره حل کړو ! زه دا منم مگر موږ ولي دومره ساده شو چې دوي تل موږ دخپلو ملي گټو او هيواد پر خلاف وغولوې ؟ دخپلو گټو ونه زموږ دولس په وينه خړوبه کړی .
دکندهار دپنجواي ولسوالۍ ، ترينکوټ ،چورې ولسوالۍ ،دهلمند ولايت او په کلي توگه دهيواد په ټوله جنوبي سيمه کښي دبهرنيوړندو بم اوريوپه پايلو کښي له کنډوالو نه دماشومانو ،دبرو ميندو ،يتيمانو کوکاري نه اورۍ ،ولې دغه ټکې ته دوجدان دقضاوت له مخي پاملرنه نه کيږې چې يووازي بيگانه مسؤل دي او که په کور کي (هيواد ) کې دننه هم مسولين شته طبعي ده چې شته .
متاسفانه هغه غوښتنه او طمع چې له بهرنيو هيوادو نه کېدل داسي ونه شول ،هغوي هم ډير غلطۍ وکړې ،بې باکه او ناخبره سرتيري څه چي غواړي سرته رسوي ،دخلکو عنعناتو ،دود ،دستور او خپل مينځې اړيکې يې په نظر کښي ونه نيولې ،هر چا چي هر څه ورته ويلې هغسي يې کړې دي .
له پردونه مي هدف هغه پردي دي چې زموږ سره تاريخي دښمني جغرافيايي او فرهنگي ستونزي راسره لري ،متاسفانه هغوي تر اوسه لازموږ دهيواد په سياسي ژوند کې برلاسي دي ؛ داسي برېښي هغه امکانات چې بايد دهيواد دبيا جوړېدو په منظور استفاده ځينې شوې واي دهري ورځې په تېرېدو سره له لاسه وزي .
په آخر کښي بايد واضح او څرگند ووايم : سره له دې چې په خپل ټاټوبی کښي دپرديو دپوځي ځواکونو دموجوديت سره له هغه لومړۍ ورځي مخالف وم ،مگر ملي گټو داحکم کاوه چي دلنډ وخت لپاره دهغوي شته والی ومنل شي .بيله دغه ترخه غوړپ له څېښلونه له دغو تاريکيونه دوطن را ايستل ستونځمن برېښېده .چې متاسفانه دغه پاکه ارزو تر اوسه لا هم سره نشوه ،له هغه لومړۍ ورځې دهيواد او هيوادوالو سرنويشت دهغو پلاس ورکړه شو چې تر ملي گټو ورته بهرنۍ او شخصي گټې ډيري محترمي دي .
لوستونکی بايد پدي پوه وي چي زموږ په هيواد کښي پدي ورستيو شپو او ورځو کې داسي پېچلې سياسي لوبې راوني دي چې که دقيقه پاملرنه ورته ونشي هرڅه به بايلو. بيا به لاس مښل کومه گټه ونلري .دا به ومنو چې دولت په ټولو هغو ژمنو او دندو کې چې بايد تر سره کړی يې واي پاتي راغلی ؛ مگر کيداي شي دا ومنل شي چي دحاکميت سقوت به دهوسايني او امنيت په لور لاره پرانېزې؟
پدغه ټکی پوهېدل ډير ارزښتمن دي چې خپل کور بايد په خپله آباد کړو ،بلې دنورو مرستو ته لکه دنړۍ نور ملتونه اړتيا شته، خو دهيواد جوړونه داډول شونې نه ده لکه چې اوس يي يوشمير فکر کوي .
زموږ دهيواد آبادي او ښيرازي په ملي پخلاينه ، يوبل ته په تېرېدنه او درناوي کښي نغښتې ده .هر څومره چې زموږ ولس سره نږدې کيږي په هغه اندازه زموږ دښمنانو ته دپښې ايښودلو ځاي نه پيداکيږي .