دخارجی قواو په کړنو اعتراضونه زیاتیږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دامریکا ولسمشر بارک اوباما دددوشنبی په ورځ دامریکا عسکروته په یوه وینا کی وویل چی دی به هغوی په خطر کی وانه چوی ؛ مگر دا چی مطلق ضرورت ورته پیښ شی. هغه وویل چی دی به د عسکرو د زیاتوالی په برخه کی په پوره غور باندی فیصله وکړی. رپوټ وایی دامریکا د عامو خلکو نظر یات په دی مسله باندی سره ویشل شویدی چی یا امریکا نور عسکر افغانستان ته ولیږی او که نه ، اوپه دغه باب دخارجی قواو شتون اوکړنی په افغانستان کی په خارج او داخل کی دسختو اعتراضونو سره مخامخ دي .
د سه شنبی په ورځ، دواشنگټن پوست ورځپاڼی رپوټ ور کړی و چی دامریکا یودیپلومات چی په افغانستان کی یی خدمت کاوه اولنی امریکا یی دی چی په اته کلن جنگ باندی یی داعتراض له امله استعفی وکړله .
ورځپاڼه لیکی چی ماتیو هو، دامریکا دخارجه وزارت یومعتبرمامور چی د زابل په ولایت کی یی کار کاوه، د سپتمبر په میاشت کی استعفی وکړله، ځکه هغه وویل دی په دی عقیده دی چی دا جگړه یوازی بغاوت ته لمن وهی .
ښاغلی هو، تردی مخکی دامریکا په سمندری قواو کی کار کړی واو په عراق کی د نظآمی قواو تورن و خو اوس یی دامریکا په خارجه وزارت کی دملکی مامور په توگه کار کاوه .
په واشنگټن کی، سناتور جان کیري دی له دی سر ه مخالف دی چی په لسهاو زره نور عسکر افغانستان ته ولیږی او هلته دامریکا له ٦٨ زرو عسکرو سره یوځای شی. سناتور جان کیري د ویتنام د جگړی تجربه لری او په دی نیژدی وخت کی دکابل له یوه سفر نه راستون شویدی .
دبله طرفه دا دوی ورځی په مسلسله توګه په کابل کې دپوهنتون د محصلينو لخوا په ميدان وردک ولايت کې دبهرنيو عسکرو لخوا د قرآن کريم د سوځولو پرضد او داچی ددغه کار عاملين بايد په ګوته او محاکمه شي، پرلپسې لاريونونه وشول، چی په تاوتريخوالي هم واوښتل او څوتنه محصلين ټپي هم شول او ځونوریی دحکومت له لوری تر کلکو ځارنو لاندی دي .
دکابل پوهنتون د محصلينو لخوا د هېواد په پايتخت کې دزرګونو تنو مسلمانانو لاريون په ګوته کوی چی د بهرنيو عسکرو پرضد د افغانانو کرکې پراخېږې او ډېرېږی او ددغه کار اصلی لاملونه لومړی د بهرنيو عسکرو په بی قيد او شرطه کارونو او په دويم قدم کې د مهمو پېښو په اړه د دولت په بي توپيره پاتې کېدلوکی نغښتی دي، ځکه که دهمدغې يوې پېښې په اړه د دولت دريځ ته ځيرشو، نو وينو چی دغه وروستۍ پېښه د ميزان په ٢٣ مه رامنځته شوی وه او دادی يوولس ورځې تېرې شوی چی دولت ددغی پېښی دصحت او مسقم معلومولو په اړه هيڅ دپام وړ اقدم نه دی کړ ی او لاهم وايی چی پېښه سيمی ته دالياف دعسکرو له ورتګ وړاندی رامنځته شوی وه، چی دغه بي تحقيقه څرګندونی او په لاريون کې دپوليسو لخوا د محصلينو پرضد ډزو کولو لاهم د خلکو کرکې پارولی دي .
ديو داسې حکومت لپاره چی خپل نظام يی اسلام جمهوری اعلان کړی وي، ښائيدل چی دپېښې په لومړۍ ورځ يی ددغی پېښی حقيقی څرنګوالی معلوم کړی وای او که يی بهرنيانوته ستغه خبره نشوای کولای، لږترلږه خويی دپلوماتيکه ګيله کړی وای او د خلکو له ګټوي د بهرنيانو پروړاندی دفاع کړی وای، په خواشينۍ چی دولتی چارواکی وايی تراوسه يې پنځه ځلې سيمی ته استازی لېږلی دي، خو دپېښی دصحت او سقم په اړه يی کره معلومات نه دی ترلاسه کړي !
بلخوا افغانان د هربهرنی پروړاندی د پردي اصطلاح کاروي او که هرڅومره هم په اصطلاح نابللی مېلمه شي، بيايی هم پردی بولی او دغه د پردي توب کرکه ورسره طبيعی ده، ځکه اوس خو آن د هېواد جمهور رئيس هم ګورو چی دبهرنيو عسکرو پرضد خبری کوی، نو چی جمهور رئيس ناراضه وی، عام خلک خو اصلا راضی کېدلای نشی .
په هېوادکې د بهرنيو عسکرو دکړنو قانونی کېدل هغه څه دی چې ددغو عسکرو د راتګ له پيله له هر افغان سره مطرح دی او هيڅوک ددغو عسکرو په هسی شان ګرځېدو راګرځېدو راضی نه دي، دغه خبره چی هرځل ياده شی، نو دولتی لوری او بهرني عسکر په تشريفاتی او بي معني خبرو ځانونه تېروی او په رښتينی مفهوم خبرې ته ارزښت نه ورکوی، چی دهمدغو مهم نه ګڼلو او ځان تېرولو په پايله کې دادی ګوروچی د بهرنيو عسکرو پروړاندې د دولت په ترواک لاندی سيموکې هم خلک او پرګنی کرکې څرګندوی او لارو او کوڅوته لاريونونه را باسی او د((مرګ)) ((مرګ)) او ((محاکمې)) چيغې وهي .
په کندها رکي هغه ناوړه پیښه چي د امریکائي عسکرو لخوا د تیری یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوه او په لړکې دیوې کورنۍ څوغیري نظامي وگړو ته چي ښځي او ماشومان په کښي شامل وه مرگ ژوبله ورواړول ،دا ‌‌په ذبات رسوي چي داغه نابللي میلمانه چي زموږ د خلکو د ساتني په موخه دلته راغلي دخپل ځان دساتني توان نه لري نو دوی به د نورو ژوند څنګه خوندي کړي .دوی چي د خپل ځان دبیري دومره ډارن دي چي د ښار په منځ کي ددې دومره ټکنالوژی سره سره په موتړ کي د یو فرد ( ځانمرګي ) او دښځواو ماشومانودډک موترترمنځ توپیر نشي کولای دوی به زموږ دامینت لپاره څه وکړي . دغه امریکائې ځواکونو نن په یو موتړ کي څلور کسان په شهادت ورسول او دوه ښځي ئې ټپیاني کړې . دغه کسان ټول دیوې کورنۍ غړي وه چي له کوټي راغلي وه او ددې ځنګل (اوسني نړیوال افغانستان ) اوحیوانیزم په قانون خبر هم نه و چي دلته چي بهرني ځیناور تیریږي باید د مظلومو افغانو ژوند له هره اړخه توقف وکړي ترڅو دوی تیر شي . دوئ دخپل یوازني خورئي دواده وړلو په موخه راغلي او نن ئې دواده دنکریزو شپه وه او د خپل واده لپاره ئې دسودا او تیاري په موخه له کوره راوتلي وه .تقریبآ د 3.5 بجو په شا او خوا کی په موټر کي زوم چي ۲۲ کلن حبیب الله نومیده دخپل کورنۍ دنورو ښځينه غړو سره دامریکائې کاروان دپرلپسې ډزو ښکار شوله .
پرته له شکه ددی وخت رارسېدلی چی دولت له خپلو خلکو سره په يو آواز ووايی چې دبهرنيو عسکروشتون بايد قانونی شی او ديورښتينی پوځی ماموريت بڼه ونيسی، ځکه حکومت ځان ټاکلی حکومت او دخلکو استازی ګڼی، نو په داسې پېښو کې بايد په ډاګه او زغرده د خپلو خلکو ترڅنګ بهرنيانو ته خپله خبره وکړی او ثابته کړی چی رښتيايی هم دحکومت په پيل کی په قرآن شريف سوګند ياد کړی چی ددغه کتاب قوانين تر هرڅه لوړګڼی او لوړه کول يی هسی يو عنعنوی او تش دپلوماتيک ژست نه دي. نه داچی چارواکی وايی موږ تر اوسه په حقيقت پوه نه يو او يا حقيقت نشو معلومولای او دغه کار خپل په اصطلاح معذرت وګڼي .
نړيوال بايد پردې هم و پوهيږي چې په تيرو اتو كلونو كې ډيرې شعوري هڅې وشوې چې افغانان د بيان د آزادۍ او آزادو رسنيو تر شعار لاندې له خپلو ارزښتونو څخه بې پروا او غافل كړاى شي، بې حسه او بې غيرته كړاى شي، په اخلاقي فسادونوكې راښكيل او د خپلو ديني او ملي نواميسو د ساتنې او دفاع له غيرته بې برخې كړاى شي، خو اوس وينو چې داسې نه ده، بلكې برعكس ښايي د لويديزوالو دغه هڅې د دې سبب شي چې په افغانستان كې د ولسواكۍ او ډيموكراسۍ تجربه ددرېيم ځل لپاره ناكامه شي، هم افغان چارواكي او هم نړيواله ټولنه بايد هغه حساسيتونه درك كړي چې نن زموږ په ټولنه كې د ډيموكراسۍ د روان بهير په اړه شته دي او د ورځې په تيريدو لا زور اخلي، كه د دې بهير په لړ كې هغه اړخونه اصلاح او سم نشي چې زموږ د ولس له معنوي وياړونو سره اړخ نه لګوي پايلې به يې ډيرې خطرناكې وي، نن هم نړيوال او هم تر زياته حده افغانان د انتخاباتو په روان خومار كې ډوب دي، په دې كې زياتره وطندوست افغانان د خپل هېواد او ولس د راتلونكې د ښه كيدو په تمه بوخت دي، خو ډيرو نورو اړخونو ته دهيڅ لوري پام نشته چې زموږ د ولس عام مزاج پر كوم لور روان دى .
د امريكا ولسمشر اوناټو سازمان د افغانستان لپاره نور خوبونه ويني، دوى د پوځونو د زياتولو او د ډيرې مودې پاتې كيدو خوبونه ويني، خو لږ دې د ولس له منځ نه احوال واخلي چې په دې ولس كې د دوى د زغملو او منلو شيمه شته كه نه؟ پاي رحمت اله روان