ددوهم رونډ ټولـټـا کـنې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

« اهتمام »

د ۱۳۸۸ کال دزمري په ۲۹ نېټه په ټول هېواد ګران افغانستان کې د وه ډوله ټاکنې وشوې
- دجمهوري ریاست ټاکنې چې په پاییله کې به یې دهېواد جمهور رییس د پینځه کالو له پاره ټاکل شوی وای لیکن د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه هیڅ چا(۱+۵۰) رایه پوره نه کړه پایله کې به دوه محترم کاندیدان چې ډېرې رایې ګټلي سیالۍ ته به د ۱۳۸۸ کال د لړم به ۱۶مه سره بیا ودرېږي.
اوس د ۲ کاندیدانوله پاره یوه شنه پاڼه ده چې دA4 سایزکاغد دریمه برخه ده پینځه لس میلونه ورقې د دواړو کاندیدانو له پاره چاپ شوې دي چې دهرکاندید نوم ،عکس، انتخاباتي نښه ،لمبراو دنښه کولوچوکاټ لري چې په چوکاټ کې کوچنی ټیک مارک ( √ ) کېږي او یاکومه بله نښه چې دهمدې کاندید له چوکاټ تېری ونه کړی کاږي که په دې ځای کې نوم یا عد د ولیکل شي یا لاسلیک وشي رایه باطله ګڼـل کېږي.
که چیرې دا رای پاڼـه له بنډل څځه دبیلولو په وخت کې څیرې شي،په خاورویا چای کـکړه شي،اویا د رایه اچونکي له خوا غلطه په نښه کړای شي رایه ورکونکی،بیرته د ځای رییس ته ورځي اوبله رای پاڼه اخلي او خرابه په ضایعو شووپاڼـو کې اچول کېږي.
رایه هغه څوک ورکولی شي چې د رایي ورکولووړتیا اوشرایط ولري چې هغه دادي:
- دټاکنوتروخته یې د ۱۸ کلنۍ عمر پوره کړي وي
- د ټاکنو په وخت کې افغاني تابیعت ولري
ـ د صلاحیت لرونکې محکمی له خوا د مدینی یا سیاسی حقوقو څخه بی برخې شوی نه وی.
ـ د رأی ورکولو پخوانی یا اوسنی کارت ولری په افغانستان کې د نوم لیکنی لومړیۍ پړاو په ۱۳۸۳ کې تر سره شو اوپه ۱۳۸۴ او ۱۳۸۷ کلونو کې دا بهیر یو ځل بیا نوی شواو په همدې کارتونو،سږکال د دزمري په ۲۹ نېټه به په ټول هېواد ګران افغانستان کې د وه ډوله ټاکنې وشوې اوس هم، رایی ورکوونکی کولی شی دا کارتونه د رای اچونی په موخه د یو ځل له پاره بیا وکار وی ځکه پس له رای اچونی پخوانی کارتونه د ملی بیـرغ لاندی او ورستني د ښی خوا لاند ینی بله برخه کی په مثـلث ډوله توګه سوري کېـږي او د همدی نښی له کبله بیا په دی ورځ نه چلیږی. دګوندونو،ایتلافونو،مستقلو کاندیدانو کورني او بهرني کتونکي دا روند څارلی شي.
د رایي اچونې مرکزونه هغه ځایونه دي چې رایه اچوونکي به په کې رایه اچونه تر سره کوي ټول هېواد کې ۶۸۰۰ د رایې اچونې مرکزونه دي دمرکزونو په داخل کې دنارینه وو،ښځینه وواوپه ځینو ځایونوکې د کوچیانو له پاره بیل بیل ځایونه شتون لري د رایه اچونې هر ځای پینځه کارکونکي لري په هر یوه ځای(محل) کې د رایه اچونوشمیر توپیر لري خو له ۶۰۰رایه اچونوڅځه به زیات نه وي رایه اچونکی کولای شي چې داځل دهر ولایت د رایې اچونې په مرکز کې رایه ورکړي کوچیان هم په هر ولایت کې رایه ورکولی شي خو یوازې دجمهوري ریاست کاندید ته.
دجمهوري ریاست ټاکنې به سهار په ۷ بجو پیل شي د۷بجو څځه مخکې درایه اچونو له پاره ټولې آسانتیاوې برابرې شوي د ټاکنو حساس او غیر حساس توکي او وسایل یوه ورځ مخکې ځای پرخای شوي ،
د ټاکنو حساس توکي :
ـ رایې پاڼې (استعمال شوې،نه استعمال شوي،اوخرابې شوې)
- درای پاڼو رسمي ټاپې
- د ټاکنود نتایجو بشپړې شوې فورمې
- نه پا کیدونکی رنګ
دټاکنو غیر حساس توکي :
- درایو صندوفونه
- درایې اچونې غرفې
- درای پاڼودصندقونومهرلاکونه
- امنیتي محافظتي کڅوړې
- ژورنالونه،اونور
- ګرانو هېوادوالو! باید هرسړي پخپله، خپله رایه ورکړي دبل چا په استازي توب څوک رایه نه شي ورکولی هر رایه ورکوونکی به رای پاڼه په خپله په پټ ډول سره د غرفو تر شا چې دهمدې موخې له پاره ایښودل شوي په نښه کوي ډله ایزه رایه اچونه یا په يو وخت کې د غرفې تر شاله یو تن څځه د ډیروکسانو دشتون اجازه نه شته.دکاندیدانو د ټاکنـیزو سیالیواړوند توکي به دمـرکزشاوخوا د۱۰۰مترو څخه لرې وي په داخل دمرکزونو کې دکاندیدانو استازي د هیڅ ډول کمپاین او تبلیغ حق نه لري یوازې څارنه کولاي شي داعتراض اوشکایت حق هغه وخت لري چې دکارکونکو څخه دکړنلارواو اصولو نه سرغړونه ، وشي.دټاکنوبهیربه دمازیګر تر ۴بجو پایښت ولري دمازیګرپه۴بجو درایی اچونې دمرکز مدیرد رایي اچونې د مرکز د کتار کنترولونکي څخه کتنه کوي څو ډادمنه شي چې په مرکز کی موجودرایه اچونکي د مرکز له کـتار سره یوځای شوي ،د کتار کنترولونکی باید دمرکزدکتار په پای کې ودریږي او نورو رایه اچونکو ته په کتار کې د ودریدواجازه ورنه کړي چې کتار پورې یو ځای شي . له نیم ساعت ځنډ وروسته شمیرنه هر محل کې پیل کېږي هر محل درایودګڼلووروسته دتطبیق او نتایجو فورمې ډکوي اوپه لوړ آوازیې دګوندونو، ایتلافونو،مستقلو کاندیدانو کورنیو او بهرنيو ټولوکتوونکوته اعلانوي بیادموادواوغیروحساسو توکوبسته بند ي او تړنه کېږي اومخ په بره (pcm/dfc/peo / boa ) یوبل ته تسلیمي ورکول کېږي چې وروسته به پائیلې اعلان شي.
په پای کې ټول درانه هېواد وال چې دنوم لیکنې کارت ولري دا حق لري دخپلې خوښې یوکاندید ته چې له هر پلوه ددوی په خوښه او زړه برابر وي ټولې ملي او اسلامي ښیګـڼې ولري رایه ورکړئ او هیواد له هرې غـمیزې وژغوري او د راتلونکی په لور د هیلوډک ډک حرکت پیل شي
په درناوۍ