عبدالله د انګریزاو امریکا د ځانګړې پيرزوینې په تمه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

هسې خو لکه چې ټولو ته مالومه ده کرزی ، عبدالله او یا د برحال دولت نور لوړ پوړي چارواکي ، افغان ملت ته د خدمت او مراجعې پرځای تل د لوېدیځوالو مرستې ، ملاتړ او شاباسي ته سترګې په لار دي .
له دغو کسانو څخه ډیری له کله چې د دوی تنظیمونه په پاکستان او یا په ایران کې وو ، د لوېدیځ په پیسو ، وسلو او خیرات معتاد او لوی شوي دي . دغه کسان چې اوس د مشرۍ پېښې کوي د لوېدیځ ، عربو ، ایران او پاکستان د جاسوسي کړیو په دروازو او دوترونو کې په ورځو ورځو او کلونو کلونو د لارښوونو او ډول ډول پيرزوینو ترلاسه کولو لپاره پاتې شوي دي .
خو دې ورځو کې په تېره بیا چې ټاکنې دویم پړاو ته ځنډېدلي ، عبدالله او ډله يي له نورو څخه زیات د انګریزانو او امریکایانو ځانګړو لورینو او پيرزوینو ته په تمه او هیله من دي .
دوی په ټاکنو کې د ګټلو لپاره ددې پرځای چې د افغانانو دروازې ټک ټک کړي ، د ولسونو دېرو او حجرو ته ورشي ، د خلکو د ستونځو او ربړو پوښتنه وکړي او د هغو په حل کې د ولس نظریي په پام کې ونیسي او په پای کې د خپل ولس ملاتړ ترلاسه کړي د انګریزانو ، امریکایانو او نورو په سفارتونو ، نمایندګیو او قشلو ګرځی او د بې ننګۍ په کچکول کې د خپل بري لپاره د تېر پشان او د خپل عادت له مخې د لوېدیځ ملاتړ راټولوي اوغواړي په دې خیراتي ملاتړ پر افغانانو واک وچلوي .
عبدالله او ډله يي دې ورځو کې د کرزي تش هغه نېوکې چې د پلیتوب څرک يي هیڅ نه لګي او هغه داچې امریکایان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په هوايي بمباریو کې ولسي او بېګنا وګړي وژني هم په امریکایانو نه لوروي « کرزی طور وسیعی انتقادهای شدیدی را برعلیه بمباران هوايي نیروهای آمریکایی درین مرحله آغاز نمود . اصلآ هدفی را که آقای کرزی ازین انتقاد تند به نفع شخصی خود دنبال میکرد جلب حمایت مردم افغانستان بود » . د عبدالله د ډلې په ګمان پر امریکایانو نېوکه پکار نه ده ، د هغوی ټول کړه وړه واجب الاحترام دي ، که څه هم هغه د بېګنا او ولسي وګړو وژل وي . په زړه پورې دا ده ، سردار محمد رحمان اوغلي په ولسې جرګه کې د فاریاب استازی او د عبدالله د کمپاین یو غړی د بیات ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وايي : څنګه چې امریکایان موږ ته پیسې راکوي او ارکسترا هم د دوی ده ، موږ باید د دوی د ارکسترا د ساز سره سم پل کېږدو .
بلخوا عبدالله او ډله يي لوېدیځ ته وايي : « کرزی در جهت استعانت و یاری حریف قدیمی آمریکا ، کشور روسیه است » داچې خپله لوېدیځ او امریکا له روسيی سره نن ــ سبا تودې اړیکې لري ، عبدالله او ډله يي کومه اندیښنه نلري خو که افغانستان وغواړی چې روسيی او یا بل هېواد سره اړیکې ټینګې کړي عبدالله او ډله يي د مکر اوښکې تویوي ، امریکا ډاروي او د هېواد د ګوښتوب لپاره هڅه کوي .
عبدالله او ډلې يی ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي کای ایډی پرځای ، د انګریزمیشت نوماند په اړه هم چې د کرزی لخوا نه ومنل شوی د دولت په وړاندې منفي غبرګون ښوولی و . همدارنګه دوه نور انګریزي دیپلوماتان چې په ناقونونه ډول يي په هلمند کې له طالبانو سره اړیکې درلودي او د کرزي لخوا له افغانستان ویستل شوی وو ، د نظارشورا په زړه خبره نه وه.
روستیو کې ټاكنو لپاره د اروپايي اتحاديې د څارونكي پلاوي مشر امریکايي فليپ موريان د ایستلو په اړه خو د نظارشورا اوښکې اوس هم روانې دي .
له بده مرغه څنګه چې ټولو هېوادوالو ته څرګنده ده نظارشورا د ټاکنو په لومړي پړاو کې له ماتې روسته ، اوس د امید سترګې یوازې امریکې او انګریز ته نېولي دي .
« سفرناگهانی و غیر منتظره ی مارک سیدویل سفیر بریتانیا از شمال کشور و دیدار با عطا محمد نور والی سرکش بلخ که کمتر از اوامر حکومت مرکزی اطاعت میکند و یک حامی عمده ی داکتر عبدالله عبدالله رقیب حامد کرزی است نشانه هایی از دلسردی غرب به خصوص امریکا وانگلیس درقبال حمایت از کرزی را واضح میسازد»
تېر ځل هم ، د بلخ والي عطا محمد نور د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې استازي هالبروک سره له کتنې روسته مرکز ته نیغ شوی و او اوس هم همغسې یاغي باغي ګرځي .
د نطارشورا کټ مټ لکه د پنجاب د واکمنانو پشان په افغانستان کې د سیاست پېښې کوي خو په یوه ستر توپير او هغه داچې پنجاب يی د پنجاب لپاره کوي خو نظارشورايي د افغانستان لپاره نه ! لکه پنجابي واکمنان چې هم يي له انګریز او امریکې څخه خوري ، هم يي له عربو راشکوي او هم يي له چین څخه اخلي . همداشان نظارشورا غواړي چې روسیه خو يي باداره ده ، ایران يي خپل دی او له انګریز او امریکی څخه به يي راوشوکوي . ښکاره به د هېواد واکمن وي ، خو ترشا به هېواد په شلو او سلو مارکیټونو کې د خرڅلاو لپاره عرضه کوي .
له دې کبله به په دویم پړاو کې هم د ټاکنو د نوم بدۍ لپاره له هيڅ پلمې او چلوټې لاس پر سر نشي . اوس خو يي د ټاکنو په کمیسیون کې د خپلو استازو د کېنولو خبره راپورته کړې او د تورونو اوږده لیستونه يی برابر کړي ، سبا به دا کمیسیون او د هغه هره پریکړه نه مني او په پای کې به ټاکنې هم بایکاټ کړې .
که ټاکنې وګټي ، هم د هېواد د پاشلو لاره اواروي او د لوېدیځ د چلوټو اله ګرځي ، او که يي بایلې هم په هیڅ توګه يي پایلې نه مني او که يي بایکاټ کړي په دې صورت کې هم پایله یوه ده .
خو په هر صورت باید ټاکنې ، د هېواد د نافذه قوانینو په چوکات کې ترسره شي او د قانون سرغړونکي پرینښودل شي چې د خلکو په برخلیک لوبې وکړي .
اخځونه :
افغان ــ جرمن انلاین بریښپاڼه
خاوران بریښپانه
مرادزی
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر ۲۵ مه