کندهاریان خپل ځانونه دلغمان دخلگو په غم کی شریک بولی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کي د اکټوبر پر ١٩ د طالبانو يوې جنگي او خوني ډلي د کندهار-هرات پر لويه لاره باندي دېرش کسه بې گناه ځوانان له ټرانسپورټي بسونو څخه را کښته کړل. بيا يې همدا تنکي، خوار، او اجل نيولي مسافرځوانان سمدستي حلال کړل. عيني شاهدان وايي د څو تنو جسدونه مثله سوي وه. هغوى وروسته له ډېرو وهلو او شکنجې څخه په کاملي او دقيقي بې رحمۍ قتل سوي وه. د لغمان ولايت د اوسېدونکو په وينا، ټول ځوانيمرگ ځوانان ايران ته د مزدورۍ او خوارۍ په نيت له خپلو عزيزانو، کورونو، او کليو څخه د يوه نامعلوم او ډارونکي برخليک په لور راوتلي وه. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د همدې قتل او څرگند بربريت مسوليت په خپله غاړه واخيست. هغه زياته کړه طالبانو هغوى د دولتي عسکرو په تور وژلي دي. هغه وويل: طالبانو ددغو برمته سويو ځوانانو کورونو ته تيلفونونه وکړل او د هغوى د کورونيو غړو ته يې وويل چي عزيزان يې نيول سوي دي او ډېر ژر به ذبح سي. طالب ياغيان لکه د چنگېز خان او مغل لښکري بني ادمان او اسيران حلالوي. سرونه يي غوِڅوي او کله منارونه جوړوي. پښتني سيمي بدناموي. د ميوند تاريخ او شهيدانو ته سپکاوى کوي. د ټرور، قصابۍ ، او وچ ظلم ژوندي مثالونه ږېږوي. په بين المللي سطح کي، افغانان او د هغوى تاريخ او کلتور بد ناموي. په عين زمان کي، افغانان سرټمبه، خوني، او ټروريسټ معرفي کوي. طالبان غواړي چي افغانان د جهل، تورتم، او افراطيت توري کندي ته ورکش کړي. هغوى د زمان، خوځښت، او تمدن درول او را ايسارول غواړي. هغوى د ولس تباه کول غواړي. هغوى لکه شوپرکان له نور او علم څخه ډار او کرکه لري .
د طالبانو ددغه ښکاره وحشت پر خلاف د لغمان خلکو مظاهره او اعتراض وکړ. هغوى له بين المللي ټولني او افغاني حکومت څخه جدي اقدام وغوښت. د لغمان اعتراض کونکو د "مړه دي وي طالبان" او مړه دي وي قاتلان" شعارونه ورکول، او د تورو بېرغونو په وړلو سره يې خپل خپګان او غم څرگندوى. هغوى غواړي چي د دغه نه بخښونکي قتل عام مسولين د عدالت منگولو ته وسپارل سي. د روان بربنډ بغاوت او بدعت مخه دي ونيول سي. او جنگي طالبان او القاعده دي سټ کړى سي.دکندهارټول میړ نی او باتور خلگ د لغمان د خلگو دد غه بر حقه لا ریون حخه ملا تړ ا علا ن وی او ددی په غم او غوثه کن ځانونه شر یک گڼی او دلو ی ځښتن تعا لله ځخه د وطن د د ښمنانو او ددین د ښمنانو دپوره نا بودی هیله او ارزو لری او د تنکیو ځوا نانو وکورنیو ته صبر جمیل غواړی الله پاک دی دی وبخشی .
پدې دېرشو کالو کي، د افغانستان په مختلفو سيمو کي څو ځله قتل عامونه سويدي. ددې راز ډله ايزو وژنو زياتېدل د افغاني ټولني د يووالي او ملي هويت اډانې سستوي. ملي اتحاد او همکاري ته صدمه رسوي. د افغان ملت د مختلفو پرگنو تر مينځ دښمني، بې اعتباري، او فاصله ايجادوي. افغان ولس له دننه کمزورى کوي. کورني اختلافات او تضادونه لا زياتوي. په شمال کي، څو ځله د متخاصمو ډلو تر مينځ ايتنکي او قومي قتل عامونه سويدي. د افشار قساوت، دکابل قتلونه، د دشت ليلي وحشت، د هسکي مېني وژني، د شنډيډ قتل عام، او نن ورځ د ميوند قتل عام او داسي نوري ډله ايزي وژني پدې تېرو کلونوکي بار بار تکراري سوي دي چه په لاندی توگه په مختصره دول ورته کتنه کوم. ریښتیا چی دا یوه ویروونکی واقعه وه او هر باضمیره انسان که مسلمان وی او که نه چی زړه او ضمیر ولری پری غمجن کیږی. خو د بده مرغه دا په افغانستان کی د خپل څرنګوالی له مخی لومړی واقعه نه وه تر دی ډیری بدی او تراژیدی پیښی شوی او کیږی، مګر کله کله دیوی واقعی نه ځنی تش په نامه انسانان د خپلو شخصو ګټول لپاره استفاده کوی. کاش چی ریشتیا هم د افغانستان واکدارانو، خارجی ملمنو او تش په نام دوستو هیوادونوپه پر دغو مظلوموئی زړه درد کړای وای، او د هغوی د کورنی او پاتی شونو غم ورسره وای، خو دا یواځی د خولی خبری دی چی خلکو ته وښایی چی ګوندی همدوی د افغانانو اصلی دوستان دی او دا ملک پر دوی ډیر ګران دی. زه د خپلی لیکنی د ثبوت لپاره ځنو هغو واقعاتو ته اشاره کوم چی په هغی کی د لغمان د ځوانانو څخه ډیر انسانان تر دی هم په وحشتناک ډول قتل عام شوی دی، خو نړیوالو پری داسی سکوت اختیار کړی چی ګواکی هغه هیڅ انسانان نه وو. دا واقعات څه هم د اوسنی دولت څخه مخکی شوی او څه هم په اوسنی دولت کی شوی، خو مسولین یی اتیا په سلو کی په اوسنی اداره کی دشتمنیو په راټولو بوښت دی اولا هم ظلمونو ته په یوه نا مه او بل نا مه ادامه ورکوی . .
. د شینډنډ بمبارد چی د امریکایی الوتکو لخوا تقریباً ۹۰ بیګناه ماشومان، زنانه او مظلوم افغانان شهیدان شول .1
. د ننګرهار په ده بالا ولسوالی کی (؟) د واده په مراسمو بمبارد چی ناوی په کی هم په شهادت ورسیده او تقریباً تر پنځو پوری ماشومان او زنانه په کی په شهادت ورسیدل .
. . په نورستان او کنړ کی په ملکی موټرونو بمبارد چی تقریباً تر دیرشو پوری ملکی کسان په کی شهیدان شول .
. د امریکایی اشغال په لومړیو ورځو کی د تور غر په ګړم کلی، د پچیر اګام او شینوارو کی په ملکی افغانانو بمبارد چی تقریباً تر سلو زیات افغانان په کی شهیدان شول .2
. د کابل په داخلی جنګونو کی د مسعود، سیاف او هزاره ګانو لخوا په لسهاوو زړه انسانانو وژل، په سرونو میخونه ورټک وهل، د تور سرو اسیرول او بی عفته کول، چی مسولین یی اوس هم ټول په کابل کی ناست دی .
. د لس هاوو زره طالب بندیانو وژل په کانټینرونو کی چی میندی، ماشومان او زنانه یی اوس هم د راتلو لاری څاری 3.
. د دوستم اوتش په نا مه مجا هدینو هر اړخیز جنایات چی قلم یی د لیکلو څخه عاجز دی .4.
تاسو اوس قضاوت وکړی چی د کمیت او کیفیت له مخی چا ډیر ظلم کړی، د لغمان ځوانان خو اوس هم بختور دی، شهادت یی په نصیب شو، ناموس خو یی خوندی دی (الله دی په خپل امان کی وساتی)، مګر د کابل زندان اوس هم د طالبانو په نا مه دبی گناه انسانانو د ښځو او ماشومانو څخه ډک دی . .
د بی بی سی د پخوانی خبریالی چی اوس د پارلمان وکلیه ده (ملالی شینواری)هغه راپور اوس هم زما په یاد دی چی په پلچرخی کی یی د هغه میرمنو سره کړی وو چی د طالبانو د ښځو په نامه زندان ته اچول شوی دی، چی اکثره یی د قندهار او هلمند دی، او په خپلو مرکو کی یی وویل چی هغوی ازادی نه غواړی بلکه مرګ غواړی ځکه چی هغوی ته عزت ندی ورپاتی شوی .
د دنیاوالو په نظر خو طالب ووژل شو، وشړل شو، اسیر شو، دنیا پری راتنګه شوه، د الله ج په دی لوی جهان کی ورته د اوسیدو ځای پاتی نشو، هغوی د ځمکی له مخی محوه شوی دی، خو دا چی جهانیان ددی سره سره هم د هغوی د لمنځه وړلو توان نلری، هغوی سره د جنګ نه نور ستړی شوی دی، او اوس ورسره د مذاکراتو وړاندیز کوی دا بل بحث دی .
که څوک ریښتیا هم د لغمان پرځوانانو خفه شوی وی، او واقعی افغان وی، د افغانستان ابادی، سوکالی اوپرمختګ غواړی نو هغه یو طرفه قضاوت نه کوی، هغوی په افغانستان کی واقعی سوله غواړی، امن غواړی، افغانی او اسلامی نظام غواړی چی د هیچا تر اسارت لاندی نه وی.امنیت، ابادی او پرمختګ د خارجی قواو په شتون کی محال خبره ده، امن هغه وخت راتلای شی چی په افغانستان کی داخلی مخالفین ونلرو، د مخالفینو نظر ته غوږ کیښودل شی، د هغوی نظر واوریدل شی او بی له تعصبه د هغوی ارزونه وشی .
هیڅوک دا پوښتنه نه کوی، چی ولی اوه کاله وروسته د خبرو اترو پیشنهاد کیږی. دهغه ملی اردو میندو، او ماشومانو ته به څه ځواب ووایاست چی په دا اوه کالو کی ووژل شول، دهغه بی ګناه انسانانو وارثینو ته به څوک ځواب ووایی چی په دا اوه کالو کی بی ګناه وژل شوی .
امن او خوشحالی پردی نه راځی چی مونږ یوی مشخصی ډلی ته بدرد ووایو، او پر هغوی مختلفی ټاپی ولګوو. امن به هغه وخت راشی چی کله د ټولو افغانی ډلو ته په افغانستان کی مساویانه حقوق ورکړل شی، او بیا د ملت د خوښی مطابق حکومت جوړ شی. داسی نه چی یوه ډله دی په قدرت کی ناسته وی، او بله ډله دی یا په غره کی وی، او یا دی په ګوانتانامو کی وی .
زما مطلب د طالبانو ددی عملو نو څخه دفاع کول نه دی، او نه هم د د لغمان د ځوانانو غم زیاتول دی، مګر زه ددی پړه د دولت او د راغلو میلمنو پر غاړه اچوم، ځکه چی یو څوک په یوه ملک کی د امن د ساتلو صلاحیت او وړتیا نلری بیا دی مهربانی وکړی لاړ دی شی او مونږ دی پریږدی چی مونږ لیوان وخوری، که افغانان ریښتیا دومره بی کفایته وی چی د حکومت داری وړتیا نلری نوبیا خو چی په خپلو کی یو بل وخوری او ټول مړه شی چی دنیاوال یی هم د غمه خلاص شی، او که دا د همدی خارجیانو د مداخلی برکت وی چی نه پریږدی افغانان د خپلی خوښی حکومت جوړ کړی، نو بیا خو باید د مسولیت ګوته همدوی ته ونیول شی چی د خپل کور شر یی مونږ ته راوړی دی .
لکه څنګه چی ئی گوری سیاف، ربانی، هزاره ګان، دوستم، کرزی، او داسی نور په یوه حکومت کی کار کولی شی، نو بیا دا ډیره ساده خبره ده چی طالب، حزب اسلامی او نور مخالف قوتونه هم د د دی حکومت سره ګډ کار وکړی مګر د هغوی شرایط خارجیانو ته د منلو وړ ندی. .دا ولی.؟
په پښتني سيمو کي د مذهبي افراطيت ډېرېدل د دغه قوم ژوند او پاېښت د جدي خطرونو سره مخامخ کړى دى. دېرش کاله کېږي چي پدې سيمه کي د مذهبي افراطيانو پله ډېره درنه سوېده. هغوى گستاخه سويدي. پوره درې لسيزي کېږي چي د پردو په لمسون مذهبي افراطيت د پښتنو په سيمو کي ځالي جوړي کړي دي. پراخي سيمي يې تر خپلي ولکې لا ندي کړي دي. په سيمه کي يې ډار او وحشت خور کړى دى. دلته يې د خارجي مذهبي افراطيانو او ټروريسټانو لپاره اډې جوړي کړي دي. په پښتني سيمه کي د مذهبي انارشستانو او ډانگيانو ډېرېدل د پښتون قام راتلونکې او شتون د جدي خطرونو سره مخامخ کړي دي. او په بل عبارت، په پښتني سيمو کي يې د غم او شر تخم شندلى دى. د دغه مذهبي شرارت د نوغى ايستل او شنډول د ټولو منورو پښتنو دنده او مسوليت دى. موږ مجبوره او مکلفه يو چي دا د مرداري موږى له خپلو سيمو څخه وبا سو. بله هيڅ چاره نلرو. همدا پرابلم موږ د عصر او زمان تر ټولو مهم چلنچ دى. زموږ د ټولني يو اساسي سياسي او اجتماعي مشکل دى. زموږ د ټولو بد بختيو يوه اساسي سرچينه ده. ددې سر چيني بندول پکار دي. د طالبانو او القاعده سټول پکار دي .
د اسلامي نړۍ په ټولو اقوامو کي افغانان په هر لحاظ وروسته پاتي دي. د نورو قومونو په تناسب په پښتنو کي بې سوادي زياته ده. اقتصاد کمزورى دى. بنيادي اجتماعي او سياسي اصلاحات ندى عملي سوي. پدې تېرو څو کلونو کي، د عصري علومو او ساينس سره مخالفت او دښمني زياته سوېده. په خلکو کي خرافات او سپېره جهل ډېر سوى دى. په پښتني سيمو کي د مکتبونو سوځول يو عادت گرځېدلى دى. طالبان په ډاگه د مکتب او معلم مخالفت کوي. د علم او هنر سره دښمني کوي. د انسان ازادۍ، حق، حرمت ته هيڅ احترام نلري. د خپل متحجر او وروست فکري چوکاټ په څرخ کي اسير او بند دي. هغوى د يوې تللي او ورکي دنيا استازي دي. هغوى غواړي چي پدې سيمه کي د هر مثبت بدلون مخه ونيسي. پښتانه د تباهۍ کندي ته ور شوه کړي. افغانان د تمدن د کاروان څخه راوگرځوي. تېاره او خپگان حاکم کړي. او بالاخره د رڼا او خوښۍ بېخ وباسي. افغانان مجبوره دي چي ځيني اساسي پوښتني يو ځل بيا مطرح کړي: ايا افغانان کولاى سي چي په يويشتمي پېړۍ کي د طالبانو تر نظام لاندي ژوند وکړي؟ ايا کېداى سي چي له جهانه څخه ځانونه پټ او ورک کړو؟ ايا د تمدن له کاروان څخه پاته کېدل زموږ په خېر دي؟ موږ څه غواړو؟ کوم ځاى ته رسېدل غواړو؟ والسلام رحمت اله روان .