ښکېلې غاړې رامنځ ته شوي ډاډمنه فضا باید له لاسه ورنه کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مرادزئ



موږ ټول ، افغانستان کې د ورور وژنې د یوې اوږدې جګړې شاهدان یو . دې جګړې کې یوازې افغانان لکه د اور لرګي د جګړې په بټۍ کې کارول کېږي!
دلته پوښتنه پېداکېږي چې دا دومره اوږده جګړه د افغانانو خپله جګړه ده ، که دا د افغانانو خپله جګړه وي ، افغانان د کومو موخو لپاره دا جګړه مخې ته بیايی ؟ یا په بله ژبه افغانان کومې موخې لري چې داسې اوږده جګړه ورته پکار ده ؟
که چېري داسې موخې شتون ولري ایا له جګړې پرته د روغې جوړې او سولې له لارې نه شي تر لاسه کېدلای ؟
ایا ریښتیا د افغانانو منځ کې داسې ستونځې او کړکېچونه شته چې د هغو د حل لپاره ، د ناتو غوندې نړیوال وسلوال پوځ ، د نړیوال اتلاف نورو هېوادونواو په نړیواله کچه ، دومره غټ شرغوبل ته اړتیا وي ؟
ریښتیا خبره خو دا ده چې افغانان خپل منځ کې هومره لوی کړکېچ نه لري چې د هغې د حل لپاره ټولې نړۍ ته بلنه ورکړي او یا داسې موخې نه لري چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره خپل هېواد او ټولنه په لویلاس د بې شرمو نړلوالو د وزلوبې لوبغالئ جوړ کړي.
پخوا افغانستان د سړې جګړې د سیالانو تر منځ د جګړې میدان و ، او نن بیا افغانستان له یوې خوا د شانګهایی په تړون کې د هوډوالو هېوادو او لوریو او له بل پلوه د لویدیځو هېوادو تر منځ د سیالۍ ، شخړې او جګړې په مورچل اوښتئ دئ!
تېرځل ، افغانان د لویدیځ د ګټو قرباني شول ، میلیونونه افغانان شهیدان شول ، د افغانانو ټاټوبئ افغانستان ویجاړ او کنډواله شو او د افغانانو په بې شمیره سرښندنو ، لویدیځ په سړه جګړه کې برئ تر ګوتو کړ .
او نن بیا هم په یوه بل نړیوال کړکېچ کې افغانستان ښکېل او د پردیو د ګټو او موخو لپاره قرباني ورکوي!
دغه جګړه چې د نیویارک ښار د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د دوو برجونو د نړیدلو تر نوم لاندې زموږ په هېواد کې پر مخ بیول کېږي ــ په هېڅ توګه زموږ د هېواد له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي . په افغانستان کې د جګړې پایښت د افغانانو په ګټو نه دئ ، دا جګړه د افغانانو د ګټو او موخو لپاره نه ده.
د دې جګړې اصلي موخه ، په سیمه کې د اومو موادو او ارزانه مارکیټ ترلاسه کول دي . همدغه اومه مواد ، ارزانه مارکیټ او نورې ستراتېژيکي ګټې دي چې افغانستان یی د سیالو او دښمنو خواو د ټکر په میدان بدل کړئ دئ.
د پيلانو او دېوانو په دې جګړه کې به زموږ خلک وژل کېږي او زموږ هېواد به ورانیږي ، خو د ګټو د ویش په وخت کې به افغانان بیا خوار او له پخوا به بد ، له بېوزلۍ سره مخ وي . زموږ د خلکو د وینو او زویو په بیه به پردي عیشونه او چړچې کوي!
اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره بېخي جوتېږي ، دواړه سیال او دښمن لوری هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه اوږده شي . روسیه او پلویان يی په دې لټه کې دي چې امریکایان او لویدیځوال په یوې اوږدې جګړې کې ښکېل وي ، چې د پخواني شوروي د ماتې غچ له لویدیځ څخه واخلي او لویدیځ د امریکا په مشرۍ په دې کوښښ کې دئ چې که افغانستان کې کړکېچ پای ته ورسېږي ، افغانان او د سیمې خلک به وايی چې نور نو لودیځ او امریکایان په افغانستان کې څه کوي ، دلته خو امنیت راغئ ، جګړه پای ته ورسېده ، امریکایانو او نورو ته اړتیا نه شته.
نو ځکه په افغانستان کې د کړکېچ پایښت ، په هېواد کې د امریکا او لویدیځ د شتون لپاره اړین دئ.
خو د پېښو روستئ بهېر ښۍ چې په سیمه کې د دواړو سیالو لوریو تر منځ یو ډول انډول رامنځ ته شوئ وي او هېڅ لورئ نه شي کولای د بل لوري ګټې بېخي له سترګو وغورځوي.
په سیمه کې د سیالو لورو نسبي انډول ، افغانانو ته دا لاره برابروي چې خپلمنځي ناخوالو ته چې د نړیوال کړکېچ زیږنده ده د پای ټکئ کېږدي!
که د خبرې بل یانې کورنئ اړخ راواخلو ، اوس خو د افغانانو تر منځ داسې لوی کړکېچ او ستونځه نه لیدل کېږي چې افغانان د هغه د حل لپاره یو د بل په وړاندې وسلې ته لاس یوسي.
افغانانو د ټولټاکنو له لارې خپل ولسمشر وټاکه ، ولسي او مشرانو جرګه هم دغسې درواخله . په دولت کې د مخالف لوري یانې طالبانو د ګډون لپاره هم کومه قانونی ستونځه نه لیدل کېږي . طالبان هم افغانان دي ، او لکه د نورو افغانانو په شان حق لري چې د خپلو وروڼو سره یوځای د هېواد په ودانۍ او بیا رغونه کې رغنده ونډه واخلي.
له طالبانو سره د خبرو او جوړ جاړي لار ولسمشر کرزي ، ولسي او مشرانو جرګې منلې ده . نور هم باید د جوړ جاړې لپاره پاتې لار په غوڅو قدمو ووهل شي.
په هېوادني چارو او دولتي واکمنۍ کې باید هېڅ افغاني لورئ ګوښه نه کړل شي او تول افغانان باید له استثنا پرته په یوه چرګۍ راټول شي!
کوم هېوادونه چې افغانستان ته د ملاتړ او مرستې په نوم راغلي ، د افغانانو تر منځ باید په ملي روغې ــ جوړې کې مرسته وکړي . دا چې افغانان خپلو کې جوړېږي خو ځينې هېوادونه چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي په یوه او بله بڼه د روغې جوړې مخې ته ډبرې اچوي ، باید له دې کاره لاس واخلي!
داسې ښکاري چې د افغانانو تر منځ له بله هره وخته زیاته د ډاډ او ورورګلوۍ فضا مخ په خپرېدو ده او افغانان باید دا وخت له لاسه ورنه کړي!