که دا نړۍ يو کلی وای !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هـدايت الله هـدايت

داکتوبر ۱۷ مه د فقر او لوږي د امحاء دنړۍ والـي ورځي د يادوني په بانه

د ۱۹۹۳ م کال راهيسي د اکتوبر ۱۷ مه نېټه هر کال د فقر يا لوږي د امحاء د نړۍ والي ورځي په نامه لمانځل کيږي . د غه ورځ د نوموړي کال د مارچ پر ۱۳ مه نېټه د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي غونډي د پريکړي پر اساس د فقر د امحاء د نړۍ والي ورځي په نامه و نومول سوه او ټوله نړۍ ئې و دې ته را وبلله چې ددغه بشري غميزي په ايسته کېدو کې پراخ او عملي ګامونه واخلي .
ما دغه ليکنه او شننه په ځانګړې توګه راشروع کړې او پوره لا نه وه خو څرنګه چې د خوړو، فقر او لوږي د موضوع سره ئې نيژدې تړاو درلود نو په متن کې مې يو څه بدلون را ووست او د همدې نړۍ والي ورځي د يادوني په بانه مې دلته و خپرېدو ته وړاندي کړ ه .
هـ . هدایت

کله کله ځيني شیان ددې دپاره چې ښه وا يسي او ژر درک سي نود غټ ښودلو د پاره یې داسي شيوه په کار لويږي تر څو څوک ئې د سترګو په رپ کې په مطلب و پوهيږي . خو ځيني شیان بیا دومره غټ وي چې اصلاً په سترګو کې نه ځايږي او حتی تصور یې هم مشکل وي . داسي شیان بيا لومړۍ په عکس کې کوچني ښودل کيږي تر څود سم ليدلو دپاره يې لاره هواره او د تصوير ټولي خواوي و هر چاته هماغسي چې دي، ښکاره سي .
نن که نړۍ په يوه کلي باندي نومول کيږي او که د جهانې کېدو و خواته بيا د لويو قدرتو او پيسه داره هيوادو تلاښونه او غزېدنه دامريکا په سرغنه توب سره تر سره کيږي، نو دې لوري ته دنړۍ په مطبوعاتو کې چې هغه بيا د يوه سره د همدې هيوادو په ولکه کې راغلي دي د پام وړ ځای ورکول سوی او په ډله ائيزه رسنيو کې خورا پراخ انعکاس پيدا کوي . دغه هيواد ونه ددغي پروسې بهير يعني و نړۍ کلي ته ننوتل دبېلابیلو لارو او په بېلابېلو نومونو په کارولو سره ځان رامخته کوي او د خلکو په ذهنيتو کې خپل ځان ځايوي او تأمل ته يې را بولي . دغه پروسه کله د ټروریزم سره د مبارزې په نامه، کله د ډيموکراسۍ د خپرېدو په نامه، کله د ډله ایزي وژنو د وسلو د جوړېدو او ځای پر ځای کېدو په نامه او کله بيا د همدې ډله ایزو وژنو وسلو د امحأ او له مينځه تلو په نامه، کله د خپلواکۍ د ترلاسه کېدو په نامه ، او کله بیا د خپلواکۍ د ځپلو په نامه ،کله د بشر دحقوقو ددفاع او اعادې په نامه او کله بیا دهغه تر پښو لاندي کېدو په نامه، کله داسلام څخه ددفاع په نامه او کله بيا پخپله اسلام د يوې خطرې او د ټروريسټي تهديدپه نامه ، خلاصه د هر هغه څه په نامه چې ولسونه ورباندي خطاوزي او دنړۍ د هيوادونو د شتمنيو کنټرول تر خپل لاس لاندي را وستلای سي نو بس په همدغه مفاهيمو کې ځان را ښکېلو ي او پر هيوادو باندي ور دانګي او ناروا جګړو ته لمن وهي . کله ځان جهاني کړي او کله ئې پر کلي باندي را واړوي . دا په دې خاطر هم ده چې ددغو مفاهيمو په کارولو سره د نړۍ په هیوادو کې لاسوهنو ته په خلاص لاس سره لاره خلاصوي او هم داشاني لاسوهنو او يرغلونو ته قانوني بڼه ورکوي او وروسته بيا د ځان په ګټه هماغسي چې غواړي هغه کاروي . په دې ډول دغه شتمن هيوادونه غواړي د جهاني کېدو پروسه د نورو هيوادو پر هست و بود او تر مځکي لاندي او د مځکي پر سر شتمنيو باندي د خپلي قبضې د ټينګېدو په يوه عرصه باندي تبديله او په دې هيوادو کې د ډيرو نورو شیانو سنه هم د ځان په ګټه ور ختمه کړي .
ددغه جريان و فروعاتوته چې څوک ځان ننه باسي او هغه چې بيا لا نور هم را سپړي، نو ډېر داسي څه او زياتي نوري پوښتني هم راپورته کيږي . ودې پوښتنو ته د ښه ځواب ورکولو لپاره نن ددغه کمپاین رياليسټ څېړونکې هم وهغه ته يعني د جهاني کېدو وهمدغه روان بهير ته د نړۍ وال کلی نوم ورکوي او داځکه چې دغه څېړونکي ددې کلي هغه انج او بوړۍ ټوله را باسي ترڅو و هر چا ته ئې وښئي چې دا جهاني کېدل به په دې کلی کې څرنګه يوه نړۍ وي او په دې کلي کې به چې انسان ئې په مرکز کې قرار لري نو ددغه انسان راتلونکې به څه شاني وي . د خوړو، ژبو، دين او مذهب، د کلتور او ټولنيز عدالت بنيادونه به ئې څه شاني د انسان په ګټه شکل نيسي . خلاصه څېړونکې ددې مفهوم ټولي خواووي څېړي تر څوهغه بنيادی ټکي چې ددې پروسې اوسني حاکم سرغنه پر هغه باندي تله تيره وي او يا د هغه دپټېدو تلاښ کوي، هغه روښانه او د هرچا ومخې ته يې کښېږدي .
بلې ! زموږ دغه اوسنۍ ارته نړۍ چې دم درحاله ئې د شپږو میلیارډو نه زیات انسانان او بني ادمان په خپله غېږ کې را نيولي دي، د هغوی په مابين کې اوس داړيکو تناوونه داسي لنډسوي يا سره شلېدلي دي چې هر څوک د بشري هڅو او دتکنالوژۍ د پرمختياوو دبرکته د سترګو په رپ کې ځانونه يوه اوبل ته رسوي او هرڅه ديوه ځايه وبل ځای ته د نورو سره شريکوي . نو راسۍ چې موږ هم همد اسي اټکل وکړو لکه نن سبا چې هغه په ډېرو نورو خبرو ، ليکنو او رسنيو کې کارول کيږي ياني نړۍ وال کلی يا Global Village . که موږ هم لکه ډېر نور دغه دمځکي کره د د جهانې کېدو د پروسې د تحقق په خاطر د يوه کلي په نامه و بولو او ددې نړۍ دواقعیتونو د يوه اړخ دښه ترها ليدلو د پاره هغه په رشتيا هم و يوه کلي ته را کوچنۍ کړو نو دا به څه ډول کلی وي او په دې کلي کې به دانسانانو ژوند څه شاني تيريږي؟
په دغه انساني کلي کې که موږ دټولو مېشته سکنه وو اټکل سل تنه انسانان و ګڼو ، يعنی که دغه شپږ ميلیارډه د ټولي مځکي نفوس سل تنه وګڼو، نو راسی فکر وکړو چې د دغو سلو تنو د ژوندانه عادي بهير به په دې کلي کې څه شاني وي ؟ دغه سل تنه به په څو ژبو خبري کوي ، څه به خوري او څه به کوي او راتلونکې به ئې څرنګه وي؟

په نړۍ وال کلي کې ژبي




ويل کيږي چې په نړۍ کې د شپږو زرو نه زياتي ژبي سته چې ولسونه ورباندي خبري اتري کوي . دغه ژبي دولسونو روح ګڼل کيږي اودهغوی تاريخ او فرهنګي ګډ ميراث ئې بيانوي . کله چې د يوې ټولني دفرهنګي ودي د ساتني او پالني خبره رامينځته کيږي، نو دا ژبه ده چې ديوه اساسي عامل په توګه مطرح کيږي او داځکه چې په واقعيت کې دا ژبه ده چې تېرسوی او اوسنی فرهنګونه سره پېيي او راتلونکي نسلو ته ئې وړاندي کوي . په دغه دريو تيرو ورستيو پېړيو کې د ژبو د امحاء روند په اندېښمنه توګه مخ پر زياتېدو وو . داخبره ان دې ځای ته را ورسېدله چې بشر د مياشتي دوې ژبي د لاسه ورکولې . دغه جريان زياتره د امريکا اواسټراليا د هيوادو سيمي متأثره کړي وې . ويل کيږي چې همدا نن هم څه ناڅه درې زره ژبي په جدي توګه د نابودۍ د ګواښ سره مخاخ دي .
د ژبو د دغه تنوع سره سره، د ارقامو څخه معلوميږي چې که دا نړۍ يو کلی وای نو په دې نړۍ وال کلي کې به د نفوسو د تناسب پر اساس يا دهمدې سل کسيزه استوګنو په حساب به د نيمایی نه زیات کسان به په اتو عمده ژبو خبري کوي . خو دا اندېښنه پر خپل ځای پاتې کيږي چې ددې نورو په سلهاوو پاتي ژبو پای به په دې نړۍ وال کلي کې چې امريکا يي ميليارډران ئې د واکدارۍ او پرهغه باندي د فرعونيت خيال لري څرنګه خوندي کيږي او څه ډول چلند به ورسره کيږي ؟
هوکې ،که دا نړۍ يو سل کسيزه کلی و ګڼو نو په هغه کې به اته عمده ژبي جاري وي او د کلي تر نيمايي زيات خلک به ورباندي ږغيږي . په لومړي کتار کې به ددې سلو تنو د جملې نه ۲۲ تنه به ئې په چینیایی ژبه خبري کوي . دهغه نه را وروسته به په دې سلو تنو کې به یوازي۹ نفره انګرېزي ژبي خلک وي . په هغه کې به بيا اته نفره هندي او۷ نفره به یې هم په هسپانوي ژبه خبري کوي . ددې سلو تنو څخه به ۴ نفره په عربي ژبه ږغيږي او جالبه لا دا چې په همدې تعداد يعني۴ تنه به ئې په بنګالي ژبه يو دبل سره اختلاط کوي . په همدې رديف کې به ۳ نفره په پرتګالي ژبه او۳ نفره به ئې هم په روسي ژبه ږغیږي .
کله چې په دې کلي کې څوک د چا سره روغبړ او سلام عليک کوی نو هرو مرو يې بايد لږ تر لږه د نیمي نړۍ يا ددې کلي د نيمو زياتو اوسېدونکو اته ژبي ئې بايد زده وي تر څو د جهاني کېدو و نيمايی ته ځان ورسوی کنه نو د ژبو په دې د برترۍ او کهترۍ په بازار کې به ضرور خبره ځيني خراپيږي !

په نـړۍ وال کلي کې ديـن او مذهـب




په همدې ډول که څوک خپلي سترګي وتړي او دغه ارته شپږ ميليارډي نړۍ يو ځل بیا په دغه کوچني ګلوبل کلي کې را غونډه کړي او هماغه سل تنه اوسېدونکې ئې په نظر کې ولري ، وروسته بيا په خپله خوښه هي خوا دې خوا په درو او په شېلو کې راشوه سي اوپه لارو اواوبو کې ځان را کښېباسي او د کلي خواته را مخه کړي نو د لاري په اوږدو کې به د کلي په یوه کنج کې دکلیساوو زنګونه واوري، وروسته به بيا په معبدو کې د پټک پر مخ د وهلو ږغونه تر غوږو سي ، بل ځای به د مسجدو د منارو څخه محمدي آذانونه را پورته کيږي او هغه وخت به نو داسي فکر کوي چې اوس نو په رشتیا هم و کلی ته رارسېدلی دی .
د پورتنۍ محاسبې او د نفوسو د اوسني کميت پر اساس په دغه سل کسيزه کلی کې به عملاً درې عمده دينونه يعني مسیحیت، اسلام او هندو به د ډېرکيو مسلطو دينونو په کتار کې ځای ولري . په بل عبارت ددې کلي ۳۲ تنه به مسیحيان وي، ۱۹ تنه به یې مسلمانان او۱۳ تنه به یې هندواڼ وي . د پاتي کسانو د جملې نه به۶ نفره به په بودايي مذهب عقیده و لري ا و نور دوه نفره به یې په نورو دینو لکه شینتو*، سیکهه یا مرتاض او یو تن به ئې هم یهودي وي . خو په دې کلي کې د هغو کسانو شمېره چې په کوډو او جادو باندي عقیده لري هم کم نه وی . کیدای سي وويل سي چې څلورم عمده مذهب به هم همدغه د جادوګرانو او کوډګرانو مذهب وي . د کلی احصائیه پېژندونکي وایی چې ددې کلي ۱۲ تنه د بشري تمدن د لومړني دوران د زاړه مذهب د معتقدینو څخه چې د روح په عالم کې ګرځېدله او په کوډو او جادو یې ايمان لاره اوس هم ورباندي عقیده لري . هغوی اوس هم کوډي د ژوند دسمبالتيا او د هر رازي مشکلاتو او يا دخپلوروا او ناروا غوښتنوو تحقق ته يوازنی د حل لاره بولي . خو پنځم مذهب بيا د لامذهبانو مذهب دی ! یعني د کلي پاتي۱۵ تنه به اصلاً بې دينه او لا مذهبه وي . هغوی په هيڅ دين او مذهب باورنلري .
په دې نړۍ کې و بخښۍ په دې سل نفري کلي کې به د دينو او عقيدو تنوع او دهغوی په مابين کې چې دغه اوسنۍ تاو تريخوالی څوک ويني نو يو دبل دزغمولو روحيه، دورورۍ او اخوت ددوام مسئله به دا پوښتنه بې اختياره را پورته کوي چې ددې دینو د پيروانو د خپل مينځي اړيکو راتلونکې او پخپلو کې د ګډ ژوند پرنسيپونه به په داسي حال کې چې د جورج ډبليو بوش غوندي انسانان د پيغمبرۍ دعوه هم کوي نو هغه به څه ډول سره شاربل کيږي ؟!

په نړۍ وال کلي کې فقر ، لوږه او خواړه




په دې نړۍ وال کلي کې د فقر اولوږي مسئله د پورتنيو مسئلوپه مقايسه د نن او سبا ډېره جدي ستونزه او د مرګ او ژوند يوه حياتي مسئله ده . څرګنده ده انسانان د خپل ژوند د پايښت او خوندي کېدو لپاره تر هر څه دمخه و غذا ته اړتيا لري او بايد غذا و خوري . خوپه نړۍ يا دغه کلي کې د غذا څخه د نيمايی زياتو اوسېدونکو محروميت او د لوږي معضله دهغوی ژوند تر سخت ګواښ او تهديد لاندي را وستی دئ .
نن ددريمي نړۍ په هېوادو کې د فقر او لوږي ستونزه هومره ريښه غزولېده چې د ورځي دېرش زره انسانان د مرګ و کندي ته راکشوي .
راځی چې وګورو دا فقر څه شی دی او ولي د انسانانو لمن نه ايله کوي؟ آيا دلته د غذا کمي ده اوکه بله موجبه سته چې انسانان وږي دي ؟

په دې نړۍ يا په دغه ګلوبل کلي کې د ټولنيز ناعادلانه سيسټم ددوام په وجه فقر تل خپله شومه بڼه ساتلې او په هر وخت کې ئې ځان ښکاره کړی دی خو د سرمايه دارۍ په اوسني دغه په اصطلاح متمدن پړاو کې و خپل اوج ته رسېدلې ده . فقر دغذا څخه محروميت دی وهغه ته نه رسېدنه او لوږه ده، فقر بې کوري ده، فقر په ناروغي کې د علاج بېوسي ده، بې کاري ده، فقر دتعلیم او تربیې څخه بې برخي ده، دراتلونکې څخه بېره ده، فقر دلوږي په خاطر دخپل اولاد د مرګ ننداره ده،بې آبي ده، فقر بې چاره ګي ده، فقر د خپلواکۍ او آزادۍ نه کامل محروميت او واقعي غلامي ده . پر انسانانو باندي چې لوږه تحميل سي نو هر څه ته لاس اچوي ، فقر نا امني ده اود ډېرو زياتو نورو ټولنيزو پرابلمونو زېږنده ده .

فقر ډيري څهرې لري او هر ځای خپل رنګ بدلوي خو په زياتره حالاتو کې هغه داسي حالت دی چې خلګ غواړي دهغه څخه وتښتي .اوس ډېر په دې باور دي چې فقر او لوږه داسي پديده نده چې ګني د بشر اذلي نصيب دي وي ، بلکه دا د حريصو انسانانو په لاس جوړه سوې غميزه او داوسني غير عادلانه ټولنيز سيسټم يوه بد شکله پاېله ده چې دهمدې پديدې په دوام سره يې پر نړۍ باندي داسي ناوړه سايه غوړولې ده . فقر زموږ د متمدني نړۍ پر وجدان باندي يو تور داغ دی ، دنړۍ شتمن هيوادونه چې دفقر د غزېدو په بيه لا نور هم شتمن کيږي نو وجداناً هغوی وبشري ټولني ته مسؤله او ګرم دي . نن چې داسي تلاښونه کيږي ترڅو دغه موجوده نړۍ واله سيسټم جهاني کړي او د هغه څخه ګلوبل کلی جوړ کړي نو که په هغه کې د ټولنيز عدالت د موازينو په چوکاټ کې د انسان د ښېرازې په خاطر د لوږي، فقر، بیکارۍ او بېوزلی د پای پاکه امحاء د پاره بنسټيز اوعادلانه ګامونه پورته نسي نو دابه بې له شکه په دې نړۍ وال کلي کې دفقر او بې عدالتۍ دجهاني کېدلو مانا ولري .
د غربي تمدن په دغه روان د سرمايه دارۍ په دوران کې ، هر کال په ټوله نړۍ کې په ميليونونو انسانان د هغه څه د کمبود په خاطر له مينځه ځې چې په نورو شتمنو هېوادونو کې د اضافي موادو په څير ايسته غورځول کيږي . په همدې نړۍ کې د يو ميليارډو په شاو خوا کې انسانان دورځي د يوه ډالر نه کم او درې ميليارډه يې په درو ډالرو خپله ورځ سبا کوي . د يو ميليارډ نه زيات کسان دڅښاک د صحي اوبو څخه محرومه او څه ناڅه دوه نيم ميليارډه انسانان دصحي او طبي امکاناتو څخه بې برخي دي . دغه ارقام د هر کال په تېرېدو سر زياتيږي . هرکال ۵ ميليونه ماشومان د لوږي نه مري او نور ۱۲ ميليونه د ژوند د لومړنيو اړتياو د لاسته راوړلو په خاطر خپل ځانونه خرڅوي . فقر په هر کال کې سل ميليونه ماشومان دزده کړي و پرېښودلو ته اړباسي . د ملګرو ملتونو د ګزارش پر اساس همدا اوس په نړۍ کې درې لکه ماشومان د لوږي په خاطر د سرتيرو په څير د دېرشو نه په زياتوجګړو کې برخه لري . د هغوی نه د خپل ماشومتوب سپېڅلتيا غلا سوې او دې ته اړ سوي دي چې د فقر او لوږي په خاطر خپله ځلانده راتلونکې د خپل ژوند په بيه دداسي جګړو سره و موښلوي چې پخپله ئې په ماهيت نه پوهيږي . نن په زياتره جګړو کې سر تيري په دې نه پوهيږي چې د څه د پاره جنګيږي ،هغوی بس د اجيرانو په څېر د پيسو په مقابل کې ځانونه ګماري او و هر څه ته تن ورکوي تر څو د لوږي څخه ځان وژغوري .دغه بربنډه او نور ډېرو زورونکي ارقامو ته پاملرنه زموږ د دوران يو تريخ واقعيت څرګندوي او د اوسنۍ نړۍ يوه ټولنيزه غميزه او د درمندو ټولنويوه لويه تراژيدي ده.
آياپه دې نړۍ يا کلي کې خواړه نسته چې دغه فقر اولوږه د انسان په برخه سوې ده او که بله موجبه هم لري ؟ کله چې څوک ددې کلي و بازار ته د نيژدې څخه ګوري نو په هغه کې خو ډېره ګڼه ګوڼه ليدل کيږي . دلته خوډول ډول خواړه سته او د هر رازي موادو پريماني ده ، غله دانه او د کرهڼي نور حاصلات هم پرېمانه دي . ددې کلي خلکو خو په خپل ګډ کار او زيار سره چې څومره یې په وسه وه نو هر ډول حيوانان یې روزلي دي د څړ ځايونه او کروندې لري . رنګارنګه محصولاتو ته یې وده ورکړېده، هرڅه سته او پرېمانه پرېماني ده . پو هېږی په دې سل کسیزه کلی کې۳۱ دانې پسونه سته، ۲۳دانې غوایان
ګرځي، ۱۵خوګان تا و بالا کيږي، ۳ اوښان، ۲ آسه او۱۹۰ دانې چرګي او چرګان هې خوا دې خوا ته ګرځي را ګرځي ! غله دانه او د کرهني حاصل هرڅه پکښې پيدا کيږي . هوکی په دې کلي کې دټولي مځکي مېشته شپږ ميليارډه انسانانو لپاره و بخښی ددې سل کسیزه ټول کلی د اوسېدونکو لپاره پرېماني ده او څه ناڅه د اوسېدونکو د شمېر نه حتی يوازي دوه ځله زیات چرګان سته !
نوکله چې خبره داسي وي او دلته په دې کلي کې د خوړو هيڅ ډول کمي نه بلکه پرېماني لاهم موجوده وي نو دالوږه ولي سته ؟ دغه ټوله د خدای تعالی نعمتونه ولي تر خلکو نه رسيږي ؟ دغه نعمتونه که

په عادلانه توګه ددې کلي وخلکو ته توذيع سي ، انساني حرص ځيني ايسته سي هغوی ته د کار زمينه برابره او د خپل کار او زحمت په مقابل کې په عادلانه توګه حق و حقدار ته ور سيږي ، نو فقر او لوږه خو بايد اصلاً وي نه ؟ نو داسي ولي نه کيږي ؟
ښائې دلته ددې ستونزي عمده وجه په همدغه واقعيت کې پروت وي . دلته دغه څه چې ولي لوږه سته، ولي فقر سته، ولي جګړه سته، ولي غلا او جنايت سته، ولي بې سوادي سته ،ولي بېکاري سته ولي امن له مينځه تللی دی ولي نړۍ وال مارکيټ د هيروينو او وسلو د قاچاقبرانو په ولکه کې راغلی دی ولي په دې نړۍ کې داسي لګه درګه ده او داسي ډير نور څه سته دا ځکه چې په دغه نړۍ واله کلي کې ټولنيز عدالت نسته، عادلانه د کار او تقسيم شېوه نسته . په خپله عدل نسته . د ګټي او د پيسو دلاسته راوړلو لپاره يوڅوک هر روا او نارواڅه کولای سي . په نتیجه کې ددې کلي د سلو تنو څخه پنځوس تنه سم خواړه نلري، دوا نلري او هميشه وږي ساتل کيږي ، د هستوګني ځای نلري ، د تعليم او زده کړي نه محرومه او بېکاره دي . شل تنه یې دخوړو د کمبود په وجه د نس او په نورو زياتو ناجوړيو اخته دي . ددې کلي يا د ټولي نړۍ یوازي۳۰ تنو ته پوره غذا رسیږي او دژوند د نورو ښېګڼو نه هم برخمن دي . په واقعيت کې ددې کلي د جهاني کېدو بازار يوازي ددېرشو تنو په خدمت کې راغلی دئ . همدغه دېرش تنه او دهغوی سرغنه دي چې دټول کلي پر شتمنيو او نعمتو باندي ئې خېټه اچولې او د تکنالوجۍ ټول هغه دستاوردونه چې بشر د پېړيوپېړيو زحمتو په نتيجه کې و اوسني تکامل ته را را رسولی دی نو هغه ئې هم په خپله انحصار کې راوستي او د ځان په ګټه ئې کارولي دي . دانور اويا تنه وږي دي ، اوپه نس نه دي ماړه . ان د خپل بشري حقونو څخه هم ليري ساتل کيږي . دغه دېرش تنه چې هر څه هم خوري او نور هر څه ئې هم په ولکه کې دي ، نو هغوی دا کار د ځان ګناه نه ګڼي دا ځکه چې د همدې د ټولنيز سيسټم اداري ساغری همداسي راغلی دی ، همدغه نړۍ وال سيسټم او دهغوی نړۍ وال حاميان هغوی ته دا حق ورکړی دی چې همداسي وکړي د هغوی څخه دفاع هم کوي . ان لکه زموږ د وطن جنګسالاران چې زموږ ولس هغوی ته قاچاقبران او په جنايتونو کې ښکېل بدنامه د عامه وژنو مجرمان وائې ، هغه چې چې نن په ښيښه ای بنګلو کې اوسي او بانکونه ئې په ډالرو ډک کړي دي . دغه سيسټم هغوی ساتي او ان په وسلوئې لا نور هم سمبالوي . پرون ئې هم سمبالول دا ځکه چې هغوی د همداسي مزدورو اشخاصو په وسيله په هيوادو کې د خپلو لاسوهنو زمينه برابره وي، فقر او لوږه ډېروي او و راتلونکو کورنيو او سيمه ايزه لانجو ته لا نوره هم لاري خلاصوي .

په دې توګه ددې کلي و دېرشو تنو ته چې ددې کلي د ټولي هستۍ د غضبولو لپاره ټول امکانات په کار لوېدلي دي نو د هغه دساتلو او دوام لپاره يې خبره و جګړو، شيطنت، تيريو او ووسله واله مسابقو ته هم را ايستلېده پر ملتو او هيوادو باندي ئې ناروا جګړې تحميل کړي دي . په دې ګلوبل کلي د وسلو په دې نړۍ واله مسابقه کې یوازي د امريکا پوځي پانګه و شپږ زرو ميلیارډه ډالرو ته رسیږي . دا په داسي حالت کې محاسبه کيږي چې د ټولي نړۍ د پو ځي لګښت اندازه اوس اته سوه زره میلیارډه ډالرو ته ځان رسولی دی . دغه رقم ته ښه سوچ وکړی، اته سوه زره میلیارډه ډالره ! دغه پيسې زياتره دوسلو جوړولو فابرېکو د لويوخاوندانو او سهم لرونکو و حسابو ته شوه کيږي . نو که موږ ددې نړۍ وال کلي څخه بیرته و دې ښکلي او ارتي نړۍ ته را ووزو او ددې نړۍ د شپږ ميليارډه اوسېدونکو و ژوند ته ځير سو، يوازي ددغه پوځي لګښت د پيسو څخه د سړي پر سر ۱۳۳زره ډالره و هر يوه ته رسیږي ، په دې پيسوسره کېدای سي يو څوک د خپل ژوند هره خوا سمباله او هره ويجاړه ئې آباده کړي . البته دایوازي د پوځي لګښت د ونډي برخه ده ها نور ملي عاید او خپل دلاس د خواريو ګټه خو ئې لا پر خپل ځای پرېږدی!

هغه تازه ارقام چې خپاره سوي دي ښيئ چې امريکا ته د عراق د اشغال مصرف د هفتې درې مليارډه ډالره او د کاله څه ناڅه ۱۶۰ ميليارډه ډالره تماميږي ، ددې سره که دافغانستان د جګړې لګښت هم يوځای سي نو سرئې د هفتې څلورو مليارډه ډالرو ته رسيږي .

هه دارنګه په دې نيژدو وختو کې د المان ږغ سايټ د واشنګټن پوست د ورځپاڼي په حواله خپور کړی دی ان پخپله د امريکايانو لپاره لا زيات هېښنده اوحيرانوونکي دی . ددې رقم پر اساس که د عراق د جګړې جانبي مصرف سره لکه د ټپيانو ددرملي خرچه او نور هم يو ځای سي نو امريکا ته يوازي دعراق دجګړې مصرف د ورځي ۷۲۰ ميليونه ډالره تماميږي. دغه رقم ته که په دقت سره وکتل سي نو په بل حساب په هره دقيقه کې پنځه لکه ډالره مصرف کيږي . دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې دا څرنګه بشر دوستي ، ډيموکراسي او د بشري حقوقو درناوی دی چې په نړۍ کې د ورځي دېرش زره تنه د لوږي مري خو دغه دبشر دوستان د پرديو وطنو د په لاندي کولو او جګړو کې دورځي۷۲۰ ميليونه ډالره مصرفوي ؟!
د دې نه علاوه د امريکا دولتي اداره دکاله تر ۴۰۰ ميليارډه ډالرو زياته د پوځي وسلو په لګښت باندي لګوي . نړۍ والي ټولني اټکل کړی دئ چې يوازي په دغو پيسو سره کېدای سي چې و ټولي نړۍ ته د څښاک اوبه سر رښته سي، کېدای سي د ټولي نړۍ و ماشومانو ته غذا، د تل لپاره د تعليم او تربيې امکانات برابر سي، صحي آسانتياوي، شفاخانې، کورونه او نور ډېر اړين څه ورته آماده سي . دا چي دا کار نه کيږي نو پخپله ډېري پوښتني او اندېښنې را پورته کوي، او ډير درواغ او رشتيا هم و ميدان ته را باسي .

د راتلونکې څخـه بـېـره




ویل کیږي چې تر۲۰۵۰میلادي کاله پوري به د نړۍ د نفوسو شمېره د نن په پرتله دوه برابره زياته سي . ددې کسانو د جملې څخه به په سلو کې ۹۷ په اصطلاح زموږ د ګران هيواد افغانستان په ګډون د دریمي نړۍ په هيوادوکي چې همدا وروسته پاتي يا لږ پر مختللي هيوادونه بلل کيږي وزېږي کوم چې د همدا اوسه څخه لا د لوږي او خوړو د کمبود او نه رسېدو د مشکل سره لاس او ګرېوان دي . د دې هيوادو انسانان د راتلونکې څخه جدي بېره لري .

د نړۍ وال غذایی سازمان داسي برآورد کوي چې همداګړی۸۵۰ میلیونه انسانان د خوړو دپاره کافي غذا نلري او په دۍ حساب د کلي شل تنه یې دخوړو د کمبود په وجه د نس او په نورو زياتو ناجوړيو اخته دي او دوا نلري . ددې کلي يا د ټولي نړۍ یوازي په سلو کې۳۰ تنو ته پوره غذا رسیږي او هغه چې دهغوی څخه اضافه پاتې کيږي نو هغه هم بيا ايسته غورځول کيږي . د يوه خپاره سوي رقم په حواله د هغه رنګارنګه خوړو مقدار چې امريکا يې هر کال د امريکائې مصرف کونکو په واک کې ايږدي ۱۶۰ ميليارډه کيلو مواد کيږي . ددغه مقدار څخه ۴۵ ميليارډه کيلو چې سبزي، تازه مېوې، شيدې، غوښي او غله دانه پکښې شامله ده د خوراکي موادو د پلورونکو، د رستورانو د خاوندانو او يا پخپله د

مصرف کونکو لخوا ايسته غورځول کيږي . دغه مقدار غذا کولای سي چې په افريقايي هيوادو کې د ۳۰۰ ميليونو تنو و ژوند ته چې د مطلقي لوږي سره مخامخ دي نجات ورکړي او دغه توره قاره د لوږي د وبا څخه بچ کړي . خو دا کار نه کيږي . دغه ثروت چې همدا نن اروپا او امريکا لاسته را وړي او ځانته يې کوټه کړيدي نودا خو د هغوی داستعماري سياست په نتيجه کې د آسيا، افريقا او لاتيني امريکا له

منابعو څخه لاسته را وړي دي او دا لړی لا همداسي په نوې بڼه روانه ده .
د امريکا جمهور رئيس بوش يو وخت ويلي وه چې «د امريکا د ژوند پر شېوې باندي چاته د چنې وهلو حق نه ور کول کيږي » يا دا چې د امريکا پخوانی بدنامه د دفاع وزير ډونالډ رمسفيلډ د ټرور پر ضد د خپلي جګړې ماموريت په دې کې ليده چې نړۍ وال په دې خبره متقاعده کړي چې امريکا هوډ کړی دی پر خپلي امريکائي شېوې باندي و ژوند ته دوام ورکړي!

په دې نړۍ وال کلي کې مېشته انسانان د امريکايی ژوند د شېوې د مدافعانو څخه دا پوښتنه کوي چې آيا د نړۍ نور محروم ساتل سوي ولسونه هم داحق لري چې د امريکايانو په شاني ژوند وکړي که يا؟ که ئې نلري نو ولي ئې نلري او که ئې لري نو دغه او دې ته ورته سوالو ته څرنګه ځواب ورکوي :

د مځکې د سياستو د انسټيټوټ (Earth Policy Institute ) رئيس ښاغلی ليسټر براون (Lester Brown ) نظر څرګندوي چې تر کال ۲۰۴۰ پوري به په چين کې د سړي پر سر کلنی عايد د امريکا نه واوړي ، که چيري په چين کې د غوښو همدا شاني د اصراف مصرف لکه همدا اوس چې په امريکا کې روان دی تر سره سي نو يوازي د نړۍ په سلو کې اتياغوښي بايد د چين په اختيار کې ولوېږي ! هند خو لا پر خپل ځای پرېږده چې د دې هيواد اقتصادی پياوړتيا به تر۲۰۵۰ پوري د امريکا و کچي ته ورسیږي .
په همدې ترتيب د وړلډ واچ انسټيټيوټ(World watch Institute ) وايې چې «همدا اوس په امريکا کې د سړي پر سر دحبوباتو او غلو دانو مصرف د چين او هند په پرتله پنځه ځله زيات دی . نوکه قرار دا وي چې هر چينائې يا هر هندی لکه يوامريکائې غوندي مصرف وکړي نو ددې کار دپاره به د مځکي و دوو کورو ته ضرورت وي ! » او دې ته ورته نوري ډيري داسي پوښتني .

په دې توګه ددې کلي و دېرشو تنو ته ، ددې کلي د ټولي هستۍ د غضبولو لپاره ټول امکانات په کار لوېدلي دي خو ددې کلي د اويا تنو دهستيو د غلا کولو او د هغوی د خښم او پاڅېدلو د مخنيوی لپاره

وسله والي جګړې او مسابقې را شروع سوي او د مرګ او وژنو بازار ته ئې په سپينه ورځ لمن وهلې ده .سره ددې چې د فقر بنيادي چاره د انفرادي اشخاصو اويا د انجیو ګانو په هلو ځلو سره له مينځه نه ځي ،زياتره دداسي هڅو تر شا نور لاسونه هم کار کوي خو په دې لاره کې هرازي انساني او بشري هڅي دبېوزلو انسانانو ددوعاوو او د هغوی د ممنونيت سره مخامخ کيږي . نن به ښائې يو ګڼ شمېر محتاجه انسانان په خيرات سره ماړه سي خو په دغه غميزي کې زموږ د هيواد په څير ګڼ شمېر نور هيوادونه چې د نفوسو د نيمائې زيات انسانان ئې د فقر او لوږي څخه سرټکوي نو بيا هم په لوږه کې شپې سباکوي، د فقر له مينځه وړل بنيادي او ټولنيز حل غواړي . پر دې واقعيت باندي د ټولو رايه يوه ده چې په دغه موجوده نړۍ وال سیسټم کې چې امريکا ئې غواړي هغه جهاني کړي نو شتمن لا نور هم شتمن کيږي او غريب نور هم د فقر او مرګ و کندي ته شوه کيږي . تر څو چې دفقیر او شتمن تر مينځ دغه اوسنۍ ظالمانه او غیر عادلانه واټن موجود وي او له مينځه نه وي تللی،دشتون عوامل ئې هم نه وي محوه سوي فقر به همدا شاني موجود وي او د هر ي ورځي په تېرېدو سره به لا نور هم پراخيږي او د نړۍ وال ثبات او کړکېچ ته به نور هم جدي ګواښونه پېښوي ، د انسانانو غميزي به نور هم زياتيږي .
که دا نړۍ يو کلی وای او په دې کلي کې يا په دې ښکلې نړۍ کې د انسانانو په ګټه يونړۍ وال عادلانه ټولنيز سیسټم وای، د پردو پر هستيو باندي د امريکا په سرغنه توب د بډايو هيوادو سرشکونی نه وای،جګړه نه وای، دحرص ،وحشت او جنايت ځای و قناعت ، عدالت او اخوت ته پرې ايښی وای د فقير او شتمن تر مينځ دغه اوسنۍ ظالمانه واټن ايسته سوی وای، د هيوادو په کچه چور ، غلا او اشغالګري نه وای، اخلاقي انحطاط او د هيروينو قاچاقبري نړۍ واله بڼه نه وای غوره کړې، هغه وخت به د فقر او لوږي د غربت دغه شومه سايه به هم اصلاً ددې نړۍ او ددې کلي نه کوچېدلې اود جګړو او دوسلو دسياليو بازار به هم خپل ټغر ټول کړی وای .
کله چې په نړۍ کې درې ميليارډه انسانان د هغې جملې څخه يو ميليارډ کوچنيان په شديد فقر کې ژوند کوي او ټولنيز عدالت ددوی د ژوند نه کوچېدلی وي آيا کېدلای سي داسي يوکلی جوړسي چې نن ورته لويه هنګامه جوړه سوېده ؟ آيا کېدلای سي په وږي نس او د بمباريو په خوړوسکو او د جګړو په سرو لمبو او خرابيو کې د متمدني نړۍ کاذب ارزشونه زموږ دهيواد غوندي پر فقيرو هيوادو باندي و منل سي؟ ايا کېدلای سي د د وحشت او بربريت په دغه اوسنۍ فضا کې په دې کلي کې د عدل او انصاف حکم پلی او فقر او لوږه دي له مينځه ولاړه سي ؟ آيا داسي څه به ممکنه وي ؟ که نه وي نو ولي بايد نه وي او څوک او کوم هيوداونه دداسي عدل د تأمين په لاره کې مسؤله دی او خنډونه پېښوي ؟
نن د نړۍ اکثريت خلک او هيوادونه دداسي يو نړۍ وال عادلانه بشري کلي غوښتنه کوي چې په هغه کې و ټولو انسانانو ته خواړه وي،سوله وي،عدالت وي ،راستي وي، کاروي، مصؤنيت وي، انسانيت او وهغه ته درناوی وي . که نن په رشتيا سره غوښتل کيږي چې په نړۍ واله کچه د فقر عوامل له مينځه ولاړ سي نو باید همداسي په نړۍ واله کچه بايد ددغه اوسني نړۍ وال نظام په بنيادو کې عادلانه بدلون راوستل سي. د خدای بنده ګان په هر دين او مذهب چې وي د سولي، ټولنيز عدالت، انصاف ،دوستي او راستي په موجوديت کې کولای سي يو اوبل ته واقعي خدمت وکړي او دداسي کلي و جوړېدو ته ځانونه هم وهڅوي او هم ئې و نڅوي .
د اکتوبر ۱۷ مه ۲۰۰۷



* شينتو Shinto د جاپان ترټولو پخوانۍ دين او ددې هيواد د دووعمدوو دينو ( بودايی او شينتو) څخه يو دی . دغه دين د اماتراسو (Amaterasu) په نامه ځان دلمر الهه او د خپلي اجدادي مڅکي ساتونکې بولي ، د جاپان سلطنتي خاندان هم په خپله کورنۍ کې ددغه څه تجسم ويني .

اخځونه :
دغه ليکنه او په هغه کې د ياد سوی ارقامو يادونه په لندن کې دلاندي کتاب د مجموعې:
2003-2005) -1 Smith, D.J., & Sh.Armstrong, If the World Were a Village (London
او د غه منابعو څخه استفاده سوېده :
- 2 د ملګرو ملتو د کرهڼي او غذا سازمان (Food and Agriculture Organization of the United Nations-FAO) ،
3 ـ http://www.un.org/depts/dhl/poverty /
- 4 د يونسيفUNICEF (United Nations Children's Emergency Fund) پاڼه،
- 5د World Watch Institute د ۲۰۰۶ کال ګزارش ،
Why the Western Economic Model will not work for the world – Earth Policy Institute – March/09/2005 -6
7 - د U.S. Food Waste and Hunger Exist Side by Side-IPS Sept./03/2004
8 – د اسټرليا دايج (The Age) ،د بي بي سي (BBC) اود آلمان ږغ (DW) خبري پاڼي.