ملګري ملتونه او په نړۍ کې لګه درګه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
د ۲۰۰۶ د اکتوبر لسمه

د ملګرو ملتونو سازمان د يو شپېتمي کليزي په درشل کې

د ملګرو ملتونو سازما ن چې تاداو يې د دوهمي نړۍ والي جګړې په پای کې د جګړې دفاتحو هيوادو لخوا په کال ۱۹۴۵ د اکتوبر پر۲۴ مه کښېښودل سو او د ملتونو د ټولني ځای يې و نياوه ، اوس يې دادی د پيدايښت څخه تر نيمي پېړۍ زيات وخت تېريږي . دغه سازمان د خپل غيرډيموکراټيک جوړښت په درلودلو سره ﻻتر اوسه پوري د نړۍ والي سولي د تأمين او دلانجو په حل کې د ملتونو او هيوادونو په زړو کې د يواځنۍ اميد په توګه پاتي سوی دئ . د ملګرو ملتونو سازمان په دغه موده کې ډېري لوړي او ژوري ليدلي او دخپل منشور د هدفونو په تحقق کې د زياتو ستونزو سره مخامخ سوی دئ . د نړۍ دډېرو هيوادو له نظره، د ملګرو ملتونو سازمان د خپل موجوديت په دې کلونو کې د هغه د بنسټ ايښودونکو په ولکه کې راغلی او هغه يې دخپل د نفوذ د پرا خېدو په يوه وسيله اړولی دئ . ډېر څېړونکي وايي چې دغه سازمان په خپل اصلي ماموريت کې چې ددې سازمان د منشور په مقدمه کې ورته اشاره سوې ده، ناکامه دئ . خو ځيني نور صاحب نظران بيا چې د نړۍ پرمختياوي په واقعبينانه توګه له نظره تيروي او ددې سازمان لاسته راوړنواو ستونزو ته اشاره کوي نو هغوی بيا پر دې ټکي ټينګار کوي چې هغه يوازنی مثبت نقش چې دملګرو ملتونو سازمان تر دا اوسه پوري لوبولی دئ هغه په واقعيت کې د دغه فرصت را مينځته کول وه چې دغه سازمان يې په دې و توانولی تر څو د نړۍ کوچني او لوی هيوادونه تره يوه چت لاندي سره را غونډ او د دې نړۍ وال تريبيون په وسيله هغوی خپل پيغامونه او غوښتني پخپله د ټولي نړۍ و هيوادو ته ورسوي .
هغه څه چې د ملګرو ملتونو دسازمان پر اجرأتو باندي، موافق او مخالف هيوادونه دواړه پر هغه ټينګار کوي هغه ددې سازمان په جوړښت کې د اصلاحاتو راوستنه ده . ددغو اصلاحاتو په رڼا کې به دغه سازمان و کولای سي د نړی د لانجو په حل او د سولي او ثبات په تأمين کې رغنده نقش و لوبوي . دنړۍ زياتره ناپيېلي هېوادونه چې دريمه نړۍ هم ورته وايې او دملګرو ملتونو د سازمان د غړو لويه برخه جوړوي او اوس ديوه بالقوه ځواک په توګه ورته کتل کيږي ددې غوښتني کلک ملاتړي دي چې په نړۍ کې د کړکېچ او لانجو د دائيمي حل لپاره بايد د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دي د هغو هيوادو د ولکې نه راوايستل سي چې غواړي د دې سازمان څخه د خپلي نړی والي هژمونۍ او ګټو په خاطر کار واخلي . خو د امنيت شورا دائمي غړي ددې غوښتني سره مقاومت کوي او اصلاحاتو ته يوازي ددې سازمان په اداري او بودجوي برخو کې غاړه ايږدي .

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امنیت شورا په نړۍ کې دسولي او امنيت په ټينګېدو کې يو مسؤل رکن دئ، خو تر دا اوسه پوري دغه مهم رکن د دوهمې جګړې د ګټونکو هيوادو په منګلو کې را کښېوتی دئ . د امنيت شورا چې د امريکې،روسيې، چين، انګليس او فرانسې هيوادونه يې دائمي غړي دي ، دغه هيوادونو ددوهمي نړۍ والي جګړې د ګټونکو هيوادو په نامه تر داوسه پوري خپل واک په غير ډيموکراټيکه توګه پر دې شورا باندي ساتلی او ځانونه يې د ويټو دحق نه هم برخمن کړي دي . دغه هيوادونه د امنيت په شورا کې د نړی واله لانجو زياتره پرېکړي په غير عادلانه توګه يا د ځان او يا دخپلو سيمه ايزه متحدينو په ګټه تصويب کړی دي او يا دا چې د ويټو په حق سره يې ردکړي .
ددې پنځو دائيمي غړو نه علاوه د امنيت شورا لس نور لنډ مهاله غړي هم لري چې د عمومي غونډي لخوا يوازي ددو کالو دپاره ټاکل کيږي او هر کال پنځه نور غړي د پخوانيو غړو په عوض کې ور باندي نوي کيږي . د سږ کال لنډ مهاله غړي د آرجنټاين ، د کانګو جمهورت ،ډنمارك ،ګيانا ،يونان ، جاپان ،پيرو ،قطر ،سلواكي او د ټانزانيا هيوادونه دي .

دتيري نيمي پېړۍ په دوران کې ددغه سازمان په جوړښت او د هغه په نړۍ واله خوځښت او هلو ځلو کې
ډېر بېخکي اودپام وړ بدلونونه او پرمختياوي را غلي اود نړۍ هېواد و نه اوولسونه هم د ډېرو ډراماټيکو بدلونونو او پېښو سره مخامخ سوي دي . که په کال ۱۹۴۵کې د دغه سازمان د بنسټ ايښودنکو غړو شمير يوازي ۵۱ دولتونه وو، نن دادی ددې سازمان غړي و ۱۹۲ هېوادونو ته رسيږي . د ملګرو ملتو سازمان چې د هماغه اوله سره يې خپل ماموريت د خپل منشور پر اساس را پيل کړی دئ ، د زياتو نورو مسؤليتونوپه درلودلو سره يې دغه ﻻندي څلور عمده هدفو نه و خپل مخي ته ايښي او د هغه تطبيق يې د ځان لويه نړۍ واله انساني او اخلاقي وظيفه بللې ده :

د نړیو الي سولي او امنيت ساتنه



د هيوادونو ترمينځ ددوستانه اړيکو وده



د نړيوالو لانجو حل او فصل او د بشري حقونو په اړه همکاري



د هيوادونو دفعاليتونو د هماهنګۍ دپاره د يوه مرکز جوړول









ددې سازمان د منشور په اوومه ماده کې و هغو ځانګړو اقداماتو ته هم وضاحت ورکول سوی دئ کوم چې و نړيوالي سولي ته ګواښ پېښوي .

د سړې جګړې په دوران کې او خاصتاً بيا دسړې جګړې او د دوه قطبي نظام په ختمېدو سره ډېر په دې باور وه چې و نوي نړی وال نظام ته د ګذار په درشل کې ، د ملګرو ملتو سازمان به په دې و توانيږي چې د ملتونو او هيوادونو د همکارۍ او همفکرۍ يو نوی دوران به را پيل کړي او دسولي نړۍ واله داعيه به دخپلو فعاليتو مشال وګرځوي . داسي هم انګېرل کېدله چې دغه سازمان به په نړۍ کې د سيمه ايزه ﻻنجو و حل ته لسټوڼي را ونغاړي او بېخکي لاري به ورته پيدا کړي . د نړۍ لانجې به په نوي ماحول کې د يوه نوي نړۍ ليد او و انساني حقوقوته د ددرناوي پر اصولو برابر ، يو په بل پسې حل اود نړۍ و راتلونکې ته به د آزادی، ټولنيز عدالت او ډيموکراسۍ د اصولو پر مبنا و يوه سوله ايزه مسير او ښې راتلونکې ته رهي کړي . په نړۍ کې به د پوځي لګښت او د پوځي کېدلو د پروسې کمبله ټوله ، د وسلو جوړولو او دپلورلو بازار به په نړۍ واله کچه په ټپه و دروي .
په هغه وخت کې ددې کار دپاره ډېر داسي دلايل موجود وه چې دغه شاني يو اټکل د هر چا په فکر کې ځای و نيسي . يعني هغه وخت که و سولي ته ګواښ د سړې جګړې ددوام نه را پورته کېدلی او د لانجو او دسولې و پروسې ته خطره د وسلو او اټومي وسلو په سياليو کې ليدل کېدلی، خو د سړې جګړې په ختمېدو سره نورهغه پرونۍ شوروي اتحاد او د هغه نوم او نښان ورک سوی وو کوم چې امريکا او لوېديځي نړۍ به تل دداسې تهديد او ويرو سرچينه ګڼله . د ناټو د پکټ په مقابل کې د وارسا پوځي تړون هم ړنګ سوی وو چې ويل کېدله به د سولي وداعيې ته يو بالقوه تهديد دئ . داسي توقع وه چې ناټو به هم ړنګ سي ځکه نورنو دداسي پکټو او پيمانو د موجوديت شرايط له مينځه تللي وه . د برلين دېوال چې د سړې جګړې يوکرغېړن او نا متمدنه سمبول وو و نړېد، او دوه آلمانه يوځای دسوله ايزه ژوند پر لوري خپل ګډ سرنوشت پيل کړ . خو ددې ټولو دېوالو د نړېدو سره سره و ليدل سوه چې وواقعي سولي او د لانجو و حل ته رسېدل اوږده لاره نه بلکه يو ناپايه سراب دئ . ټولي نړۍ وليدل چې ددې داعيې څخه د ځان د هيژمونۍ او پر ټولي نړۍ باندي د يو مخيزي واکمنۍ دپاره د يوه واقعي نيرنګ په توګه کار واخيستل سو او د نړی والو په سترګو کې خاوري و اچول سوې .

په دې لړ کې د پوځي لګښتونو ، د پوځي سياليو او لويي غوښتني پروسه نه يوازي و نه درېدله بلکه تر پخوا زيات يې لا نور هم څوڅو ځله زور و اخيست . د نړۍ بډای او صنعتي هيوادونه چې امريکا يې په سرې کې وﻻړ وو په يو مخيزه توګه د پوځي تکنالوجۍ و ګړنديتوب او تکامل ته نوې بڼه ور کړه .
نن ټوله نړۍ شاهده ده چې په واقعيت کې اوس دا امريکا او دهغه نيژدې بډای صنعتي هيوادونه دي چې په نړۍ کې په بېلابيلو بهانو په پوځي وژونکو سلاوو ځانونه سمبالوي او د نړۍ په هره ګوښه کې دجګړې اورونه بلوي، د جګړو ودوام ته نوې مفاهيم او ګواښونه را مخته کوي ،د نړۍ په بېلا بيلو برخو کې پوځي اډې جوړوي او پر ټوله نړۍ باندې د خپل پوځي، اقتصادي او فرهنګي سلطې د غزېدو لپاره بېلابيلي نخشې را کاږي .

د سپټمبر د يو ولسمي ټروريسټي پېښي او د امريکا لخوا پر عراق باندي يرغل او دهغه را ورسته په نوې بڼه د جګړې دوام، د ملګرو ملتونو و مخي ته هغه نوي ګواښونه سوه چې دغه سازمان يې د سړې جګړې ددوران نه زيات په يوه بل عميق بحران کې ننه ايست . که څه هم دملګرو ملتونو سازمان د خپل پيدايښت راهيسي څوځلي د اهانت او بي اعتنايي سره مخامخ سوی وو پريکړي او فيصلې يې په لغته وهل سوي وې . د سولي دټينګېدو په لاره کې هلي ځلي د هغې جملې نه دتيري پېړۍ د نوي يمي لسيزي په لومړي کال کې په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله د سولي پروسه چې د ملګرو ملتو د سازمان لخوا پر مخ بېول کېده پر نيمه لاره پرېښودله سوه او زموږ خوږمن هيواد يې په لوی لاس ديوې لسيزي نه زيات ويوې بلي خونړی جګړې ته ټېل واهه . خو ددې ټولو سره سر دغه سازمان هيڅکله هم د ۲۰۰۳ کال په څېر داسي څه نه وو ازمويلی چې متحده ايالات دي د انګريز سره يوځاي پر عراق باندي د پوځي حملې د اجازې پر سر، د امنيت شورا دي دړي وړي کړي او په خپل سر دي پر عراق باندي ور ودانګي .

د نړۍپه داسي جنجالي او ستونزمنه سيمو کې چې پخوا به يې امريکا ان د نامه سره لا حساسيت ښودلی او ځان به يې ليري ځيني ساته خو اوس دادی پخپله ددې هېواد دعظيم او موډرنه پوځي ټکنالوجي هلته ځاې پرځاې سوې او غزيږي . د عراق او افغانستان په اشغال سره چې د مينځني ختيځ او جنوبي آسيا په بحراني سيمو کې پراته هېوادونه دي، د امريکاد پوځي ځواک موجوديت ددې سره سره چې ډېر حساسيتونه يې راپارولي دي خو په يوه څرګنده واقعيت باندي بدل سوی دی . دغه موجوديت پخپله د امريکا د مليټاريستي لويي غوښتني يو انکار نه منونکی واقعيت هم بيانوي . دغه واقعيت ددې خبري څرګندوی هم دی چې آسيا د خپل ستراتژيک موقعيت د اهميت په درلودلو سره او د هغه بې حسابه طبيعي زېرمو اوستر اقتصادي پوټنشيل په خاطر چې لري يې، نن سبا د رواني يويشتمي پېړۍ راتلونکې هم ټاکي . روسيه چې دغه سيمه د خپل حياتي ګټو سيمه بولي اوس يوځل بيا د يوه نړۍ واله اقتصادي او پوځي ځواک په توګه خپل ځان بيا را مخته کوي . په دې قاره کې چين او هند دوه ستر هيوادونه دي چې په خپل بېړني پر مختګ سره ددې قارې و اهميت ته لا نور هم ځلا او تحرک ورکوي چې بې له شکه به د سيمي پر روانو معادلاتو ژور تأثير اېږدي . په دې بهير کې ها خوا د افريقا قاره هم د بخار دديګ په شاني ډېري کشالې پکښې ايشې، په د غه کشالو کې و دارفور ته ورته غميزي چې لمن ورته وهل کيږي تر اېرو لاندي سکروټي دي او کېدای سي د سيمي او د نړۍ پر حالاتو باندي خپل تأثيرات و ښيئ . په داسي يوه نوي ماحول کې په نړۍ کې د ټولنيز عدالت، آزادۍ ، ديموکراسي او برابرۍ ته درسېدو په خاطر د ولسونو او ملتونو خښم نور هم تاو اخلي او نوي غوښتني د نوو لوبغاړو سره و ميدان ته را باسي .

اوس هغه نوی حالت او خبري چې د نړۍ په وړاندي را پورته کيږي په هغه کې و روانو ﻻنجو ته دپوځي لويي غوښتني په ژبه نه، بلکه د ولسونو او ملتونو د ارادې پر اساس و هغوی ته د انساني او متمدانه اوډيموکراټيک تفکر پر مبنا ځواب او د حل لارو لټول په کار دی . ددې سره سره په نړۍ کې ټولنيزه بې عدالتي، دشتمن او غريب تر مينځ يو خورا لوی اوظالمانه واټن ، د هيوادونو و آزادۍ،ملي حاکميت او خپلواکي ته سپکاوی او د زور د قانون جاري کېدل ، ډله ايزه مهاجرتونه، د ژوند د چاپيريال جدي ستونزي، مرضونه، بېکاري اود هغه جريان منفي تأثيرات چې جهاني کېدل ورته وايي دا ټول هغه څه دي چې نړۍ و يوې نوي بحراني مرحلې ته ننه باسي . اټومي جګړه ديوې واقعي لويي بلا په څېر د نړيوالو و راتلونکې ته يو مرګونی تهديددئ . په داسي حال کې چې په مينځني ختيځ کې عراق د خيالي ډله ايزي وژنو د وسلو د زېرمو ددرلودلو په بهانه اشغال او دخاورو خاکه سو او اوس يې د تجزيي و خبرو ته رسميت ورکول کيږي، څنګ ته يې اسرائيل همدا اوس په دې سيمه کې ستر پوځي طاقت دی او اټومي وسله هم لري . د فلسطين و برحقه داعيې ته غاړه نه اېښودل کيږي بلکه په لوی ﻻس په دې سيمه کې د جګړې د اورلمبې لا نور هم تازه ساتل کيږي او پراخيږي . تازه پر لبنان باندي د اسرائيلو وروستی يوه مياشتنۍ بشري ضد جګړه ، د قانازړه بوږونکې فاجعې انساني وجدان ته ټکان ورکړ او د ملګرو ملتو دسازمان خپله بې وسي په ډاګه وښودله . اسرائيلو تر دا اوسه پوري دامريکا د بېدريغه ملاتړ په زور څوڅو ځلي د ملګرو ملتو نو د سازمان پريکړي تر پښو لاندي کړی دي او هر هغه پرېکړه چې د ځان په ګټه يې نه دي ليدلې نو دامريکې لخوا يې يا ويټو کړېده او که تصويب سوې هم وي نو بيا يې نه ده منلې . دغه هيواد دزروي وسلو د نه خپرېدو معاهدې ته هم غاړه نږدي .

هند او پاکستان هم چې دداسي اټومي وسلو خاوندان دي تل يو اوبل ته ﻻس پر ماشه ناست دي . د جنرالانو پاکستان په سپينه ورځ پخپله هم د مذهبي بنسټپالني پالنه کوي او هم يې" داور په ليکوکې" ټروريسټي مرکزونه او ځالي تمويلوي او همداسي يې فعاله ساتي ګاونډيو هيوادو ته يې ليږي .خو هرکله چې وضعه د ځان په ګټه و نه ويني نو دټروريزم سره د مبارزې په نامه ډالري سوداګري ور باندي شروع کوي او ځان ورباندي ساتي . په دغه هيواد کې زموږ د هيواد افغانستان او د هند پر ضد ټروريستي شبکې روزل کيږي، په سيمه او نړۍ کې وتخريبي عملياتو ته هڅول کيږي خو ددې ټولو څرګنده فکټورونو سره پاکستاني جنرالان او پوځي واکمنان بياهم په سيمه کې و خپلو بادارانو ته باوري او خواږه ملګری پاتي کيږي ! ايران په سيمه کې د ځان اټومي کېدل غواړي ، شمالي کوريا هم خپل داټوم بمب و ازمويل او په سيمه کې د امريکا ونفوذ او تحکُم ته ګويا نوي خنډونه اوګواښونه پېښ کړل . د انګليس او امريکا لاس اوپښې هم په عراق او هم په افغانستان کې بندي سوې او د روسيې دا بيا په چيچن کې . ناټو دلومړي ځل لپاره د خپل عنعنوي اروپايي حوزې د امنيت څخه د امريکا په ښوونه و آسيا ته د خپلو پښو غزيدنه را شروع او په افغانستان کې يې د نامعلوم راتلونکي لپاره ددې هيوادد پوځي عملياتو کنټرول په ﻻس کې و نياوه . اوس هغه سيمه چې د هنده څخه شروع کيږي بيا د سويز تر کاناله پوري د تاريخ ډېره خونړۍ پوځي زراد خانه يې په خپل ځان کې را غونډه کړېده او د چين نه ماسېوا د ټولي نړۍ لوی ځواکونه خپل دروند پوځي خوځښت او راشه درشه په همدې سيمه کې وراتلونکي ماموريت ته آماده کوي، ښايې د" لويي مينځني ختيځ" د سکښت و ماموريت ته ! . دا خوځښت کېدای سي چې هر ګړی د يوه کوچني بڅرکي په و هلو سره په يوه لوی عظيم انفجار باندي واوړي او د اټومي جګړې ناورين را مينځته کړي .

په دغه شاني يو بې ثباته حالت کې چې نړۍ و يوې تمام عياري لګي درګي ته روانه او د سراسري جګړې شومه سايه د نړۍ په هر کونج کې خپره ده ، د نړۍ ولسونه او هيوادونه چې ژوند او راتلونکی يې د جدي ګواښ او فشار سره مخامخ دی،دا حق لري چې ددې وضعي څخه درا وتلولاري چاري و لټوي .

ددې ټولو ګواښونواو تهديدونو سره سره دا به بياهم د ملګرو ملتونو سازمان وی چې په يو ويشتمي پېړۍ کې د آزادۍ ، برابری ، ټولنيز عدالت او ډيموکراسی لپاره د نړی وال امنيتي نظم په ساتلو کې ډېر مهم او ټاکونکی رول لوبوي . خو او س دا پوښتنه را پورته کيږي چې څرنګه کېدای سي د نړی په دغسي ښورماښور او لګه درګه کې ددغه اوسني ملګرو ملتونو د سازمان په بدنه کې دي داسي يو نوي بدلون رامينځته سي تر څو دغه نړيوال سازمان چې تاداو يې په حقيقت کې د نړۍ د عام ولس دامنيت دساتلو او دفاع ، دسولي او امن د ټينګولو په خاطر اېښودل سوی دئ او د هغه د ټينګښت او پياوړتيا مسؤله ده، هغه دي د لويو ځواکونو د ولکې نه او په ځانګړې توګه د امريکا د تسلط نه وژغوري او هغه ته دي يو ډيموکراټيک او عادلانه بنياد ورکړي . نن ډېر هيوادونه په دې عقيده دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان دغه اوسنۍ جوړښت ددفاع ارزښت ځکه نلري چې پرېکړي يې دقدرت د خاوندانو د ګټو تمثيل کوي او د نړۍ د بحرانو په حل کې پاتي راغلی او دې کار د ټولي نړۍ امن و امان ته جدي ګواښ پېښ کړی دی .

اوس دا پوښتنه هم را پورته کيږي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې کله چې امريکا او انګريز پر نورو هيوادو باندي د تيری او يرغل په خاطر په يو اړخيزه توګه عمل يا د ځان په ګټه د خپل ويټو د حق نه استفاده کوي او د نړۍ امنيت د ګواښه سره مخامخوي ، نو په دې نړۍ وال سازمان کې بل کوم داسي لوړ مقام بايد وي څو دداسې خلاف ورزيو مخه ونيسي او يا هغه ته دي ځواب ووايي ؟ اوس ډېر په دې باور دي چې دامنيت شورا داسي محکمې ته ورته ده چې ګنهکار، پخپله هم ګنهکار دی او هم قاضي . دغه شاني تناقضاتو ته څوک او په څه ډول بايد ځواب ووايې ؟

د يويشتمي پېړۍ خلک اوس په نړۍ وال چلند کې داسي يوانساني نظم غواړي چې د تيرو پيړيو د استعماري استبداد ټول مظاهر له مينځه پکښې تللي وي او دزور واکۍ، تهديد او دنظامي تسلط په عوض کې چې يو کرغېړن ، ظالمانه او غير انساني او نامتمدنه عمل وو بايد د هيوادو په وړاندي د متمدانه چلند، عدل او د ټولنيز عدالت او متقابل درناوی د اصولو پر اساس نړی والي اړيکي سمبالي سي . نن ورځ د لويو قدرتو د نظر او عمل ترمينځ دغه شاني لوی واټن پروت دی . د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ په وړاندي دغه شاني يوه لويه دوه رنګه سياسي لوبه روانه ده . د بشري حقوقو اصول تر پښو ﻻندي کول طبعاً په نتيجه کې يو بالمثله خښم را پاروي او ډېر په دې باور دي چې دغه شاني خښم او د هغه نه را پيدا سوي پاېلې نسي کېدلای څوک دي هغه د ځان و امنيت ته تهديد او يا ټروريسټي عمل وګڼي . د نړی ټول څېړونکي او تحليلګران په دې عقيده دي چې دننۍ نړۍ پېښي دومره ساده هم نه دي چې په واشنګټن کې فکر ور باندي کيږي . د بوش اداره چې داسي نړی وال اصول تر پښو لاندي کوي او د هيوادو پر حقوقو باندي بر اﻻ تيری کوي ګرانه به وي چې د ورته عکس العمل سره مواجه نسي . دا چې نوام چامسکي د امريکا نامتو ليکوال پر خپل هيواد باندي د« اصلي ټروريسټ هيواد» لقب ايږدي او يا د بوش دولت « د امريکا د تاريخ ډېر خطرناکه دولت » بولي نو داخو به هغه څه چټي پرتي نه وايي ؟
د نړۍ دډېرو پوهانو او سياسي تحليګرانو له نظره د ملګرو ملتو د سازمان په ساختار کې دغه ﻻندي ټکي په ګوته کړي دي چې که د هغه په چوکاټ کې په دې سازمان کې اصلاحي بدلون را وستل سي نو پر دغه سازمان به د ملتونو هغه له مينځه تللی اعتبار بيرته اعاده سي :

لومړۍ : د ملګرو ملتو د سازمان عمومي غونډه چې د نړۍ لوی او کوچني هيوادونه يې مساوي الحقوقه غړي دي ،بايد د دې سازمان د پرېکړو د ثقل په مرکز باندي واوړي . يعني په دې سازمان کې د نړۍ پر اساسي مسائلو باندي پرېکړي بايد ددې سازمان دعمومي غونډي د تصميم په واک کې ولويږي تر څو د ټولي نړۍ غوښتني اوپوښتني انعکاس پکښې پيدا کړي .
دوهم : د امنيت په شورا کې بايد د غړو هيوادو لړۍ پراخه او د ويټو غير ډيموکراټيک حق چې د نړۍ والي سولي اوامنيت په تأمين کې يې ددې شورا فعاليتونه تر سوال ﻻندي راوستلي دي ، بايد له مينځه يو وړل سي . دا په دې خاطر هم چې دغه روحيه بايد ايسته سي چې ګواکي اوسنۍ دامنيت شورا د هغه په دائمي غړو پوري تړلې او په خاصه توګه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يې کارونه سمبالوي .
درېم : ټوله غړي هيوادونه دي دخپل ملي عايد پر اساس خپله کلنۍ ونډه و دغه سازمان ته ورکړي ترڅود امريکا غوندي نور ماړه او هستمن هيوادونه ونسي کړلای دغه سازمان په پېسو رانيسي او هغه دي بيا د خپلو اهدافو د تحقق په مسير کې استعمال کړي .
څلورم : ديوه ډيموکراټيک اصل په توګه بايد ومنل سي چې د امنيت په شورا کې د آسيا، افريقا او ﻻتيني امريکې د هيوادونو څخه دي هم ددې قارې استازي هيوادونه دائيمي غړيتوب ولري .
پنځم : د ملګرو ملتو سازمان بايد خپل مکان د امريکا د خاوري څخه د نړۍ و نورو برخو ته انتقال کړي او خپله کلنۍ غونډي دي هم په نوبتي شکل د نړۍ په ټولو قارو کې دايري کړي تر څو د نړۍ په څلورو ګوښو کې ددې نړی وال سازمان نړۍ واله بڼه ښه ترها وځليږي او ديوه ځبر ځواک د ولکې نه را وايستل سي .

ددې سره يوځای د ملګرو ملتو د امنيت شورا بايد داسي يو ځواکمن اجرائيوي ارګان هم ولري چې و کولای سي د اسرائيلو غوندي سرکښه دولتونه دي د خپلو پر ېکړو و منلو ته اړباسي .
دنړۍ په دې کړکېچن حالت کې چې زور واکۍ د ولسواکۍ او ټولنيز عدالت ځاې نيولی دی د ملګرو ملتونو سازمان چې د جګړې په مخنيوی کې يې ماتي خوړلې ده خو په نني عصر کې د سولي د ايجاد لپاره اوس هم د يوې مؤثري او ضروري وسيلې په توګه ورته کتل کيږي ، ددې سازمان وراتلونکي نقش ته چې ددې سازمان پر منشور باندي د نړی وال اقتصادي طاقتونو لخوا ګذارونه کيږي بايد ددغه منشور نړيواله ارزښتونه د سره را وسپړل سي ، درناوی ورته وسي او عملي دي سي غير له دې نه به دو اقعي سولي او امنيت مفاهيم،د آزادی، ډيموکراسي، بشري حقوق ، ټولنيز عدالت، بشر دوستي، او د ملتونو او هيوادونو ترمينځ د حقوقو برابري به وچ کلک او کلېشه اي شعارونه پاتي وي .



اخځونه :
د دې ليکني په سمونه کې د ملګرو ملتو، د لوموند ديپلوماټيک،بي بي سي، دامريکا ږغ ، ټايمز اف انډيا، کريسچن ساينس مانيټور ، ايشيا ټايمز، مهر او شرق سايټو څخه استفاده سوېده .