دين : ــ زیږنده او پرمختیا یی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دکره کتنی او ارزونی په خاطر

دين  : ــ  زیږنده او پرمختیا  یی

ډاکټر سيد شيراقا حرکت
سپتمبر ۲۰۰۹ م کال 
دهغه پدیدو او ارزشونوپه باره کی چی دتقدس حیثیت او مقام   تر لاسه کوی ،  څه ليکل ، څيړني کول او عقيده څرګندول خورا مشکل کار ګڼل کيږي . خو زما په عقیده ، ددی څخه هم مشکل به ، بی ارزشه او بی بنیاده پدیدو ته ارزش او دتقدس حیثیت ورکول او قایلیدل او یا په دغه ډول پدیدو بی باوره اوبی یقینه ایمان لرل وی .


ادیان که حقیقی دی او که مجازی ، په منلو سره، د هر انسان د عقیدوی تقدس او توجه  په خورا لوړ مقام کی قرار لری،  دشک څخه  ووځی او ګوتنیونه او ګوتڅنډنه ورته غیر مجاز ګرځی   . نو ځکه انسانی عقیده په هره بڼه او رنګ چی اوسی هم داسلامی اوهم د  نړیوالو بشری قوانینو له مخی مقدسه ، دتعرض څخه مصًونه اوهمغسی چی انسان خدای مختار ګڼلی دخپلی  عقیدی په انتخاب کی آزاد ، مختار او هیڅوک پرته له ابلاغ  څخه خپله عقیده په نورو په جبر سره دمنلو حق نه لری .په ملی او نړیواله کچه دهرډول عقایدو لکه سیاسی ،کلتوری ،ایدیولوژیکی ،دینی ،مذهبی او نورو د درناوی په خاطر د مختلفو هیوادونو ،قومونو،ټولنو ،طبقو او مختلفو اقشارو تر منځ په هره کچه منل شوی ملی او نړیوال قوانین ،اصول او نورماتیفونه وجود لری .  د بشر د پیدایښت له لومړۍ ورځی څخه ډیرو  ادیانو ، هم د خدای (ج ) له طرفه  دپیغمبرانوپه لیږلو سره ظهور کړی او هم د شخصی اقتدار اوشهرت د تر لاسه کولو په خاطر ، لکه زردشت ،فرعونیان ،بودا او ډیر و نورو له خوا بی شمیره ځانګړی ادیان  رامنځ ته شوی دی . سره ددی چی  د خدای داخری پیغمبر ،محمد (ص ) په نبوت  اخری او اولی سراسری عالمی دین ،اسلام ،  په ظهور نور ټول ادیان منسوخ ګڼل شوی ، نن هم په نړۍ کی په سلګونو او زرګونو مجازی ځانګړی ادیان موجوداولا دغه سلسله دوام لری . خو ددی ټولو خبرو سره سره انسانی عقیدی ته د درناوی اصل پرځای پاتی دی ، څوک په چا په جبر خپله عقیده نه شی تحمیلولی اود مختلفوادیانو دمتقابل  ارګانیک امیزش او انتګریشن په خاطر د ابلاغ  اصل اوس هم مشروع او منلی وسیله او طریقه ګڼل کیږی او په کل کی عقیدوی پریکړه د منازعی څخه منزه او یواځی ځانګړی  اوټولنیز اختیاری ،شعوری اومنطقی اصل په کی معتبر ګڼل شویدی  .  په همدی خاطر نن هم دا پوښتنه لا پرځای پاتی ده چی ، ایا په رښتیا هم دین وجود لری ؟ که لری یی ،ا یاحقیقی دی که مجازی ؟د دین مالک څوک دی ؟ کیدلی شی ، په اوسنیو شرایطو کی   ډیر ادیان وجود ولری ؟ که موجود اوسی ، څه بدی به ولری ؟ کیدلی شی هر ټولنیز قانون ته دین ووایو ؟ دا ممکنه ده چی ددین خالق انسان اوسی ؟ ...  . هو دا ډول نوری بی شمیره پوښتنی نن هم پیداکیدلی شی .
که څوک مدعی شی چی دین اصلا ً وجود نلری ، اول خو تاسی داسی کس نه شۍ پیدا کولی چی د تعقل ، فهم او منطق له مخی دی دخدای او دین څخه منکر شوی اوسی . معمولا ًدا ډول پيښی د ناپوهۍاو پوچو احساساتو  په بنیادرا منځ ته کیږی . هر څوک چی ددین څخه منکریږی ، که یو ځل ددین د موجودیت د منطق په دلایلو فکر وکړی ، هیڅکله به  منکر نه شی .  مګر په یو صورت کی ، کله چی د عقل دکوتاهیی له مخی ددی کار جوګه نه وی . تاسی په نړۍ کی داسی کوم مثال نه شۍ پیداکولی  چی یوه ټولنه  بی دینه اوسی .که چاپه کومه ټولنه کی  جبرا ً په دین باندی   بندیز لګولی ، لکه په پخوانی شوروی اتحاد کی ،د خورا کم فرصت په تر لاسه کولو سره یی  په څوچنده عطالت سره خپلو پخوانیو دینی عقایدوته مراجعت کړیدی .بشری ټولنه د خپل پیدایښت له لومړۍ ورځی څخه تر نن ورځی پوری  یوه ورځ بی دینه نه ده پاتی شوی ، بلکه دخپل خالق  په نا سمه احساساتی لټه او جبر په صورت  کی په کثرت او تعدد دادیانو او خدایانو اووختی ده .د نړۍ سترو عالمانو او پوهانو په خپل خدای باوراو ایمان لرلی او ستاینه یی کړیده . سره ددی چی په نړۍ کی ډیر ادیان موجود دی ، خوپه واقعیت کی ټول پیروان یی په واحد خدای ایمان لری ، پدی معنا چی د خدای د وحدانیت باور د هر متدین موًمن په ضمیر کی وجود لری . دی کی شک نشته چی خدای هغه لوی حقیقت دی چی د انسان په شعور کی نه ځاییږی او په هکله یی څوک ثبوتی دلیل نه شی وړاندی کولی ،خو ددی لپاره هم څوک قانونمند منطقی  دلیل نه شی لرلی چی خدای وجود نه لری . پرته له ثبوتی دلیله په خدای باندی د انسان دباور او ایمان دلیل  دادی ،چی دا بی ساری خارق العاده خلقتونه یی پیداکړیدی .هغه څوک چی له خدای څخه منکر دی ، دهغوۍ په آند ددغه خارق العاده خلقتونو خالق څوک دی ؟ ایا دوۍ العیاذ باالله دخدای دنه موجودیت لپاره قانع کوونکی منطقی دلیل لری ؟ هره  پدیده چی پیژندل کیږی خدای نه شی ګڼل کیدلی او یواځی د همغه واحد خدای خلقتو نه دی چی ټول مخلوقات پری ایمان لری . انسان د خدای د پیژندنی او توصیف څخه د همیش لپاره عاجز دی .هغه پوهانو چی د خدای د ذات او صفاتو په باره کی خبری او بحثونه کړی حقیقت نلری او یواځی بی بنیاده تخیل او تصوردی . تخیل او تصور هیڅکله معیار دحقیقت نه شی ګڼل کیدلی . نو ځکه ویلی شو چی د خدای څخه د ځینو کسانو انکار دجهالت،ناپوهۍ او پوچو بی بنیاده احساساتو په سبب دی ،نه دفهم او تعقل له مخی . خدای یواځی د خارق العاده خلقتونو او پدیدو له مخی چی په عالم الاسباب کی یی څوک او څه شی د خلقت جوګه نه دی ،پیژندل کیدی شی . په همدی سبب مونږ ویلی شو چی په عالم الاسباب کی انسان او یا بله کومه پدیده په هیڅ صورت خدای نه شی جوړیدلی. ځینی کسان او حتا پوهان خدای ته د عمل نسبت کوی ، دا سمه خبره نه ده . که خدای پخپله عمل کولی ،دا به په هر صورت کی یوه فوق العادګی وی ، او انسان به ددغه ډول اعمالو څخه د تل لپاره عاجز وی . په دی صورت کی  به انسان دخدای د خلیفه په حیث مطرح کول هم ممکن نه وی . خدای دا لایتناهی خارق العاده لوی جهانی نظام   په خپله مقضی الامر اراده سره  د علت او معلول په قانونمند بنیاد پدی خاطر پیداکړی چی  خپل خلف  انسان  لپاره یی مسخر ، مقدر  اوپه معرفت او استفادی  مکلف وګرځوی  .   خدای د خپل لوی علم له مخی دلوی قانومند جهان  صانع ګڼل کیږی او انسان یی دعلم  په سبب خپل خلیفه او ددی جهان په معرفت مکلف ګرځولی .  دا نظام د لوی خدای په اراده قانونمند پیداشوی ، قانونمند پائي او قانونمند بدلون او تکامل مومی . لوي خداي دخپل لوي علم دعامي قانونمندۍ له مخي دلوي جهان  او حرکت متقابل ابديت او موجوديت يو تربله سره لازمي ابدي علت او معلول ، قائم با الذات اوخلل ناپذير ګرځولي او يواځي  دقضاء او قدر دجبر او اختيار له مخي په  کي تغير او تصرف  ممکن ګڼل کيدي شي . انسان د خپلو مقدراتو له مخی د خدای د عالم خلف په حیث یواځی د قانونمندو پدیدو او خلقتونو په معرفت مکلف ګرځیدلی ،او یواځی د قانونمندۍ له مخی د  هغی د معرفت ، پیژندنی اوبدلون جوګه ګڼل کیږی . په همدی سبب علم په نر او ښځه یوشان فرض ګرځیدلی او ددی جهان سره یواځی علمی او قانونمند کړه وړه کول ممکن ګڼل کیږی..
له  پخوا زمانو څخه انسانانو د مختلفو طبیعی پدیدو لکه لمر ،باران ، اور ،... ؛ انسانانو ، حیواناتو ، خزندو ، د خپلو لاسی مصنوعاتو ( لکه بوتان ،... ) ، پرستش کاوه او اوس هم دوام لری .  خلقتونه او پدیدی چی محکوم په ذوال او دبل چا نیازمند اوسی ، هیڅکله خدای نه شی جوړیدلی . دی کی شک نه شته چی ، انسان د خدای د خلف په حیث ،ځینی خدایی صفات لرلی شی،خو دا هغسی صفات  نه دی چی انسان د خدایی مقام او درجی ته ورسوی .  خدایی صفات خاص صفات دی چی یواځی خدایی ذات پری متصف کیدلی شی . د مثال په ډول لکه چی د اخلاص په سورة کی ددغه ډول ځینی صفتونو ذکر شویدی .


قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ (١) ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ (٢) لَمۡ يَلِدۡ وَلَمۡ يُولَدۡ (٣) وَلَمۡ يَكُن لَّهُ ۥ ڪُفُوًا أَحَدُۢ (٤)

ترجمه : ووایه (ای محمده دوۍ ته) چی الله یو دی . الله بی نیازه دی . نه له ده څخه څوک پیدا دی اونه دی له چا څخه پیدا دی . او نه شته( الله)ته برابر سیال  .
دا داسی صفات دی چی پرته له ذات الهی پری بل کوم خلقت او پدیده متصف کیدلی نه شی . په نتیجه کی ویلی شو ،ټولی پدیدی چی یو تر بله سره علت او معلول جوړوی ، یوه له بلی پیدا ، یو تر بله سره  مرکب ، یو د بل  جز او کل تشکیلوی  او یا یو بل ته نیازمنداو یوبل پوری تړلی  دی  ، څه ډول یوتربله د خدای په حیث منل کیدلی شی . انسان دخپلو  ذهنیګریو ، نیمګړتیاوو او اړتیاوو  په  سبب په خپله ګټه او یا د یوه یا بل په پلوۍ  حقایق او واقعیتونه   تحریفو ی ،حال داچی  خدای د عادل او  منصف ذات په حیث په دوست او دشمن د خپلو نعمتونو ، سخاوت ،او کرم  یو ډول رواداری او پیرزوینه لری .  ایا ممکنه ده  یو انسان  د یو بلا نفسانی ، غریزوی خواهشاتو ؛مالی ،ځانی نیمګړتیاوو؛روحی ،ټولنیز فشارونو او ډول ډول نورو اړتیاوو او نیازمندیو د تأثراتوسره سره  متأثر نشی  او تل  عادل او با انصافه پاتی شی ؟ دپور تنیو جملو څخه په نتیجګیرۍ سره ویلی شو، سره ددی  چی د اسلام خدایی دین په عالم الاسباب کی دټول عالم بشریت اوټولو خلقتونو تر منځ د عدل او انصاف په بنیاد د قانونمند عمل او مناسباتو دتأمین په خاطر ټول شرایط په نظر کی نیول شویدی  ، خو څرنګه چی انسان مختار او داجهان د هر خلقت لپاره د ازموینی ګذرا مرحله  ګڼل شوی ،نفس او شیطان هم په ډیرو غلبه پیداکوی  او  انسانی قوانین ولو که هر څومره په پراخ ټولنیز بنیاد جوړ شوی اوسی ، حتماً به د ځانګړي طبقی ،اقشارو اوډلو ټپلو دعلاقمندیو نماینده ګی کوی  او هیڅکله به دخدایی عادلانه ،منصفانه قانون واقعی دموکراتیکه  بڼه ونلری . پدی معنا چی هر دین ټولنیز قانون ګڼل کیږی ،خو هر ټولنیز قانون  دین  نشی ګڼل کیدلی او یواځی په نسبی ډول هغه وخت د دینی رسالت ځینی دندی سر ته رسولی شی چی منل شوی قوانین د عامه خیر ښیګڼی په بنیاد تدوین او په عادلانه او منصفانه بڼه په عمل کی پلی شی  . روسی تزار چی  پخپله  هم حاکم ، هم قانونګذار ، هم دقانون مجری او هم حامی وو ، دخپل قانون څخه دا ډول سر ټکوی «  pishut zakoni ,esli  ikh ne sabludaut  Naprasno » (ترجمه :عبث قوانین لیکی ، کله چی یی نه مراعات کوی ) . دا د بشر د حقوقو ، دموکراسۍ ، انسانیت ،عدل ، انصاف او . . .  مدعیان ، مدافعین ، علم برداران ، . . . هم عبث دغه ټول قوانین د نورو لپاره لیکی ، کله چی پخپله یواځی د هغی په ضد عمل کوی . دین په حقیقت کی دبشری  سراسری  ګټواو علاقمندیو تمثیل او نمایش دی  او هیڅکله په ځانګړو  طبقاتی ، قشری او ډلییزو سلیقو او ګټو پوری اړه نه لری . مختلف  مذاهب چی معمولا ً په شخصی او ډلییزو سلیقو پوری اړه لری ،نه یی دی کړی شوی حتا په اسلامی ټولنه کی  چی دواحدقرآنی  کلام د احکامو ، اوامرو او نواهیو له مخی جوړ شوی ، نه یواځی بی طرفه پاتی شی ، بلکه خورا زیات پرابلمونه یی ایجاد کړیدی . نه عامی بشری او خلقتی ګټی او ضرورتونه  تمثیلولی شی او نه ددغه ډول سراسری بشری عادلانه قانون او موًسسی د تأسیس جوګه ګڼل کیږی  .  یواځی  خدایی عامه پیرزوینه ،رواداری ،عدل ، انصاف او لوی علم  د حقیقی دینی اساساتو او تأسیساتو جوګه ګڼل کیدلی شی . دین په حقیقت کی هغه جامع  علما ً او عملا ً تنظیم شوی خدایی  قانون دی چی په دوامداره توګه دبشری مادی او معنوی   هر اړخیزه عادلانه بسیا ژوندتحقق او  تأمین تضمین کوی . دین د خوشبخته ژوند ،پوهی او عادلانه  مناسباتو قانون او اصول دی .
هو ! دین ، الهی قانون دی  او یواځی قادر او بی نیازه ذات کیدلی شی ددغه ډول جامع او بی پری  قانون واضع او حا می  اوسی . زما په عقیده ،په دی باره کی  کوم ثبوتی دلیل وړاندی کولو ته  هم ضرورت نه لیدل کیږی ځکه مونږ  محض د تخیل او تصور له مخی  د خدای (ج) د ذات ، صفاتواو خارق العاده خلقتونو  په باره کی دمبالغو او اغراق څخه ډک شاعرانه   بحثونه نه کوو او نه څوک دیته اړباسو چی د خوشباورۍ له مخی په پټو سترګوزمونږ وړاندیزونه ومنی او د لنډ دیالوګ په ترڅ کی  خپل شکونه رفع اوځانونه  کامل یقین ته ورسوی  . مونږ دخدای د لوی علم  ،قانونمندۍ ، قانونمند منطق اویواځینی عالی خلاق  خدایی تکوینی کلتور څخه  چی پخپله خود ګویا  او خود  ثبوت ګڼل کیږی بحث کوو ، چی عملا ً دا لوی عالمی نظام پری بناء ،ټول مخلوقات تری عملا ً  مستفیداو دذری په اندازه تغیر او خلل په کی څوک نه شی راوستلی   . همغسی چی په اغراق امیزه بی بنیاده  تخیلی او د قانونمند منطق څخه بی محتوابحثونولپاره د علمی قانونمند منطقی دلیل لټول بی معنا او بی مفهومه کار ګڼل کیږی ، په همدی ډول د علمی قانونمند  منطقی بحث څخه   ،چی نظری او عملی ثبوتی دلایل یی  یواځینی لازمی او کافی شروط ګڼل کیږی ،انکار  او اضافی ثبوتی دلایلو په غوښتنه جاهلانه تاکیدونه کول  پرځای نه بریښی او دهر ثبوت لپاره د بل ثبوت د توالی څخه پرته  به بل مفهوم هم ونلری .
ښه به داوی د الهی دین په اساساتو او ارزښتونو باندی بحث وشی ترڅود حقیقی خدای  دین اود دغه بی شمیره مجازی  ادیانو چی دچا دشخصی ګټو په خاطر دمجازی تقدس او اعتبار څخه  برخورداره پاتی شوی،تفکیک ، اود علم او حقیقت په بنیاد د بشری عادلانه هوسا ژوند اومناسباتو رښتینی شرايط تحقق پیداکړی
ولی پوهانو ، دینی عالمانو او فیلسوفانو په داسی بنیادی او مهمو حیاتی مسایلو کی سکوت اختیار کړی او د خپلی عقیدی او نظر داظهار څخه یی ډډه کړی  ؟یا ولی یی نظریاتو او څرګندونو یواځی تخیلی او تصوری اغراق امیزه بڼه درلو دلی  ؟ ولی دحقایقو او واقعیتونوپه سپیناوی او دحق اوباطل په تمیز نه دی بریالی شو ؟ یا ولی دغه حریم تت او په طلسماتی شکل دهر ډول
ګوتنیونی اوګوتڅنډنی څخه مصًون او مبرا پاتی شوی ،ولی  د بشر ټول مقدس او د  امن مکانونه ( صومعی،چله خاني ،خانقاوی ،کنیسی ،مندرونه ،کلیساوی ،تکایا ، مساجد او ډیر ی  نور ی مقدسی ورشو ګانی ) په متضاد ډول د مرموزو او مجهولو خارق العاده قوتونو په واک کی پریوتی او د نیکۍ او بدۍ ، ثواب او عذاب ،رښتیا او دروغو ،مناجات او خرابات په شریکه پوله په  تقابل او سازش کی پاتی شوی ، اوهره خواد ټولو خلکو دټولو بدبختیو سره سره احساس د ارامش او اسایش کوی  ؟ په ټولنه کی یی مافوق دټولنی او په حکومت کی یی مافوق د حکومت داسی مصلحتی موقف غوره کړی چی نه سیخ وسوزی نه کباب  خو په حقیقت کی په دغه مرموز سازشکارانه   روش سره  نوموړی حریم د هر ډول فرصت طلبانو او جاه طلبانو  په ځاله بدل او په یوه تله او یوه بیه د نیکۍ او بدۍ سودا کوی  ؟
ولی د نیکۍ او بدۍ ، ثواب او عذاب ، صداقت او خیانت او نورو متضادوارزشونو مدعیان او محافظین  دغه سکوت نه ماتوی او مجازی خدایان او شیطانان په شریکه د اولسونو  سرنوشت ټاکی او د ثواب او عذاب فیصلی کوی ؟  ولی ددغه تباین اوتضاد د تفکیک  او سپیناوی په لټه کی ندی ؟   یعنی چی : خیر ما ، خیر شما، او که دا نخښه رښتیا وی چی :
(خوش ګوشه ً امنیست خرابات ، که دران ««««   صد توبه شکست و نشنیدیم صدای ) .
دین د چاد ګناهونو پټنځای نه دی او نه باید څوک  د تش په نامه سپیڅلی شعارونو او د عباء او قباءلاندی خپل خیرن او لعنتی نیتونه د عامه انظاروڅخه پټ وساتلی شی . دین تقوا ،پاکی او رښتینولی منی ، نه داچی په خپلو ناولو اعمالو دینی ورشو دومره مکدره شی چی دښوبدو تمیز په کی ورک او سره ددی چی دین تر  هر څه د مخه علم او معرفت دی ،نه یواځی د علم اومعرفت  څخه مجزا ا ومبرا وګڼل شی بلکه دین د علم د دښمن په حیث معرفی شی . مجازی ادیان چی د خپلی تقوا او پاکۍ لپاره دلیل او امکانات نه لری او نه یواځی د بی بنیاده شخصی یا ډلییز ذهنی  تخیل او تصور ، بلکه د شخصی ګټو او منفعت په اصولو چلیږی او لکه دغله د سپوږمۍ په شپه د دیوال سیوری لټوی ،پدی هم قناعت نه کوی اود انسان په شعوری تاریکۍ ، مایوسۍ  او بیوسۍپسی ګرځی  ،  چی ګوندی  « خدای هغه څوک ښه پیژنی چی ویی نه پیژنی » او همدغه وضعیت یواځینۍدینی زیارتګاه ، منزلګاه او قرارګاه بولی .مجازی ادیان چی د خپلی بقاء  په  خاطر نه علمی او حیاتی زیر بناء ،نه قانونمند منطق  او نه بی نیازه قادر حامی ذات لری ،که خصلتا ً خپل اصلی ماهیت په هزار تزویر او تحریفاتو  سره پټوی اوهڅه کوی چی  ټولی ډلی ټپلی که  اصلی دی که  نقلی  ، که صادق دی که منافق ،که جاه طلب دی او که فرصت طلب د یوی عباء او قباء لاندراټولوی ، پرته له دی بله چاره نه لری ترڅو  ددین سپین څادر و رنګوی او دحق او باطل تمیز مشکل کړی . د پوښتنی اساسی مسًله داده ،کله چی حقیقی دین دعلم ، معرفت او قانونمند منطق په احکامو او اصولو ولاړ او بشریت ته د سوکاله سولئیز بسیا ،عادلانه ژوند او هراړخیزه امکاناتو ته دلاس رسی تضمین کوی ، ولی د دین عالمان او وارثین  په خپل خدای ، په خپل علم او خپل دین باور نه لری او دهر چا څخه دمخه دوئی د بی باورۍ ، حرص او د دین ددښمنانو په چوپړ کی واقع شویدی . دوئی په دی هم پوهیږی چی بشری ټولنه تر ابده احمقه نه شی پاتی  کیدلی اود  
علم په بنیادد اسلام  دکامل دین د لمر په راختلوسره دجاهلیت توره دوره په رڼا ورځ بدله او دعلم و معرفت رڼو پلوشو دنړۍ  هره ترګمۍ رڼا کړی او هره رڼایی دال په حقیقت او واقعیت ګرځیدلی او نور  د دروغوپه کیسو ، دسیسو، پلمو او چلوټو چلیدل   ګران شویدی  ، خو ددی ټولو خبرو سره سره دغه  ددین او علم مدعی وارثان تل په نوی اونوی بدعتونو ،نوی تحریفاتو او  تخلفاتو او نوی ګمراهیو لاس پوری کوی  ،هر دینی رکن او حکم د خپلو ګناهونو لپاره وسیله ګرځوی  چی ګوندی ذهنیتونه لا مکدر او دعلم ومعرفت پلوشی لا د تورو وریځو تر شا پټی دی او حتا دادیانو په ورشو کی لا د پام وړ سپیناوی نه دی راغلی او مونږ شاهد یو  چی  په افغانستان  کی ددین وارثانو  په کعبه شریفه کی دقسم په یادولو هم سترګی پټی کړی چی ګوندی د هغوئی د بدعتونواو فسادونو  لپاره لا پوره فرصت   نور هم پاتی دی . دا هغه خبری ته ورته ده ، چی کله باز په زرکو او سیسیو راشی  ، نو خپل سرونه په وښو ننباسی او فکر کوی چی پدی چار به دباز له منګولو څخه خلاص شی  او یا ځینی بی شعوره حیوانات هم دلیوه په لیدلو سترګی يټوی چی ګوندی زه یی نه وینم ، ما به هم نه شی لیدلی .
بشری ټولنه ،هیڅکله دومره حق ناشناسه نه وه چی بی دینه واوسی اوادیان له ابتداڅخه په ټولنه کی اوسیږی او تر اوسه پوری یی دانسان په روح او ضمیر کی  ژوری  هراړ خیزی ریښی ځغلولی دی . خو دا باید په زغرده ووایو چی نه هر دین حقیقی دین اونه هر حقیقی دین اکمل دین ګڼلی شو ،نه د مجازی ادیانو پلویان له الف څخه تر یا پوری په ټولنیز لحاظ بد خلک وو او نه د حقیقی دین ټول پلویان په دینی او ټولنیز لحاظ په خپل دین پابند او  ښه خلک ګڼل کیدی شی  . په همدی خاطر خو خدای ثوابونه او عذابونه او متناسبا ً جنتونه او دوزخونه پیدا کړی  دی .  د دینی نصوصو له مخی  یی په مختلفو زمانی مقاطعو کی مختلفو اقوامو ته ددینی احکامود تبلیغ او پوهاوی لپاره   په یوه روایت  ۱۲۴۰۰۰، او په نورو روایتونو  له دی څخه زیات یا کم  نبیان ، پیغمبران او رسولا ن په نبوت مشرف کړی دی .دوۍ هریوه دین او اَ ُ متیان درلودل  . ددوۍ ادیانو موضیعی او قومی ګروهی بڼی درلودلی . دوۍ یو دبل د دین او پیغمبر ۍ په ایمان  درلودلو مکلف او موظف نه وو او پرته له څلورو پیغمبرانو « داود(ع)، موسی(ع)  ،عیسی (ع) او محمد (ص) » چی اسمانی  کتابونه ( زبور ،تورات ، انجیل او فرقان ) یی لرل او ځینو صحیفی درلودلی ، نورو پیغمبرانو لیکلی څه نه دی پرییښی . یواځی محمد (ص) چی   علم ،پوهی ، شعور ،امکاناتو او وسایلو په نسبی لحاظ پراختیا او پر مختیا درلودله د ټول عالم بشریت آول او آخر پیغمبر او د اسلام  دین آول اوآخر اکمل دین یواځی پدی دلیل  ګڼل شویدی  چی ټول اصول ،احکام او قوانین یی د خدایی  علم داصولو ،احکامواو قوانینو سره سمون لری او باید سمون ولری  .  داسلام ددین پیروانو  سره ددی چی په ټولو پیغمبرانواو اسمانی کتابونو   ایمان راوړی ،بیا هم  داسلام د دین  په ظهور او بعث  سره نور ادیان منسوخ او ټول بشریت باید په واحد خدای اودهغه په  پیغمبر  محمد (ص) ایمان راوړی  او په غیر صورت کی ، دقرآن د احکامو له مخی کافر ګڼل کیږی . داسلام دین ته د قرآنکریم داحکامو له مخی اکمل دین ویل شویدی ، ځکه چی د خدای دمقضی الامر ارادی  او لوی علم له مخی د زمان او مکان  په ټولو ابعادو کی ماهیتا ً تکمیل او د یوی مقبولی مکملی ماهیوی علمی وثیقی په حیث ، لکه چی په قرآنکریم کی یی ذکر شویدی ، باشعوره ،با فهمه ، اکرم المخلو قات ،د خدای خلف مخلوق  انسان یی په تعمیل او پلی کولو  مکلف ګرځیدلی . 
ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِى وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَـٰمَ دِينً۬ا‌ۚ   (ترجمه :نن ورځ مکمل کړ ما تاسي ته دين ستاسي او تمام مي کړ پر تاسي نعمت او غوره کړ ما تاسي ته اسلام له جهته د دين  .)
دایه ً کریمه له عبارت څخه  څرګندیږی  چی  دخدای دین کوم  اضافی بار نه دی چی خدای (ج) په خپل بنده دهغه احسان په بدل کی چی یی پیداکړی ، دقیامت تر ورځی پوری پری د محنت په حیث بار کړی اوسی . دلومړیو څو کلمو څخه معلو میږی  چی دین او د خدای کلام د علم او ټولنیز قانون په حیث دبشری اوږدی مودی  عملی او نظری تجربی  او مناسباتو په بنیادجوړه کړی شوی علمی وثیقه ده چی اوسنی او راتلونکی بشری ټولنی یی یوشان د  اصولو ،احکامو او قوانینو  په پلی کولو مکلف ګرځیدلی دی . یعنی  دا پروسه چی په نظری لحاظ د علمی وثیقی په بڼه مکملا  ً د حضرت محمد(ص) دنبوت په وخت کی افاده شوی ،عملی پلی کونه یی د قرآنی ارشاداتو له مخی په راتلونکی نسلونو پوری  اړه لری .  منځنۍ څو کلمی داسی عالی مفهوم افاده کوی چی دغه علمی وثیقه او خدایی احکام لکه د مجازی خدایانو او ادیانو پوچ او بی مفهومه تخیلی الفاظ او کلمات نه دی ، بلکه د هغی معرفت او پوهه بشریت ته د ټولو نعماتو د کسب لپاره د هر ډول وسایلو امکانات په ګوته کوی  . وروستۍ کلمی بشریت ته دخورا مناسب ټولنیز  نظام « اسلام » چی د ډیرو نورو ښیګڼو او ارزشونو په څنګ کی  ،دسولی ،عدل او انصاف ضمانت ،سپارښتنه او هدایت کوی .  هغه کسان چی ددغه علمی وثیقی او احکامو منلو ته حاضر نه اوسی ، کولای شی ویی نه منی  . ځکه د خدای په قانونمندۍ او احکامو کی جبر وجود نه لری . خو هغه څوک چی د خدای دقانونمندۍ څخه په سر غړونه سره غواړی په نو رو جبر روا وګڼی  ، څرنګه چی  خدای قانون د یوی ډیری کوچنۍ ذری په اندازه هم  بی قانونی نه شی منلی ،نو ځکه دخدای د قانون څخه د هر چا سر غړونه ، د خدایی قانون د جبر سره مخامخ کیږی . خدای هر انسان ته د مقدراتو له مخی ډیر  اختیار ات ور کړیدی  . دهغی څخه سر غړونه د خدای دقانون څخه  دسر غړونی په معنا  ده ،  او دخدای په قانون کی خلل نه شی پیښیدلی او هر څوک پرته له تفکیکه بایددغه قانون ته غاړه کیږ د ی .  دقانون د تطبیق  په مقابل کی ادعااو مخالفت ، که څوک یی کوی ، پخپله غیر قانونی عمل دی .
داسلام د اکمل دین د ظهور څخه دمخه کله چی بشری ټولنه  دپزیرش علمی ــ شعوری بلوغ ته نه وه رسیدلی ،  جامع احکام او ډیر ژورعلمی بحثونه لکه دبشر د پیدایښت او د کائناتو د تکوین اودهغوۍ د مناسبتونو او نورو خصوصیاتوپه باره کی ژور علمی معلوماتونه هم د هغه وخت په دینی احکامو کی نه صادریدل او په دینی نصوصو کی یی هم  کم په سترګو کیږی ، اوکه کله  د  کومی  موضوع په باره کی ددغه ډول بحث ضرورت پیښ شوی ، د توضیحی ثبوتی دلیل په عوض  د عالم آمر لکه ( کن فیکون )او یا« وَمَآ أُوتِيتُم مِّنَ ٱلۡعِلۡمِ إِلَّا قَلِيلاً۬ » په شکل یی اظهار شوی دی  . خود  شعور ی بلوغ  لازمی او کافی کمی او کیفی معیارونو ته د رسیدلو  په اولین فرصت کی ،دعلم په ټوله ژورتیااو ابعادو سره لکه  د انسان د جوړښت او خلقت څخه نیولی  تر جهانی تکوین او نورو خلقتونودتخلیق پوری  سر تر پایه علمی او قانونمنده پروژه، چی لا نن هم  بشریت دډیرو مسایلو  له پوهی څخه عاجز دی ، په نظری او عملی توګه دیوه امی انسان په  امکاناتو سره  عملی کیږی  .چی پخپله همدغه موضوع دخدای دکلام او دخدای د پیغمبر د نبوغ او اعجاز او همداسی د خدای په لوی او بی ساری ذاتی حقیقت دلالت کوی .
هو ! په کوم عظمت ،ژور علمی ماهیت او اهمیت  سره چی د خدای کلام پیل کیږی ، پخپله ددین د ماهیوی او شکلی   عظمت څرګندوی دی   . یوه امی انسان ته ویل کیږی ، ولوله او  هغه لولی ، د همدغه امی انسان سره په داسی موضوع بحث کیږی  چی نن لا انسان پری د ټولو پرمختللو وسایلو سره سره  نه پوهیږی او همدغه  ډیر ه ژوره علمی برنامه او سراسری بشری نړیوال علمی پروګرام یواځی د علم او قانونمندۍ  له مخی په  عملی او نظری ډول د خدای په استعانت او همدغه امی خو معجزانسان په همت او جر ئت سره عملی کیږی او په حقیقت کی ، په دینی مسایلوکی هرډول موهومی تخیل اوخرافاتو ته د پای ټکی ږدی .

ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ (١) خَلَقَ ٱلۡإِنسَـٰنَ مِنۡ عَلَقٍ (٢) ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ (٣) ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ (٤) عَلَّمَ ٱلۡإِنسَـٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ (٥) كَلَّآ إِنَّ ٱلۡإِنسَـٰنَ لَيَطۡغَىٰٓ (٦) أَن رَّءَاهُ ٱسۡتَغۡنَىٰٓ (٧)إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجۡعَىٰٓ (٨)  ترجمه : «ولوله په نامه درب خپل چی پیداکړی یی دی ټول مخلوقات. پیدا کړی یی دی انسان د تړلیو وینو څخه . ولوله  چی ستا رب لوی کریم دی . هغه چی ښوولی یی دی په قلم سره .ښوونه یی کړی ده انسان ته د هغو شیانو چی پری نه پوهیده .رښتیا ده داخبره بی شکه انسان خامخا سر کشی کوی ددی له امله چی وینی . خپل ځان بی پروا . بی شکه رب ستا ته بیرته ور تلل دی . » ( سورة العلق ،جز  ۳۰ ،ایات ، ۱ ـــ ۸ ) .
حقیقی ادیان دټولنیز علمی  شعوری بلوغ په نتیجه کی د اکمال مقام ته ورسیدل او دهغی د پرمختګ سره به متناسب  پرمختګ  کوی او مجازی ادیان چی په   پوچو او بی بنیاده خبرو لکه سحر ،جادو ،منتر ، جنتر ، اوراد ، مداری ګرۍ ، غیر علمی منطقی تخیل ،تصور او یانورو چالاکیوبناء شوی وومنسوخ  کړل  .
نن بشریت د علم ،پوهی او علمی ــ تخنیکی پراختیا او پرمختیا په هغه مرحله کی دی چی  ښه له بدو او واقعیتونه له خرافاتو څخه بیل او دعلمی برنامی او وثیقی په حیث د دین په ارزش پوه شی ، خو دا هم کوم پټ حقیقت نه دی چی نړیوال امپریالیزم  چی دسرمایی دناروا تصاحب ټول سنګرونه یی تسخیر کړی  دژوند په وروستیو مرحلو کی  دبشری ټولو ارزشونو لکه  انسانیت ازادی    ،وجدان ، شرف ، عزت ، ناموس ، اولاد، مینه ،اخلاق ،نظام ،اداره ، قانون ، حقوق ،دین ،مذهب ، . . . او داسی ډیرو نورو ارزشونو د بی ارزشه کولو په خاطر   غیر مسًولانه  د سرمایی  د قمار په بی ارزشه تخته  لوبولی او په دغه تسلسل کی دانسانی اخری ارزش یعنی ژوند ته هم څه ارزش نه دی پاتی اوپه حقیقت کی  دغه ټو لنی په کل کی عاری له ارزشه پاتی دی ،ځکه ژوند دارزشونو په خاطر دی او دفاع او قربانی هم دارزشونو په خاطر منل کیږی  .سرمایدار نن  ددغه ټولنو د تحرک په خاطر هیڅ وسیله په لاس کی نلری او دخپل باخت نزولی قوس طی کوی . سرمایداران هڅه کوی ، په نورو ټولنو کی هم ټول ارزشونه بی ارزشه کړی  . لکه په افغانستان ،عراق  او نورو سنتی مذهبی ټولنو کی د ماشوم څخه نیولی تر سل کلن پوری پرته له تفکیک په دستوری شکل بی عزته ، بی پته کیږی . یا جنګی بندیانو ته غیر قانونی جنګیالیان ویل او دټولو انسانی  حقوقو څخه  هغوۍ  محرومیږی ، فکر نه کوم چی سرمایداران به ، په نورو ټولنو کی دارزشونو په بی ارزشه کولو بریالی شی . یواځی دوۍ وو چی ټو ل ارزشونه یی د سرمایی د بی ارزشه ارزش په خاطر له لاسه ورکړل  او عاری له هر ډول ارزشه پاتی شول . سنتی عقیدوی ټولنی لا تر اوسه هر ارزش ته جدا جدا ارزش قایل دی او ددی لپاره  د سرمایی ژوند به تر هغی یاری ونه کړی  تر څو نوری ټولنی هم ددوۍ په څیر بی ارزشه شی   . 
نن چی سرمایه د دوامداره  لا علاجه بحرانونو په سرطان  اخته شوی ،نن چی  د  امریکی په مشرۍ   نړیوال   امپیریالیزم د خپلی ټولنی د stimulation او تحرک  په خاطر یو با ارزشه ارزش نه دی پرییښی ،نن چی امریکا د نړیوال مونیپولار  یکه تاز ، سرکشه او غیر مسًول طاقت په حیث نه ددی جوګه  دی او نه حاضر دی چی نړۍ په عادلانه او پایدار شکل په خپل محور  و څرخوی ،ځکه پخپله دامریکا داخلی ټولنیز نظام د سترو بحرانونوپه وجهه پر ځان متکی نه شی پاتی کیدلی  .د بلی خوا امریکا  حاضره نه ده په ټوله نړۍ کی د خپلو آزمندانه ګټواو حرص  په څنګ کی نورو اولسونو ته اندکترین حق اوحقوق قایله شی .په حقیقت کی امریکی خپلی ټولنیزی ګټی نه یواځی د خصوصی بلکه دشخصی ګټوتابع ګرځولی اودغه اشخاص د ګوتو په شمار دی ، او په ټوله نړۍ او افغانستان کی هم غواړی دا ډول نظام برقراره شی، او  دا پخپله نه یواځی د نړیوال ټولنیز نظام بلکه ، باالذاتهِ د امریکی دداخلی  جوړښت سره په فاحش تضاد کی ده . په حقیقت کی نن ټول نړیوال نظام  دشخصی مافیایی ګټواو علا قمندیو په محور چور لی ،اودا کارنه د چا لپاره د منلو وړ دی  او نه بقاء لرلی شی او په نتیجه کی  موجوده بحرانونه او نړیوال غیرمسًولانه کړه وړه به موجوده تمدن په نابودۍ محکوموی . په اوسنیوترینګلو شرایطوکی د نړۍ په لوی ستراتیژیک جنګی تیاتر ،یعنی د تیرو پیړیو د لویی لوبی مرکز ته  ، د ټولو نړیوالو جهنمی طاقتونو نظامی سوق الجیش او سفر بری ، له پاکستان ، مرکزی اسیا ،خلیج ،عربو او دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مذهبی او په خاصه توګه په اصطلاح د اسلامی افراطیانو راټولول  او په پاکستان ، دغه د نړیوال افراطیت په مر کز کی په بی حسابه سرمایو د هغوۍ روزل اود BIG BANG (جهانی تکوینی لوی چاودنی ) ته ورته د BIG GAM  ( لویی لوبی )  په مرکز کی د افراطیت د نابودۍ تر شعار لاندی  ، بیا هم په اصطلاح په حقیقت کی د اسلامی افراطیت نابودول ،  په هیڅ  صورت کوم نیک فال نه شی ګڼل کیدلی ،دا پرته له لیونتوب  ، حماقت  اوجنایت څخه بله پایله نه شی لرلی . دابه په دغه منطقه کی د  BIG  BANG  په کچه بلا تشبیه یو کوچنی قیامت وی چی دعواقبو وړاند ویینه یی  نه شی کیدلی  .دا جنګ به هیڅکله ګټونکی او بایلونکی ونه لری ، بایلونکی به ټول ددی لوبی لوبغاړی  ، نننی بشری تمدن او نړیواله  تباهی وی . دا لیونتوب او حما قت نه دی نو څه دی ؟ په نتیجه کی ویلی  شو چی د نړۍپه هر لحاظ دی  ستراتیژیکه منطقه کی دداسی بی مسًولیته لوبی جوړول ددی څرګنده ګواهی ده چی،  بشر دخپل پیدایښت له ورځی څخه  ډیرڅه  زده کړی ، خو په خپل خیر او شر  تر اوسه نه پوهیږ ی  . که نه نو دا ډول کارونه چی نن په افغانستان او چاپیریال کی په پوره بی مسًولیتۍ او بی قانونۍ کی  کیږی او یا یی ځینی افغانان پخپل اولس او هیواد روا ګڼی ، پرته د لیونتوب او خیانته بل کوم نوم ورکولی شو  ؟ د بن د بی بنیاده او سرا پا بی مفهومه او بی منطقه کنفرانس څخه نیولی ،سلسلتا ُد نن ورځی ( ۲۸ دجنوری  ۲۰۱۰ م کال ) د بی مفهومه او بی شرمانه لوبو ، اوتو بوتو اوتش په نامه د لندن کنفرانس پوری  کومه منطقی پایله  لرلی او یا به یی ولری ؟
زه په زغرده وایم چی پیسی هیڅکله حقیقی ارزش نه وو او ډیر زر به خپل دروغین ارزش له لاسه ورکړی . پیسی هغه بی ارزشه بی بدیله بدیل دی چی سرمایدار دتور بازار، تورو پیسو ،سوء استفادی ، غلا ،چورو چپاول ، تجارتی قمار او په ناروا سره دپردیو د سرمایی د غصبولو په خاطر  ایجاد کړی دی ، لکه چی د میلادی شلمی پیړۍ د ۹۰ يمو کلونو راوروسته چی د پروفیسور برهان الدین ربانی ، احمدشاه مسعود او عبدالرشید دوستم په مشرۍ ټولی شمالی ټلوالی په پخوانی شوروی اتحاد او هندوستان کی دتورو   چاپ شوو پیسوپه واسطه په شریکه سره هم   د افغان اولس ټوله دارایی غصب کړه او هم  یی پخوانۍ ناولی او ناروا « لویه لوبه » په همغه ناولو لارو د ناولو  مقصدونوپه تر لاسه کولو سره اوس هم غواړی پر مخ بوځی  . روسی چی د سوسیالیستی دموکراسۍ چیغی وهلی او هندوستان چی د تش په نامه دموکراسۍ سره یی طبقاتی تضادونه د څلورم اسمان او اسفل السافلین  په مسافو کی پراته دی ، دکوم قانون له مخی دغه توری پیسی چاپولی شوی  چی غلامانو یی پری د افغان اولس ټوله دارائی غصب او پخپله یی نه یواځی خپل ټول ورځنی مصارف د همدغه کیسی څخه اجراء کول بلکه ، دهمدغه کیسی څخه په نړیوال تور بازار کی د ډالرو سره په تبادله یی فضیحت باره افسانی را منځته کړی . دا ډول مسایل حتما ً یوه ورځ د محاسبی او پوښتنی ډګرته راووځی !
د خدای قانون دعدل ،انصاف ، خپل حق ، دبل حق ، . . . په نظر کی نیولو په اصولو چلیږی . په غیر صورت کی د قضاء دجبر څپیړه د هر ظالم او جابر مخ ته رسیدلی او رسیږی به . کله چی شاته تاریخ ته مخ اړوو ، تر اوسه پوری دخدای درضاء او قضاء له مخی دهریرغل ګر دکږی خولی د سمولو په خاطر اکثرا ً د افغان څپیړه کاریدلی ده  . وګورو چی په راتلونکی کی افغان اولس دغه اهلیت له ځانه سره ساتی او که د څو بی ننګو په خاطر به یی له لاسه ورکوی .
شک نه شته چی ځینی ارزشونه لکه ځینی علوم هم  موقتی بڼه لری او دسرایطو په تغیر سره خپل ارزش له لاسه ورکوی او پرځای یی نور حقیقی یا موقتی ارزشونه ځای نیسی . خو حقیقی ارزشونه لکه  بنیادی علوم هیڅکله خپل ارزش له لاسه نه ورکوی او نه څوک باید هڅه وکړی چی هغه بی ارزشه وګڼی یا بی ارزشه کړی . ارزشونه د ټولنی د تحرک اساسی lokomotive  او  یواځینۍ محرکه  وسیله اوقوه ګڼل کیږی . دارزشونو څخه عاری ټولنی له تحرکه پریووځی او دژوند او بقاء امکانات او حق له لاسه ورکوی . شاید دا خبره نن  له ما سره څوک ونه منی ،خو کله چی یی ټولنی په رښتیا پدی مرض اخته شوی ، بیا به یی ددی خبرو په ارزش سر خلاص شی . ارزشونه لکه مینه په هیڅ قیمت نه شی خرڅیدلي بلکه یواځی په سیال ارزش بدلیدلی شی . مختلفی  ټولنی د ارزشونو په بنیاد جوړیږی ،پایی ، بدلون او پرمختګ کوی او یو په بل پسی نوی افقونه تسخیروی . ارزشونه دوړو دلوبو او مشغولتیاڅیزونه نه دی  چی لکه د شګو کوډلي او بندونه هره ګړۍ جوړ او وران شی ! ! !
په نتیجه کی ویلی شوچی دین دابدی  علمی او ټولنیزی  برنامی او دجهان  د تکوین او خلقت د همیشني علمی قانونمند  ماهیت په لرلو  به د جهان دابدیت سره سم په متناسب ډول د بنیادی علمی ارزش  په حیث باقی پاتی وی او د هغی ارزشی بڼه به د قضاء او قدر د عام قانون له مخی د موجوده عینی او ذهنی شرایطو او امکاناتو په تناسب خورا علمی ، خورا انسانی ټولنیز، متمدن او دمو کراتیک نسبی بدلون  او تکامل منی  .
په نننی او   تیرو فلسفی بحثونو کی په وار وار مونږ  ددی شاهد وو چی نه یواځی په دینی مسایلو کی دینی عالمانو ، پوهانو او فیلسوفانو د دینی ،علمی او فلسفی مسایلو او قضایاوو سره څومره په سادګۍ او بی مسًولیتۍ  کړه وړه لرلی او دخپل ځان په باره کی یی دراتلونکو نسلونو قضاوت  په پام کی ندی لرلی او نه یی د خپلو دنه بخښنی لویو ګناهونو په باره کی  کوم تشویش ښکاره کړیدی . دینی عالمانو د انبیاوو د وارثانو په حیث چی دد ینی احکامو ،اصولو او قوانینو د تبلیغ ،ترویج ،تفسیر او بیان دنده درلودله ، دین یی په خپل لمڅی کی کلک تړلی په شا ګرځولی  او خلک یی یواځی د خدای ، دوزخ او پل صراط څخه دومره ویرولی چی هیچا ته د جنت دتلو امیدواری نه ده پاتی او د دنیا او اخرت دواړو څخه یی زړه ور تور  کړی او ددوۍ ټول زور پدی اړخ وو چی خلک په شعوری او عقلی ترګمۍ کی وساتی  او هغه څه چی د خلکو په کندو او جیب کی دی ، په اسانۍ تری خپل کړی  . دوۍ ددغه خصلت له مخی هم پخپله د خدای ، قرآن او دین د لوی علم څخه بی برخی پاتی او هم یی خلک بی برخی ساتلی دی . دوۍ یو ددین په رسالت  او دخدای دلوی ذات په روادارۍ ،عدل ،انصاف او عام سخاوتمندانه بی حسابه او نا تمامه غنی نعمتونو څخه هیڅ اګاهی نده لرلی . لوی خدای دا جهان دخپل لوی علم له مخی قانونمند پیداکړی ، قانونمند پایی او قانونمند تغیر او تکامل کوی او دهمدی لپاره یی خپل عالم خلف انسان ، ښځه او نر ،په علم او معرفت مکلف کړی چی هم یی پخپله او هم یی نورو ته زده کړی  او دهمدغه دینی علومو له مخی د بشر لپاره داسودګۍ او رفاه وسایل جوړ کړی ، نه داچی خلک دیته راوبولی چی دا دنیا خدای د کافرانو لپاره پیداکړی او مسلمان چی هرڅومره ذلیل ،خوار ،بیچاره او بد بخت اوسی خدای په هغه جهان اجر ورکوی . بر خلاف  اسلام یواځینی  علمی او قانونمند منطقی سیال  دین دی چی په علم بناء ، یواځی په علم باور لری او یواځی د قانونمند عمل له لاری بشریت کار او فعالیت ته هڅوی .مونږ  پوهیږی چی د خدای د عبادت، قوانینو او احکامو معرفت  دزیاتو امکاناتو وسیله ده تر څو  دخدای د بنده ګانو سره د زیاتی  مرستی  اونیکۍامکانات ولری   اوپخپله د ظلم ،ناروا او ګناهونو څخه  دپرهیز  په ارزش ښه پوه شی . خو دا خبره دوۍ له ځانه سره پته ساتی او  حتا علم او فلسفه ددین دښمن بولی او خلکوته ددی توصیه کوی چی بچیان مکتبونو ته ونه لیږی  چی کافر نه شی . مونږ عملا ًولیدل چی پاکستان د خپلو سیاسی اهدافو د ترلاسه کولو په خاطر په همدی بهانه د طالبانوپواسطه څومره مکتبونه او د قرآنکریم په شمول کتابونه وسیزل او شاګردان یی ووژل . دوۍ بی کسی ،بیوسی او ذهنی او عقلی ترګمۍ ددین او مذهب لپاره مناسب محیط او شرایط ګڼی .
د دینی عالمانو د بدعتونو په باره کی د  پورتنی تذکر په نسبت د فیلسوفانو بدعتونه  دمقایسی وړنه دی  . په مختلفو نومونو لکه دینی ،عصری ، فلسفی شرقی ، غربی او داسی نورو  د علومو د ویش سره دمخه مونږ کلک  مخالفت ښودلی او اوس هم یواځی  د خدای په لوی علم  باور لرو چی د هغی له مخی یی دا لوی ابدی جهان په همزمان او هم مکان ستاتیک ــ دینامیک لحظوی تغیر او تکامل سره پیدا کړیدی  . ځانګړی علوم  په ځانګړی ډول وجود نلری . ټولی علمی پروسی او قانونمندۍپه متداخل شکل همزمان او هم مکان جریان پیداکوی او پرنسیبا ً  ټولی محاسبی هم باید په متداخل شکل پر مخ یوړل شی ،خودا کار یواځی د علمی ــ تخنیکی نیمګړتیاوو او بشری لازمی  کافی امکاناتو دنه موجودیت  په سبب سر ته نه رسیږی . په ځینی حالاتو کی چی ډیر دقت ته ضرورت نه اوسی ، دځینی محاسبو څخه صرف نظر کیږی او په ځینی مواردو کی د ځینی ضریبونو په استعمال دغه تشه ډکیږی . خو که دضریبونو په استعمال کی دقت ونه شی د غلطۍ د تخفیف په عوض کیدلی شی غلطی زیات والی پیداکړی . زه پدی باور نه لرم  چی یو  عالم دی دخپلو څیړنو د سم او ناسم بهیر او دهغی دپایلو په واقعیتونو   پوه نه شی . نن پخوانی وختونه نه دی چی یو عالم به مختلف مواد سره مخلوطول او نا خود اګاه به دهغی مختلفو پایلو ته سترګی په لار وو. بی محاسبی ، بی قانونه ، بی له مشخص متوداو ارزونی څخه په او سنیو ګلو بال   تعاملاتو او پروسوکی  یو قدم وړاندی په پټو سترګو  ایښودل ، کیدلی شی بلا تشبیه قیامت جوړ کړی . هر څوک پدی پوهیږی ، خو خپله غلطی نه شی منلی او هڅه کوی هغه په نه بخښونکو ګناهونواو تحریفاتو کی د خلکو له انظارو څخه پټ کړی . همدا سبب دی چی فلسفه د نا بکاره لفاظیو او درغلیو په علم خو نه ،بلکه سفسطه باندی اووختی  اونن ددی په عوض چی هر څوک خپله ګناه ومنی او په خپله بی علمۍ اعتراف وکړی ، په فلسفه د بی علمۍ تورونه او تهمتونه تړی . ما داډول مثالونه په تیرو بحثونو کی ډیر راوړی  او په سلګونو نور هم کیدلی شی راوړل شی او شاید دا کار د واقعیتونو دسپیناوی  او دعینیت فلسفی د بنیاد دپخلی په خاطر هم وکړم .دلته به بی ځایه نه وی که زه خپله پخوانۍ خبره تکرار کړم ، کله چی ما د ا ُکراین په لازمینه ، د کیف ښار د علومو په اکادمۍ کی خپله رساله په فلسفه کی د دکتورا د  تیزس  په حیث وړاندی کړه ، مسًول ډاکټر پروفیسور سرګی باریسویچ کریمسکی دتیزس اساسی زړی یعنی چی : « ذهنیت نسبی عینیت او هر مشخص ذهنیت عینی واقعیت دی » ، ونه منه او ویی ویل « مونږ په شرق او غرب کی سره منلی چی داسی خبره به نه کوو » . کله چی ما خپل دلایل وویل ، هغه په ځواب کی داسی وویل ، « ددی فیلسوفانو مغزونه د دومره لفظی انجړ مشوړو څخه ډک دی ، چی که یو ځل  څوک په  کی ښکیل شو ،راوتل تری مشکل دی . نو زه چی دهغوۍ په مقابل کی ددی تیزس څخه دفاع نه شم کولی ، نو ته هم دا کار نه شی کولی » . س . ب . کریمسکی چی په نړیواله کچه د فلسفی مشهور ډاکتر پروفیسور وو ، هم ددی خبری څخه منکر نه وو چی فلسفه نن پرون یواځی په انجړ بنجړ بحثونو بدله شویده .
دابه یواځی  زما  ابتکار نه وی چی د موجوده فلسفی د علمی بهیر څخه منکر یم،خو د هغی په مقابل کی  د خدای د لوی علم او بی شمیره خارق العاد خلقتونو  په بنیادمی د «عینیت فلسفی » بدیل  تیزس چی دمخه ذکرشو وړاندی کړی ، بلکه له پخوا څخه دډیرو پوهانو په لیکنو کی دا ډول مفاهیم او حقایق پراته وو ،خو هیچا نه دی کړی شوی خپل بدیل تیزس وړاندی او یا کومه فلسفی قضیه او مسًله  د موجوده قوانینو ، تیزسونو او متودونوپه  خلاف په قانونمند منطقی بڼه فورمولبندی کړی . ما د شلمی پیړۍ په شپیتمو کلونو کی د خیبر په ځانګړی اخبار کی چی د محب الرحمن « هوسا » له خوا خپریده د مولوی  « فیضانی » مقالی د « نړۍ د قرآن  په تلسکوپ کی » تر عنوان لا ندی لوستی وی ،د اکادمیسن  عبد الاحد عشرتی د « اعجاز علمی قرآن کریم » لومړی او دوهم جلدمکمل چاپ ( ثور ۱۳۷۶ او حمل   ۱۳۷۹هجری شمسی ) ،د ګوهرالرحمن ګوهرپنځه جلده کتابونه چی له ۱۹۹۶ څخه تر  ۲۰۰۲ م پوری د « د قر آن او ساینس » تر عنوان لا ندی چاپ شوی ،مونږ د انټر نیټی پاڼو ،اریانا تلویزیون او ډیرو نورو خپرونو له لاری د « ساینس او قر آن » او ډیرو نورو عنوانونو لاندی د خپرونو شاهدیو  ،د توحید په نامه په مختلفو ژبو د مختلفو لیکوالانو اثار مونږ هرځای لاسته راوړلای شو ، په امریکا کی د افغانی خپرونو له لاری هم مونږ د  ډیر وعلمی حقایقوچی ډیری یی دافغانی پوهانو له خوا خپریږی لکه په ۵۶ CD  ګانو کی د محترم ډاکټر عبدالستار « سیرت » او همداسی د نورو پوهانو علمی بحثونو موادو د تر لاسه کولو امکانات لرو . خو ای کاش دغه خپرونی د دښمنۍ او عناد او  د پردی تر شا د ډول ډول  سیاسی ،مادی او نورو غیر مجاز او غیرمشروع اهدافو پرځای د واحد حقیقت او علم په خاطر ،حقیقی دین او دخدایی پیرزوینی ،عدل او انصاف له مخی دټول بشریت دعامه سوکالۍاو په راتلونکی کی د هر ډول احتیاج او اړتیا څخه  د بشریت دخلاصون لپاره ټولی علمی او مادی زیرمی په کار اچول شوی وای ، نو به انحرافی او غیر علمی تیوریو او مجازی ادیانو ته د رښتینی علم او رښتینی دین په څنګ کی ځای نه وی پاتی   .
دا واضح خبره ده چی خدای ( ج) دتصور ،تخیل ، استقراء ،قیاس او نورو د شک او شبهی د عواملو او عوارضو څخه مبراء او دخدای په کلام کی ، کله چی  مونږ هغه معیار او محک  دحقیقت او واقعیت ګڼو ، قرون وسطایی او قبل المیلادی تخیلی او تصوری غیر قانونمندو فورمولبندیو او منطق ته باید ځای نه اوسی .  خدایی  علم تبعیض ، دښمنی ،سرحد او ویش نه منی . دا انسان دی چی ، علم  د خپلو ناولواو ناروا غوښتنو په مقصدتحریفوی او  په مختلفو نومونویی ویشی او ناوړه ګټه تری اخلی  . هغه څوک چی دخدای په ذات ،علم ، عامه پیرزوینه او روادارۍ ،عدل ،انصاف او کرم رښتینی  باور ولری ، هیڅکله به ورسره د حرص او تنګ نظرۍ احساس او تشویش پیدا نه شی .د خدای دلوی علم له مخی دا لوی لا یتناهی ابدی  جهان  په همزمان او هم مکان لحظوی ستاتیک ــ دینامیک تغیر او تکامل سره ، د یوی کوچنۍ ذری څخه نیولی ترخورا لویو  ډول ډول سماوی اجرامو اوکهکشانونو پوري په یوه واحدابدی  نظام کی سره تړلی  پیدا کړی دی . پدی نظام کی لکه څرنګه چی سکون نه شته ، په حقیقت کی زړښت هم   نه  شته او یواځی په ځانګړو پدیدو کی  نسبی بڼه لری او لحظوی تغیر او تکامل همغسی چی د نظام دابدیت تضمین کوی ، دنظام د لحظوی تجدد تضمین هم په غاړه لری . ددی نظام غذایی او انرژیتیکی زیرمی چی هیڅکله پای او زړښت نه لری  ،نو حرص او د قارون په څیر په هرڅه خیټه اچول دڅه لپاره ؟هغه چی ایرانی شاعر ویلی وو چی :     « ما زآغاز وزانجام جهان بی خبریم ««»» اول واخر این کهنه کتاب افتاده است  »  ،سمه نه ده ،ځکه چی د ذری څخه نیولی تر لویو خلقتونو  او موجوداتو پوری  په همزمان  لحظوی تجدد کی دی . پدی باره کی په تیرو وختونو کی کافی بحث شوی دی او په راتلونکی کی هم که ضرورت وو داحسن تکرار په توګه به بیا یاد اوری وشی  . کله چی منو ، دټولو خلقتونو او موجوداتو خالق خدای دی او ټول دغه خلقتونه او موجودات یواځی  قانونمند پیدا ،قانونمند پایی او بدلون او پرمختګ  مومی ،یعنی چی قانونمندی پخپله شکل د موجودیت دمادی او عالم الاسباب دی ، بی له شکه دا معنا هم لری چی دعلم او قانونمندۍ خالق هم پرته له ذات الاهی  بل څوک نه شی کیدلی . ځکه ددی لوی او لایتناهی جهان خالق یواځی خدای ګڼل کیدی شی . په هغه صورت کی چی د علم او قانونمندۍ   خلقت یواځی په پروردګار عالم پوری اړه پیداکوی ، نه نور ځانګړی جهانونه او نه ځانګړی  علوم او قانونمندۍ وجود  لرلی شی اونه دخدای په علم کی تعدد د معادلو ، مجهولاتو ،کاردیناتو، تعدد دقضایاو او نور کوم مشکل نه شی ګڼل کیدلی او نه د خدای په علم او قانونمندۍ کی ،نا معین ، موهومی ، متوالی ، نا معلوم  اودا ډول نور مشکوک مفاهیم ، اعداد ،ارقام او نتایج وجود لرلی شی . پدی خاطر د هغه پوهانو څخه چی  قرآنکریم یعنی  خدای  علم د ساینس په ژبه  او قوانینوله مخی  افاده ، فورمولبندی  او تفسیرول غواړی زما خواهش دادی چی باید په قرون وسطایی  بی منطقه منطق ډډه ونه لګوی او په تخیلی او تصوری استقراء ، قیاس او منطق باور ونه کړی . تر اوسه پوری هیڅ یو عالم ،پوه او فیلسوف ددی لاری  مطلوب منزل ته نه دی رسیدلی او هر یوه د افغانانو په اصطلاح  دترکستان لار نیولی او که په بل عبارت  یی ووایم هر یو په اصطلاح د سد سکندر ددیوال تر شا په مطلقه ترګمۍ ور ننوتی او چی لار تری ورکه شوی ،د هغی وروسته یی چی هرڅه  له لاسه شوی ، هم یی ځانونه او هم یی نور غولولی دی . پدی باره کی دمخه ما ځینی وضاحتونه وړاندی کړی  ،زه نه وایم چی ټول به پرځای او سم وی  ،خو زه حتما ً  غواړم دا خبره د بل چا څخه واورم  چی یا یی راسره ومنی او یا ماته  قناعت راکړی .
دی کی شک نه شته چی د هند ،چین ،مصر او عراق تمدنونه داروپایی او په مشخصه توګه د یونانی تمدن څخه په فلسفه کی قدامت لری .تر اوسه  پوری یونان په دغه امتیاز پخپله خیټه اچولی ده . د لومړي ځل لپاره د هند د تعلیم وزیر ابوالکلام آزاد دی موضوع ته متوجه  او په ۱۹۴۸ م کال ، په  یوه کنفرانس کی وړاندیز وکړ چی دهند د برجسته فیلسوفانو څخه دی یوه کمیټه د ډاکټر رادا کریشنان تر مشرۍ لاندی دغه موضوع وڅیړی تر څو د فلسفی په تاریخ کی هندی فلسفه خپل غوره ځای ونیسی . پدی کمیټه کی د شپیتو کسانو په حدود کی برجسته فیلسوفان راټول او د ډاکټرسرو پالی رادا کریشنان  ،د جناتا پارټۍ مشر او وروسته دهند صدراعظم تر ریاست لاندی په دوه غټو جلدونو کی چی له زر مخونو څخه زیاتوالی کوی  دغه تاریخ د « تاریخ فلسفه ً شرق و غرب » تر عنوان لاندی تکمیل شو .د لومړی کتاب چی ۶۸۰ مخه لری ،مقدمه داسی پیل کیږی : «شاعر ایرانی جهان را به کهنه کتابی تشبیه می کندکه اوراق اول وآخر آن افتاده اند . دیګر نه می توانیم بګو ییم که کتاب چګونه آغاز شده و نه می دا نیم که چه ګونه انجام خواهد یافت . « ما زآغاز وزانجام جهان بی خبریم ««»» اول واخر این کهنه کتاب افتاده است  »  .
بشر از زمانی که دارای شعور شد ،در پی کشف این اوراق ګمشده برآمد .این جستجو ونتایج آن ،فلسفه نام دارد .فیلسوف برای توضیح فلسفه و ماهیت آن کتابها می نویسد ،ولی شاعر این کار را در بیتی انجام می دهد . مقصود از این جستجو یافتن معنی زندګی و وجود است .   . . .  » (تاریخ فلسفه ً شرق وغرب ، صفحه ً اول ) . له دی څخه دمخه په « پیشګفتار» کی هڅه کیږی د مشابه او سینو نیم کلماتو او الفاظو په استعمال او وړاندی وروسته کولو سره وښیی چی فلسفه جدا  او علم جدا ځانګړی شیان دی .
زه په پورتنیو څو جملو ، نه غواړم قضاوت وکړم ،خو حتما ً ، دومره وایم چی که رښتیا فلسفه دومره پسته او کوچنۍ شی ، پایلی یی باید همدا وی چی یی لرلی دي .خوزه کلک پدی باور یم چی  فلسفه همغسی د خدای د لوی علم یواځینی خلف علم دی ، لکه څرنګه چی انسان د خدای عالم خلف مخلوق دی . بعدی قضاوت  په محترو پوهانو او لوستونکو پوری اړه لری .
ددی ډول بحثونو او نتیجه  ګیریو علت او هدف یواځی او یواځی  دادی ، او لکه څرنګه چی زه د بشر د تاریخی دوری دفلسفی  اساسی او وتلی نظریاتو څخه کومی  نتیجی ته رسیدلی یم او دمخه یی  ذکر هم شوی دی ،او دغه د سترو فیلسوفانو  شپیته کسیزه کمیټه هم په همدی عقیده ده ،  باور نه لری چی ګوندی  په فلسفی افکارو کی دی د بشر په تاریخی دوره کی کوم پر مختګ شوی    اوسی ، حتاځینی عقیده لری چی شاید د هغوئي کمال  او بینش د« بودا» او« افلاطون »څخه وروسته پاتی وي  .نوزه په زغرده  ویلی شم  ، په دغه طرز تفکر ،په دغه اساسی او غیر اساسی فلسفی مسایلو ، په دغه متودولوژی  ،افاقی نظریاتو او عقایدوسره  کومه  تخیلی فلسفه چی  د یوه شاعرپه بحرانی  احساساتی متلا طم څپانده حالت کی چی  دشعور او لا شعور په پوله د شاعرانه غلو ، اغراق او نوروصنعتونوپه رنګارنګ غولوونکو کګلیچونوکی مدهوشانه ټالۍ او خویندۍ وهلو ، پریوتو  ولاړیدوسره سره په یوه بیت  اغاز او انجام  پیدا کولی شی ،شک نه شته چی دغه ډول فلسفه به په ذهنی جذام اخته اود خپل  انحطاط د منحنی د انعطافی قوس اخری مرحله  طی کوی او هیڅ ډول پرمختیایی قابلیت به و نه لری . نو ځکه خو دهند د فلسفی کمیټی پریکړه پرځای او منطقی ده چی دا ډول فلسفی افکار او قانونمندۍ  دعلمی ـ شعوری  پر مختګ توانمندی نه لری اوحتما ًپه ذوال اوعقب ګرایی محکومه ده.
دکومی فلسفی څخه چی زه بحث کوم ، هغی ته ما د خدای دلوی علم بشری ذهنی علمی بدیل ویلی او په حقه په عالم الاباب کی دخدای دعلم خلف او وارث ګڼل کیږي . څومره چی دخدای علم لوی ، ابدی  ، متکامل او بی ساری  دی  ، دغه فلسفه هم د بشری ذهنی تو ان په تناسب ټاکلی مناسبت لری . لکه څرنګه چی انسان د خدای د مقضی الامر ارادی له مخی  د خدای بی بدیله  خلیفه ګرځیدلی ، همدغه شان بشری علم په دی جهان کی د خدای د لوی علم  بی بدیله خلف ګڼل کیږی . دمخه مونږ وویل چی جهان په لحظوی تجددکی دی ، نو ځکه ابدی دی او ابدی دی ځکه چی همیشه جدید دی یعنی یوتر بله سره متقابلا ً علت او معلول ګڼل کیږی .   دایرانی شاعر  د کهنه کتاب خبره په هر صورت د منلووړ نه ده ځکه چی په دغه ډول یو تړلی نظام چی د کوچنۍ ذری څخه تر لویو اجرامو او کهکشانونوپوری د لحظوی همزمان ستاتیک دینامیک بدلون او تکامل په شرایطو کی ، قدیم هیڅکله نور په قدیم کی وجود نه شی لرلی ، حال په دوامداره لحظوی بدلون کی قرار لری او ابد هم هیڅکله په ابدی نظام کی ابد ته نه شی رسیدلی،ځکه چی  دا نظام مستلزما ًباید د خدای د ذات او لوی علم د ابدیت  په تناسب هم ابدی اوسی  . ځانګړی پدیدی ،خلقتونه او نظامونه کیدلی شی د ځانګړی مادی واحد په حیث له منځه ولاړ شی  خونظام په کل کی ابدی پاتی کیږی او د خپل قانونمند پیدایښت ،پایښت  ، بدلون او تکامل له مخی  ممکنه ده هر ه څیړنیزه قانونمنده محاسبه په هره زمانی مقطع کی سرته ورسیږی .  دخدای لوی علم همیشه کامل دی ، دا  جهان او بشری علم هم د قانونمندۍ له مخی  همیشه د خدای د لوی او کامل علم په لور په تکاملی بدلون کی دی .خو همغسی چی انسان دخدای د معرفت او ځینی صفاتو د لرلو  څخه عاجز دی په همغه اندازه او تناسب  دخدای دعلم او په کل کی خدایی  لوی حقیقت په توګه دلوی جهان د ځینی پدیدو او مادی واحدونو دمعرفت څخه یا موقتا ً او یا د تل لپاره عاجز ګڼل کیږی .  د خدای دین د خدای دلوی علم له مخی په دی جهان کی د بشری عملی ژوند شریعت ،طریقت ، اصول ، قوانین او مناسبات ګڼل کیږی  . په دی معنا چی انسان کولی شی خپل ټولنیز قوانین او ذات البینی مناسبات د قر آنی او دینی  احکامو،قوانینو او اصولو په بناء تنظیم کړی . دا به یی یواځینۍ نسبی ایدیال بڼه او طریقه وی .  څرنګه چی خدای یو دی ، جهان یودی او په حقیقت کی د ټولو ادیانو پلویان  سره ددی چی ، په ظاهر کی به دخپلی ټولنی مروج ځانګړی عقیدوی دود پالی ، په واحد خدای باور لری ،منطق خو دا وایی چی ټول بشریت هم دیوه دین پیروان اوسی او پدی توګه د همیشنی عداوتونو ، دښمنیو او جنګونو جرړی په بشری مناسباتو کی د همیش لپاره پری او وچی شی .
د پورتنی بحث څخه د نتیجه ګیرۍ په ترڅ کی ویلی شو چی خدای هر خلقت او په هغه جمله کی خپل خلف ، انسان ، ته د هغه دضرورتونو په تناسب د احساس ،درک او عمل امکانات ورکړی دی .مرغان الوتلی شی ، ماهیان او نوربحری حیوانات په اوبو کی ژوند کولی شی ، انسان ته یی دعقل ،پوهی ،خبرو او تجربو د سنجش ا و شراکت لوی طاقت ورکړی او نورو ته هم د هغوئی د ضرورتونو له مخی نور امکانات ورکړی دی   . د هغه زاړه کتاب لادرکه شوو پاڼو میندل  چی د رادا کریشنان تر سرپرستۍ لاندی شپیته کسیزی کمیټی د فلسفی موضوع ګڼلی ،زما په عقیده یوه بی مورده هڅه او هدف ټاکنه ده او انسان هیڅکله د هغی په میندنه قادر نه دی ، ځکه چی نه زاړه کتاب کله وجود درلود او نه یی کومه پاڼه ورکه شویده . همداسی د کانت ، لاپلاس او چمبرلاین هڅی او وړاند وینی د جهان د تکوین په باره کی بی بنیاده ګڼل کیدلی شی . او دا ځکه چی د خدای ذات ، دخدای علم او دخدای جهان د عالم آمر په حیث  په کل کی دانسان لپاره مسخر او مقدر نه ګڼل کیږی او په دی باره کی یواځی دخدای د « کن فیکون » حکم صدق کوی او انسان د خدای د خلیفه په حیث  دخپلو ضرورتونواو امکاناتو په تناسب  یواځی د هغی د ځینو اوصافو په احساس، درک او معرفت قادر ګڼل کیږی . دا دی ماسره لطفا ً محترم لوستونکی هم ومنی چی په  داسی وضعیت او داسی موقف کی چی انسان  یی په خپلو امکاناتو او خپل درک او فهم سر ه د خدای دذات ، دخدای د علم او دخدای د جهان په مقابل کی لری او لکه څرنګه چی دمخه دا موضوع ما توضیح کړه  چی داجهان په لحظوی قانونمند بدلون ،تجدد او کیفی تکامل کی قرار لری ،قدیم په قدیم کی وجود نه لری ،حال په لحظوی ګذرا حالت  کی دی او ابدته په ابدی نظام کی  رسیدل هیڅ ممکن نه دی ،نوایا د« کن فیکون » له حکم بله منطقی او عملی پریکړه په تصور کی هم راتللی شی ؟  همدغه دهمزمان لحظوی بدلون او تجدد خصوصیات د خدای ددی لوی نظام د پایښت او ابدیت تضمین کوی  .همداسی د قانونمند پیدایښت ، پایښت ، بدلون او تکامل له مخی  په هره زمانی مقطع او مکانی بعد کی پرنسیبا ً ممکنه ده هره څیړنیزه محاسبه سرته ورسیږی او مورد نظر پارامترونه ، اوصاف او خصوصیات په عددی ،ګرافیکی ، کمی او کیفی بڼه تر لاسه شی . د جهان د تکوینی پیل په باره کی  د کانت ،لاپلاس او چمبرلاین  نظرونه کیدلی شی ددغه تکوینی پروسی د ځانګړی پدیدی د خصوصی حالت په حیث ومنل شی  ،خو هغه هم یواځی د همغه تخیلی او تصوری نا سمه تیوریو او فورمولبندیو له مخی چی فلسفه یی تر اوسه په متحجر او دګم علم بدله او په ذوال محکومه کړی ده . پکار دادی هره څیړنه د موجوده حالت او وضعیت څخه پیل او دضرورتونو له مخی یواځی د علم او قانونمندۍ له مخی د ماضی او حال په لور غزول کیدلی شی .
دهمدغه ډول یو خصوصی ګذراحالت او پروسی قانونمند جریان ، د خدای دکلام په استعانت او الهام او دعینیت فلسفی د قوانینو په  استمداد ،زه هم غواړم د خپل ناقص او محدود فهم او درک له مخی  د خدای د لوی نظام د یوه کوچنی مثال ، اړخ او قضیی دڅیړنی له مخی څرګند کړم چی څه ډول د خدای دمقضی ارادی له مخی دغه ابدی خود بقاء ، خود کفاء او خود ګردانه نظام پیدا ، پایی ،بدلون او تکامل مومی ؟
د خدای په لوی کلام کی راغلی : « وَٱلشَّفۡعِ وَٱلۡوَتۡرِ (٣) (۳۰جز   ، ۸۹ سورة الفجر ، ۳ آیة ) ترجمه : ( قسم په جفت قسم په طاق ) . خدای (ج) په خپل کلام کی د ډیرو خاصو او ډیرومهمو مسایلو په باره کی دا ډول ذکر کړی .دغه لنډ او دوه کلمه یی آیة لکه څرنګه چی د تفاسیرو څخه معلومیږی  ډیر نور لوی مفاهیم  هم افاده کوی ،خو دجهان دتکوین مسًله به هم ،زما په عقیده له
نورومسایلو کم ارزشه نه وی . نن چی نه یواځی د هند دفیلسوفانو شپیته کسیزه کمیټه بلکه ټول بشریت د خپل پیدایښت له لومړۍ ورځی څخه د اوسنی علمی ــ تخنیکی پرمختګونو او نورو بی ساری امکاناتو سره سره دخدایی ساده خلقتونو د راز په میندلو کی صم ،بکم ،عمی او هک پک پاتی دی ،څه ډول ۱۴۰۰ کالو څخه دمخه د یوه امی انسان د حال په ژبه ددی لوی جهان د ابدی تکوین او ټولو خلقتونود مستمر خلقت راز په دوه کلمو کی د عوام الناسو تر غوږو رسیږی او دخدایی د لوی علم او لوی نظام  تکوین افاده کوی ؟ هو! که مونږ د عناصرو متناوب سیستم او جدول ته زیر شو ،ټول عناصر په نوبت سره د الکترونونو او پروتونونو د طاق او جفت تعداد څخه داډول تشکیل شوی  چی پروتونونه د مثبت چارج په لر لو هسته تشکیلوی او په عین تعداد الکترونونه چی منفی چارج لری په ټاکلومختلفو  مدارونو کی په ډیر سرعت سره د هستی ګرد چاپیر  چورلی . له هر څه څخه مهمه داده چی په دغه تسلسل کی تکرار نه په سترګو کیږی او نه کوم تنقیص او تقصیر وجود لری  . د عناصرو په هسته کی د پرو تونونو او هستی د پایدارۍ په خاطر  نیترونونه چی د چارج له مخی خنثی دی د مستقل مادی واحد په حیث د ویده ښامارانو په څیر  موجود دي  .د هغه عناصرو په هسته کی  چی د نیترونونو شمیر زیات وی د درونو هستو په نوم یادیږی  ، لکه یورانیم او نور  چی زیاته انرژی په کی ذخیره او دانرژی د منابعو په حیث د سولئيزو او نظامی اهدافو په منظور  سم او ناسم استعمالیږی او ګټه تری اخستل کیږی . په عادی حالت کی یواځی د هایدروجن په هسته کی چی یو پروتون لری ،نیترون وجود نه لری  .خو په درنو اوبو کی د هایدروجن په هسته کی هم یو یا دوه پروتونه وجود لری .
زه خپل دغه بحث د یوی داسی سمبولیکی زمانی یا پروسوی مقطع څخه شروع کوم ، کله چی داتم په تشکل لومړی عنصر تشکیل شوی او د عالم الاسباب د لومړۍ خښتی  په کښیښودو  د خدای د مقضی ارادی له مخی د لوی جهان د لوی نظام   خود بقاء ، خود کفاء او خود ګردانه پروسه پیل او پروتونونه او الکترونونه په نظام کی راغلل  او نیتر ون د نا بللی میلمه په څیر د اتم په هسته کی کوربه وګرځیده او هستی استقرار پیداکړ  . همدغه دی ددی لوی جهان ، لوی نظام او لوی خلقت دتکوین راز چی د خدای (ج) د عالم
آمر د« کن فیکون » د حکم په صدور په لحظوی شکل سرته رسیدلی . د مندلیف په جدول کی د عناصروشمیر تر نن ورځی پوری ۱۱۸
ته رسیدلی دی ،چی لومړی عنصر یی هایدروجن   «Hydrogen  » او وروستې عنصر یی ا ُ نونوکتیوم «Ununuctium » نومیږی . دغه عناصرد خدای دکلام د حکم سره سم له یو څخه یعنی چی یوپروتون او یو الکترون لری  شروع اود جفت او طاق په ترتیب چی هیڅ تکرار او تنقیص به په کی وجودو نه لری نن ورځ یی شمیر ۱۱۸ عناصرو ته رسیدلی او په راتلونکی کی به لادغه جدول تکمیلیږی  . ددغه عناصروڅخه ځینی د لابراتوار په شرایطوکی تر لاسه شویدی . دالکترونونو او پروتونونو شمیر لکه چی دمخه هم وویل شول ، همیشه مساوی او الکترونونه په ټاکلو مدارونو کی د هستی ،چی د الکترونونو په تعداد پروتونونه لری ،ګرد چاپیر ګرځی . په مدارونو کی د الکترونونو اعظمی شمیر د «  2n2 » دفورمول له مخی معلومیدلی شی . پدی معنا چی په لومړی مدار کی اعظمی تر دوه ، دوهم مدار کی اعظمی اته ، دریم مدار کی   ۱۸ او ددی څخه پورته دلوړی  انرژۍ په مدارونو کی دالکترونونو شمیر د پورتنی فورمول مطابق نور هم لوړیږی . کله چی  دکمی انرژۍ په مدار کی حد اقل د یوه کوانت د کوچنی واحد یعنی د یوه فوتون په اندازه انرژی زیاتیږی ، الکترون د ټیټ مدارڅخه لوړ مدار ته خیز وهی  اوکه دغه انرژی نوره هم زیاتیږی ،کیدلی شی الکترون د اتم د مدارونو دساحی څخه ووځی . برخلاف که د الکترون انرژی دیوه فوتون په اندازه کمیږی الکترون له لوړ مدار څخه ټیټ مدار ته رالویږی . دا محاسبی د « کوانت میخانیک » د قوانینو له مخی سرته رسیږی چی د عادی فزیکی قوانینو څخه فرق لری . په واقعیت کی  الکترونونه همیشه د مختلفو هستو تر منځ په حرکت کی وی او  د هغوۍ تر منځ یو ډول وریځ جوړوی چی د الکترونی وریځ په نامه یادیږی . هغه څه چی د لیکلو وړ دی، اصلا ً ممکنه نه ده چی ولیکل شی . دا یوازی د خدای مُعجز کلام دی چی په دوه کلمو سره د جهان دټولو قانومندیو او جوړښت  رازونه افاده کولی شی . محترم لوستونکی دی زما بیوسی او تقصیر په
په دی هکله ومنی . ایا دا به کافی نه  وی که ووایم چی ،اتم هغه جنراتور دی چی ددی لوی جهان په کچه کافی ضروری انرژی تولیدوی ؟  اتم هغه اکمو لاتوردی چی ددی لوی جهان ټوله  انرژی په کی ذخیره ده ؟ دا به کافی نه وی که ووایم چی ، د اتم په تشکل سره دمختلفو عناصرو د اتمونو تر منځ د رابطو له مخی  دخدای په مقضی اراده د « ویلانس  » قانون رامنځته کیږی او دهغی په بنیاددا لوی جهانی نظام ابدی تړلی پاتی او دبی شمیره خلقتونو د تخلیق مسبب او علت ګرځیدلی  . دا اعجاز کافی نه دی ، هغه څه چي مونږ په سترګو نه شو لیدلی  د تصور څخه وتلی په سلګونو ، زرګونواو بی شمیره مهمی چاری سرته رسوی ؟  شته دی ددی څخه بل معتبر  ثبوتی دلیل  . . . ؟ هغه څه چی په واقعیت کی جریان لری او پیښیږی ،یواځی الله (ج) پری علم لری . هره پدیده او خلقت د بی شمیره عواملو په نتیجه کی کولی شی ظهور وکړی ، خو مونږ کیدلی شی یواځی یوه یا دوه انګیزی په نظر کی ونیولی شو او په دی ویاړو او ځانونه د الله عالم خلف بولو . یو شاعر وایی :
برګ درختان سبز ،در نظر هوشیار      »»» «««   هرورقی دفتریست معرفت کردګار
مونږ د الله (ج) د معرفت په خاطر دهری شنی پاڼی د کلوروفیل په حجره کی یواځی زمونږ دشمسی نظام  دلمرد فوتونونو  تأثیرات
چی له مونږ څخه ۱۵۰ ملیونه کیلومتره لیری  دی ، د بی شمیره مختلف النوع ،او په کمی لحاظ بی ساری غذایی نعمتونودایجادپه پروسه کی په نظر کی نظر کی نیسو . حال داچی ،لکه څرنګه  دشپی له خوا مونږ وینو دبی شمیره نورو ستورو وړانګی هم ځمکی ته رارسی ،چی تأثیرات به یی مونږ ته له نژدی لمر څخه کم نه وی  ، خو مونږ هغه په خپله محاسبه کی په نظرکی نه نیسو  . په دی جهان کی د ذری څخه نیولی تر لویو سماوی اجرامو پوری هر یو خپل خپل ځای او تاثیر لری او دهغی تاثیر یواځی په لویوالی او کوچنیوالی او نژدیوالی یا لریوالی پوری اړه نه لری او که ویی لری تفکیک او تمیز یی مشکل دی  .
ما په واروار  دمخه یادونه کړی چی په دی جهان کی  غذایی او انرژیتیکی زیرمی له اندازی او هر ډول کچی څخه وتلی دی . که یواځی د کم شمیر په کچه د اتمونو جوړښتی نظام ړنګ  او الکترونونه ،پروتونونه او نیترونونه  ازاد شی ،څه ډول قیامت جوړولی شی او څومره انرژی تولیدوی چی غرونه  یی په اسانۍ په مقابل کی تاب او مقاومت نه شی لرلی . مونږ د الله (ج) د دوه کلمه یی کلام  څخه دا هم وپوهیدو چی : ددی جهان ټول عناصر ،مرکبات او خلقتونه ګوندی په لا یتناهی انواعو ،کمیت ،کیفیت او ابعادو په څه سادګۍ  د الکترونو ،پروتونو او نیترونو څخه  دیو څه کمی او کیفی تفاوتونو او تناسبونو  له مخی متشکل دی . همدا او س مونږ شاهد یو چی ځینی ددغه عناصرو څخه د لابراتوارونو په شرایطو او امکاناتو کی ترلاسه شویدی . نود قدیمی کیمیا ګرانو  هغه تصور او فنتازی چی ګوندی په خپلو بټیو کی یی طلا تر لاسه کولی شوله او س په عملی واقعیت بدلیدلی شی . کله چی مختلف عناصر ددی لاری تر لاسه کولی شو او دهمدغه عناصرو څخه په ډیره سادګۍ مختلف مرکبات ، څښاک ،خوراک ،پوشاک ، عضوی  ،غیر عضوی ، تیزابونه ، القلی ،  کاربوهایدریدونه   . . . او نور او نور  دهمدغه  هایدروجن ،کاربن ،نایتروجن ، اکسیجن  او څونورو فلزاتو او غیر فلزاتو څخه هم په طبیعی او هم په لابراتواری طریقه چی جوړیږی ، دا هرڅه دخدایی سخاوتمندانه  نعماتو وفور او نورو ټولو امکاناتو  څخه پرته نور څه ګڼل کیدی شی ؟
هر اتم غواړی په خپل اخری مدار کی پوره تعداد الکترونونه ولری ،ترڅو په اصطلاح  خپله قلعه یی وتړل شی او مستقل او بی نیازه شی . ددی کار لپاره هر  اتم چی  په خپل اخری مدار کی کم الکترونونه ولری ،هڅه کوی هغه له لاسه ورکړی او که په اخری مدار کی ، کم تعداد کمبود ولری  ،غواړی له بل څخه یی واخلی . هغه عناصر چی داخری مدار الکترونونه یی پوره اوسی نیترال پسیف حالت کی قرار لری، لکه ارګون « Ar » او نور نجیبه غازات چی د تر کیب پروسه یی ډیره بطی ده او حتا د تر کیب علاقمند نه دی  .د معین کاتالست دموجودیت په صورت کی کیدلی شی دغه بطی تعاملات کافی سرعت پیدا کړی .دهمدغه علاثمندۍ له مخی د ویلانس  قانون رامنځته او دهغی په بنیاد  د اتمونو  د دوجانبه او څو جانبه علاقه مندۍ له مخی مالیکولونه تشکل پیداکوی او د مختلفو عناصرود ترکیب   خود ګردانه پروسه پیل او د بی شمیره خلقتونو او پدیدو د خلقت له لاری د ټولو عناصرو تر منځ  د راکړی ورکړی ، مناسبت او ارتبات په قانون بدلیږی . د هر یو ځانګړی عنصر په کتله کی څرنګه چی دویلانس قانون وجود نه لری  او خصوصا ً په فلزاتو کی چی مالیکولی تشکلات موجود نه دی ،څه ډول یو تر بله جذبیږی او تړلی پاتی کیږی ؟ په دی صورت کی د دوه ډوله نورو قواوو د پیداکیدو امکان شته :
ـــ فلزات معمولا ًاتمونه له لاسه ورکوی ،نو ځکه مثبت چارج لری . غیر فلزات  الکترونونه اخلی  او منفی چارج پیداکوی . د بلی خوا د برقی چارج په پیداکیدو سره مقناطیسی ساحه ایجادیږی او په دی دواړو صورتونو کی د جاذبی قوه منځ ته راځی او اتمونه یو تر بله سره جذبوی  او لویی کتلی تړلی پاتی کیږی  .
ـــ کله چی می دغه مسًله د ډاکټر فضل ا لربی ساپی سره شریکه کړه ،هغه په توضیحی ډول وویل : « معمولا ً الکترونونه همیشه د حرکت په حالت کی وی اود پنجری ( Gitter) » په څیر پروتونونه یعنی اساسی کتله او بدنه  (  Rumpf )   په خپله الکترونی پنجره کی  ساتی  . په فلزاتو کی مالیکولی جوړښتونه وجود نه لری  » .  ځینی فلزات او غازات په خپل منځ کی  مالیکولی تعا مل کوی او کریستا لی جوړښتونه جوړوی ،لکه سوډیم ( Na ) او کلورین (  Cl) چی دمالګی کریستال جوړوی . الماس چی هم  د کاربن خاص کریستالی جنس دی لوی ارزش یی دهرڅه څخه دمخه  دهغه د بی ساری مالیکولی جوړښت پوری اړه لری . د ۲۰۰۹ م کال د دسمبر د میاشتی په یوه تلویزونی راپورتاژ کی یی وښوده چی یوه تور زلمی په افریقا کی ، نپوهیږم له څومره ژوروالی څخه یو رنګه الماس راوکیښ  چی د څیړنو له مخی یی دری (۳ )ملیارده کاله عمر درلود .
همغسی چی  حجروی جوړښتونه په حیواناتو او نباتاتو کی یو تر بله سره فرق لری مختلف مالیکولی جوړشتونه هم هیڅکله یو شان نه وی . کله چی مونږ د جهانی جوړښت، مختلفو خلقتونو او پدیدو شکل ،صورت او بڼی  مفهوم افاده کوو هدف مو همدغه  مالیکولی او حجروی جوړښت دي .د موادو کیفیت او مقاومت په زیاته کچه په مالیکولی جوړښت او ځینی نورو خصوصیاتو  پوری اړه لری . همدغه جږړښتونه او اوصاف موادو ته د حرارت ، فشار او نورو انرژیتیکی  قواوو مقاومتی تفاوتونو په مقابل کی الستیکی قابلیت ورکوی او له بلی خوا کوچنیو واحدونو لکه بکتیریاوو ،مکروبونو، ویروسونو او نورو ته د استوګنی امکانات ؛ کوچنیو ذراتو ،حرارتی ، الکترو مقناطیسی ،جاذبی او نورو ډول ډول امواجواو تشعشعاتو لپاره د عبور ومرور ، تاثیر او تأثر ،معلوماتو د تبادلی او ضروری راکړی ورکړی شرایط  ؛د مختلفو غازاتو په واسطه د موادو د تهویی او د یوتر بله سره د تعا مل ، ترکیب او تجزیی او ډیر نور لازم وسایل او شرایط برابروی .   له بده مرغه دغه مفهوم او اصل د فلسفی د ظهور دهمغه لومړۍ ورځی او یا په بل عبارت کله چی افلاطون ،ارسطو ،کانت ، دکارت اویا دهغوۍ څخه دمخه یا وروسته نورو فیلسوفانو په دغه باره کی خپل نظر او عقیده نا سمه او په غلطه افاده او  تعبیر کړی ، یعنی چی شکل ، بڼه او صورت یی د شی د خارجی جوړښت د شکل  په صفت منلی ، تر اوسه پوری هم  همدغه غلط تعبیرونه پرځای پاتی دی .دکارت چی دقوی ذهن څښتن اود هندسی لوی مبتکر وو ، باید د هندسی ارزش په ارزش ښه پوهیدلی وی . زما په عقیده دغه ارزش په داخلی هندسی جوړښت  یعنی مالیکولی هندسی جوړښت پوری اړه لری ، نه دجسم په خارجی هندسی جوړښت پوری .خارجی جسمی هندسی جوړښتونه چی کوم ارزش لری ، هغه هم د همغه داخلی مالیکولی با کیفیته جوړښت په اعتبار دی ، کوم یو چی د زیاتی قوی برداشت او مقاومت کولی شی . دکارت  د هندسی د قهرمان په حیث نه یواځی ددغه ارزش  په ماهیت نه وو پوه  شو ی او دیوه ستر ارزش په حیث یی تری دفاع نده کړی شوی ، برخلاف  ددغه ټولو مادی ارزشونو په ړنګولو پسی یی ملا وتړله او ټوله اتکاء یی په خپله  تحلیلی هندسه اود هغی په متماتیکی فورمولبندیو او افادو باندی وکړه او غوښتل یی چی ټول مادی ارزشونه د هندسی څخه محو او هندسه د ټولو علومو لپاره په واحد مشترک مخرج او بنیاد باندی بدله کړی  . حال داچی متماتیک یا  بالذاتهِ قانونمندی نه ده ، بلکه د هندسی اشکالو له مخی د هغی د مادی محتوامقاومتی اونور خصوصیات او یا په فزیکی ،بیولوژیکی ،فیزیو لوژيکی، هایدرودینامیکی ، ترمودینامیکی ،آیرودینامیکی ، تشعشعاتو ،ذراتو او نورو حرکتونود قانومندیو دافادی ژبه او طریقه ده .
عناصر د حرارت په عادی درجو کی معمولا ً د جامد ،مایع او غاز په حالت او دماهیت او کیفیت له مخی د فلزات ،غیر فلزات او غازاتو په بڼه پیداکیږی . دمخه مونږ وویل چی د اتمی ویلانس د قانون له مخی د مالیکولی تشکل له لاری د مختلفو عناصرو کیمیاوی مرکبات جوړیږی اواتم که د ځنګړی عنصر دځانګړو خواصو درلودونکی مالیکول د مرکب په کچه د هغی د کیمیاوی او نورو خواص لری او  همدغه ویلانسی علاقمندۍ او ارتباطات د لویو کتلو او با لاخره ددی لوی جهان دتکوین سبب ګرځی . پدی ډول دخدای په مقضی اراده دویلانس د قانون له مخی په مشخص او ټاکلی شکل ځینی  مالیکولی   مرکبات دی چی ددی لوی جهان ټول خلقتونه او پدیدی تری متشکل او همدغه مرکبات دی چی د عملی ژوند په مختلفو مواردو کی د استفادی وړ ګرځی .انسانان ،حیوانات او نباتات هم د  ټولو عناصروڅخه یواځی د مرکباتو په بڼه استفاده کولی شی .  عناصر  په طبعیت کی هم یواځی په مرکب او کله ناکله په مخلوط ډول  پیداکیږی  او یواځی په همدغه بڼه  داستعمال قابلیت  هم لری  . په خالص ډ ول یی هم پیداکیدل او هم یی استعمال او استفاده د نادراتو څخه ګڼل کیږی .
په پورته ډول مونږ د دین په باره کی خپل نظر دموجوده واقعیتونو او حقیقت له مخی د خپلو  انسانی امکاناتو ،سعی او تلاش په بنیاد په خورا ساده لفظی منطقی فورمولبندیو سره ،پرته د متماتیکی دیفرنسیالی او انتګرالی محاسبو ، کیمیاوی عضوی ، غیر عضوی  او هایدرو کاربونی مغلقو ترکیباتو ، د فزیک د نیوتن  د قوی ،کتلی او تعجیل دعام قانون دمعادلی ، دانشتین د نسبی تیوری  د انرژی ،کتلی او د نور دسرعت مناسبتونه او د مکان او سرعت په تناسب د زمان تغیر ، په هایدرولیک او آیرودینامیک کی د برنولی  د ستاتیک او دینامیک فشارونو د ثابت پاتی کیدلو عام قانون او ډیر نور په لسګونو او سلګونو ساینسی قوانینو چی حتما ًبه یی  د خدای د کلام داعجاز څرګند ثبوتی دلایل لا پسی څرګند او واضح کړی وای ،خو مونږ  تری یواځی  د قضیی دڅیړنی او فورمولبندۍ داسانتیا اود خپلو محدودو امکاناتو له کبله  صرف نظر کړیدی . خو دا هیڅکله ددی معنا نه لری چی ګوندی مونږ هم یواځی په پوچو تخیلی او تصور ی لفاظیو اکتفا کړی او یا په بل عبارت ، په اوبو کی مو لوټه ایښی او دموضوع څخه موپه پټو سترګو قدم اړولی دی . نه ! داسی نه ده . په حقیقت کی زمونږ ددغه ساده لفظی مقولو او فورمولبندیو ترشا عنی قوانین پراته دی او ما داهم کولی شول په خپلو کمو امکاناتو خپلی لفظی مقولی او فورمولبندۍ په متماتیکی ژبه افاده کړم او په حقیقت کی ، دغه کار په تیرو بحثونو کی ، لکه  « فلسفه علم دی ؟ » ، « د عینیت او ذهنیت دیالکتیک » ،« شپږم حس که دشعور او لاشعور دیالکتیک » ،«مقضی او مقدره اراده » ، « روح ــ ظهور،بدلون او پایښت یی » او نوروساینسی فورمولبندیو له مخی ، البته بیا هم دموضوع دافادی داسانتیا په خاطر د لفظی منطقی مقولو په قوت هر څه افاده شویدی . ( لطفا ً تیرو بحثونو ته دی مراجعه وشی ) .
اوس هم دا بحث ډیر اوږد شو ،خو په اخر کی یو ځل بیا دا وایم چی ،خدا ی هر کار په هر شکل سره چی وغواړی کولی شی ،خو نه یی کوی ، ځکه چی داد خدایی خصلت او صفت په خلاف دی . خدای عالم دی اودا جهان یی د خپلو مخلوقاتو او خپل عا لم خلف مخلوق، انسان د معرفت او قانونمندی منصفانه او عادلانه استفادی  لپاره پیداکړی دی .  علم پرته له مستمری قانونمندۍ او بالاخص په عالم الاسباب کی د انسان لپاره په عمل کی وجود نه لری . نو ځکه یی دا جهان د خپل لوی علم له مخی قانونمند او په لحظوی ستاتیک ،دینامیک  بدلون او تکامل کی پیداکړی دی ، تر څو ابدی پاتی شی . یعنی په دی جهان کی هرڅه په لحظوی بدلون او تکامل کی دی .  ددی سره انسان تغیر کوي ،حیوان  تغیر کوی ، د انسان علم ،تخنیک او مناسبات تغیر کوی .  دخدای دین او شریعت چی ددغه ټولو امورو تنظیموونکی او د هر څه څخه دمخه خورا عام او ایدیال ټولنیز قانون ګڼل کیږی ، لکه څرنګه چی دخدای ددین  روح او ماهیت تر اوسه ثابت پاتی ، خو شکلا ً او په فروعو کی یی تغیر موندلی ، او دخدای په کلام کی هم په اجماع ،اجتهاد ، علم ، منطق او حتا د منسوخ  ادیانو سره د کامپرامایز  ، روغی جوړی او یواځی د حقیقت په ابلاغ تأکید شوی او زور او جبر مردود ګڼل شوی ،زما په عقیده په راتلونکی کی هم دخدای دمقضی ارادی او احکامو مطابق روش  او سلوک غوره کول پکار دی . که ما دخدای د احکامو خلاف خبره کړی و ی خدای دی راته عفوه وکړی . ددین عالمان دی ماته لارښوونه  او په دی باره کی دی ژوری ارزونی او څیړنی وکړی .