په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې احتجاج ليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سويډن دمالمو ښار
د ۲۰۱۰ دفبروري ۹

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې احتجاج ليک

دامنيت شورادغه قتل په کوم نامه يادوي ؟
انسانيت اوبشردوستي دغه ډول کړنو ته وايي  ؟


پدې شپو او ورځوکښي چي دلندن دکنفرانس پر پرېکړواوطرحو تاوده بحثونه روان دي ،هرې خوا همدا يوه خبره کيږي چي سوله بايد تامين شي او په جگړه کښي دښکيلو اړخونوسره  خبري وسي تر څو په جگړه کښي ښکيل اړخونه  سوله ايز ژوند ته وهڅول سي .
زموږ ټول پداسي حال کښي چي په افغانستان کي دهر ډول سوله ايز تلاښ  نه ننگه اوملاتړ کوي ،يوځل بياپر بهرنيو ځواکونو ږغ کوي چي دافغانستان دټولنيزو شرايطو اوپه جگړه کي يودبل په پلويانوکي دنفوذداصل په نظر کي نيولوسره نه بايد په يوه اطلاع چي هغه هم موثقه نه وي پر نيمه شپه دکوم افغان په کور ورننوزي اوبېله محاکمې ئې په شهادت ورسوي . دټولوبهرنيانو لپاره اړينه اوجدي مسله بايد داوي چي په پوځی عملياتو او اوملکي کړنوکښي دافغان ولس منلي دود اودستورته دقدرپه سترگه وکتل سي، دبهرنيانوټولنې بايد  دغه اصل ته په درناوي سره ترسره شي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه دڅوکالو راپدي خواپه افغانستان کي سياسي ،پوځی اوټولنيز حالات له نږدې څاري  اوتل ئې په افغانستان کي دمسائيلو په وړاندي خپل نظر اوغبر گون  اعلان کړی دی .
دروان کال دفبروري پر ۶مه زموږ دټولنې دمشرتابه جرگي په ادرس  دروزگان ولايت دخاص روزگان دولسوالی دگرم آب دسيمې دقطبزوپه کلې کښي ديوې غلطې اونبې بنياده  اطلاع پر اساس   پدې ولسوالی کښي مېشتو بهرنيو قواولخواپر نيمه شپه ديوبېگناه سړی  په کورورننوتي څلور ورونه اويودوه مياشتنۍ ماشوم ئي بېله کوم جرم اوکومې محاکمې له فيصلې په شهادت رسولي  دي .دمرحوم دحاجی قاسم خانمه  چي ددوي په گمان تر وهلو ټکولولاندي ممکن مړه سوې وي ژوندی پاته سوي هغه دادناورين داستان يوچاته قيصه کړې چي تر موږ پوري راورسېدل .
په سويډن کي دوستۍ فرهنگی ټولنې دتليفون په مټ دمحل څخه ددې خبرې دسپيناوي په خاطر معلومات ترلاسه کړ . په رښتياسره بهرنيانو پر نيمه شپه بېله کوم دليل اوثبوت نه دبې سنده اطلاع چي دسيمې دخلکوپه وينا دشخصی دښمنيو اوتربگنيوپر بنياد جوړ سوې افسانه ده  ددې کورنې  پنځه  نفره چي څلورلويان اويودوه مياشتنۍ ماشوم  په شهادت رسولي  اوکورئې دلاسي بم اوريوپه مټ په کنډواله بدل کړی .
دسيمې خلکوزموږ دپوښتنې په چواب کي وويل ، داکورنۍ دښه ژوند خاوندان وه خپله غريبی ئې کوله دژوند اقتصادي سطحه ئي  ډيره ښه وه،نه ئي ددولت اونه هم دطالبانو اويابهرنيانوسره اړېکې اويامخالفت درلود. دخلکو په وينا خپله غريبۍ باندي مصروف وه ،له همدې امله ټول حيران پاته دي چي ولي داسي پېښه وسول؟ دخاص روزگان  ټول اوسېدونکی پدې پېښه زيات خواشينې سوې اوددولتي ارگانو څخه کلک خوابدي دي .
ديادولو وړده چي زموږ دتليفوني معلوماتو له مخې ددغې ښځې چي په روغتون کي بسترده اوس  روغتيايي  حالت دډاډ وړدی .اميدواريو چي دروغتون دنېمگړو امکاناتوپه لرلوسره داخور صحت پيداکړي م . 
موږ دغه ليک چي په دوو ويب پاڼوکي هم خپورسوی دلته کټ مټ نشرته سپارووترڅودبهرنيو ځواکونو مشرتابه اونړيواله ټولنه ئې له همدې لاري زموږ دغبرگون سره يوځاي ولولي  :
((دارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالی کې زړه بګنونکی پیښه     
صدیقی    
نېټه : د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغې ۱۶
ارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالی د ۲۰۱۰ کال دجنوری د۳۰ شپی زړه بګنونکی پیښه
دارزکان ولایت دخاص ارزګان دولسوالی دلویدیځ طرفته دولسوالی  په ۲ کیلومتری کښی په ګرماب نومی کلی کښي دحاجی قاسم په کورکښی چی دنده یی د خپلی شخصی لاری یعنی خپل شخصی کامازموټر چلول او دنورو دریو وروڼو هریولکه حاجی حکمت الله ددوی مشرورور او حاجی امین الله ددوی دوهم ورور اوهم محمدعثمان چی ددوی کشرورور و اودهغوی دنده دخاص ارزګان دولسوالی په بازار کښی د خوراکی اوزراعتی موادو پلورل وو کوم چی حاجی قاسم به ورته دکندهار ښارنه په خپل موټر کښی انتقالول په پورته ذکرشوی نیټه دوی ټول مازدیګر مهال دبازارنه کورته لاړل او کله چی دشپی یولس نیمي  بجی شوې نو په نوموړی ولسوالی کښی میشت امریکایی ځواکونه او دهغوی افغانی ساتونکی چی هزاره ګان دی دحاجی قاسم کورته ورغلل او دکوردوازه یی ماته کړل او لومړی یی دکورپه منځ کښی عسکردهراطاق دروازه اوکړکی ته ودریدل اوژباړن یی وویل چی ونه خوځیږی  وروسته څونور امریکایی عسکراو دهغوی ژباړن لومړی دمحمد عثمان اطاق ته چی دحاجی قاسم کشروروردی ورننوتل او هغه یی دخپلی ښځی په وړاندی بیله څه ویلو په ډزو سره وواژه اوبیا  د حاجی امین الله اطاق ته ورننوتل او هغه یی هم پرته له څه ویلو په اطاق کښی په ډزو سره وواژی او بیاورغلل ددوی دمشر ورور حاجی حکمت الله داوسیدو اطاق ته او هغه یی راوویست داطاق نه او صرف دومره یی ژباړونکی ته وویل چی څه خبره ده چی تاسی مونږ وژنی ؟ خو صرف همدایی وویل او ورسته امریکایی عسکر په سرباند په ډزو وویشت او سمدستی ورغلل دحاجی قاسم داوسیدو اطاق ته او دهغه مخی ته دهغه میرمن  ولاړه وه او امریکایی عسکروته یی چیغواوژړاسره ویل  چی زماخاوند مه وژنی خو ددی سره سره امریکایی عسکراطاق ددروازی نه په هغه ډزی وکړی او هغه یی هم وواژه اوهم دهغه په کوچنی زوی چی دتیر شوی لوی اخترنه دوه ورځي وړاندی زیږیدلی وواو موریی په مخ کښی ورته ونیوی ترڅو دماشوم له وجی نه یی خاوند باندی ډزی ونکړی خو بیا هم امریکایانو په هغه ډزی وکړی او دمور په غیږ کی یی وواژه او ورسره یی مور هم په لاس او پښه باندی ولګیده او بیا ژباړن ورته وویل چی ځانونه ونه خوځوی که نه نو تاسی به هم ووژنواو بیا یی څو شیبی وروسته امروته وکړچی ټول کوچنیان او ښځي دکورنه بهرشی نو په همدی ترتیب ښځی او کوچنیان چی دوه ښځی پکښی ژوبل هم وی دباندی راوایستل او وروسته امریکایانو ددوی کورهم انفجارکړچی ټولی کړکی او دروازی ماتی شوی او دځینو دیوالونه یی چپه شول او دشپی تریوبجی اودیرشو دقیقو وروسته لاړل او په سبا یی دبازاردټولو هټیوالو په وړاندی ددوی ددکانونه مات کړل او مالونه یی ورلوټ کړل البته هغه افغانی عساکرو کوم چی ددوی سره په کمپ کښی دی او ددوی محافظین دی لوټ کړل . یاده دی وی چی ژوبل ښځه د کلیوالو په مرسته دارزګان ولایت مرکزته مازدیګر راورسول شوه او اوس هم دترینکوټ په ولایتی روغتون کښی بستر د ه .
نوټ : پورته ټوله لیکل شوې واقعه دهغه ژوبل شوی ښځی دخولی بیان دی کوم چی دپېښې  عيني  شاهده وه او دحاجی قاسم نومی وژل شوی کس میرمن ده او خپل کوچنی ددوه نیمو میاشتو زوی اوخاوند یی هم امریکایانو په هغه شپه وروژلی دی که خبریالان او رسنی په دی هکله نور معلومات وغواړی نو کولی شی چی د نووموړی میرمینی نه چه اوس هم په ترينکوټ کښی په دولتی روغتون کښی بستر ده معلومات تر لاسه کړی .))
موږ نه غواړو چې ددې  کورنۍ  ددردونکي پېښې  په اړه زياته تبصره وکړوځکه پدې هکله اوس دسيمې ټول خلک اوهلته دولتي چارواکي پوره اوڅرگند معلومات لري .
موږ پداسي حال کي چي  پر خپل سر په نيمه شپه پدې کور ننوتل دهغوي په شهادت رسول اوښځوته په سپکه سترکتل دبشري، اخلاقي،حقوقي نورمونوخلاف عمل اوستر جرم اودانسان مقام ته سپکاوی دی  .بلکي داډول کړنې دبشرپر حقوقو روڼ اوبربنډ تېرۍ اودبېگناه انسانانو په شهادت رسول دډله ايزي وژنې يوه روښانه بېلگه بولواو دغه دټولواخلاقي او انساني عاطفې دنورومونو اوقوا نينوخلاف عمل ته دنفرت په سترگه  گورو.
په دولت کي دا ړونده ارگانو له مسولينوڅخه جدې غوښتنه کووچي دولتي دندي دملت لپاره سرته ورسوي ، دولتي ادارې دملت په وړاندي بېل بېل حقوقي ،سياسي  او اخلاقي مسوليتونه لري چي سرته رسولې ئي قانوني دنده بلل کيږي .يودولت هغه وخت دخلکو لپاره دمنلو وړدی کله چي ددوي لپاره دعادي او انساني ژوند دتامين  اودوام شرايط برابرکړي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه  د نړيوال کورديپلوماتيک مشرتابه  او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو  سازمان  دسرمنشي ،دامنيت شورا،ناټوسازمان لوي قوماندان   اروپايي ټولنې دمشرتابه څخه په کلکه غوښتنه کوو چي د دې عمل  سرته رسونکی  دي د نړيوالو جرمنو ،بشرپر حقوقو باندي دتيري اوډله ايزي وژنې دمجرمينو په توگه په نړيواله محاکمه کي په خپله سزا ورسيږي .
نړيواله ټولنه مکلفه بولوچي په افغانستان کي دخپلو سرتيرو کړنې  په جدي توگه ترنظارت اوکنترول لاندي ولري ترڅو ددغه ډول غير انساني او وحشيانه کړنو اوافغان بېگناه ولس په شهادت رسولو اوسپکاوي مخه په کلکه ونيول سي .
دټولو جنگی نورمو نو او اوصولوپر بنيادهيڅ يو عسکر او افسرحق نلري يوملکي شخص  حتا دجگړې پر کرښو دکومې داشتباه په لرلوسره  ‌بېله محکمې په مرگ محکوم اوپه شهادت ورسوي . دبهرنيو عسکرو او افسرانو لخواهمدا اوس اوس دافغانستان په کليو اوبانډوکښي  روانو  وهلو،ډبولو،تهديد،تحقير سپکاوی ،بې عزتۍ اوبېله  محکمې اوبېگناه وژلو پروسه  که نوره  هم دوام پيداکړي داټول افغان ولس بايد دطالب په نامه له يوه سره تر تېغ تيرسی . ځکه دوي ټول به دبهرنيو عسکروددغه ډول غير انساني اوظالمانه کړنو اود افغان ولس  سره سپک برخورد په پايله کښي به دا خلک  مجبورشي  دبهرنيو ځواکونوپه مقابل کښي  په ملي قيام لاس پوري کړي .که دې کارته  افغانان مجبورسول  ددې ستر بشري ناورين اوناتار دپيل  تاريخي مسؤليت پړه به نه يوازي ددولت اوبهرنيانو دمخالفينوپر غاړه وي بلکې دبهرنيو هيوادودوسله والوځواکونه به ئې  دپېښې دلومړنيو عاملينوپه توگه  نړيوال مسؤليت ولري  .
د نړیوالوځواکونو له لوري د عملیاتو په وخت د عامو افغانانو تلفات او د شپې په مخه د کورنو تلاشۍ سبب شوې افغانان چې په پیل کې یې د نړیوالوځواکونو د راتګ هرکلی کاوه، اوس له هغوی کرکه  اونفرت  لري .
ددې ډله ايزې وژنې مجرمين بايد ژر تر ژره محاکمه سي تر څوبيانور بهرني پوځيان  د افغانستان په کليو اوبانډوکي په  نيمه شپه پر خپل سر دخلکو کورونوته ور نسي اوهغوي بېله محکمې تر تېغ ونه باسي .
د نړيوالو او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سازمان  سرمنشي ،دامنيت شورا،ناټوسازمان  او بشرد حقوقونړيوال سازمان څخه غوښتنه لروچي :
لومړۍ : دخاص روزگان  دگرم  آب دسيمې دقطبزوپه قريه کښي  دپېښې سوې حادثې مجرمين ترجدي اوعدلي تعقيب لاندي ونيول سي ،هغوي ته قانوني جزاورکړه سي تر څودنورو دعبرت لامل وگرځی .
دوهم : ددې پېښي دعاملينواومجرمينو په هکله دخپلو تحقيقاتو اوعدلي ارگانو وروستۍ پرکړه دي ادافغانستان اوامريکا دډله ايزو رسنيوله لار دعام ولس دخبرتيا،ددغې کورنۍ داړوندانو اودسيمې داوسېدونکو دروحې تلقين په موخه خپره سي  .
دريم : دشهيدانودکورنۍ سره عاجلې روغتيايي مرستي سرته رسول ،اودمالي تلفاتو دخساري جبران اوددې کورنۍ دپنځو غړوبېله محاکمې په شهادت رسولو په وړاندي  دعاملينودقانوني جزاورکولوتر څنگ  بايد تر شل کالوپوري ددوي دکورنۍ  دټولوپاته  غړو اقتصادي  اودماشومانوتعليمي اوتحصيل  لگښت پر غاړه واخلې .
څلرم : وران سوی کوربايد ډير ژر  په ډير عصري بڼه دوباره جوړ اوددوي په اختيارکي ورکړه سي  .دادهغه غير انساني جرم مالي تاوان ورکول وجزاده ترڅودانور پدې پوه سي چي هيڅوک په هيڅ صورت دچادکوردورانولوحق اوصلاحيت نلري  .
پنځم : که ښاغلی کرزی په رښتياسره په افغانستان کي  دبهرنيانو لخوادملکي وگړو له وژنې اوسپکاوي سره مخالفت کوي اړينه برېښې دخاص روزگان اودې ته ورته پېښو عاملين دهر هيواد چي وي دخپلو امنيتي ارگانو په مرسته گرفتار اودجگړې په شرايطوکښي  دورته جرمونوپه وړاندي دمنل سوو نړيوالونورمونو اوقوانينوپر بنياد دهغوي دمحاکمې غوښتنه وسي  .
شپږم : دکورنيو چارو ښاغلي وزير څخه غوښتنو کووپه خاص روزگان کښي دهمدې سيمې  دامنيتي پوستو مسؤلينو څخه دقانون دپل کېدوپه موخه  جدې پوښتنه اوگروېږنه وکړي  اودپېښي عاملينوته ډيره سخته جزا ورکړه سي ، تر څوپه راتلونکي کښي بل څوک داډول وحشيانه کړنوته زړه ښه نکړي  . دټولودوتلي ادارو کارمندان په ځانگړې توگه دکورنيو چارو وزارت منسوبين   دافغان کړيدلي ولس سره دانساني او معقول سلوک او برخورد په کولو مکلف  دي .  له ښاغلي وزيرنه چي تراوسه لادخلکومنځ کښي  ديوڅه اعتبار خاوند دی  غوښتنه لروچي  دامنيتي چارواکو کړني چي همدا اوس په مختلفو برخو کي خلک شکايتونه ترې  لري تر خپل مستقيم کنترول لاندي ونيسي . دکورنيو چارو وزارت کارمندان هغه لمړني کسان او ددولت استازي دي چي دهغوي دکړنو په اساس د يو حاکميت په هکله لمړنۍ قضاوت کيداي شي  .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتانه جرگه پداسي حال کښي چي پورته پيښې ته دکرکې اونفرت په سترگه گوري  دفغانستان اوبرنيو ځواکونو داړونده اداروڅخه په کلکه غوشتنه لرو تر څوداپېښه دعدلي ارگانو لخواجدي تقيب اودپايلو په هکله ئي موږ ته خبر راکړه سي .
په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
يادونه :
ددې احتجاج  ليک يوه کاپي په افغانستان کي دملگروملتوسازمان ځانگړې استازي کای ایده ،داروپاپارلمان دنړيوالو اړيکوجرگه گۍ ، دناټوعمومي منشي راسموسن ، دامريکاددفاع وزير ، په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونولوي قوماندان  جنرال مک کريستال اوافغانستان کي ديوشمير سترو هيوادوسفارتخانوته هم ولېږل سوه .