نظار شورا د چلوټو په معراج کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

دې ورځو کې چې د ټاکنو روستۍ او غوڅې پریکړې اعلانیږي ، په لږو ډېر توپير د ټاکنو ټولې جدي غاړې د ځان په ګته چنې وهي او نور ملامتوي ؛ خو د چنو ، چلوټو او درغلیو په سیالۍ کې هیڅ یو د نظار شورا تر مقام نه شي رسېدای او خپل او پردې ټول ورته ګوته په غاښ دي !
که ځیني نورو نوماندانو تازه یا د ټاکنو په درشل کې دې کار لپاره ملا تړلې ، خو نظار شورا بیا د خپل جوړښت او پيدایښت له ورځې ، په چلوټو او درغلیو کې لویه شوې او پخه شوې ده .
نظار شورا به دا ځل د چلوټو له زیرمتون څخه لکه ازمایلی مدارې ډېر نولیان او ماران راوباسي او د خلکو د نندارې لپاره به يي وړاندې کړي او ارګ ته د رسېدو په کچکول کې به پرې زیات خیرات د ولسونو د سر په بڼه او بیه ، راټول کړي .
« د سېپتمبر په ۲۷ مه په مزار کي دافغانستان ملي تلویزیون چي دافغان دولت ژبه ورته ویل کيږي او اوس د نظار شورا د ځايي قومندان عطا نور په واک کې دی ، داسې ویډیو خپره کړه چي پکښي لیدل کیدل افغان ملي پولیس طالبانو ته وسله ویشي . ددغه ویډیو يي انځورونو تر شاه یو کس هم په دري ژبه وایې چي دا دی دافغان دولت فعالیت چي پولیس خپله وسله مخالفانو ته تسلیموي اوپه هر ګړی کي څو څو ځله دا نځورونه د بلخ ولایت د ملي تلویزیون لخوا خپریږي .
سره له دي چي دا تصویرونه دارزو په نوم خصوصي تلویزیون چي د بلخ والی عطا نور پوری تړاو لري هم خپروي ، خو په مزار کې ملي تلویزیون د ځایې زورواکانو په منګولو کي کښېوتی او خپل ټول پروګرامونه یې ددولت د مخالفت لپاره ځانګړي کړي دي . که څه هم دا هر چاته څرګنده ده چي دبلخ والي پر ولسمشر یو ډول سیاسي او فکري کودتاه کړې او په بلخ کي ټولې دولتي ادارې ، پوځ او رسنۍ په خپل انحصار کي نیولي او دځان په ګټه يې کاروي . »
دلته دوه خبرې باید یوله بله بېلې شي :
لومړی دا چې هر نوماند د عبدالله په ګډون ، په ټولټاکنو کې د غلاو ، چلوټو او درغلیو په اړه د شکایت حق لري او کولی شي له قانونی لارو لکه د ټاکنو شکایت کمیسیون ته مراجعه وکړي . د ټاکنو روڼتیا او سوچه والی ټول افغانان او د ولسمشرۍ ټول نوماندان غواړي . عبدالله او پلویانو ته يي هم د قانون په چوکاټ کې دا حق حاصل دی او که د هېواد عمومي ګټې په پام کې وي ، چا ته د کومې استثنا اړتیا نه لېدل کیږي .
خو دا چې د ټاکنو تر پلمې لاندې چې پایلې يي په رسمي توګه لا تر اوسه نه دي اعلان شوي ، د هېواد شمال کې د خپلسرې ادارې د را منځته کېدو هڅې ، خبره بل اړخ ته وړي .
د مرکزي دولت له لارښوونو سرغړول ، د کورنیو چارو د وزارت پر وړاندې د مټ ښکاره کول او دا چې « په بلخ کي دمرکزي دولت واک اوس صفر ته ټيټ شوي او دکورنیو چارو وزارت په بلخ کي د ترافیکو او جنایی پیښوسره دمبارزی مدیرد دندنی څه د ګوښه کیدو توان نه لری » ، خبره له ټولټاکنو څخه بل لور ته بیايي .
په ښکاره د ټاکنو پر اجندا خبرې کیږی خو شا ته د هېواد پر وړاندې د لويي دسیسي پلانونه تر لاس لاندې دي . له ټاکنو څخه د ساده وګړو د تېریستون او غولولو د یوې وسیلې پتوګه کار اخیستل کیږی . موخه ټاکنې ، ولسواکي او د مرکزي حکومت بسیا نه ده ، بلکې د ولسواکۍ او مرکزي حکومت پر وړاندې تراغیز لاندې سیمو د خلکو لمسون ، پاڅون او بلوا ده .
که چیري ټولټاکنې هم نه وای ، دوی به د یو غښتلي مرکزي حکومت د رامنځته کېدو د مخنېوي لپاره خامخا یوه بله پلمه لټوله . په تېرو اتو کلو کې هم ، دوی د مرکزي پیاوړي حکومت جوړېدو مخه ونېوله او په دې کار کې يي له هيڅ ډول سبوتاژ څخه ډډه ونکړه . خو دا ځل ورته اسانه او وړیا پلمه د ټولټاکنو بهانه ترلاسه شوېده .
رباني د سېپتمبر په ۲۷ مه ، د خپلو پلویانو غونډې ته د وینا په مهال وویل : « دا هلې ځلې یواځې دهغو خلکو لخوا نه دي روانې چې په سنګر کې ناست دی، بلکې په دولت کې هم ځیني کسان شته چې ناروا عمل تر سره کوی تر څو امنیت ګډوډ کړي. خو کله چې زموږ ستر ورور استاد عطا زمونږ دامینت لپاره غږ پورته کوي دهغه پر ضد تبلیغات اونوری خبری رامنځ ته کیږي »
دلته د رباني د خبرو مخ د کورنیو چارو وزارت په لور دی . رباني او عطا غواړی چې شمال په تېره بیا مزار دی له مرکزي حکومت څخه خپلواک وي . شمال دې د نظارشورا او جمعیت تر واکمنۍ لاندې وي او که مرکز هڅه وکړي چې شمال دې هم د نور افغانستان پشان د مرکزي حکومت تر واک لاندې وي ، رباني يي د امنیت ګډوډي بولي .
پوښتنه دا ده ، عطا نور چې مرکزي حکومت او د هغه د کورنیو چارو وزارت نه مني ، ګډوډي رامنځته کوي که د رباني په قول د امنیت غږ پورته کوي ؟ !
دلته زموږ امنیت له کلیمې څخه د رباني موخه په شمال کې د نظارشورا او جمعیت تر واکمنۍ لاندې امنیت دی ، نه په عام لحاظ د ټول افغانستان امنیت !
نن ــ سبا د نظارشورا او جمعیت لخوا د بې امنیو او ګډوډیو په اړه غوغا څو موخې درلودلی شي :
تر ټولو ړومبی دوی نړیوالې ټولنې او افغانانو ته ښۍ چې یوازې نظارشورا او جمعیت کولای شی د هېواد په شمال کې امنیت وساتي ، نه مرکزي حکومت . نو چې داسې ده باید د شمال د وګړو په استازیتوب د شمال سیمه د دوی د بې سیاله واک تر لاس لاندې وي او په مرکزي حکومت کې دې هم دوی ته غوړه برخه د پخوا پشان ورکړل شي . که مرکز د شمال په اړه څه ویل او کول غواړي ، د نظارشورا او جمعیت له لارې دې وکړي .
که پر شمال د مطلقې واکمنۍ خبره نه منل کیږي ، نو بیا دوی اړین نه دي چې د مرکزي حکومت لارښوونو او واکمنۍ ته غاړه کیږدي .
ټولټاکنې دوی لپاره هغه مهال د منلو وړ دي چې یا يي نوماندعبدالله ارګ ته ننوځي چې د شمال د خپلسرۍ نخشه له هغه ځایه پلې کړي او یا له مرکزي حکومته دا ژمنه ترلاسه کړي چې په شمال کې به د مرکزي واکمنۍ د غځېدو خبرې نه کوي .
د مرکزي حکومت ، ملي واکمنۍ ، ملي ګټو او ارزښتونو ملاتړ هسې خوشې خبرې دي ، د شمال واکمني ، د شمال ګټې هغه هم د نظارشورا او جمعیت تر مشرۍ لاندې کفایت کوي او د هېواد نور اوسېدونکی باید له دې دریځ سره مخالفت ونکړي .
شمال یوازې دوی د ځان ګڼي ، د مرکزي حکومت پکې کار نشته . که مرکزي حکومت بیا هم شمال د افغانستان بولي ، نو دوی حق لري چې ددې خبرې په مخنېوي کې هر ډول چلوټې ته لکه په هیڅ شان د ټاکنو پایلې نه منل او مخکې له مخکې خپله د ګډوډۍ لپاره تیاري نېول او ملامتیا يي پر مرکزي حکومت وراچول . بګیرش که نګیرت !
د « شمال و طاغوت شکنی مردم آن در طول تاریخ » تر سرلیک لاندې په خاوران بریښپاڼه کې لولو :
« ولې د کاپيسا والي غلام غوث ابوبکر د کاپیسا خلک ولایت ته غوښتي او له هغوی سره يي د هیواد د حالاتو په اړوند خبرې کړي » . د لیکوال په اند ، کاپيسا او د شمال نورې برخې د نظارشورا او جمعیت شخصي ولایتونه دي او مرکزي دولت پکې د دوی له اجازې پرته د اړیکو د نیولو حق نلري . همدارنګه په همدې بریښپاڼه کې بل ځای لولو :
د پنجشیر یو قومندان ولې د د نظارشورا له خبرتیا پرته ، د پنجشیر مشران او سپینږیري کابل ته بيولې . د نظارشورا په اند د پنجشیر ټول اوسیدونکي د دوی بلامنازعه ملکیت او شتمني ده چې د دوی له اجازې پرته چیرته د تګ اجازه نلري .
نظارشورا اوس د شمال وګړي د ځان مریان بولي او یا يي خپل قانوني یرغمل بولي .
بلخوا د نظارشورا چلوټې د هیواد په ملي انګړ پورې محدودې نه دي .
د لوی افغانستان بریښپاڼې په یوه خبر کې لیکلي : « د باخبرو سرچينو په قول د هيواد د روستيو ولسمشريزو ټولټاكنو لپاره د اروپايي اتحاديې د څارونكي پلاوي مشر فليپ موريان له خپلو اتو تنو ملګرو سره له هيواد وتلى دى .
نوموړي چې يو وخت د قوماندان احمدشاه مسعود مشاور و اوس يې له ډاكتر عبدالله سره نږدې اړيكې درلودې، په همدې دليل يې د افغانستان د وروستيو ټولټاكنو په بهير كې د يو نيم مليون رايو د درغليو ډنډورې راپورته كړې چې بيا د ولسمشرۍ يوه تن نوماند ډاكتر رمضان بشردوست دده د څرګندونو پر خلاف لويې څرانوالۍ ته مراجعه وكړه او له هغو يې وغوښتل چې له موريان څخه وضاحت وغواړي او د درغليو اسناد ترې وغواړي، همدغسې بشردوست له لوى څارنوالۍ څخه غوښتنه وكړه ، چې فليپ موريان چې اصلا فرانسوي دى ترڅو دخپلو څرګندونو سپيناوى ونه كړي بايد له افغانستان نه ونه وزي» .
مرادزی
اخځونه :
بېلا بېلې بریښپاڼې