دشهید داکترنجیب اله دشهادت ددیارلسم تلین په یاد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دتلی دمیاشتی ۵ نیټه چه دمیلادی کال دسیپتمبر د۲۷ نیټی سره سمون لری ،دافغا نستان دمخکنی ولسمشر ، دوطن دګوند لمړی منشی او دافغا نستان دملی شخصیت شهید داکتر نجیب اله او دهغه د مهربانه ورور شهید احمدزی دشها دت ورځ ده ،دغه ورځ دافغا نستان په تاریخ او دټولو افغا نانو په زړونو کی دهمیشه لپاره یوه نه هیردونکی ورځ ده او تل به دتاریخ او ګردو افغا نانو په یاد وی ،داهغه ورځ ده چه شهید داکتر نجیب اله خپل ځان دافغا نستان دیووالی اوملی وحدت په خا طر قربا نی کړ او خپل هغه شعار چه تل به یی ویل چی سرورکوم خو سنګر نه ور کوم اویا داچی ویل یی یا وطن ویا کفن دعمل په ډګر کی پیاده کړ .
شهید داکتر نجیب اله زمونږ دافغانی ټولنی یو مترقی ،پوه،زړه ور،غښتلی ، با استعداده او با ابتکاره رهبر وو په خپل ځان اوپه افغا نستان کی یی په مختلفو قومونواو نژادونو باندی پوره باور اواعتماد درلود او دهغو ومشورو ته یی دقدر په سترګو کتل،شهید داکتر نجیب اله ته د افغا نستان په ډیرو سختو اوپیچلو شرایطو کی دافغا نستان دچارو مسولیت ور په غاړی شو چه په هر لحاظ د اندیښنوڅخه ډک وو اوبل هیڅوک په داسی خرابو شرایطو کی حاضر نه و چه دغه دروند مسولیت په غاړه واخلی ان تر دی چه دافغا نستان خارجی او داخلی دوستانو هم په افغانستان کی و پیروزی ته دشک په سترګو کتل او دشمنانو یی دپیروزی شپی او ورځی شمارلی او په دی فکر کی ول چه که نن وی اویا سبا افغا نستان به دپا کستان په یوه بله صوبه بدلیږی.ولی شهید داکتر نجیب الله دلوی خدا ی(ج) په توکل او دافغا نستان دخلګو او خپلو ملګرو په کمک او همکاری وکولا ی شوچه دافغا نستان وکشالی او معضلی ته دحل یوه منا سبه او معقوله لاره پیدا کړی ،شهید داکتر نجیب اله داسی یوه اسلا می ،افغا نی او ټولو خواو ته د قبول وړ لاره پیدا کړه چه هغه دملی روغی جوړی او دافغانانو ترمنځ دپخلا یني لاره وه .
دشهید داکتر نجیب اله دملی روغی جوړی سیا ست اوتګ لاره دا سی یوه لا ره ده چه تر اوسه پور ی لا هم بدون له دغی لا ری څخه بله کومه داسی معادله لاره دافغا نستان دکشالی دحل لپاره نه ده پیدا شوی او نه به هم په اینده کی څوک وتوا نیږی چه بله داسی لاره پیدا کړی ،دافغا نستان فعلی وضع په هر لحاظ دجدی تشویش او لوی خطر سره مخا مخه ده ،دبن دکنفرانس څخه داده پوره اته کاله تیریږی دجهان څه دپا سه ۴۰ ستر ملکونه دناټو دپيمان په مستقیمه همکاری دافغا نستان ددولت په ګډون د سرګومی او سر ګردانی په حال کی دی او دحل لاره دیو څوډیرو محدودو مخالفینو په مقابل ځنی ور که ده او وار خطا معلومیږی یوه ورځ دمذاکری ناری وهی او بله ورځ دجنګ په دوام با ندی ټینګار کوې او نشی کولا ی چه دحل یو منا سبه لاره پیدا کړی ،دپیښو دمسولیت او نا کامیو بار په یوه اوبل باندی اچوی ،په هره میا شت کی امر یکا او متحدین یی دافغا نستان لپاره نوی تګ لاره او سترا تیژی جوړه وی په اصطلاح یو سر نه شی خریلای سل نور خشته کوې .
که څه هم دو ی ټول یعنی افغا نی رهبران او خار جی متحدین یی په عمل کی او س دی نتیجه ته رسیدلی دی چه دډاکتر نجیب اله د وخت دملی روغی جوړی سیاست او تګ لاره دافغا نستان لپاره دحل منا سبه او سنجیده لا ره ده ولی دهغه تعصب او کرکی په وجه چه د دموکراسی ،اجتماعی عدالت ،ترقی ،بشرحقوقو او د داکتر نجیب اله او دهغه درژیم سره یی پخوا در لوده په ښکار اعتراف نشی کولا ی او همیشه په خپلو خبرو کی دکنا یو او تشبهاتو څخه استفاده کوی او بعضی معا دلی جملی استعما لوی لکه اجماع ملی ،کمیسون صلح ،جرګه های قومی اونور،ولی دافغا نستان وعاموخلګو ته او س په اثبا ت ورسیدله چه دافغا نستان دمعضلی دحل لاره هم هغه دشهید داکتر نجیب اله دوخت دملی روغی جوړی سیا ست او د ملګرو ملتونو پنځه فقریی پلا ن ده او بل کوم هیڅ سیا ست او سترا تیژی دتطبیق وړ نه ده .شهید داکتر نجیب اله به همیشه په دی ټینګار کاوه او دخپلو ځرګند ونو په ترځ کی به یی دافغا نستان خلګو او مخا لفینو ته ویل چه دپردیو په زور او مټو و افغا نستان ته سوله را تلا ی نشی او ویل به یی چی سوله او امنیت یوازی دافغا نانو تر منځ داتحاد او اتفاق په صورت کی را تلا ی شی ،همدغه وجه وه چی شهید داکتر نجیب اله همیشه تلا ش کاوه تر څود ملی روغی جوړی دسیا ست او تګ لاری په بنیاد مخالفین وسولی ته را دعوت کړی او دشوروی اتحاد دفو ځی قطعاتو بیرته تګ زمینه له افغا نستان ځخه وخپل هیواد ته مسا عده او برابره کړی لکه چه دغه اابتکار یی وهم کړې او په دغه لاره کی یی دهیچا څخه دځښتن تعاله په توکل بیره نه درلوده او په دغه پیروزی کی دځان دقربا نی تر سرحده مخته ولا ړی او دافغا نستان دښمنانو ته یی خپل ځان ددار تر حلقی پوری تسلیم ن کړ ، په داسی حال کی چه دسهار لمونځ یی دقران پاک دتلا وت سره چه همیشه یی دا عبادت او تلا وت عادت و سرته رسولی و په ډیره بی رحمانه او مظلومانه شکل یې دشهادت لوړ مقام دخپل وفاداره ورور سره يو ځای په نصیب شو ،روح دی ښاد وی دښمنان دی دهمیشه لپاره سرټیټی او خجله وی وفا میل او باز مانده ګانو ته یی دجمیل صبر غو ښتنه دهمیش لپاره کوم . او دداسی ورځی په هیله او ارزو یم چه دشهید داکتر نجیب اله ستر ارمان چه هغه په ګران افغا نستان کی دسولی او امنیت راتګ و ډیر ژر عملی شی .او دعمل جا مه وا غوندې او دښمنان یی ډیر ژر رسوا شی .
دشهید داکتر نجیب اله دشهادت پلان دیوه او یا څونفرو له لوری په عا جله توګه نه دی عملی شوی بلکی په دی باب لا ډیر دپخوا څخه ډیر وسع پلان دافغا نستان دڅخه دبا ندی دوطن او ازادی ددښمنانو تر لا س لا ندی قرار درلود و دا دیوه مملکت داستخباراتو پلان هم نه و بلکی د څو مملکتو نو تر منځ مشتر ک کور دینه سوی پلا ن و چه دافغا نانو په لباس کی بالاخره تر سره شو ،داچی ویل کیږی دا پلا ن دطالبا نوله لوری عملی شوی دی دا له حقیقت او واقیعت ځخه ډیری لیری خبری دی په دی خا طر چه دپلا ن اصلی تطبیق کونکی خپل ځانونه پټ کړی دمسولیت پیټی په طالبانو با ندی اچوی او په طالبانو با ندی په زور تحمیل شو ،دطالبا نوهیځ مشر په هغه وخت کی چه دشهید داکتر نجیب اله دشهادت پلا ن عملی کیدی لا وکا بل ته نه و را رسیدلی ،یواز ی دطالبانو مشر او عمده قومندان ملا بور جان اخند و چه غو ښتل یی په بیړه ځان له جلا ل اباد څخه وکا بل ته را ور سوی په نیمه لاره کی په ډیره مر موزه توګه هغه هم شهید شو،داچه په دی ورستیو دووکالوکی یو کتاب دښاغلی رزاق مامون له لوری چاپ او نشر شوی دی او په هغه کی دډاکتر صاحب نجیب اله دشهادت په باب ځینی معلو مات وړاندی شوی دی که چیری دا کتاب چا لو ستلی وی سړی دا نتیجه تر لا سه کولای شی چه دا ټول شفاهی او یا تحریری معلومات او تبصری دی ،هلته صحی ، مکمل او موثق اسناد او شواهد نشته چه دسړی یقین او اعتماد حا صل شی ،ټولی ما ویلی او تا ویلی خبری او تبصری دی ،دهیچا دسترګو لیدلی حال نه تر سترګو کیږی، که سړی ښه متوجه شی اویا دا کتاب دقیق ولولی دداسی جملو او خبرو څخه استفاده شوی ده لکه چه دکتاب لیکونکی تلا ش کوی دوطن ګو ند دفعالینو تر منځ ونورو اختلا فاتو ته لمن وهی خصوصا دوطن ګوند دمشرانو تر منځ او غواړی نور یی هم په مختلفو ډلو او ګرو پو سره وویشي او دیوه اوبل په مقا بل کی یی استعمال کړی . او په هغه چا با ندی چه دداکتر صاحب نجیب اله دشهادت تور لګول شوی دی هغه په یوازی توګه ددی توانایی او طافت نه درلود چه ده او یادی دهغه ملګرو دا دتاریخ دغه لوی جنایت ته زړه ښه کړی وی ،ددی کتاب ځینی لیکنی فقط او فقط زما په نظر دافغا نستان دخلق دیموکرا تیک ګوند داعضا وتر منځ ونوروو ژورو اختلا فاتو ته لمن وهل دي .
دهری ور ځی په تیریدو د شهید داکتر نجیب اله نیک نوم اوشهرت دخلګو په زړونو کی لاره پیدا کوی ان دهغه چا په زړونو کی چه دشهید ډاکتر نجیب اله په ضد یی د پر دیو په لمسون مقاومت کا وه او نن ورځ هغوی په دی حقیقت او اشتباه ډیر ښه پوه شوی دی چه د داکتر نجیب اله هلی ځلی په افغا نستان کی دسولی او امنیت لپاره د ستا ینی ا و قدر وړ وی، که بعضی محدود افراد او اشخاص خصوصا دافغانستان څخه دباندی په تلویزیونواو شخصی محفیلنو کی د شهید ډاکتر نجیب اله په ضد دتبلغاتو څخه لاس نه اخلی دوه عمده علتونه لری ،اول داچه دغه تبلغات او س ددی ډلی خلګو عمل او کار ګرځیدلی دې او که دا عمل قطع کی روحی او روانی تکلیف ور ته پیدا کیږې دوی نه یوازی په داکتر نجیب اله پسې او یا دهغه په ګوند پسې بلکی دیو زیاد تعداد افغا نانو په ضد تبلغات کوي هغوی نه پیر پریږدی اونه هم ملا هغوی د مجددی ،پیر سیداحمد کیلانی، کرزی ،خلیل زاد،ظاهر خان،داودخان،ستار سیرت ،اشرف غنی احمد زی،کریم خلیلی ،احسان اله بیات اونور هم په ارامه نه دی پری ایښی،برعلاوه تردی هغوی په خپل منځ کی هم دیوه اوبل په ضد ناوړه تبلغات کوی . دوم:دغه ډله چه اوس په خارجی ملکونو کی اوسیږی ددوی دپنا هند ه ګی یا مها جرت کیسونه دافغا نستان دخلق دموکرا تیک ګوند او یا دوطن ګوند په ضد دمها جرینو وخارجی دفترونو ته ور کړی دی، او دهغه په اساس قبول شوی دی دوی لکه نبیل غمګین مسکنیار،حسن امیری،شکیب علومی،بعضی وخت خطاب صاحب،عباسی صاحب او نور مجبوردی دخپلو کیسو مطابق خبری او تبلغات وکړی او دشهید ډاکتر نجیب اله او دهغه دګوند په ضد ناوړه تبلغات وکړی اوکه داکار ونه کړی دوی ته به په امریکا اروپا کی دتلویزیونی خپرونواجازه هم څوک ور نه ګړی او تل په شانی به دهمیشه لپاره بیکاره او بی روزګاره دسړکونو په سر ګرځې او بیا به دنیکټایی دتړلو او دلبا س دنمایش موقع هم پیدا نه کړی دوی لپاره اوس دغه تبلغات ښه تجارت ګرځیدلی دی .ولی دافغا نستان خلګ اوس دغه تخریب کاره ډله ډیره ښه پیژنی او دهغوی په تبلغاتو با ندی به هیڅکله هم باور او اعتماد ونه کړی
را ځی چه دشهید داکتر نجیب اله دشهادت د۱۳ تلین پخاطر ټول اختلا فات یوی خواته پریږدو او په دی با ندی فکر وکړو چه څرنګه کولای شو چه یوه اوبل ته دوستی او وروری لا سونه ورکړو او یو او بل په غیږ کی ونیسو ،په ګران افغا نستان کی دازادی او عدالت دلاری دټولو شهیدانو وارمان ته چه هغه سوله او امنیت دی خدمت وکړو ،زمونږ کامیا بی او پیروزی دیوه اوبل په ضد په لیکلو اوویلو کی نه ده،بلکی بر عکس زمونږ کامیابی او برې په خپل منځ او دټولو افغا نانو سره داتحاد او اتفاق په صوورت کی انشالله حتمی او ضروری ده،داڅو ګاله کیږی چه زمونږ یو تعداد دوستان په خپل منځ کی دیوه اوبل په ضد لیکنی او دحقیقت څخه لیری ناوړه تبلغات کوی ،تاسی دخپل ځان سره قضاوت وکړی چه دی کار کومه نتجه ور کړی ده بیله دی څخه چه خپل ځان ددښمنانو په مقا بل کی ضعیف او نا توانه معرفی کړو، نه مو کوم خاص لوی او غشتلی ګوند جوړ کړی او نه مو وکولا ی شوای خاوری او وطن ته خدمت وکړو ،هریو جلا جلا ددونیا په یوه اوبل کنج کی له ځان سره اخته یو او نورو ته سترګی په لاریو چه زمونږ داخراب شوی افغا نستان چه مونږ افغا نانو په خپل لاس خراب کړی دی دوی را ته ګل ګلزار او جوړ کړی .
که زمونږ دلا سه څه نور پوره نه دی ،هلته په داخل په ګران افغا نستان کی اکثریت دوطن ګوند او دافغا نستان دخلق دموکرا تیک غړی او دګرانو شهیدانو باز مانده ګان شته چه دازادی او دموکراسی چیغه یی دافغانستان په نا امنه شرایطو کی پورته کړی ده له هغوی سره کمک وکړو او خپل اواز له هغوی سره هم آهنګ او چت کړو،مونږ جنا یت او کوم خیا نت نه دی کړی چه ځانونه پټ کړو،مونږ غواړو چه جنایت کاران ولو دا هر څوک او په هر حزب او ګروب پوری ارتباط لری با ید دمحکمی میز ته را کش شی او دبیګنا ه خلګو حقوق ورځنی واخستل شی او دبدو اعما لو جزا ور کړه شی .
په اخر کی وایم چی: دشهید د اکتر نجیب اله اودوطن دازادی دلاری دګردو شهیدانو روح دی دتل لپار شاد وی او دهغوی دکورنیو پاتی غړو ته دجمیل صبر غواړم.پاي ، رحمت اله روان