ای اس ای د طالبانو په جامه کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

طالبان طالبان نشته ، دا د پاکستان خونړۍ ای اس ای ده چې د طالبانو په نوم يي څو مزدور او اجیر قصابان راټول کړي ، ترڅو د ډيورند پورې غاړه په افغانستان کې پرې د خپل تپل شوي حکومت د واکمنولو ، هند سره د کشمیر پرسر د ناندریو او په لره پښتونخوا کې پرې د پښتونستان غورځنګ د ځپلو کار واخلي .
بلخوا ای اس ای د همدغه لنډه غرو په درلودلو سره لوېدیځ په سترګو کې چوخوي ، چې که پاکستان ته پیسې ور نکړي او یا په سیمه کې ددې دولت د میلیتاریستي او شوونیستي موخو پلویتوب ونه کړي ، بویه دغه بلا به دوی پسې لوېدیځ ته ورشي او د لوېدیځوالو د کورونو ځنځیرونه به وشرنګوي . لوېدیځ هم د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره خپلو اتباعو ته ځلوي ، چې که د دوی د مالیاتو په پيسو ددې بلا مخه هلته لري په پاکستان کې ونه نېول شي ، نو دا بلا به دوی پسې دلته لوېدیځ ته راشي .
په دې ډول ګورو چې پاکستان څنګه لوېدیځ لکه غوا لوشې او په دې لوشولو یوخوا خپل طفیلي ژوند اوږدوي او بلخوا په سیمه کې د سیالو دولتونو لکه کابل او هند پر وړاندې خپل د زور مټ ښۍ .
پنجاب له طالبانو څخه ، لکه ښکاري چې د مړځانو یا نورو مرغانو د تېرایستلو لپاره له پنجره يي مړځ څخه کار اخلي ، د لوېدیځ په وړاندې ګټه پورته کوي .
که د طالبانو په لیکو کې چیري ساده پښتانه وي چې خامخا شته ، هغه د ډېرو نورو لاملونو له مخې دغه دوزخي ډلې سره ملګری شوی دي . یو لامل يي د کابل په حکومت کې له پښتنو سره د میري مور چلند دی چې ځینې ساده پښتانه يي اړیستلي چې د غچ په موخه د طالبانو په لیکو کې ورګډ شي.
د طالبانو په لیکو کې د دغه شان کسانو شتون چې د طالبانیزم په ایډیولوژي کې يي د تعمید غسل نه وي کړی بېله خبره ده چې د حل لار يي هم توپير پيداکوي لکه د خبرو اترو لار ، خو د نورو طالبانو او یا دوی ته د ورته ترهګرو ډلو مشرتوب نیغ په نیغه د ای اس ای لخوا ترسره کیږي .
احمد رشید پاکستانی لیکوال New Yorker Review مجله کې خپله یوه روستۍ څرګندونه کې لیکی:
« په شمالي وزیرستان کې د افغاني طالبانو دوه پیاوړي کړۍ اوس هم فعالې دي چې یوه يي د جلال الدین حقاني او د هغه د زوی سراج الیدن حقاني او بله يي د افراطي جګړه مار ګلبدین حکمتیار په بولندتوب چې دواړه يي پښتانه دي او د شلمې پيړۍ له اویاومه لسیزې راهیسې د ای اس ای د پیسو پر بوجۍ ناست دي . د القاعده ترهګر هم په شمالي وزیرستان کې میشت دي . د دوی ترڅنګ د پاکستاني پنجابیانو جګړه مارې ډلې چې د هند او افغانستان پر ضد بېلا بېلې حملې مخې ته بیايي ، هم اوسیږي »
په دې توګه وینو چې په لره پښتونخوا او په تېره بیا په افغانستان کې د توندلارو پلاس دومره اوږده جګړه چې له اوږده مهال راهیسې پيل شوې او پرمخ بیول کیږي ، څه ساده خبره نه ده . دا جګړه چې هره ورځ يي سور او پراخوالی لازیاتیږي ، د یوه دولت لکه پاکستان د جاسوسي کړیو د مستقیم ملاتړ پرته ناشونې ده .
احمد رشید زیاتوی :« افغاني طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ په سیمه کې د هند د نفوذ د مخنېوي او د امریکایانو له وتون روسته په افغانستان کې د پاکستانې ګټو د خوندیتوب لپاره د یوه بدیل په موخه ترسره کیږي . څنګه چې څرګنده ده ، پر هند باندې د ګوزار او افغانستان کې د نفوذ لپاره د اسلامي تندلارو څخه ننګه او ملاتړ د پاکستان د بهرني سیاست په زیرمتون کې ځانګړی او تر ټولو اوچت ځای لري . په نږدې مهال کې داسې هیله چې په دې برخه کې کوم ژور بدلون پېښ شي نه لېدل کیږي » همدارنګه نوموړی لیکوال بل ځای زیاتوی « پاکستان د اورپکو د له منځه وړلو پرځای ، لا زیات هغوی د افغانستان د پولو په لور ورهڅوي »
لږ مهال وړاندې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اطهرعباس ، یو امریکايي تلویزیون سره خپله روستۍ مرکه کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ، د اسلامي ګوند د مشر ګل بدین ، ملا جلال الدین حقاني او ملا نذیر سره د پاکستان د پوځ له اړیکو څخه پرده پورته کوي او په ډاګه اعتراف کوي چې داسې اړیکې شتون لري . همدارنګه نوموړی ویاند دا هم ویلي و چې د پاکستان پوځ کولی شي طالبان ، امریکې سره خبرې کولو ته کینوي .
همدارنګه د روان کال د جولای په ۲۲مه ، د افغانستان اطلاعاتو رسنۍ د سیاسي څانګې « Afghan paper » د خبر له مخې ، د پاکستان پخواني دولتمشر پرویز مشرف د انګریزي تلویزیوني جالپاڼې « سکای نیوز » سره په مرکه کې ویلې و : پاکستانې زیرمو څو ورځې مخکې اعلام کړې چې اسلام اباد د لوړ پوړو طالبانو سره د خبرو اترو ، سلا او مشورو روسته په دې بریالي شو چې ، د طالبانو نظر د افغانستان له ولسمشر کرزي سره د خبرو اترو لپاره چمتو کړي .
پاکستان د طالبانو په درلودلو سره ، د افغانستان په دولت کې د خپلې برخې ترلاسه کولو لپاره هر راز چنې وهی او هم د القاعده او نورو ترهګرو په زیرمې سره هند د کشمیر پر سر تل له خوږې ګوتې نیسي .
احمد رشید د خپلې لیکنې داسې پایله راباسي :
« که چیري لوېدیځ غواړي په افغانستان کې د اقداماتو نوښت په لاس کې ولري ، پاکستان سره باید غوڅ چلند وګړي . په پاکستان کې د پاکستاني او افغاني طالبانو د پټنځایونو د ړنګولو پرته لوېدیځ هیڅکله هم بری نشي ترلاسه کولی .
د پاکستان پوځ هڅه کوي په دې کار کې په ځنډ او دوه مخۍ سره امریکایان دومره ستړي او ستومانه کړي ترڅو بلاخره چمتو شي دې هېواد « پاکستان » ته ډېرې پيسې او وسلې ورکړي .
غټه پوښتنه دا ده ، د پاکستان پوځ او ای اس ای چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې يي د پاکستاني او افغاني طالبانو او هم القاعده څخه هراړخیز ملاتړ کړی ، نه یوازي د پاکستاني طالبانو بلکې د القاعده او افغاني طالبانو په اړه خپله ستراتیژي بدلوي او که نه ؟
اوس هم د پاکستان پوځ افغاني طالبانو ته د هند او په سیمه کې د نورو سیالانو پر وړاندې د برید او همدارنګه په افغانستان کې د نفوذ لپاره د اوږدمهاله او ستراتیژیکې زیرمې په سترګه ګوري »
په دې توګه وینو چې پاکستان د القاعده ، طالبانو او نورو ترهګرو په مټ ، هم د پښتنو سیمه یرغمل نېولې او هم يي له پښتنو څخه د طالبانو په جامه کې د ټولې نړۍ لپاره یوه غټه بلا جوړې کړي . په دې بلا هم پښتانه سپکوی ، هم يي ریښه راباسي او هم يي وژني .
هم مې ووژنې پخپله هم په ما پسې ژړاکا ***** څه ښه یاردی ښه يي مینه وژل هسې شیون هسې
خوشحال بابا
اخځونه :
ــ بېلا بېلې بریښپاڼې
مرادزی